د جمعې ورځ، د ۷/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۹/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لحوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۵۶۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، یو تن حافظ، دوه تن دیني عالمان، ۲۶ تنه غریبکار او ۱۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۵۰ تنه کیږي ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۸۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۲۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۴۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۶۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۴۹۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن حافظ، دوه تنه دیني عالمان، ۳۹ تنه غریبکار او ۳۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۷۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
پکتیکا
آنګور اډې لار
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۱۳۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۲۴۳مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۱۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۴۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۵ کورنۍ ۳۷۲ غړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۴ کورنۍ ۷۱ غړي
مرسته شوي کډوال: ۵۰ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۹۲کورنۍ
تداوي شوي کډوال: ۸۲۲ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۹ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا