ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1275

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته؛ یوه د سوداګریز شرکت او دوې د روغتیايي خدمتونو طرحې ارزونې ته وړاندې شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

یادې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل په ابن سینا او شیخ زاید روغتونونو او همدارنګه د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د تصویري تشخیصیه او معیاري لابراتواري خدمتونو وړاندې کولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته یادې طرحې په پرنسیپ کې تایید او د چارو ادارې د پانګونې اسانتیاوو ریاست په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت او خصوصي سکټور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو اقتصادي او تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور د یوې میاشتې په جریان کې دغه کمېټې ته را واستوي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د نوي عمر سوداګریز او ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د سوداګریز مرکز او هستوګنیزو اپارتمانونو جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاد طرحه هم د هر اړخیز بحث وروسته د چارو ادارې اړوند د ښاروالیو عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو یاده طرحه د هلمند ولایت له شهري پلان سره وګوري او د یوې اوونۍ په جریان کې د خپل راپور له کمېټې سره شریک کړي.

ملګرو ملتونو غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۵۳ موافقو رایو سره غزه کې د بېړني بشري اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.

دا پرېکړه‌لیک غزه کې د بېړني بشري اوربند غوښتنه کوي.

د عمومي اسمبلۍ له درې پر څلورمه برخه غړو (له ۱۹۳ څخه ۱۵۳ غړو) د سملاسي اوربند په پلوي رایه ورکړې ده.

د دغه پرېکړه لیک لپاره ۲۳ هېوادونو سپینې رایې او د امریکا او اسراییلو په ګډون ۱۰ هېوادونو منفي رایې ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو غړو په یاد پرېکړه لیک کې د غزې تړانګه کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

دا پرېکړه لیک داسې‌مهال تصویب شوی، چې غزه له سخت بشري ناورین او بوږنونکي وضعیت سره مخ ده او سخته جګړه پکې روانه ده.

غزه تړانګه کې د صهیونیستی رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه له ۱۸ زره زیات کسان شهیدان شوي او له ۵۰ زرو زیات ټپيان دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سترو پروژو، پانګونې او اقتصادي زمینو د پراختیا لپاره تل هڅې کوي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو تن ملي سوداګر ابراهیم حبیب یار سره لیدنه کړې.

ابراهیم حبیب یار په خپلو خبرو کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او اقتصادي زمینو د پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړې.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې، چې کورني او بهرني سوداګر او پانګوال په بشپړې لېوالتیا سره په هېواد کې پانګونه وکړي.

ښاغلي حبیب یار همداراز په هرات ښار کې د منل شویو معیارونو اړوند د یوه روغتون د جوړولو خبر ورکړی او ویلي يي دي، د اسلامي امارت د همکارۍ په صورت کې د هېواد په نورو ښارونو کې هم د روغتیا په برخه کې پانګونې ته چمتو دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت افغان ولسونو ته د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د سترو پروژو د پلي کېدو او دغه راز سوداګرو او پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي زمینو د پراختیا لپاره تل نه ستړې کېدونکی هلې ځلې کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ټولو پانګوالو څخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوی د پانګونې هرکلی کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د صادراتي اسنادو د مرحلو طې کېدو لپاره د یو واحد مرکز جوړېدو په موخه ناسته شوې

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، د پانګونې او سوداګرۍ اطاقونو د استازو په ګډون د صادراتي اسنادو د مرحلو طې کېدو لپاره د یو مرکز جوړېدو په موخه ناسته شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتي چارو ریيس احسان الله فطرت ویلي؛ د دې مراکزو د جوړېدو موخه پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول، د سوداګریزو سندونو په طی مراحل کېدو کې چټکتیا، د اداري فساد، کاغذ پرانۍ مخنيوی او له خصوصي سکتور څخه ملاتړ دی.

