ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1229

بدخشان کې سقوط شوې الوتکه؛ پیلوټ یې ژغورل شوی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، هغه الوتکه چې په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه، د کوف اب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا شوې.
د دې الوتکې پېلوټ د اسلامي امارت د څېړونکې ډلې له لوري ژغورل شوی او د پاتې کسانو لټون او مرسته دوام لري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د معلوماتو په اساس د پيلوټ په ګډون څلور کسان ژوندي دي او د پاتې کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
تر دې وړاندې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي و، چې په یاده الوتکه کې شپږ کسان سپاره وو او له هندوستان څخه د ازبیکستان د پلازمېنې تاشکند پر لور روانه وه.

شیخ عبدالحکیم حقاني کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره لیدنه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني، چې د شهیدانو کورنېو او یتیمانو پر وړاندې د شته ستونزو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه کونړ ولايت ته سفر کړی و، نن یې د کونړ ولایت له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه سره لیدنه کړې.

شیخ عبدالحکیم حقاني په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د شهیدانو له کورنېو سره د ځانګړو مرستو یادوونه وکړې او همداراز یې د کونړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو ارزونه کړې.

د کونړ والي ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو قشرونو ګډ نظام او کور دی، د شهیدانو وارثین او معلولین د دې هېواد ریښتیني مستحق کسان دي او د دوي پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته به لازمه رسېدنه وشي.

مولوي قدرت الله ابوحمزه همداراز په کنړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د اداري تعمیر او همدارنګه د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته د مرستو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د کونړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مفتي عبیدالله حقاني او د خاصو شهیدانو آمر مولوي محمد اظهار هم ګډون درلود.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې په رامنځته کېدو سره به شرکتونه همغږي او په چارو کې به یې ښه‌والی راشي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د تقویې او انسجام په موخه د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کړې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له فرمان سره سم د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په پار نن د روان لمریز کال د سلواغې په لومړۍ نېټه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه کې د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو او د امارتي شرکتونو د مسولینو په ګډون جوړه شوې وه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال د یادې ادارې جوړېدل مهم بللي او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د دولتي تصدیو او شرکتونو فعالیتونه زیات اغېزناک و.

د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو.

نوموړي زیاته کړې؛ آن هغه خدمات چې خصوصي سکټور به یې په ترسره کولو کې پاتې راغی، دولتي تصدیو او شرکتونو به په پوره مسلکیتوب او قوت سره ترسره کول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ له بده مرغه له هغه وروسته د افغانستان د نورو برخو تر څنګ دولتي شرکتونو او تصدیو ته هم ډېر زیان ورسېد.

په تېرو ۴۰ کلونو کې یادو شرکتونو ته چا سر هم ور ښکاره نه کړ.

ښاغلي برادر د اسلامي امارت له لوري د ډېری دولتي شرکتونو بېرته فعالیدو ته په اشارې سره ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ او د مالیې وزارت په هڅو سره ډېر شرکتونه بېرته فعال او په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا؛ په تېر کې د شرکتونو د ناوړه حالت یو عمده لامل د اشخاصو له لوري د دې شرکتونو ناسم مدیریت و، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې دولتي او غیر دولتي شرکتونه د کمېټو او بورډونو له لوري رهبري کېږي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې رامنځته کول همدې موخې ته رسېدل بللي او زیاته کړې یې ده؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د فرمان پر بنسټ به اوس‌مهال ټول امارتي شرکتونه د یوې واحدې ادارې تر چتر لاندې راشي، چې چارې به یې مثبتې او ښې پرمخ ولاړې شي.

دغه اداره د امارتي شرکتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د چارو د ښه مدیریت او د انحصار او احتکار د له منځه وړلو په خاطر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۲۱مې ګڼې فرمان پر بنسټ رامنځته شوې ده.

د غونډې ګډونوالو په وینا، چې دغه اداره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ګټوره تمامه شي او ورسره به د ملي عوایدو کچه لوړه شي.

د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک غواړي، چې د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰ نېټه (۱۴۰۲/۱۱/۰۲) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي، چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د سرتېرو فراغت غونډه کې ګډون کړی

رد ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو څخه ۸۵۰ تنه مـجاهدین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د مولوي عبدالرحمن عمري په مشرۍ د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي، د عمومي دارالافتا مرستيال مفتي عبدالرؤف اطمینان، د قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د يو شمېر ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسولینو ګډون کړی و.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال فارغو شویو مجاهدینو ته د مبارکۍ تر څنګ خوښي څرګنده کړې او له ټولو مسولينو او استادانو یې مننه کړې، چې دوی سره يې په تعليماتو کې ستړياوې ګاللي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند مجاهدينو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسولين که په هر مقام کې دنده پرمخ وړي ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او دې ته ژمن دي، چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې اسلامي ملي اردو جوړه کړي، تر څو په ښه شان سره د اسلامي نظام او ګران هېواد د مقدسې خاورې او ميړنيو ولسونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

د قول اردو قوماندان ياد تعليمي بهير شفاف بللی او ویلي يي دي؛ چې دغه ۸۵۰ تنه مجاهدینو ته د درې مياشتو په موده کې تهدابي، جمعي مسلکي او بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړل شوي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، دوی به په پوره مسلکيتوب د اسلامي نظام، هېواد او خلکو هر د ښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي او د هغوی ټول شوم پلانونه به له منځه وړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، ۲۲ تنه غریبکار او ۲۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۲۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۲۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، یو تن دیني عالم، ۲۱ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ مرسته شوې ده چې ټولې ۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه اووه کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۲۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

روغتیا: په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۵۵۶مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۵۳ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، کندوز، مزارشریف، تخار، بغلان او پکتیا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د لېږد ټوله کرایه ۵۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۵۳ کورنۍ ۲۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۲ کورنۍ ۱۳۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۲۷کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۱۷۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۷۳ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د ټولګټو وزارت سرپرست کنړ کې د یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شرقي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د ننګرهار او د کنړ ولایتونو د ټولګټو رییسانو په ملتیا په کنړ ولایت کې د دغه وزارت د یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې.

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل ټیم د کنر ولایت د نورګل ولسوالۍ ژیړي بابا پُل، د څوکۍ ولسوالۍ د سپین جومات او حکیم آباد پلونو، د نرنګ ولسوالۍ پُل او د شیګل ولسوالۍ د شلتن پُل څخه له نږدې لیدنه وکړه او اړوند مسؤلانو ته یې لارښونه کړې، هغه پلونه چې تخريب شوي دي تخنیکي چارې يې دې ژر تر ژره بشپړې او نتيجه يې دې له ټولګټو وزارت سره شريکه کړي، تر څو د یاد وزارت د مالي بوديجې له تمويل وروسته د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل شي.

 ملا محمد عیسی ثاني د غازي آباد ۱۸ کیلومتره خامه سړک څخه هم لیدنه کړې، چې امیر المؤمنین حفظه الله یې د اسفالټ (قير اچونې)حکم ورکړی و.

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د دغه سړک د رغونې په هکله تخنیکي مسولانو ته سپارښتنه کړې، چې د یاد سړک تخنیکي چاري دي ترسره کړي ترڅو د مالي لګښت په تمویلیدو به د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل او د سفالټ چارې یې ترسره شي.

 د بشري سرچينو رییس او د وزارت د مالي چارو کارپوه د کنړ او ننګرهار ولايتونو د ټولګټو ریاستونو د مالي او بشري سرچينو له څانګو ارزونه کړې او د یاد ریاست کار کوونکو ته یې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې کړي.

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ننګرهار او کنړ ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د ټولګټو چارو له ریاستونو څخه هم لیدنه کړې او کار کونکو ته یې د کار د غوره ترسره کېدو په هکله لازمې لارښونې کړي.

سوریه کې د اسرائیلو هوايي برید؛ د ایران سپاه پاسداران پینځه کسان وژل شوي

اسرائیلي رژیم پرون شنبه د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران سپاه پاسداران اړوند پر یوې ودانۍ هوايي برید کړی.

په دې برید کې په نښه شوې ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او د سپاه پاسداران پینځه کسان پکې وژل شوي.

د ایران سپاه پاسداران یاد برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پینځه لوړ پوړي غړي یې وژل شوي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دې برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسرائیلو هوايي برید به بې‌ځوابه پرې‌ نږدي.

ملا خیرالله خیرخوا د بست تاریخي کلا څخه لیدنې پرمهال؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد ټول تاريخي ابدات رغوي

 د اطلاعاتو او کتلور سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخوا هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بست تاریخي کلا څخه لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د بست کلا څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد ټولو تاريخي آبداتو بیارغونه راپیل کړې، چې د رغولو پروسه يې په جدي توګه مخته روانه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ کاري تیم هره ورځ د تاریخي آبداتو پر څېړنه کار کوي، ترڅو ټول تاریخي ځایونه په رسمي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شي.

ملا خیر الله خیرخوا ویلي؛ افغانستان اوس تر هر وخت ښه د سیلانیانو لپاره غوره ځای دی، موږ هڅه کوو د سیلانیانو ستونزې ورحل کړو، ترڅو دوی وکولای شي، چې په ښه ډول د افغانستان د هرې برخې څخه لیدنه وکړي.

 نوموړي قلعه بست د تللي سړک په اړه ویلي، د بودیجې په پیدا کولو سره به دا سړک هم په اساسي ډول ورغول شي.

د ښاغلي خیرخوا په وینا؛ په افغانستان کې د صفر دولس ۰۱۲ قطعې په نامه یوه ځانګړې قطعه شته، ترڅو د تاریخي آبداتو ساتنه وکړي.

سرپرست وزیر له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې په د تاریخي ځایونو او یا هم د تاریخي ځایونو په حریم کې د کرهڼې او یا ودانۍ جوړولو هڅه ونکړي.

‏د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د شمال ختیځ زون ٢۱۷ عمري  قول اردو د حضرت ابوبکر صديق رض ساحوي نظامي ښوونیز مرکز له درې میاشتنيو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو ځانګړو مراسمو کې ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين منصور، د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله، د شمال ختیځ زون ولايتونو يو شمېر واليانو، امنيه قوماندانانو، ګڼ شمیر مسولینو، رییسانو او مجاهدینو ګډون درلود.

د ۲۱۷ عمري قول اردو قومامدان یادو فارغانو ته ویلي؛ تاسو د اسلامي نظام د ساتنې او حفاظت لپاره روزل شوي یاست له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پياوړې او غښتلې اردو په اسلامي او ملي فکر روزل شوې ده، چې د خپلې پاکې خاورې له حريم او ستاسې د عزت او ناموس ساتونکې ده.

یادو فارغانو خپل ورزشي ښودنې او نظامي مانورونه په عالي نظم سره د مسولینو په شتون کې تر سره کړل او مشرانو ته یې ډاډ ورکړی، چې د خپل ولس او د هېواد له پولو څخه به په کلکه دفاع کوي.