ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1225

د کلیو پراختیا وزارت: نیمروز کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو د چهارشنې په ورځ (۴ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل.

 د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده په دې خبري کنفرانس کې ویلي؛ د اسلامي امارت ټول مسولین شپه او ورځ د وطن د ابادۍ لپاره کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کلیو پراختیا وزارت د مالي امکاناتو له کموالي سره سره، په یو شمېر ولایتونو کې مهمې پراختیایي پروژې پلي کړي دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مولوي میرزا محمد شکېب په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه ویلي؛ داسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي، چې د ۱۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د یو زر او ۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.

مولوي میرزا محمد شکېب ویلي؛ په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په تکمیلېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدارنګه ښاغلي شکېب زیاته کړې؛ د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارو کې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی او په همدې ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د ۶۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې دوام لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

 د نوموړي په وینا؛ د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې، د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه، د چکډېمونو د جوړولو چارې په چټکې سره دوام لري، چې ډېر ژر به بشپړې شي.

دغه راز د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۵.۲ کیلومتره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم دوام لري، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، سلګونه هکتاره ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

د اوبو او انرژي وزارت د پروژو پلي کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت له مسولینو سره د همغږۍ ناسته کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده او د دغه وزارت یو شمېر ریيسانو په ملتیا د ملي پراختیا شرکت له ریيس عبدالرحمن عطاش سره د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې کړي.

 په دغه ناسته کې د یاد وزارت د پروژو؛ د ۴۲ بندونو د جوړولو پروژو او په کنړ ولایت کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د پلي کولو د څرنګوالي د همغږي په اړه اندونه تبادله کړي.

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړی او د لا زیاتو همکاریو او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار کړی.

د ملي پراختیا شرکت ریيس ویلي؛ یاد شرکت هڅه کوي، چې د بنسټیزو او اړینو پروژو په پلي کولو سره هېواد دځان بسیاینې په لور وخوځوي.

د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د چارو د چټکتیا او لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په موخه هوکړه شوې،چې د دواړو لورو له تخنیکي ټیمونوڅخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي او د پروژو د چارو په پرمخ وړلو کې په ګډه کار وکړي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې “د افغانستان ښونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پیاوړتیا” ملي کنفرانس پيل شو

د لوړو زده‌کړو وزارت په همکاري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې “د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پیاوړتیا” ملي کنفرانس ترسره شو.

یاد کنفرانس چې دوې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو د ویناوو په ګډون به ۲۲ علمي او څېړنیزې مقالې پکې وړاندې شي.

په دې کنفرانس کې د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د دیني زده‌کړو د پیاوړتیا ترڅنګ د عصري زده‌کړو پیاوړتیا ته هم ژمن دی او هڅه کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې یو پیاوړی تعلیمي او تحصیلي نظام رامنځته کړي.

نوموړی زیاته کړې، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان تعلیمي او تحصیلي نظام د له منځه تلو له ګواښ سره مخ و او اوس مو مبارزه دا ده، چې په علمي، تحصیلي، څېړنیزو او سیاسي برخو کې ځان له نورو سره سیال کړو.

د پوهنې سرپرست وزیر په دې ملي کنفرانس کې د دیني او عصري زده‌کړو د کیفیت پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.

مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې؛ اوس چې زمینه برابره شوې اړتیا ده، چې د زده‌کړو د کیفیت پر پراختیا هم کار وشي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي؛ د یوه نظام د بنسټ ډبره د پوهنې وزارت او د نظام تشکیلاتي قوه د لوړو زده کړو وزارت دی، نو د نظام د هرې برخې مسؤلین اړ دي چې له دغو علمي او تحصیلي وزارتونو سره همکار پاتې شي.

یاد کنفرانس کې د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پر لا پياوړتیا ټینګار شوی او چارواکو ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به لا ډېرې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې اندخوي سټيشن ته د سوداګریزو مالونو لیږد پیلیږي

د فاریاب ولایت د اوسپنې پټلۍ ریاست رییس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده له ځايي تجارانو سره اندخوی سټيشن ته د انتقالاتو په لیږد او د یاد سټيشن د فعالیت په اړه ناسته کړې.

په ناسته کې د اقینې بندر اړوند د تجارتي شرکتونو استازو او یو شمیر نورو تجارانو ګډون کړی و، د ناستي ګډونوالو د اندخوی سټیشن په فعالیدلو او هلته د تجارتي مالونو په لیږد خوښي ښودلې او ويلي يي دي، د اندخوی سټیشن فعالیدل به تجاراتو ته لا زیات سهولتونه را منځ ته کړي.

