ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1224

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د خصوصي سکټور له لوري په مختلفو برخو کې د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه ناسته کړې

 د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه خبرې شوي.

 په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو بدلونونو په نظر کې نیولو سره تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.

همدا راز دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات ولایت په بام هرات ساحه کې د تفریحي کمپلېکس، د جلال آباد په حوزوي او د کابل په شیخ زاید روغتونونو کې د معیاري لابراتواري مرکزونو او همدا راز په کابل ښار کې د خوراکي توکو د تولید سترې فابریکې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

یادې طرحې تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې او همدا راز د ځمکې د ورکړې او د قراردادونو د وخت په اړه تخنیکي ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت خلکو ته د خدمتونو برابرول خپلې بنسټیزې ژمنتیاوې او ویاړ بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز ولایت له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

علماوو او متنفذینو د کندوز ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت مسولین خلکو ته د خدماتو برابرولو نه ستړي کېدونکي کوښښونه کوي او د دې ولایت خلک له امارتي مسولینو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول مجاهدینو څخه د امنیت د تامین په برخه کې خوښ دي.

هغوی زیاته کړې؛ په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، معیاري سرکونو او د وچکالۍ له امله د کرنې په برخه کې ځینې ستونزې شته او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت خلکو ته د خدمتونو برابرول له خپلو اساسي ژمنتیاوې او خپل ویاړ بولي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو رسولو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ښوونې او روزنې، روغتیا، نښلوونکو لارو موضوعاتو او د وچکالۍ له امله د بزګرو ستونزو ته په اشارې زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین کوښښ کوي د امکان ترحده د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د مولوي امیرخان متقي او د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر لیدنه؛ د قرغزستان له لارې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار شوی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امان ګلدیف دانیار سره لیدنه کړې. 

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو سوداګري او ټرانزیټي اړیکو هر اړخیزې خبرې شوي. 

د بهرنیو چارو وزیر قرغز پلاوي ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د امنیت او ثبات په برخه کې وروستیو پرمختګونو د تجارت او ترانزیټ د ودې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

نوموړي د افغانستان په تړاو د قرغزستان له سیاستونو څخه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده؛ د قرغزستان له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي، تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي. 

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ اوس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو امکاناتو لویې اقتصادي پروژې پیل کړې دي او افغانستان چمتو دی، چې لویې سیمه ییزې پروژې لکه کاسا ۱۰۰۰ باندې عملي کار پیل شي. 

د قرغزستان د اقتصاد او تجارت وزیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې پراخې اړیکې لري او اوس دا پوټنشل رامنځ ته شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات لا زیات شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په تجارتي، ترانسپورتي، ټرنزیټي، انرژي، زراعتي او لوړو زده کړو په برخه کې د ګډ کار ښه فرصتونه شته. 

امان ګلدیف دانیار ویلي، افغانستان کې له وروستي مثبت بدلون وروسته په ډېرو برخو کې د ګډ کار فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ له ځان سره یې په دې سفر کې د قرغز سوداګرو یوه ډله هم راوستې ده، تر څو د افغانستان له حکومت او خصوصي سکټور سره کاري تجارتي خبرې اترې ولري.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پای کې غوښتنه کړې، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي او ډاډ یې ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د دوو اړخیزو اړیکو په ټولو برخو کې ملاتړی دی.

عراق کې د امریکا د نظامي حضور پای ته رسولو هڅې؛ د دواړو هېوادونو چارواکي په دې اړه خبرې کوي

رویټرز د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات او عراق د امریکا په مشري عراق کې د ائتلافي ځواکونو نظامي حضور پای ته رسولو په موخه خبرې پیلوي.

د راپورونو پر اساس عراق کې د امریکا سفیرې ‘الینا رومانووسکي’ د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر فواد حسن ته د مذاکراتو او خبرو اترو د پیل لپاره د امریکا د چمتووالي په اړه یو لیک وړاندې کړی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې د وتلو لپاره دې تر ټولو وړاندې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودرول شي.

د عراق بهرنیو چارو وزارت د جزیاتو له څرګندولو پرته اعلان کړی؛ ‘مهم لیک’ یې ترلاسه کړی، چې لومړی وزیر به یې په پوره دقت وڅېړي.

د سرچینو په حواله ښايي دا خبرې او مذاکرات لږ تر لږه میاشتې وخت ونیسي او په پایله کې ویل شوي، چې امریکايي ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې ونه وځي.

مولوي عبدالکبیر د اترا ادارې له رییس سره په لیدنه کې؛ د مخابراتي شبکو د لګښتونو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډه ناسته کې د اترا ادارې له رییس مولوي سید برات شاه آغا ندیم او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي له رییس مولوي احمدجان بلال سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اترا ادارې رییس د اترا د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدمتونو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه ګڼ کارونه ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اترا ادارې عواید د پام وړ ډېر شوی او په شفافه توګه راټولیږي.

د نوموړي په وینا په اترا اداره کې مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي، چې ورسره د ادارې په چارو کې مثبت بدلون راغلی دی.

دغه راز د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ریيس د کاري فرصتونو او افغاني تولیداتو د ودې په برخه کې د امارتي شرکتونو په اړه ویلي؛ د معیاري تولیداتو او ځان بسیاینې په موخه د یادو شرکتونو د ودې لپاره هڅې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، یو شمېر غیر فعال شرکتونه بیرته فعال شوي او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اترا دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د قیمتونو راښکته کول او په هېواد کې د مخابراتي شبکو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز د امارتي شرکتونو د ادارې فعالول مهم یاد کړي او په وینا یې په دې سره به یو شمېر ځوانانو ته کارموندنه وشي، هېواد به د خپلو شرکتونو خاوند وي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې به مهم رول ولوبوي.

د شیخ شهاب الدین دلاور او د روسيي پانګوال لیدنه؛ کاني زیرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې شوي

د کانونواو پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور له چینايي، روسي او یو تن افغان پانګوال سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دافغانستان د کاني زېرمو په برخه کې، د پانګونې په شته فرصتونو او همدا راز یې په ټولو هېواد کې د سرتاسري امنیت او پانګونې لپاره د مناسبې زمینې په برابرولو خبرې شوي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت حاکم دی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونه سره، زموږ پالیسي اقتصادي او پراختیایي پالیسي.

 نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو غني هېواد دی، موږ د ټولو هېوادونه پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه راغلاست وایو او د پانګونې په برخه کې ورته اسانتیاوې رامنځته کوو.

روسي پانګوال الکسي په افغانستان کې د سر تاسري امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د نفرایټو، لاجورد، مرمر کانونو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي؛ روسي پانګوال او د کانونو د ویستنې شرکتونه چمتو دي، چې په افغانستان کې پانګونه او کار وکړي.

الکسي همدا راز یې د ګډو ویستنې شرکتونه د جوړولو غوښتنه کړې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري یې هر کلی شوی او د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره کړې.

مولوي امیرخان متقي: د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

مولوي امیر خان متقي له ګډونوالو غوښتي، چې د یوه منطقه‌محور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.

نوموړي د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی او ویلي يي دي، د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

ښاغلي متقي د ناستې له ګډونوالو ډیپلوماتانو غوښتي، چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقه‌محور ابتکار پیغام ورسوي تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.

د شېرمحمد عباس ستانکزي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مشرې لیدنه؛ په یو لړ سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې شوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مشرې رافیلا ایودیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د افغانستان سره په روان زیږدیز کال (۲۰۲۴) کې د مرستو په دوام، له پاکستان او ورته نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري ویستنه، د هرات ولایت زلزله ځپلو سره په مرستو او په یو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې شوي.

 په پای کې دواړو لورو د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ تعامل اړین بللی او د همکاريو په دوام یې ټینګار کړی.

د کلیو پراختیا وزارت: نیمروز کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو د چهارشنې په ورځ (۴ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل.

 د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده په دې خبري کنفرانس کې ویلي؛ د اسلامي امارت ټول مسولین شپه او ورځ د وطن د ابادۍ لپاره کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کلیو پراختیا وزارت د مالي امکاناتو له کموالي سره سره، په یو شمېر ولایتونو کې مهمې پراختیایي پروژې پلي کړي دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مولوي میرزا محمد شکېب په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه ویلي؛ داسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي، چې د ۱۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د یو زر او ۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.

مولوي میرزا محمد شکېب ویلي؛ په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په تکمیلېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدارنګه ښاغلي شکېب زیاته کړې؛ د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارو کې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی او په همدې ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د ۶۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې دوام لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

 د نوموړي په وینا؛ د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې، د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه، د چکډېمونو د جوړولو چارې په چټکې سره دوام لري، چې ډېر ژر به بشپړې شي.

دغه راز د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۵.۲ کیلومتره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم دوام لري، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، سلګونه هکتاره ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.