د دوشنبې ورځ، د ۳/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۵/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لحوري له ۲۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۰ افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۸۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۵۶۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق د بکلوریا سند لرونکی، یو تن دیني عالم، ۷۱ تنه غریبکار او ۵۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۳۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۲۹۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه یادې کمېټې څلور تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پيدا او بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټه
نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکارۍ ۳۸ تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده کمېټه، هغه کډوال، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه پیژندل کوي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۴۰ افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۳۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۵۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۸۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۵۲۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، ۳۹ تنه غریبکار او ۲۱ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۶۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیکا
آنګور اډې لار
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۲۴۳مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۴۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۵۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې ۲۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵تنه و، کندوز او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د لېږد ټوله کرایه ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۰۷ کورنۍ ۳۴۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۴ کورنۍ ۶۱ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۵ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۳۳کورنۍ
تداوي شوي کډوال: ۸۴۱ تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۸۶ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا