ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1235

افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې خپله درېیمه بریا هم خپله کړه

د اسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکېټبال سیالۍ څلور ورځې وړاندې د ټایلنډ هېواد پلازمېنه بانکوک ښار کې پیل شوې.

د دې سیالیو پر دوام د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې فلیپین هېواد ته ماتې ورکړه او پرله‌پسې درېیمه بریا یې هم خپله کړه.

یاده سیالي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې ترسره شوه، چې افغانستان خپلې سیالې فليپينۍ لوبډلې ته د ۴۸/۷۸ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلند او دویمه لوبه کې بیا سعودي عربستان ته ماتې ورکړې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان به د یادو سیالیو پر دوام خپله څلورمه لوبه سبا سې‌شنبه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.

ټاکل شوې، چې دا سیالۍ به د روان میلادي کال د جنوري میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې دوام وکړي.

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۱۵مې څخه د جدي تر ۲۱مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۸ زره او ۶۵۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره او ۳۶۷ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۲۶۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷ زره او ۳۲ ټنه انتقالات چې ټولټال ۹۸ زره او ۶۵۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۷۶۰ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې او کینو دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

کرېکټ؛ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د روانې جنوري میاشتې په اتلسمه نېټه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي.

په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه لري، چې د ۱۸ ورځو لپاره به په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

یادې ۳۷ لوبډلې په شپږو بېلابېلو ګروپونو وېشل شوې دي، چې د ۲۱ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ۹۳ سیالۍ ترسره شي.

دغه راز په لومړيو پینځو ګروپونو کې شپږ-شپږ او په وروستي ګروپ کې اووه لوبډلې ځای پرځای شوې دي.

په لومړي ګروپ کې کندوز، میدان وردک، خوست ب، بامیان، غزني او نورستان؛ په دویم ګروپ کې کندهار ب، پروان، کابل ب، هلمند، نیمروز او روزګان ولایتي لوبډلې؛ په دریم ګروپ کې ننګرهار ب، بدخشان، پکتیا، پنجشیر، خوست ج او سرپل لوبډلې؛ په څلورم ګروپ کې کونړ، بغلان، کندوز ب، کاپیسا، کابل ج او فاریاب لوبډلې؛ په پنځم ګروپ کې کندهار، سمنګان، فراه، پکتیکا، ننګرهار ب او هرات ولایتي لوبډلې او خوست، بلخ، دایکندي، کابل د، جوزجان، زابل او تخار هغه اوه لوبډلې دي، چې په وروستي شپږم ګروپ کې ځای لري. 

ټولې ګډون کوونکې لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې یو ځل له یو بل سره مخ شي، چې بیا به د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو ته لاره ومومي، چې د دویمه درجه ولایتي سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان ځدران په دې اړه ویلي؛ دا سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هېواد کې د کرېکټ لوبې د ودې په موخه هرکال ترسره کیږي.

نوموړي دغه راز خوښي ښودلې، چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو ترمنځ لوبو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت ورکړل شوی دی.

ښاغلي ځدران ویلي؛ موږ ژمن یو چې کرېکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم دا د روان کال لومړۍ سیالۍ دي، چې ورپسې به په همدې فبروري میاشت کې ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.

د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه

یاده پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسولینو، قومي مشرانو او د لوګر ولایت د ګڼ شمیر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلې؛ د اسلامي امارت مشران په پوره ژمنتیا او د مسولیت پذیري له احساس سره شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو له ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د لوګر ولایت والي له خلکو څخه یې غوښتي، چې د یاد بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي.

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمد اسماعیل اخوندزاده او د یاد ولایت یو شمیر قومي مشرانو په لوګر کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د روانو پروژو کړنې یې ستایلي.

د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې شتون لري، چې د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي سره د نهه میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

پروان کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانالونو، سربندونو او سپر پسیج پروژې پلې کیږي

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په نهه بېلابېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت سپر پسیج، کانالونه او سربندونه جوړیږي.

د دغو پروژو له جملې څخه یې د یاد ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوه سپر پسیج او د یوه کانال چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري عملا پیل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د یاد ولایت د کلیو دبیارغونې او پراختیا رییس، یو شمیر مسولینو، د سیمې علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړیدو سره به په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د ولسونو ستونزې هوارې شي.

