ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1227

پر یمن د امریکا او برېتانیا د بریدونو دوام؛ تېره شپه د حوثیانو په مرکزونو هوايي بریدونه شوي

تېره شپه امریکا او برېتانیا یو ځل بیا په صنعا، تعز، البیضا او حجه ښارونو کې د یمني حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کړي.

دا دویم ځل دی چې امریکا او برېتانیا سره بحیره کې د حوثیانو له لوري د اسرائیلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په کښتیو د راکټي بریدونو په غبرګون کې په دې ډله هوايي بریدونه کوي.

دغه بریدونه د امریکا، انګلستان، اسټرالیا، کاناډا، هالنډ او بحرین لخوا په ګډه ترسره شوي.

یادو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د انصارالله غورځنګ اته پوځي مرکزونو یې په نښه کړي دي.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې ۳۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د جزوتامونو او قطعاتو ۳۵۰ تنه منسوبین د عقيدتي، مسلکي او نظامي تعليماتو د درې مياشتنی دورې له پوره کولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان او د بدخشان ولایت سیمه ییزو او نظامي مسولینو او نورو مجاهدینو ګډون کړی وو، فارغ شول.

په دغه مراسمو کې ويناوالو نظامي تعليم يوه مهمه موضوع بللې او په هېواد کې يې د يووالي ټينګښت د اسلامي نظام د بقا ضمانت بللی.

فارغانو خپل مانورونه، علمي نمايشات وړتیا او مهارتونه وښودل او په اخر کې د مسولينو له لورې ستاينليکونه هم ترلاسه کړل.

د يادونې وړ ده، چې دا په تير يو کال کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له تعليمي مرکز څخه د منسوبينو د فراغت څلورمه دوره ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۱کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۴۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي. او همدارنګه د تورخم په عمري کمپ کې د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره ۱۹ بابه خېمې درول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۹۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۷۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۴۷ تنه غریبکار او ۲۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۴۲۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۳۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدارنګه ۲۳ تنه بندیان هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۱۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه حافظان، یو تن دیني عالم، ۶۸ تنه غریبکار او ۲۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۹۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۵۴۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۳۳ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۴۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او د لېږد ټوله کرایه دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۰۴ کورنۍ ۳۸۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۷ کورنۍ ۴۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۵۵ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۳۳کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۸۳۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۳۱۵ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کابينې څوارلسمه غونډه؛ د قوش‌تیپې کانال چارو پر چټکتيا او سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو په تړاو بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رییس‌الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ پرون دوشنبه (رجب المرجب ۱۰مه/ سلواغې ۲مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې پکې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، پکې د اسلامي امارت سياسي کميسيون په مشرۍ د کرنې او مالداري وزارت، د چارو ادارې لوی رياست او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو په شمول پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې طرحه وڅيړي او د وروستي تصميم لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د ریاست الوزرا اداري معاونيت ته دنده وسپارل شوه، چې د چارو ادارې لوی رياست او ملي پراختيا شرکت مسولين وهڅوي، ترڅو د قوش‌تیپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه‌والي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد په داخل او بهر کې د افغاني سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي، چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.

د یوناما له لوري خپور شوی راپور تر ډيره په ناسم پوهاوي ولاړ دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما یو راپور خپور کړ، چې په تیرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی.

په دې راپور کې ډير تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی، چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتی په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، اوس يې چې حاکمیت په لاس کی دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه د نارینه‌وو پورې اړه لري یا تر ښځينه وو پورې بشپړ تطبیق کړي.

د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال، همدا ډول د محاکمو له لوري په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

داچې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.

اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي، چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښت لرونکو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.

کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه ترسره کوي، هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کیږي، چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري. دا نه کومه خپلسري ده اونه هم د چا په حق تیری، بلکې برعکس د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاوتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي.

والسلام

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

۱۰/۷/۱۴۴۵هـ ق

ــ ۲/۱۱/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/1/22 م

د څه باندې ۳۸ میلونه افغانیو په ارزښت د کندوز – تخار لویې لارې د بیارغونې کار بشپړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت ویلي؛ د کندوز – تخار لویې لارې د ۲.۵ کیلومتره اسفالټ او ۲۳ کیلو متره د بیارغونې او داغ‌نیونې کار د څه باندې ۳۸ میلونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او د یو سړک جوړونې او ودانیز شرکت ترمنځ قرار داد شوی و، چې دا مهال یې ترمیم، داغکیرۍ او سفالټ چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 یاد ورازت زیاته کړې؛ چې د یادې پروژې د کار په جریان کې یو شمیر د سیمې او سیدونکوته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د کندوز – تخار پر مسیر د تلونکو مسافرو ترانسپورتي ستونزې را کمې شوې دي.

تېره میاشت هېواد ته د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۷۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې؛ ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۱۹ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او یو زر او ۴۱۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۹ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقام پر بنسټ؛ د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم بندر له لارې ثبت شوی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.

شیرمحمد عباس ستانکزی: افغانستان د پانګونې لپاره خوندي ځای دی

د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي مرستیالې میساکو تکاهاشي د بهرنیو چارو زارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو څخه یادونه کړې او ویلي يي دي؛ جاپان لېواله دی، چې په افغانستان کې د اوسني فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه پانګونه وکړي.

د بهرنیو چارو زارت له سیاسي مرستیال د جاپان له مرستو او همکاریو څخه په مننې ویلي؛ افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو موادو او کانونو په درلودلو سره، د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر خوندي دی او د جاپان په ګډون ټولو هېوادونه ته پکار ده، چې په افغانستان کې په ډاډه توګه په هره برخه کې پانګونه وکړي.

په پای کې د دواړو اړخونو له لوري د ګډ پریکړې په موخه د ورته ناستو په تداوم ټینګار شوی.