اندخوی سټيشن چې له اقینې بندر څخه تقریبا ۳۰ کیلومتره فاصله لري، په دې وروستیو کې بیارغول شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

غزه؛ حماس د اوربند په اړه د اسرائیلو وړاندیز رد کړی

غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت مرکزي غورځنګ حماس ویلي؛ د اسرائیلو هغه وړاندیز یې رد کړی، چې له مخې یې دغه غورځنګ باید خپل شپږ مهم مشران د یحیی سنوار په عمومي مشرۍ له غزې څخه باسي او صهیونست پوځ به یې په بدل کې اوربند کوي.

حماس او اسرائیل اصولاً د یو میاشتیني اوربند پر ټینګښت او د اسیرانو پر تبادله سلا دي، خو د جګړې د دایمي پای ته رسولو پرسر ژور اختلافات موجود دي، چې د اوربند د ټینګېدو مخه یې نیولې ده.

ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر امریکا تور پورې کړی، چې غزه کې د اوربند د ټینګېدو مخه نیسي او نه پرېږدي، چې دواړه ښکېل لوري یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۱/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۳/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

همدارنګه د تورخم په عمري کمپ کې د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره ۱۳ بابه خېمې درول شوې دي او اته بابه تشنابونه جوړ شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۹۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۶۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۵۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، یو تن دیني عالم، ۳۴ تنه غریبکار او ۲۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۴۹۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۸ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدارنګه ۵۷ تنه بندیان هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲تنه و، کابل او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۳۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۸۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۴۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې اووه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن لیسانس، یو تن حافظ، پینځه تنه دیني عالمان، ۶۷ تنه غریبکار او ۲۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۸ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۳۱ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، کندوز او مزارشریف ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه اته زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۹۸ کورنۍ ۳۳۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۴ کورنۍ ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۵۰ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۵۲کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۸۹۴ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۳۸۸ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د ریاست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د قوش تیپې کانال د چارو چټکتيا په موخه غونډه شوې

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اړوند ادارو مسولينو په ګډون د قوش تیپې کانال چارو د پرمختګ، ښه والي او فعاليتونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه د کابينې له لوري ګومارل شوي پلاوي غونډه کړې.

په دې غونډه کې، چې د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو او د ملي پراختيا شرکت د استازو په ګډون جوړه شوې وه د يادې پروژې د بشپړولو بهير د چټکولو پر لارو چارو، د کارونو د پرمخ بېولو لپاره د لا زياتو سرچينو او امکاناتو د برابرولو او د یاد کانال د توپوګرافۍ مسير او دقيقو مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي او په هکله يې لازمې پریکړې شوي.

د مالیې سرپرست وزیر د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې

د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند د کندهار ولایت د سوداګرۍ خوني له مسولینو او یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په ګمرکونو کې د اموالو پر چټکو طي مراحلو، د تېلو ټانکونو د مالیاتو او همدا رنګه د برسۍ اړوند مسايلو په تړاو خبري شوي.

سوداګرو د خپلو چارو پر مخ وړاندې شته ستونزې او غوښتنې د مالیې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

ملا محمد ناصر اخوند ډاډ ورکړی، چې پوره هڅه او کوښښ به وکړي؛ ترڅو د سوداګرو ټولو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.

نوموړي له یادو مسولینو او سوداګرو څخه غوښتنه کړې؛ چي خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډې جوړې شوې کمېټې سره، چې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې شریکې کړي؛ تر څو پر وخت او عملي ډول ورته رسېدنه وشي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه مو لومړیتوب دی

د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او د پولیو ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې شوي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې.

ډاکټر قلندر عباد همداراز د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته په اشارې ویلي؛ د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او موږ په افغانستان کې ډېره زیاته بشري قوه لرو، چې اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.

 د افغانستان لپاره د چین هېواد سفیر ژاو شېنګ هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په روغتیايي برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

مولوي عبدالکبیر: د ولسونو په ګډه همکارۍ به د هېواد رغونه، ثبات او د خلکو ستونزو د حل هڅه کوو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکټرلطف الله خېر خواه، د ښار جوړولو وزارت له مرستیال شیخ کریمي بامیاني او له یو شمېر علماوو سره لیدنې کړي.
لومړی شیخ کریمي بامیاني او ډاکټر لطف الله خېرخواه د خپلو اړوندو ادارو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د اړوندو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
یو شمېر راغلو علمای کرامو د اسلامي نظام په ټینګښت خوښې څرګنده کړې او له اسلامي نظام سره یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د افغانستان رغونه، ثبات او د خلکو د ستونزو حل کول، په وخت ولسونو ته ځواب او د کړنو ترسره کول غواړي، چې په دې برخه کې باید ولسونه او ځايي مسولین په ګډه همکاري وکړي.