ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1217

د کابينې ۱۵مه غونډه؛ له هېواده بهر د افغان بندیانو خلاصون او د کوچيانو ستونزو په اړه خبرې شوي


د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۷مه/ سلواغې۹مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
غونډه کې له اجنډا سره سم د کوچيانو (مالدارو) د ستونزو په اړه تفصيلي بحث شوی او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ډېرې وچکالۍ ځپلو سيمو کوچيانو (مالدارو) ستونزې وڅيړي او وروستی راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره يې لارې چارې ولټوي.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته اسلامي امارت د علمي ډګر د پیاوړتیا هڅې کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر، د سیاسي کمېسیون غړي انس حقاني، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال، یو شمېر علمای کرامو، مخورو او د شیخ زاید پوهنتون رهبري او استادانو په ملتیا له یاد پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په یاد پوهنتون کې جوړې شوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته د وینا پرمهال په علمي ډګر کې د شیخ زاید پوهنتون فعالیت او د استادانو هڅې ستایلي او ویلي يي دي؛ د خوست ولایت ارزښت ته په کتو به د دغه پوهنتون او استادانو د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته اسلامي امارت په هېواد کې د عصري زده کړو او مدرسو د پرمختګ او د علمي ډګر د پیاوړتیا هڅې کوي.

د اسلامي امارت مجاهدینو د ولسونو په همکارۍ اشغال پای ته ورسوه او امن یې راوست؛ نو د پوهنتون محصلین او استادان دې د هېواد په رغونه کې ونډه واخلي او ولس ته دې غوره خدمت وکړي.

د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار؛ اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار او تعامل ته چمتو دی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار په غونډه کې وايي، اسلامي امارت چمتو دی، چې د متقابل احترام په پام کې نیولو سره د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار، مثبت تعامل او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو ګټو، د حکومتولۍ جوړښتونو او پرمختیایي ماډلونو ته درناوی لري او له نورو هم د متقابل درناوي غوښتونکی دی.

د ښاغلي متقي په وینا؛ د اسلامي نظام د حاکمیت او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره له شل کلنې مبارزې وروسته خپل برخلیک خپله ټاکو.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانستان تاریخ ثابته کړې، چې تحمیلي نسخو او طرحو د افغانستان درد نه دی دوا کړی او برعکس پایله یې لرلې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یاده غونډه د خوښۍ ښودلو سربېره ویلي؛ هېواد یې غواړي، چې افغانستان د دوحې ناستې د خبرو اصلي برخه وي.

ښاغلي کابلوف د یوشمېر هېوادونو له لوري افغانستان ته د نویو سفیرانو لېږل د دواړو هېوادونو په ګټه بللي دي.

دغه‌راز د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي: “نن موږ د دې سیمې د خلکو استازي د کوربه هېواد په بلنه کابل کې راټول شوي یو، تر څو د مشورو له لارې د خپلو دولتونو لپاره د خیر او مصلحت لپاره داسې لاره ولټوو، چې افغانستان یې د نښلولو او اتصال نقطه وي.”

کابل کې د هند شارژدافير له افغانانو سره خپلې اړيکې تاريخي بللې او د همکاريو پر داسې ماډل يې ټينگار کړی، چې د افغانانو په گټه وي.

نوموړي همداراز د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو ټينگار کړی او له افغانستان سره يې د هند پر انکشافي مرستو هم خبرې کړې دي.

د هند شارژدافیر ویلي، چې له افغانستان سره خپلو تجارتي اړیکو ته دوام ورکوي.

د پاکستان شارژدافير په سيمه‌ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول محوري بللی او ویلي یې دي، چې د سولې او امنيت په چاپېريال کې د سترو اقتصادي پروژو تطبيق ته زمينه برابرېدلای شي.

نوموړي همداراز پر مشترکو غوښتنو او اندېښنو د مشترک کار غوښتنه کړې ده.

ښاغلي نظاماني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت د دې هېواد په اقتصاد او امنیت کې مثبتې لاسته راوړنې لري او د سیمې هیوادونه باید په شریکه د افغانستان له حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.

پنچشېر کې ۴۰ کلنه شخړه حل شوې

د پنجشیر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په ابشار ولسوالۍ کې د دوو قومونو سنګي خیلو او ګلاب خیلو ترمنځ ۴۰ کلنه شخړه د یوې ناستې په ترڅ کې حل کړې.

په دې اړه ناسته کې د یاد آمریت امر ملا عبدالباسط، علمای کرامو، قومي مشرانو او د ابشار ولسوالۍ مسولینو ګډون کړی و.

د یادې ولسوالۍ ولسوال خلک یووالي ته رابللي.

همداراز د یاد امریت مسولینو او علمای کرامو د خبرو پر مهال د اسلام له نظره په یادې موضوع خپل علمي نظرونه وړاندې کړي او دواړه قومونه یې سولې ته را بللي دي.

په پاي کې دواړو قومونو د مسولینو په وړاندې یاد پلاوي ته ژمنه کړې، چې نور دا شخړه پر دغه ځای پای ته ورسېده او له دې وروسته به په خپل منځ کې هیڅ کومه ستونزه ونلري.

نوموړو له مسولینو مننه کړې، چې په یاده موضوع کې یې له دوي سره بشپړه همکاري کړې.

د ګمرکونو لوی رییس د کندوز ګمرک چارو ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته رسمي سفر کړی او هلته یې د کندوز ګمرک د چارو د ارزونې ترڅنګ د کندوز له والي مولوي نثار احمد نصرت او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره جلا – جلا  لیدنې کړي.

د ګمرکونو لوی رییس د کندوز ولایت د شېرخان بندر له سرحدي ګمرک څخه د لیدني پر مهال د یاد ګمرک مسولینو او کارکوونکو ته د همکارانو او اړوندو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو، پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې او د سوداګریزو توکو د طۍ مراحلو د لا چټکتیا په برخو کي لازمې سپارښتنې کړي.

نوموړي د کندوز له والي سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په لا ودې او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

د ګمرکونو لوی رییس په دې سفر کې د کندوز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم لیدنه کړې، چې په دې کتنه کې نوموړي د سوداګرو ستونزې اوریدلي او د ژر حل کېدو ډاډ یې ورکړی.

د ګمرکونو لوی رییس د هېواد د ګمرکي چارو د ارزونې ترڅنګ د سوداګرو ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي.

د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار

د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار

مخینه:

د افغانستان اسلامي امارت له فتحې وروسته کوښښ کړی، چې د خپل اقتصاد محوره او متوازن سیاست پر مټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نږدې اړیکې جوړې کړي.

له هغو هېوادونو پرته چې افغانستان کې مستقیما له افغان ملت سره په جګړې کې ښکېل و، د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی چې د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو سره نږدې او مثبتې اړیکې جوړې کړي.

په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزرات مشرتابه مناسبه وګڼله چې په کابل کې د سیمې د هیوادونو د خاصو استازو په سطحه یوه سیمه ایزه غونډه راوبولي تر څو د مشترکو مسائلو په باب د لا زیاتې سیمه ایزې همکارۍ لپاره باور جوړونه وکړي.

اهداف:

دا سیمه‌ییزه غونډه د لاندې اهدافو لپاره راغوښتل کېږي:

– د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د مثبت تعامل نوی فصل.

– د سیمه‌ییزو همکاریو په باب همغږي.

– د سیمې په سطحه یو ګډ منطقه محور روایت رامنځ ته کول.

– د سیمې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره شریک کار کول.

توضیح:

د افغانستان اسلامي امارت په غونډه کې شریکو هېوادونو ته د دې ډاډ ورکړ، چې له سیمې سره مثبتې اړیکې د افغانستان حکومت لپاره لومړیتوب لري.

اسلامي امارت وغوښتل چې د سیمې هېوادونو ته دا پیام ورسوي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په اقتصادي پروژو، سیاسي محورونو او منطقوي ابتکاراتو کې د فعالې ونډې لرلو ته چمتو دی.

