د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ارګ د احسن العلوم مدرسې د حدیث شریف دورې د ۳۰ فارغانو دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
په دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو او د یادې مدرسې استادانو هم شتون درلود.
غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ علم تر ایمان وروسته مهم نعمت دی او موږ د علم او وحدت په برکت نن د یو مسلمان امیر تر قیادت لاندې د اسلامي نظام څښتن یوو.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي په بریالۍ توګه د پلي کېدو په حال کې ده، له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او نړۍ سره حسنه اړیکي لرو او په ۱۷ هېوادونو کې زموږ سیاسي نماینده ګۍ خلاصې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ که نړۍ په الفاظو نه وایي، خو عملاً دوی اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی او د سفارتونو او سوداګرۍ لپاره د بندرونو او لارو پرانیستل او له اسلامي امارت سره د تعلقاتو دوام په همدې معنی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې زیاته کړې؛ د وچکالۍ سربیره افغانستان د غلو او دانو په تولید کې ځان بسیاینې ته نږدی شوی او تېر کال افغانستان پینځه میلیون میټریک ټنه غنم تولید کړي، چې د قوش تېپې کانال د چارو په بشپړېدو سره به د دې برخې کمی هم پوره شي.
نوموړي ویلي؛ د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د یو چک ډیم جوړول پلان شوي او په اساسي ډول د سالنګ د پاتې ۸۰ کیلومټره لویې لارې په جوړېدو سربېره د افغانستان د لویو لارو جوړول لومړیتوب دی او دغه ټول کارونه اسلامي امارت پخپلو کورنیو امکاناتو ترسره کوي.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د افغانستان د سیال ګرځولو لپاره عملي اقداماتو ته په اشارې زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هرې برخې لپاره ځانګړي پلانونه لري او د افغاني کرنسۍ د ثبات په څېر به ملت په نږدې راتلونکې کې د ټولو اقداماتو مثبتې پایلې وګوري.
د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رییس مولوي محمد نبي محمدي او مفتي احمد ذاکري د علم اهمیت په اړه ویلي؛ د فضیلت دستار تړل یو بل لوی مسولیت دی، چې نن یادو فاضلانو ته ور له غاړې کېږي.
نوموړو زیاته کړې، تاسو د پیغمبر (ص) وارثان یاست او دغه مقام ته د مجاهدینو د وینو په برکت رسېدلي یاست.
ډاکتر ملا عبدالواسع یادو فارغانو ته ویلي؛ تاسو باید له کتاب، قلم او علم سره دوامداره اړیکي ولرئ او د اشغال پای ته رسېدو او د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته باید اوس دغه مسولیت په امانتدارۍ او دیانت ترسره کړئ.
نوموړي د احسن العلوم مدرسې د حدیث شریف دورې فارغانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ځانګړي چاپ شوي پیغام یادونه هم کړې، چې وروسته ټولو فارغانو ته وېشل شوی.
همداراز د ارګ د احسن العلوم مدرسې د استادانو په استازیتوب مولوي اغا محمد فیضان ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دستاربندۍ په دغو مراسمو کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه او هغوی ته د خیر دعا کړې.
غونډه د مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس او د احسن العلوم مدرسې د استادانو له لوري فارغانو ته د فضیلت دستار په تړلو پایته رسېدلې.