ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1233

ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې؛ د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه مو کاري لومړیتوب دی

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدې مياشتې په ۲۶مه نېټه د ټولګټو د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادې جوړې شوې غونډې ته، چې علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او ولایتي مسوولینو ګډون پکې کړی و، د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو په موخه د دوی ټوله هڅه دا ده، تر څو په کور دننه د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او په دې سره به د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.

محترم ملا صاحب زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه هم په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله سره شریکه او منظوري به یې واخلي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې د ننګرهار د سوداګرو ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راکمه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ارګانونو او له ملي سوداګرو سره په ښې همغږۍ هېواد ته د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه کړې ده.

محترم ملا صاحب په بهر کې پر ټولو مېشت افغان کډوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له دوی غواړي، چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۴/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۸)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۳) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۹) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې (۲۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي او (۳۰) خیمې نوې درول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۷۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۶۰۰۰۰) لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۵۶۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۳۴) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۳) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲)تنه حافظان، (۳۳) تنه غریبکار او (۲۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۶۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۴۲۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه نوموړې کمېټې (۲) تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پيدا او بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۳۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰)تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې (۳۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۴۵۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۷۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۶۶) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱) تن حافظ، (۱) تن دیني عالم، (۲۲) تنه غریبکار او (۱۴) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۳۹) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۴) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۲۴) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۲۴۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱۱۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳‍۲) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۳۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۱۹) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې (۵۲) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷)تنه و، کندز او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د لېږد ټوله کرایه (۱۳۵۰۰) افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۸۹) کورنۍ (۳۳۲) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ (۹۲) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۶۴) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۳۴)کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۷۳۹) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۱۸) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

پاکستان کې د جیش‌العدل ډلې په مرکزونو د ایران راکټي بریدونه؛ پاکستان دا بریدونه غندلي او د ایران شارژدافیر یې احضار کړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې تېره شپه د دې هېواد سپاه پاسداران د پاکستان په خاوره کې د جیش‌العدل ډلې په دوو مرکزونو راکټي بریدونه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران له لوري یاد بریدونه غندلي او دا یې د پاکستان په هوایي حریم او خاوره تیری یاد کړی دی.

ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړی.

بل لوری جیش‌العدل هم د پاکستان په خاوره کې د دوی په مرکزونو یاد بریدونه تایید کړي.

د ایران سپاه ‌پاسداران له دې بریدونو یوه شپه وړاندې په عراق او سوریه کې د ایران ضد ډلو مرکزونه په نښه کړي وو.

د ترکیې له سفیر سره د شیخ ندا محمد ندیم لیدنه؛ د افغانستان او ترکیې د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار شوی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا‌ء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سره لیدنه کړې.

په یاده تعرفي لیدنه کې شیخ ندا‌ء محمد ندیم د ترکیې شارژدافیر جنک اونال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مذهبي مشترکاتو خبرې کړې دي.

دغه راز ښاغلي ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم ټینګار کړی او د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه ورسره شریک کړي دي.

ورپسې افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې کړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنسټیزو کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادولو وړ ده، چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو او د علمي تجربو په شریکولو هم خبرې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د هېواد ټول کادرونه د دې وطن او ملت پانګه او موږ ته د قدر وړ دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو له یو شمېر متخصص ډاکټرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو ډاکټرانو د کابل ښار د روغتونونو وضعیت تر څنګ د دې روغتونونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي، چې دا روغتونونه په بېلا بېلو برخو کې د متخصصو ډاکټرانو له لوري د هېواد په کچه ناروغانو ته طبي خدمتونه وړاندې کوي، خو بیا هم په یادو روغتونونو کې د پرمختللو طبي وسایلو او امکاناتو د کمبود له امله د سرطان په څېر د ځینو ناروغیو درملنه نه کېږي.

چې د دغو وسایلو او امکاناتو په برابرېدو سره یې د هېواد په داخل کې درملنه شوني کېږي او له هېواده بهر مسافرۍ او د پانګې د وتلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

دوی دغه راز د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د روغتیا په ځانګړي ډول د متخصصو ډاکټرانو د روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او ټول هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د پراختیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو متخصص ډاکټرانو ته د ښه راغلاست پر مهال صحت د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او اسلامي امارت له اساسي تعهداتو بللی او ویلي یې دي؛ یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي، ځکه په زوړ روغتیایي سیستم سره یوه سالمه ټولنه نه شو لرلای.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پیل ته په اشارې ویلي، چې دغه اصلاحات له یوه روغتونه پیل شوي او په تدریجي توګه به د هېواد په کچه نورو روغتونونو او صحي مرکزونو ته پراختیا ومومي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې؛ په بېلا بېلو برخو کې د هېواد ټول کادرونه د دې وطن او ملت پانګه ده او موږ ته د قدر وړ دي، چې له یو بل سره په همغږۍ دا هېواد اباد او د افغانستان ملت له ستونزو خلاصولای شو.

افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې خپله څلورمه بریا هم خپله کړه

څلور پرله پسې بریاوې؛ د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

د ټایلنډ هېواد په کوربتوب په بانکوک ښار کې د ویلچر باسکېټبال اسیايي او اقیانوسیه سیالیو په لړ کې افغان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې خپله څلورمه بریا هم خپله کړه.

د دې سیالیو په ګروپي لوبو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې نیوزیلنډ، عربستان او فلیپین ته له ماتې ورکولو وروسته نن په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۵۱/۵۷ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

یادې سیالې د روانې جنوري میاشتې په ۱۲مه پیل او ټاکل شوې، چې د همدې میاشتې په ۲۰مه به پای ته ورسیږي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني: افغانستان له څو لسيزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور روان دی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې اغلې رافایلا یودیچه سره لیدنه وکړه.

اغلې یودیچه افغانستان کې راغلی امن ستایلې.

نوموړې دغه راز د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راتلونکې مياشت دوحه کې د جوړيدونکې ناستې په باره کې هم خبرې کړې دي.

نوموړې د اروپايي ټولنې په استازيتوب د هرات له زلزله ځپلو او هېواد ته راستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو يادونه هم کړې ده.

ښاغلي خلیفه صاحب اغلې رافایلا ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانانو څخه د هغې ملاتړ او د افغانستان په اړه د نوموړې د مثبتو هڅو قدرداني کړې.

نوموړي ویلي، چې افغانستان له څو لسيزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور روان دی او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر بهرنیو سره د تعامل په اړه ویلي، چې افغان حکومت باید په نړیوالو مهمو نهادونو کې خپل غړیتوب تر لاسه کړي، په دې توګه به افغانان هلته خپل واقعي استازولي ولري او د مسایلو حل به هم اسانه شوی وي.