ایران د دریم ځل لپاره د اسرائیلو جاسوسان اعدام کړل

د راپورونو په اساس د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد څلور جاسوسان چې څه موده وړاندې د عراق د کردستان له لارې په غیر قانوني توګه ایران ته ننوتي و او غوښتل یې اصفهان کې د دغه هېواد د دفاع وزارت اړوند د پوځي تجهیزاتو د تولید پر یو مرکز بمي بریدونه ترسره کړي. د ایران د امام زمان ګارد له لوري نیول شوي و، نن دوشنبې اعدام شوي دي.

دغه کسان له اسرائیلي رژیم سره د همکاریو، د ایران د امنیت خرابولو او موساد ته د ایران د مهمو معلوماتو د ورټولولو په تور اعدام شوي دي.

غزه کې د روانې جګړې تر پیل وروسته دا درېیم ځل دی، چې ایران د اسرائیلو جاسوسان اعداموي.

د افغانستان بانک ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ غواړي چې د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ نېټه (۱۴۰۲/۱۱/۱۱) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

همداراز د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

بدخشان کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه یو شمېر مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د بدخشان ولایت مرکز، وردج، یفتل، شغنان ولسوالیو، د کوچني پامیر او لوی پامیر په سیمو کې د مخابراتي ستونزو د حل او خلکو ته د باکیفیته انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه د افغان ټلیکام شرکت د سلام او افغان بیسم مخابراتي شبکو له لوري پینځه مخابراتي سایټونه نصب او فعال شوي دي.

د یاد ولایت درایم، وردج، نیشکان، یاوان او خواهان ولسوالیو کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د انجینرانو د هڅو په پایله کې د سلام مخابراتي شرکت یو شمیر غیر فعال مخابراتي سایټونه او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږ زیانمن شوي سایټونه بیارغول شوي، چې اوس په نورمال ډول خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

 همدا ډول د یاد ولایت لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو کې د خدمتونو رسولو په موخه د ټي ډي آف لسمې پروژې سروې تر سره شوې ده.

یاد ولایت، مستوفیت، امنیه قوماندانۍ او د پوهنتون ریاست د نوري فایبر سره نښلول شوي، همداراز د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د ویش او راجسټر لړۍ څخه د طرزالعمل اړوند څارنه کیږي.

همداراز په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو ۶۷ تنه زده کوونکي، چې د مجربو ښوونکو له لوري روزل شوي فارغ کړي، په دغو زده کوونکو کې دولتي مامورین هم شامل وو .

مولوي مطیع الحق خالص: نېږدې راتلونکي کې به کابل کې د سوري زړه درملنې په موخه مجهز روغتون جوړ شي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره لیدنه کړې.

مولوي مطيع الحق خالص د اندونیزیا سفیر ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ له افغاني سرې مياشتې سره د اندونيزيا له مرستو مننه کړې او د ياد هېواد مرستې يې د اړمنو او بې سرپرسته کورنيو په لاسنيوي کې اغېزمنې بللي.

ښاغلي خالص ویلي؛ افغاني سره مياشت د یو ملي خپلواک مرستندوی بنسټ په توګه د بشرپالو کړنو په ترسره کولو کې د ارګانونو ملاتړې ده، خو خپلې چارې د هر چا له مداخلې پرته پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغاني سره مياشت تل هڅه کوي د نړیوالو مرستنديو بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو، بې سرپرستو او پېښځپلو ورسوي.

سرپرست رییس ویلي؛ افغاني سره مياشت د روغتيا برخه کې د بېلابېلو روغتيايي خدماتو ترڅنګ په رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه هم کوي او په پام کې لري نېږدې راتلونکي کې پلازمېنه کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه مجهز روغتون هم جوړ کړي.

د اندونیزیا سفیر خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او بشرپال خدمتونه ستایلي او د لا ډېرو همکاریو ژمنه یې کړې.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې مرستون کې د حرفوي زده کړو د زده کوونکو د اوبدل شويو توکو لیدنه هم وکړه.