ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1232

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د شوکاڼو ډبرو پر سر د رویالیټي او ګمرکي تعرفې په ټیټېدو خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث شوی.

د اقتصادي کمېسیون په دغه نوبتي غونډه کې د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه خبرې شوي.

تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له یو زر او ۸۰۰ افغانۍ څخه یو زر او ۲۰۰ افغانیواو ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.

په غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په اړه نیول شوی او د ویستنې د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي.

همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شوي، څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پینځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.

په یاده غونډه کې د کابل ښار په کوټه سنګي ساحه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظر په پام کې نیولو سره منظور شوې.

د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۳۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونې سره جوړوي.

همدا ډول د اقتصادي کمېسیون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو طرحه هم منظوره شوې.

د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور پینځه پوړیز سوداګریزاو هستوګنیز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په پانګونې جوړوي.

د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شریکه شوې.

د کمېسیون ټولو غړو ته سپارښتنه شوې، څو د یادې کړنلارې د غني کولو په موخه د اقتصادي کمېسیون راتلونکي غونډې ته خپل نظرونه وړاندې کړي.

د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي، چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه مشورې ورکوي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د شوراب له ښوونیز مرکز څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ستر درستيز په پرلپسې هڅو او د ملي اسلامي اردو د مسلکي کولو په موخه تېره ورځ ۶۵۲ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنیو عقيدوي، مسلکي او نظامي زده کړو وروسته د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې استادانو او مسولينو تازه فارغ شویو سرتېرو ته لازمې سپارښتنې کړي او هغوی یې خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.

یادو مسولینو همدارنګه ویلي؛ اوسنی نظام د سترو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او په ځانګړي توګه د ملي اسلامي اردو سرتېري باید په هر ‌ډول شرایطو د نظام د پايښت او خپلې خاروې څخه دفاع ته په چمتو و اوسي.

د یادو مراسمو په جریان کې فارغ شویو سرتېرو د مسولينو په شتون کې له هېواد څخه د دفاع په موخه او خپلې وړتیا ښودلو سره نظامي نمايشات او مانورونه ترسره کړي.

یو شمېر تازه فارغ شویو سرتېرو هم ژمنه کړې، چې په هېڅ ډول شرایطو کې به په ورسپارل شویو مسولیتونو کې غفلت ونکړي او د هېواد د فاع په موخه به له هېڅ ډول قربانیو څخه ځانونه ونه سپموي.

کرېکټ؛ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه وګوماره، چې د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

شېن مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د دریمې درجې سند لرونکی روزونکی دی، چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو پوره تجربه لري.

نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه يې له ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره هم په همدې برخه کې کار کړی چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده هم پر مخ وړې ده.

شېن مکډرمټ له بنګله دېش او سریلانکا سره د دندې له ترسره کولو وړاندې له ۲۰۱۲-۲۰۱۹ کال پورې د اسټرالیا د ملي لوبډلې د لنډمهاله مرستیال روزونکي او د ډګرساتنې روزونکي او دغه راز د لنډ مهال لپاره د اسټرالیا د الف لوبډلې د کارکردګۍ څېړونکي او ډګرساتنې روزونکي په حیث دندې تر سره کړې دي.

د دې ټولو مسولیتونو او دندو ترڅنګ شېن مکډرمټ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ اڼدریو پټک د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه ګمارلی.

دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ د څېړنې او فزیکي تکړښت برخه کې هم د روزونکو په لټه کې دی او یاد بستونه یې اعلان ته ورکړي دي.

له تهران څخه غچ؛ پاکستان د ایران پر خاوره برید کړی

د ایران له لوري په پاکستان له راکټي بریدونو وروسته، تازه پاکستاني ځواکونو ویلي، چې نن د پنجشنبې په سهار يې د ایران په سیستان او بلوچستان کې په درېیو بېلا بېلو سیمو راکټي بریدونه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په نشر کړې اعلامیه کې ویلي؛ پنجشنبې پر سهار د ایران په سیستان بلوچستان سیمه کې د ترهګرو پر ځانګړو پټنځایونو اړوند پوځي بریدونه پیل کړي، چې د (مرګ بر سرمچار) نوم ورکړل شوی.

د ایران د سیستان بلوچستان والي امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي ویلي؛ د ایران په خاوره کې پر یوه کلي د پاکستان توغندیز برید له کبله درې ښځې او څلور ماشومان چې ټول بهرنیان دي، وژل شوي دي.

د ایران سپاه‌پاسدارانو د چهارشنبې په شپه پاکستان کې د ایران ضد ډلو مرکزونه په نښه کړي وو.

پاکستان د دې بریدونو په غبرګون کې له ایران څخه خپل سفیر بېرته رابللی او اسلام اباد ته یې د ایران د سفیر د راتلو مخالفت کړی.

 پاکستان دغه راز له ایراني چارواکو سره ټولې رسمي لیدنې ځنډولې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: اوسمهال د کانونو په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ زره کسان په کار بوخت دي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په کتنه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او غیرقانوني ویستنې مخنیوی او د هېواد د کاني زېرمو ښه مدیریت؛ د دغه وزارت له لومړیتوبونه څخه بللي دي.

شیخ الحدیث دلاور د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په کندهار او هرات کې د سمنټو د درېیو سترو پروژو تړونونو د لاسلیک ترڅنګ؛ د اوسپنې د پنځو سترو پروژو، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي، د کانونو او پټرولیم وزارت مهمې لاسته راوړنې یادې کړې دي.

نوموړي دغه راز د پنجشېر د زمردو کانونو او آمو سیند نفتي حوزې د ویستنې په اړه ویلي؛ تر اوسه پورې په پنجشېر کې د۴۵۰ کانونو د کیندنې جوازونه ورکړل شوي، چې د دغه ولایت ۱۰ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په وینا؛ آمو سیند نفتي حوزه کې ۱۸ څاه ګانې فعالې دي، چې د نفتو ورځنی استخراج یې یو زر او ۱۰۰ ټنه دی او همد راز په نږدې راتلونکي کې به د هرات نفتي حوزه چې ۲۳ کیلو متره مربع مساحت لري؛ په لسو بلاکونو کې په قرارداد ورکړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د کارموندنې په اړه ویلي؛ تر اوسه پورې د کانونو په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به د لا ډېرو قراردادونو په ورکړې سره دغه شمېر لا ډېر شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او د کانونو او پټرولیم وزارت یې له هغو مهمو وزارتو نو څخه یاد کړی، چې د هېواد په اقتصادي وده او کاري زمینې برابرولو په برخه کې مهم رول لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۵/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۷/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۴۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي او ۳۰ خیمې نوې درول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۹۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۴ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې اووه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، یو تن حافظ، یو تن دینی عالم، ۳۱ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۸۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پيدا او بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۷ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۲۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۵۲۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، شپږ تنه دیني عالمان، ۶۸ تنه غریبکار او ۳۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۷۶۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۷۴ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵تنه و، کندوز او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو  د لېږد ټوله کرایه ۸۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۷۵ کورنۍ ۷۳۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۷ کورنۍ ۸۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۲۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۵۶کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۱۱۲۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۹۲ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: هڅه کوو، تر څو هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو

د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه شوې.

یاده غونډه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د رییسانو، د پولیو ادارې استازو، د نړیوال روغتیايي سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې ترسره شوې.

ډاکټر قلندر عباد پولیو ناروغي د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړی او ویلي يي دي؛ د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړیوال سازمان، بېلګیټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د اسلامې امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې اته مثبتې پېښې لرلې، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

سرپرست وزیر ژمنه کړې، چې د هېواد ګوډ ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ د هېواد ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته کوو؛ تر څو هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو او د دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

ښاغلي عباد ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له مینځه تلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړی او ویلي يي دي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه؛ د کډوالو اړوند په مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د یاد کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوې.

یاده غونډه کې لومړی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ریيسانو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړي.

ورپسې د هغو کډوالو د ستونزو د حل په څرنګوالي، چې افغانستان ته په اجباري توګه راستانه شوي او د استوګنې ځای نه لري، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د قلعه غیبي ګچ خانه کوچیانو د ستونزو په حل او همدارنګه د راستنېدونکو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د ستونزو د کمولو په موخه له هغوی سره د همکارۍ په څرنګوالي او د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو اړوند نورو مسایلو په اړه تفصیلي بحث شوی او لازم تصمیمونه نیول شوي.

په پای کې د بېلابېلو موضوعاتو د ارزونې په موخه کمېټې جوړې او ګومارل شوي، چې ورسپارل شوي موضوعات هراړخېز وڅېړي او د کمېسیون راتلونکې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته یې په اړه معلومات ورکړي.

مولوي امیرخان متقي: افغانستان کې د بشري او پرمختيايي کارونو لپاره غوره زمینه برابره شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي چارو نوي مسول او د يوناما مرستيال اندريکا رتواتي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي اندريکا ته د هغه د نوې دندې مبارکي ویلې او د يوناما له تلونکي مرستيال ډانيل انډريس څخه يې د هغه د ښه مديريت او هلو ځلو له کبله مننه کړې او هغه ته يې په راتلونکې دندې کې د برياليتوب غوښتنه کړې.

مولوي امير خان متقي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري او پرمختيايي کارونو له پاره برابر چاپيريال رامنځته کړی، چې له برکته يې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دغې برخې کې کارونه په ښه ډول پر مخ تللي.

اندريکا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې د اسيا پاسيفيک سيمې د ریيس په توګه خپلې مخکېنۍ دندې ته په اشارې سره ویلي؛ له دې وړاندې يې هم د افغانانو د ستونزو، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هېوادونو کې مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د ستونزو، د کمولو له پاره هلې ځلې کړي، او هوډ لري چې په نوې دندې کې به په بشري او پرمختيايي ډګر کې د افغانانو د لاسنيوي له پاره لا ډېر کار وکړي.

 په پای کې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اندريکا ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت مسولین د خلکو ستونزو حل خپل مسولیت ګڼي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د هوتک قوم له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د هوتکو قومي مشرانو اسلامي نظام د افغانستان او افغانانو اړتیا یاده کړې او ویلي يي دي، له لسیزو وروسته افغانان خپلې موخې ته رسېدلي دي.

هغوی له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ اعلانولو ترڅنګ زیاته کړې، په ۲۸ ولایتونو کې هوتک قوم مېشت دی او ټول په یو غږ له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.

د هوتک قوم علماوو او قومي مخورو په ښوونیزو او روغتیايي برخو کې د خپلو ولسونو یو لړ غوښتنې د ریاست الوزرا له مرستیال سره شریکې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې ټول قومونه یو ډول حقونه لري او هوتکو په جهاد کې فعاله ونډه درلوده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د علماوو او مخورو له لارې حکومت ته د خلکو د ستونزو په رسولو د اسلامي امارت مشران خوښ او په حل یې ځان مسول ګڼي.

نوموړي څرګنده کړې؛ څرنګه چې اسلامي امارت په کمو امکاناتو لویې پروژې پیل کړې، همدارنګه به د ولسونو ستونزې هم حل او ورته به اسانتیاوې برابرې کړي.