ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1228

د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې ۱۴۷ دوسيې حل او فصل کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې ۱۴۷ دوسيې حل او فصل کړې دي.

د جزا دېوان ته په يوه مياشت کې ۵۰ دوسیې واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې، چې له دې جملې څخه ۱۶ دوسیې فیصله شوې، د څلورو دوسیو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، دوه دوسيې مکتوبي مستردې شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

 د عامه امنيت دېوان ته په يوه مياشت کې ۳۴ دوسیې وارد شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې،  له دې جملې څخه ۱۳ دوسیې فیصله شوي، د ۱۸ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، دوه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د نظامي منسوبينو دېوان ته په يوه مياشت کې ۱۱ دوسیې واردې شوي،. له دې جملې څخه اووه دوسیې فیصله شوي، د شپږ دوسیو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، درې دوسيې مکتوبي مستردې شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

دېوان ته په يوه مياشت کې ۴۴ دوسیې وارد شوې، چې له دې جملې څخه د ۳۵ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، اووه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

 همداراز د دې محکمې مدني تجارتي دېوان ته په يوه مياشت کې ۵۵ دوسیې واردې شوې، چې له دې جملې څخه درې دوسیې فیصله شوې، د ۲۴ دوسیو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، اووه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د زرغونې انا مقبرې د بیا رغونې چارې پیل شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري کندهار کې د زرغونې انا مقبرې د بیا رغونې او اساسي ترمیم چارې پيل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه او ګڼو ځایو مسولینو او چارواکو ګډون کړی وو.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي: “د هېواد په کچه د ځينو تاریخي ابداتو حالت ښه نه وو، د زرغونې انا مقبرې ترميماتي کارونه هم درېدلي وو، چي نن یې بيرته د بیا رغونې چارې پيل شوې.”

نوموړي زیاته کړې؛ د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم سره سم هغه تاريخي ابدې رغول کېږي، چي حالت یې سم نه دئ او زيات ترمیم ته اړتیا لري.

ښاغلي خیرخواه ټینګار کړی، چې د تاريخي ابداتو سیمو د غصب مخنیوي په برخه کې جدي اقدام کوو.

د زرغونې انا مقبرې د بیارغونې پروژې چارې به د اسلامي امارت له بودیجې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

د يادولو وړ ده، چي څو ورځې وړاندې د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا د مقبرو بیارغونې چارې پای ته ورسېدې.

د افغانستان طبي شورا کندهار کې د زون په سطحه ساحوي دفتر پرانیزي

د افغانستان د طبي شورا رییس ډاکټر ګل‌محمد عثماني د کندهار له سرپرست والي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هېواد په سطحه او بیا په زونونو کې د طبي شورا د کړنو او فعالیتونو، د سویل لوېدیځ زون په سطحه د طبي شورا د ساحوي دفتر د پرانیستنې، خلکو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندي کولو او د ناروغانو د ستونزو د حل او نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

ډاکټر ګل‌محمد عثماني د طبي شورا په اړه ویلي؛ دغه شورا خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو، د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو، د ډاکټرانو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدني، د ډاکټرانو او متخصصینو د کړنو څارلو، د بې‌کیفیته درملو د مخنیوي، د مسلکي روغتیايي پرسونل د روزنې او د هغوی د حقونو له دفاع او ورته نورو برخو کې کار کوي.

 د کندهار والي د طبې شورا فعالیتونه ستایلي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۹/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي. او همدارنګه د تورخم په عمري کمپ کې د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره ۶ بابه خېمې درول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۵۶۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۳۹ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۵۲۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټه

نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسولینو په همکارۍ ۲۴ تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده کمېټه، هغه کډوال، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدارنګه ۲۲ تنه بندیان د پاکستان د زندانونو نه څخه ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۳۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۳۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، درې تنه دیني عالمان، ۳۸ تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو کورنۍ سره ۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۶۸۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۸۶ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۶۲ کورنۍ ۲۲۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳ کورنۍ ۱۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۷۱کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۸۳۵ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۵۴ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ د شهیدانو شمېر له ۲۵ زره واوښت

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۲۵ زره او ۱۰۲ کسان شهیدان او ۶۲ زره او ۶۸۱ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې د شهیدانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

یاد وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۱۷۸ فلسطینیان شهیدان او ۲۹۳ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره وايي، چې غزه کې ۱.۷ میلیونه کسان بې‌کوره شوي دي.

د دې تر څنګ غزه کې د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې اسرائیلي پوځ غزه تړانګه کې سلګونه جوماتونه او لسګونه هدیرې ویجاړې کړې او قبرونه یې رالوڅ کړي دي.

دغه‌راز غزه تړانګه کې ستر بشري ناورین رامنځته شوی، لوږه خوره ده او د ناروغیو د زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوې، چې ملګرو ملتونو هم بېړنیو مرستو ته د اړتیا خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش غزه کې د مرګونو کچه نه منونکې او بې سارې ګڼلې ده.

له بل لوري اسرائیلو کې د غزې د جګړې په تړاو فشارونه مخ په زیاتېدو دي.

د اسرائیلي بندیانو کورنۍ غواړي، چې د خپلوانو د خلاصون لپاره یې دې اقدام وشي. دوی وېره لري، چې د پوځي فعالیتونو په زیاتېدو سره به د بندیانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

دغه‌راز د اسرائیلو په کابینه کې هم بېلا بېل نظریات موجود دي او ځینې غړي یې د اوربند او یرغمل کسانو د خلاصون غوښتنه کوي.

د مولوي عبدالکبیر او د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې لیدنه؛ د بشري مرستو په دوام او د وېش په روڼتیا یې خبرې شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافیلا ایودیس سره لیدنه کړې.

رافیلا ایودیس په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ په ډاډه زړه یې د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ او د خلکو وضعیت یې له نږدې کتلی دی.

نوموړې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام خبر ورکړی او زياته کړې یې ده؛ اوس بشري مرستې اړینو کورنیو ته رسېږي او پکې د فساد اندېښنه نشته.

د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هېواد دی او اړتیا ده، چې نړیوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره اړینې مرستې وکړي.

اغلې د افغانستان او اروپايي اتحادیې د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی او ویلي يي دي، افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د رول مننه کړې او ويلي يي دي؛ دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پای ته رسېدلې ده، داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولو کې اساسي مرستې وشي.

مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د اروپايي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ په اجباري ډول او شرایطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي.

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون: تېره یوه میاشت کې ۱۴۳ زره جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون وايي، چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۴۳ زره جرېبه اماراتي ځمکه د زورواکو او غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته راګرځول شوې ده.

یاد کمیسیون زیاتوي، چې د یوې میاشتې په موده کې د دې کمیسیون څیړونکو ټیمونو په ۲۶ ولایتونو کې نږدې ۳۶۰ زره جریبه ځمکه تثبیت کړې ده.

دغه‌راز له ۵۴۰ زره جرېبه زیاته ځمکه تر څېړنې لاندې نیول شوې ده.

د فساد وده او په ټولنه کې د زورواکو شتون هېواد کې د ځمکو د غصب یو له اصلي لاملونو څخه و، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته زورواکي له منځه تللې او زرګونه جرېبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: خلکو ته اساسي حقوق وړاندې کول د اسلامي امارت ژمنتیا ده

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له محمد هاشم الکوزي سره لیدنه کړې.

محمد هاشم الکوزي ویلي؛ تر کلونو ناامنيو وروسته د الله تعالی په لوروینه او د اسلامي امارت د مجاهدينو په هڅو بيا ځلې د اسلامي امارت ټېنګښت په ټول هېواد کې د سراسري امنيت او ثبات رامنځته کېدو لامل شوی او اداري فساد لمنځه تللی، چې دغه کار په هېواد کې د ګډوډيو له منځه تللو ته زمينه برابره کړې ده.

نوموړي روغتیا، ښوونې او روزنې او نښلوونکو لارو ته د مسولينو د پاملرنې غوښتنه کړې او د اسلامي امارت مسولينو څخه يې غوښتي، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ د امنيت ټینګښت، د فساد لمنځه تلل او په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د خلکو اساسي حقوق او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د حکومت په توګه د اسلامي امارت ژمنتيا ده.

نوموړي زياته کړې، مسولين به ذکر شوي موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او د يو بل په همکارۍ او ملاتړ کولای شو، چې ګران هېواد اباد کړو.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر:  په تېر یوه کال کې له یو میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب مشرې شوکو شیموزاوا او ورسره مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

آغلې شیموزاوا ویلي؛ مونږ په پاکستان کې د کورنیو او بهرنیو سفیرانو او وزارتونو سره ناستې وکړې، د کډوالو ستونزې او مشکلات مو ورسره شریک کړي او غوښتنه مو کړې، چې د کډوالو کارتونه تمدید او ورسره په چلند کې له نرمښت کار واخستل شي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ په تېر یوه کال کې له یو میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي او د خدای په مرسته اسلامي امارت توانېدلی، چې ټول په ابرو او عزت سره خپلو سیمو ته ورسوي او لازمې مرستې ورته برابرې کړي.

خلیل الرحمن حقاني زیاته کړې؛ که نړیوالې ادارې خپلې مرستې په سمه توګه ورسوي، هیڅوک به بې سرپناه او بې سرنوشته پاتې نشي

نوموړي په کارونو کې په همغږۍ او تفاهم ټینګار کړې او کړنې باید د اسلامي امارت له اصولو او مقرراتو سره سمې ترسره شي.

مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي ویلي؛ دا چې له کډوالو سره د پاکستان حکومت له لورې بې عدالتي وشوه، دلته باید دوی سره نا انصافي ونشي او ټول راستانه شوي، ثبت او غیر راجستر کډوال یو ډول حقوق ترلاسه کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اریانا نیوز او یو شمېر نورو قومي مشرانو سره بېلابېلې لیدنې کړي.

 محمد صدیق چکري په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اسلامي امارت د وروستیو اقداماتو یادونه کړې او ويلي يي دي؛ له څو لسیزو وروسته افغانانو ته ښه فرصتونه په لاس ورغلي، چې باید اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو غوښتنه وه او په دې نظام کې زورواکي، نا انډولي او توپیري چلندونه له منځه تللي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د دې حق لري، چې خپل نظریات او مشورې د نظام له مسولینو سره شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د حکومتي ادارو دروازې د ټولو پر مخ پرانستې دي او چارواکي ځان د خلکو د ستونزو حل لپاره مسؤول بولي.

مولوي عبدالکبیر د اریانا نیوز رییس سره په هېواد کې د خصوصي رسنیو د وضعیت په اړه خبرې کړي.

د اریانا نیوز رییس ویلي؛ خصوصي رسنيو د خپلو اصولو له مخې د ملت او حکومت ترمنځ اړیکې ساتلي او همداراز هڅه کوي د افغانستان رښتینی انځور له نړۍ سره شریک شي.

د نوموړي په وینا؛ د رسنیو یو لړ ستونزې حل شوي او تمه ده، چې په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د حکومتي رسنیو ترڅنګ د خصوصي رسنیو فعالیت مهم بللی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې به تر خپلې وسې شخصي رسنیو ته اسانتیاوې رامنځته او ستونزې يې حل کړي.