غزه کې صهیونیستي رژیم ته تر ټولو مرګونې ورځ؛ پرون یې ۲۴ عسکر وژل شوي
پرون سېشنبه غزه تړانګه کې د اسرائیلي صهیونیستي رژیم۲۴ عسکر وژل شوي.
د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي؛ ۲۱ پوځیان یې د غزې په مرکز کې داسې مهال په نښه شوي، چې د دوو ودانیو د نړېدو لپاره یې چاودېدونکي توکو ځای پر ځای کول.
دغهراز یې د غزې په سویل یوه بل برید کې د خپلو درېیو پوځیانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د راپورونو پر اساس دا ورځ غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ګڼل شوې ده.
اقتصادي کمېسیون د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهم سړک جوړولو پروژه تایید کړه
د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې نن سهشنبه د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د حقالعبور په بدل کې د جلال آباد د دوهم سړک جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکي غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د ټول پلازا/حقالعبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهم سړک جوړولو پروژه منظوره ده.
په همدې موخه ټولګټو وزارت ته لارښوونه شوې، څو دغه پروژه د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري او د سړک جوړونې د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره وړ شرکت انتخاب کړي.
همدا راز یاد وزارت ته لارښوونه شوې، چې د حق العبور په بدل کې د سالنګ لویې لارې لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې پر دغه پروژه هم پلي کړي.
په غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د مازادو غنمو او د امارتي مرکزي سیلو شرکت له لوري د خوراکي غنمو د پېرلو په اړه پر جوړو شوو تګلارو بحث وشو.
تر هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وړاندې شوې تګلاره تایید او د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته وړاندې شوه.
د دغه تګلارې له مخې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ په موخه د غنمو د حاصلاتو په موسم کې په مناسبه بیه غنم پېري او د اړتیا پر مهال به یې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه بازار ته وړاندې کوي.
د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس جوړولو طرحه هم منظوره شوه.
د دغه طرحې پر اساس به خصوصي سکټور د لسو کلونو لپاره د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پانګونه کوي، چې د لومړیو دوو کلونو پر مهال به ۵۱ سلنه او له درېیم تر لسم کال پورې به ۹۰ سلنه عواید دولت خزانې ته راټولیږي.
شیخ محمد خالد حنفي: موږ د ولس ریښتنی خدمت په عمل کې ثابتوو
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د ملي تجارانو د اتحادیې له مرستیال او غړو سره لیدنه کړې.
د یادې اتحادیې غړو د ملي تجارانو د لاښه امنیت د ټینګښت او هغو کسانو ته چې ملي تجارانو ته ګواښ او خطر پېښوي د سزا ورکولو غوښتنه کړې، چې په وینا یې تر څو ملي تجاران د امن او ډاډ په فضا کې خپل کارونه په ښه توګه پر مخ یوسي او هېواد والو ته ښه خدمت وړاندې کړي.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ ټول امارتي مسولین شرعي مکلفیت لري، چې د الله جل جلاله قانون پلي او د ولس خدمت وکړي، مجرم ته سزا ورکړل شي او هېواد ته خدمت کونکي باید وستایل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ستاسو د ستونزو اورېدلو لپاره به یو باصلاحیته استازی وټاکل شي، تر څو پورې په دې برخه کې ستاسو ستونزو ته رسېدنه وشي او د حل په موخه تر مسولو چارواکو ورسول شي.
شیخ محمد خالد حنفي ویلي؛ تاسو د جهاد په دوران کې د اسلامي امارت سره هر ډول کړاوونه ګاللي؛ موږ به حتما ستاسو ترڅنګ ولاړ یو او په ریښتیني ډول به مو خدمت کوو.
مولوي محمد حامد احمد: د هرات ګمرک صادراتو کې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د هرات ګمرک مسولینو ویلي؛ چې په تيرو دريو مياشتو کې د هرات د ګمرک صادرات او واردات زيات شوي دي.
د هرات د ګمرک رییس مولوي محمد حامد احمد ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې واردات ۹۰ سلنه او صادرات ۶۰ سلنه ډېر شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ د دوی په صادراتو کې تر ډېره د صنعتي ښارګوټي کورني تولیدات او کرنیز محصولات شامل دي، چې د تېر کال د درېیو میاشتو په پرتله ډېر شوي دي.
مولوي حامد احمد زیاته کړې؛ د دې سربېره نور فعالیتونه او اسانتیاوې هم ترسره شوي، چې تر ټولو مهم یې د اسلام کلا بند ۱۶ ساعته فعالیت (د سهار له ۷ بجو څخه تر ۱۱ بجو پورې) دي، چې په نوي کال کې به ۲۴ ساعته دوام وکړي.
په سوداګریزو چارو کې روڼتیا، د فساد له منځه وړل، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او په شفاف ډول د عوایدو راټولول په عوایدو کې د زیاتوالي لاملونه ښودل شوي.
