ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1222

قاري برکت‌الله سلیم د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ

د هېواد نوموتی قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړي په افغانستان او مصر کې د قرائت زده کړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو ګڼل کېده.

قاري برکت الله سلیم د حسن القرات په ګڼ شمېر سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

ورته مهال اسلامي امارت هم د قاري برکت الله سلیم په مړینه خواشینې ښودلې او د نوموړي مرینه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ارواښاد برکت الله سلیم مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې او نوموړي ته یې د جنة الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۲۹مې څخه د دلوې تر ۵مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹ زره او ۸۳۴  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹ زره او ۶۸ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې دوه زره او ۶۵۳ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۱۱۳ ټنه انتقالات، چې ټولټال ۷۹ زره ۸۳۴  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

ملا نورالله نوري: هېواد ته د کډوالو راستنېدنې په بهیر کې ښکیل مسولین خپلو دندو ته پوره پاملرنه لري

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ګاونډي هېواد ته د اوښتونکو ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې له نږدې اوریدلي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د تورخم دروازې له لوري تلونکو مسافرو، ناروغانو او اجباري راستنېدونکو کډوالو ته ډاډ ورکړی، چې په دغه بهیر کې ښکېل مسولین په ټولو برخو کې خپلو دندو ته پوره پاملرنه لري او تاسې ته د سهولتونو رامنځته کولو لپاره پوره هڅه کوي.

د یادې کتنې په وخت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني هم شتون درلود.

مفتي سید احمد مستقیم د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې نوی مرستیال وټاکل شو

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د دفتر مرستیالانو او د امارت یو شمېر نورو مسولینو په شتون کې د منابعو او ادارې نوي مرستیال مفتي سید احمد مستقیم معریفي کړ.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس تغییر او تبدیل او د مسولیت سپارل د اسلامي نظام ځانګړی اصل بللی، چې موخه یې د خدای (ج) رضا، اسلامي نظام، وطن او خلکو ته خدمت دی.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ په نورو نظامونو کې څوکۍ ته د مقام او منسب خطاب کېږي، خو په اسلامي امارت کې دا چاره فقط امانت او دروند مسولیت دی، چې د اسلامي امارت د رهبري له لوري وړ کسانو ته سپارل کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې د مخکېني مرستیال مولوي عبدالعزیز جاوید کړنې ستایلي او مفتي سید احمد مستقیم ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب دعا کړې.

وروسته د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د بشري سرچینو رییس مولوي محمد داوود محمدي د رییس الوزرا د لزوم دید اړوند د چارو د لا ښه والي او تنظیم په موخه په مافوق بست کې د کلیو او پراختیا وزارت مخکېني مرستیال او د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې اوسني مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم د مقررۍ په اړه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د ۲ نیټې ۳۴۶۶ ګڼه حکم ولوست.

د غونډې په پای کې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم په خپلو خبرو کې د چارو د لاښه والي په موخه له اړوندو ادارو سره پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د بریا راز نه ستړې کېدونکې هلې ځلې، کلک هوډ او اراده ده، چې موږ به هم پر دغه هوډ خپلې چارې مخته وړو.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ موخه د افغانستان کړیدلي ولس ته په اخلاص خدمت دی، ترڅو متعال خدای او ولس راڅخه خوشحال شي.

د بغلان بورې کارخونې له بیارغونې وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کړ

د بغلان د بورې کارخونه د مالیې وزارت له لوري تر بیارغونې وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د کندوز د سپین زر دولتي شرکت مرستیال رحمت الله رحماني ویلي؛ د بغلان د شکر دولتي شرکت کې ۳۵۰ مسلکي او فنی او دغه راز ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هېواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدیږي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ولایت د شکر دولتي شرکت په پرانیست غونډه کې ویلي؛ له هغو پروژو ملاتړ کوو، چې د بغلان په اړوندو کې پیل شوي دي او هیچاته  به اجازه ور نه کړي، چې د کوچنیو او سترو پروژو د وړاندې تګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي عبدالحمید اخوندزاده ویلي؛ په تیرو ۲۰ کلونو کې حکومت د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وشي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې کېدلې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اوسني نظام رهبري ژمنتیا لري، څو شرکتونونه او کارخونې ټولې فعالې شي او په همدې موخه په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي.

د دولتي شرکتونو د همغږۍ د انسجام رییس مولوی احمدجان ویلي؛ د دې کارخونې په فعالولو سره هېواد د صنعت په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام کېښوده او د بغلان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ مو مسلکي او فني کارکوونکي وتوانېدل، چې د بغلان د بورې کارخونه ورغوي.

د بغلان د بورې کارخونه په ۱۳۱۹ هـ ش کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې  یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت ودرېدو، څو کاله وړاندې یادې کارخونې یوځل بیا په کار پيل وکړ،  خو د اومه موادو د نشتون، د ځمکو غصب يې او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې بیا له سقوط سره مخ کړه.

د بغلان د بورې کارخونه، چې له جغوندرو بوره جوړوي د افغانستان يوازينۍ کارخونه ده چې بوره توليدوي.

باور دا دی چې که دغه فابريکه ۱۰۰ سلنه فعاله شي نو د نهو شمالي او شمال ختیځو په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي.