تېره مياشت له هېواد څخه د څه‌باندې ۱۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ چې د هېواد په کچه یې د روان کال د لیندۍ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۶.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۱ ميليون ډالر ښودل شوی دی.

یادې ادارې زیاته کړې؛ تېر کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسیده او د روان کال لیندۍ مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۲.۵ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۳۵.۸ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په لیندۍ مياشت کې د ۵۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېواد ته وو.

همدا ډول د روان کال په لیندۍ مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

پاسپورټ ریاست کابل کې د پاسپورټونو وېش دوه نوي مرکزونه پرانیزي

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن ویلي؛ چې د پاسپورټ ریاست رهبري د يوې داسې طرحې پر جوړولو کار پيل کړی، چې له بشپړېدو سره به یې په کابل کې د پاسپورټ د وېش دوه نوي مرکزونه جوړ شي.

د نوموړي په وینا، په کابل کې يې د پاسپورټونو د ویش نویو مرکزونو له جوړېدو موخه د پاسپورټ د وېش په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

ښاغلي پتمن زیاته کړې؛ کله چې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړو او کافي سټاف ورته برابر کړو، کومو وسایلو ته چې اړتیا ده دا ترلاسه کړو، له هغې وروسته به نور مرکزونه هم پرانیزو.

ښايي دوه نور مرکزونه خلاص کړو، چې پر طرحه یې کار کېږي، ځکه یو مرکزي ریاست بسنه نه کوي، ترڅنګ یې باید نورې څانګې هم خلاصې شي، ترڅو هېوادوال په اسانۍ پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې په ورځنۍ توګه شاوخوا اته زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د پاسپورټ ریاست ویاند ویلي؛ د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره  پاسپورټونه وېشل شوي او دغه رياست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته د پاسپورټ تعرفو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به، له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.

کندوز کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت پر ۷۰۰ جریبه ځمکه د هینجې کرلو په برخه کې پانګونه شوې

د کندوز ولایت په علی اباد ولسوالۍ کې د هینجې د تولید او پروسس یو شرکت لخوا د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ٧٠٠ جریبه دولتي ځمکې د هینجې د کرلو په برخه کې پانګونه شوې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندوز ولایت د کرنې، اقتصاد، برېښنا او یو شمېر نورو ادارو مسولینو په خپلو خبرو کې دغه یوه مهمه کړنه یاده کړې او د ښه پلي کېدو په برخه کې یې د خپلو ادارو لخوا د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.
د یاد ولایت دفتر رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي د یاد شرکت له مسولینو څخه په دغه برخه کې د پانګونې له امله مننه کړې او په نورو شرکتونو او سوداګرو یې هم غږ کړی، چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخیستنې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د یادولو ده چې په یاده پروژه کې د کارګرو یوه برخه له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي هېودوال تشکيلوي.

د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قومنداني له لوري د مستشفٰی عمر ۲۰ بستریز نسایي ولادي روغتون پرانیستل شو

د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ۱۰۰ بستریز روغتون څانګه نسایي ولادي بخش د مستشفٰی عمر په نوم روغتون د بنیادي او اساسي بیارغونې وروسته د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ ڪې رسمًا پرانیستل شو.

یاد روغتون کې د داخله ناروغانو څانګه، نسائي ولادي څانګه، د ماشومانو څانګه، مجهز لابراتوار، تلویزوني معایناتو او درملتون څانګې فعاله او خدمتونه وړاندې کوي.

یادو مراسمو ڪې د د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان او درستیزوال او د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندان ډاڪټر محمد طاهر  احرار او ګڼو نورو نظامي او ملڪي مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

یادو مراسمو ڪې مسولینو د روغتیايي  چارو دمنظم کېدو او د دغه خدمتونو لا زیاتېدو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي، چې هڅه کوو چې ترڅو د روغتیا په برخه ڪې په ځان بسیا شو.

یادولو وړه ده، چې څو میاشتي وړاندې د مستشفٰی عمر په نوم روغتون د کندهار ۲۰۵ البدر ق اردو ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند پرانیست او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.