د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک غواړي، چې د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ نېټه (۱۴۰۲/۱۱/۰۴) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
روزګان کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت اووه چکډیمونه رغول کیږي
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت اووه د باراني اوبو د مهارولو چکډیمونه جوړیږي، چې د ډلې یې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یو چکډیم د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.
د روزګان ولایت والي مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې هېواد مو دا مهال د نړۍ په کچه یو امن لرونکی هېواد دی او د رغونې چارې تر بل هر وخت په ښه ډول تر سره کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ریاست الوزرا له لوري منظور شوي، دغه اووه چکډیمونه به د ۶۰ ورځو په جریان کې ورغول شي او ګټي اخیستني ته به وسپارل شي.
د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسول مولوي عبدالمنان فاروقي ویلي؛ دغه ولایت کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې اووه چکډیمونه رغول کیږي، چې بودیجه یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.
ځايي اوسېدونکو ویلي؛ وچکالۍ مو پر کرنه او مالدارۍ بد اغیز کړی، خو د یاد ډیم په رغولو سره به مو ستونزه حل شي.
دوی د اسلامي امارت څخه د داسی نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.
د یاد ولایت خلک تر ډیره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د اوبو کمښت یې دواړه برخې اغیزمنوي او دا ډول پروژې به یې د شته ستونزې حل کړي.
د افغان او ایراني قضايي چارواکو لیدنه؛ له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو پر لېږد او دې هېواد کې له افغانانو سره په ښه چلند خبرې شوې
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي مرستیال شیخ محمدقاسم راسخ او د نظامي محاکمو مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه په نړیوالو چارو کې د ایران د قضائیه قوې د مرستیال او د قضائیه قوې د عالي شورا د غړي کاظم غریب آبادي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه کړې.
شیخ محمدقاسم راسخ ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو اسلامي هېوادونو سره د ښو او د متقابل احترام پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي ایراني پلاوي ته د افغانستان اسلامي امارت د محاکمو د عمومي تشکیل او پر محاکمو کې د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو بهیر په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده، د افغانستان اسلامي امارت محکمې په بشپړ ډول خپلواک او د حنفي فقهې په اساس د مراجعینو دوسیو ته رسېدنه کوي.
همداراز په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو په لیږدولو، په ایران کې له افغانانو په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره د ایراني چارواکو پر ښه چلند او نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوي.
کاظم غریب آبادي د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې له مرستیالانو مننه کړې، چې دوی ته یې د لیدنې لپاره وخت ورکړی او ویلي يي دي؛ ایران او افغانستان اسلامي او ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري.
نوموړي څرګنده کړې، چې هېواد یې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
غزه کې د اسرائیلي ځواکونو کمساري تلفات؛ تېره ورځ ۵۰ اسرائیلي عسکر وژل شوي
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس؛ صهیونیستي رژيم له یوه لوی ناورین سره لاس او ګریوان دی او یوازې د دوشنبې په ورځ یې له ۵۰ زیات عسکر د غزې تړانګې په جنوب خان یونس سیمه کې وژل شوي.
صهیونیستي رژیم نن د سېشنبې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې غزه کې یې د جګړې له پيل راهیسې ۲۰۰ پوځیان وژل شوي.
حال دا چې د غزې جګړې ته پوښښ ورکوونکې ډېری رسنۍ ټینګار کوي، چې دې جګړه کې د تلابیب د شمېرنو خلاف څو برابره زیات صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.
الجزیرې شبکې تېره یکشنبه راپور ورکړی و، چې د صهیونیستي رژیم ۱۷ سلنه تلفات د خپلمنځي شخړو له امله دي او له هرو پینځو وژل شویو عسکرو څخه یې یو د خپل ملګري له لوري وژل شوی دی.
ډاکټر عبدالباري عمر: د خوړو او درملو داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵ سلنه لوړ شوي
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک سره لیدنه کړې.
د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست د خوړو او درملو د ملي ادارې د کړنو په اړه ویلي؛ د بېکیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅي رواني دي، چې په همدې موخه تېر کال په ټول هېواد کې ۴۰۰ ټنه تر وخت تېر او بېکیفیته درمل راټول او لهمنځه وړل شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵ سلنه لوړ شوي، چې ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي.
د کندهار مرستیال والي د خوړو او درملو ملي ادارې له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ سوداګر باید د خپل دیني او ملي احساس له مخي هېواد ته ښه کیفیت لرونکي خواړه او درمل را وارد کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ ولایتي اداره کندهار کې د ټولو غیري اُصولي کړنو مخنیوي په جدي ډول کوي؛ نو کندهار ته د بېکیفیته خوراکي توکو او درملو واردېدل هم یو غیري اُصولي او ناروا کار دی، چې ولایتي اداره یې په جدي توګه مخنیوی کوي.