کابل کې معیاري طبي کمپلېکس جوړیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت د اراضۍ استازو په کابل کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو په اړه خبرې کړي.

 دغه ناسته د اسلامي امارت د کابینې د روان کال د ۱۰مې ګڼې ناستې د پرېکړې د پلي کېدو په موخه شوې، چې په کې د ځمکې د تشخیص لپاره په اړینو موضوعاتو خبرې شوي.

 د عامې روغتیا وزارت استازي ویلي؛ وزارت یې غواړي داسې ځای کې ستر معیاري طبي کمپلېکس ورغوي، چې له ښاري ګڼې ګوڼې لرې او د خلکو لاسرسی ورته اسان وي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کړې؛ تر څو خپله غوښتنه له معیارونو او مشخصاتو سره سم په لیکلې بڼه کمېټې ته را واستوي، کمېټه به بیا د غوښتنې مشخصاتو او معیارونو ته په کتو د ځمکې په تشخیص او غوراوي کار وکړي.

 د عامې روغتیا وزارت استازي ویلي، د راتلونکې اونۍ تر یکشنبې ورځې به خپله غوښتنه او معیارونه په لیکلې بڼه له کمېټې سره کړي.

کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلن نړیوال جام کې له مخته تګ پاتې شول

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام لومړي پړاو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې له نیپال په یوه ویکټه ماتې وخوړه او په دې سره له مخته تګ پاتې شوه.

له نېپال سره د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، چې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۴۶ هدف وټاکه.

نیپال د ۹ لوبغاړو په سوزېدو سره یاد هدف پوره او افغان لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه په ۱۸۱ منډو پاکستان ته بایللې وه.

دغه‌راز خپله دویمه سیالي یې بیا په یوه ویکټه نیوزلینډ لوبډلې ته بایللې وه.

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې خپلې درې لوبې یو پر بل پسې وبایللې او په نړیوال جام کې له مخته تګ پاتې شوه.

د افغانستان بانک د ۱۶ میلیونه ډالرو د لیلام خبر ورکړی

د افغانستان بانک ویلي؛ غواړي چې د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶ نېټه (۱۴۰۲/۱۱/۰۸) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک زیاتوي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

همداراز د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله روغتیايي سیستم له کاره لوېدلی

د راپورونو پر اساس غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله روغتیايي سیستم له کاره لوېدلی.

ویل کېږي ډیری هغه ناروغان چې غزه کې یې درملنه کېده اوس‌مهال د روغتیایي مرکزونو د نشتوالي او ویجاړېدو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکي او چارواکي وایي، چې د اسرائیلو هوايي او ځمکنیو بریدونو په دې سیمه کې روغتیايي سیستم تقریبا له منځه وړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي، د غزې په شمالي سیمو کې له ۲۴ روغتونونو څخه یوازې اووه په نسبي توګه فعال دي.

له بل لوري د فلسطین د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پایله کې تر دې دمه ۲۶ زره او ۸۳ فلسطینان شهیدان او څه باندې ۶۴ زره ټپیان شوي دي.

د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو پلونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 د کابل-کندهار پر لویه لاره د کلات او شهري صفا ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لاره باندې د زابل د ټولګټو چارو وزارت له لوري، د سنګر مانده او غشي رباط دوه لوی پلونه د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد عيسي ثانى د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي؛ دوی کوښښ کوي، ترڅو د کابل کندهار لويي لارې د معیاري جوړیدلو او همدارنګه د دې لارې د پاسه د پلونو اوپلچکونو جوړولو برخه کې زیاته هڅه او کوښښ وکړي ترڅو خلک هوسا شي.

د زابل ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي ویلي؛ روان کال د ټولګټو وزارت له لوري ۱۲ بېلابیلې پروژې ورکړل شوې وې، په دې کې يوازي ١٠ غټ پلونه دي، چې اووه یې بشپړ شوي او پر نورو یې کار روان دی.

د نوموړي په وینا؛ يو پل په نوبهار ولسوالۍ کې دى، چې په راتلوونکې اونۍ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، د دې ترڅنګ په شينکي ولسوالۍ کې د لوړې پل چې په سرحدي لار دی زیات مهم دی، رغنيزي چارې يې خورا ښې روانې دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړې؛ د دوى د رياست د اداري تعمير رغنيزي چارې ٣٠ سلنه مخته تللې دي او نورې چارې يې په چټګۍ سره مخته روانې دي، تر څنګ يې په راتلونکى کال کې پلان لري، چې د کابل ــ کندهار عمومي لويې لارې کارونه خلاص کړي، چې زابل اړوند به په بشپړ ډول سړک ورغول شي او سره وصل به شي.

په ورته وخت کې د کابل کندهار لويي موټر چلوونکي هم د دې پلونو په جوړیدلو خوښي څرګندوي او وايي وړاندې، چې دا پلونه ویجاړشوي و، سفر یې له خطر څخه ډک او ستونزو سره مخ ول، ولې اوس د کال هر موسم کې کولای شي د کابل کندهار لويه لاره باندې بغیر له ستونزو سفرونه وکړي.