ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1221

ډاکټر عبدالباري عمر: د داخلي توليداتو پرمختګ مو لومړیتوب دی

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد‌ علی حنفی سره لیدنه کړې.

په دغې لیدنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې مرستیال رحمت‌الله رؤفي، د کندهار د خوړو او درملو رییس حافظ حمیدالله او یو شمېر نورو مسولینو هم شتون درلود.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ادارې د مخنیکي او اوسنی وضعیت په تړاو هر اړخیز معلومات شریک کړي او ویلي يي دي؛ دا اداره مخکي یوازې او یوازې تر مرکز پورې محدوده وه، ولې اوس په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري.

ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې؛ د بې‌کیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې روانې دي او هم داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵ سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي او په وینا يي، دوی ته د داخلي تولیداتو پرمختګ لومړیتوب لري.

 د کندهار سرپرست والي په ټول هېواد کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ورستیو کړنو او فعالیتونو په پار مننه کړې او ویلي يي دي؛ دا چي ورځ تر بلې هېواد کې د بې‌کیفیته خوړو او درملو مخنیوی کیږي دا یې د خوړو او درملو ملي ادارې د ښې او هڅاندې رهبرۍ بې‌دریغه کوښښونه بللي.

په پای کې په یاده برخه کې د ټولو شته ستونزو او هم یې د حل‌ پر لارو چارو خبرې شوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۵/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۷/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۴کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۶۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې اته تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن دیني عالم ، ۳۰ تنه غریبکار او ۲۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۰۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۳ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

همدارنګه ۱۵ تنه بنديان هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۵۰ افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۲۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۲۴ تنه غریبکار او ۱۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۵۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته نهه عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۳۰ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې دوه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۷۸ کورنۍ ۲۴۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۵ کورنۍ ۳۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۳۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۸۳کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۵۷ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۲۹ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

افغان سوک‌وهونکي محمد زماني خپل تایلینډي سیال ته ماته ورکړه

د افغانستان پیاوړي سوک‌وهونکي محمد زماني د ټایلینډ په FCC سازمان کې، چې د اسیا او اروپا څخه د ۱۰ هېوادونو لوبغاړو په کې ګډون کړی، خپل ټایلینډی سیال اتیفبوډي سریکند ته ماته ورکړه.

محمد زماني د سوک‌‌وهنې په برخه کې د شپږو ګټو او دوه ماتو سره په ۶۳ کیلو وزن کې خپل ټایلینډی سیال اتیفبوډي سریکند، چې د سوک‌وهنې په برخه کې یې ۱۰ سیالۍ ترسره کړي، شپږ یې ګټلي او څلور یې بایللي، په دویم راونډ کې ماته ورکړه او اوومه بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ د WBC د اتلولۍ کمربند د لاسته راوړلو په موخه د ټایلینډ هېواد بانکوک ښار کې روانې دي.

د ایران په سراوان کې نهه پاکستانیان وژل شوي

د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان ښار کې ناپېژنده وسله‌والو نهه پاکستانیان په ډزو وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي.

د پاکستان د بهرنیو جارو وزیر دغه پېښه غندلې او له ایراني چارواکو یې د پلټنو او څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم یاده پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ ایران او پاکستان به خپلو دښمنانو ته اجازه ورنه‌کړي، چې خپلمنځي اړیکو ته یې زیان ورسوي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د  C D C شرکت رییس لیدنه؛ افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د چین هېواد C D C ویستنې شرکت له رییس سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو سرتاسري امنیت او افغانستان ته د بهرنیو کمپنیو په را جلبولو باندې خبرې کړي.

د C D C شرکت رییس د شته فرصتونو د برابرولو او د هېواد په اوسني حالت خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د پانګونې په برخه کې د ښو فرصتونو په لرلو سره یو غوره هېواد دی او همدا راز یې د مسو، سرب او جستو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست د هېواد کانونو په برخه د پانګونې لپاره اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د لازمو همکاریو ژمنه کړې.

د افغانستان په تړاو د پاکستان پوځ لوی درستیز وروستیو څرګندونو ته غبرګونونه!

د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوى درستيز حافظ محمد فصیح الدین  فطرت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد ترڅنګ دغسي ادعاوې د یاد هېواد چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي.

نوموړي چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.

په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي.

د چارو شنونکي او د پوهنتون ځیني استادان د پاکستان پوځ لوی درستیز څرګندونې د ګاونډیتوب او نړیوالو میکانیزمونو خلاف بولي او وايي، چې د یاد هېواد د دغه شان څرګندونو تر شا د نورو کړیو لاس دی.

د سیاسي چارو شنونکی ګلاب خان باز: “د پاکستان له ضد او نقیض څرګندونو ښکاري، چې دوی پر خپل واک او اختیار کې نه دي، بل څوک پرې حاکم دي او دوی یې پروژې پر مخ وړي.”

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر دوې ورځې وړاندې پر افغانستان د نورو نیوکو ترڅنګ ویلي، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان غوره دی.  

دغه څرګندونو نه یوازې دسیاسيونو بلکې دعامو هېوادوالو نیوکې هم راپارولې دي.

دوی وايي، چې پاکستان دې هلته د روانو ناامنیو ګوت څنډنه نورو ته نه کوي او د دغه شان پارونکو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستان سرپرست حکومت ځینو مسولینو دافغانستان پر وړاندې دغه شان غیرې مسوولانه څرګندونې کړې، چې د افغانانو له لوري له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.

د پاکستاني پوځي چارواکو وروستیو څرګندونو ته د هېواد وسله‌وال پوځ لوی درستیز غبرګون؛ دا ډول څرګندونې د پاکستاني چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندويي کوي

د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز حافظ محمد فصیح الدین  فطرت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد ترڅنګ دغسي ادعاوې د یاد هېواد چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي.

نوموړي چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.

په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي.

د پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي.

د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي.

نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ، چې څنګه يې د هېواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه، اوس هم په یاد لري.

قاري برکت‌الله سلیم د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ

د هېواد نوموتی قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړي په افغانستان او مصر کې د قرائت زده کړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو ګڼل کېده.

قاري برکت الله سلیم د حسن القرات په ګڼ شمېر سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

ورته مهال اسلامي امارت هم د قاري برکت الله سلیم په مړینه خواشینې ښودلې او د نوموړي مرینه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ارواښاد برکت الله سلیم مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې او نوموړي ته یې د جنة الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.