ګډونوالو د یادې موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي او همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري پريزنټیشن وړاندې شوی.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریيس انجنیر احمد ضیاء خالد ویلي؛ اړوندې ادارې دې د یادې موضوع په اړه د هوکړه لیک پرځای د کار پر پریکړه لیک کار وکړي، هغه دې یوځای کړي او راتلونکې غونډې ته دې د وروستي کېدو په موخه وړاندې کړي.

همدارنګه غونډه کې پرېکړه شوې، ترڅو د کانونو او پټرولیم وزارت دې د یادې موضوع پرمخ وړلو لپاره خپل استازی دې کمېټې ته وروپیژني کړي.

باید وویل شي چې اوس د صادراتي اسنادو د طی مراحلو مرکزونه د کابل، کندهار او ننګرهار زونونو کې فعاله دي او د نورو زونونو د فعالېدو چارې په پام کې نیول شوې دي.

د قوش تیپې کانال د ترسره شویو چارو د ارزولو په موخه ټاکل شوي پلاوي ناسته کړې

د قوش تیپې کانال د ترسره شویو چارو د ارزولو په موخه د ټاکل شوي پلاوي ناسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، کور او ښارجوړولو د سرپرست وزیرانو سربېره پکې د چارو ادارې لوی رییس، د اقتصاد وزارت مرستیال، د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سلاکارانو، د ملي پراختیا شرکت لوی رییس او د اړوند ادارو استازو ګډون درلود.

د دې غونډې په پیل کې درې ټاکل شوو کمېټو د خپلو کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړی.

د اجرااتو د څرنګوالي، کاري پرمختګونو، د کرنیز کمپلیکس او صنعتي پارک د رامنځته کولو، د قوش تیپیې کانال شاوخوا ځمکو څخه د استفادې د څرنګوالي او پر حاصل خیزه کرنیزو ځمکو د هغو د بدلولو او د یاد کانال شاوخوا ته د اوبو د وېش د طریقې په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

د غونډې په پای کې د یاد پلاوي له لورې د افغانستان اسلامي امارت کابینې او د مشرتابه مقام ته د جامع پلان او راپور وړاندې کولو په موخه کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې خپلې دندې بشپړې او په اړه دې خپل راپور په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

پکتیکا کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو کوچیني بندونه جوړېږي

د اوبو او انرژي وزارت له لوري د پکتیکا په بېلا بېلو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو کوچیني بندونه جوړېږي، چې د دوو یې نن عملي چارې پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت اړوند کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالي کې د اوبو ذخیره کولو کوچیني بند جوړولو د پیل په مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت په راتلو سره هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نورو چارو تر څنګ د پرمختګونو زېري کېږي او وړې او لویې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان له ټولو اړخونو په ځان بسیا دی.

د ګومل پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري فتح محمد ذاکر ویلي؛ د پکتیکا په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې به د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو ۲۵ کوچیني بندونه جوړوي.

د سروبي ولسوالي د سورګل کلي اړوند سیمه کې او مټاخان ولسوالي د تودې چینې په سیمه کې یې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کوچینو بندونو جوړولو چارې نن عملا پیل کړې.

ښاغلي ذاکر زیاته کړې؛ د پکتیکا څو مهم بندونه یې په پینځه کلن پلان کې شامل کړي، چې د پلان اړوند به په دغو بندونو د خلکو له غوښتنو سره سم وخت پر وخت کار کوي، څو د دې ولایت اقتصادي چارې نورې هم ورسره پیاوړې شي.

د یادونې ده چې د مرکز ښرنې پلتو او سروبي ولسوالي د زامې بندونو چارې به هم د پلان اړوند پیلوي، ځکه دا د ګڼ شمېر پکتیکاوالو لومړۍ مهمې غوښتنې دي او په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.

جاپان افغانستان کې پراختیايي پروژې پلي کوي

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كميتي ریيس قاري دين محمد حنیف د جاپان له سفير ښاغلي تاکا یوشي کورومیا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په غونډه کې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كميتي استازو، د ماليې وزارت، کډوالو او بيرته راستنیدونکو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د افغانی سر میاشتی ټولني او د بيرته راستنیدونکو هېوادوالو د امنیت مسول هم شتون درلود.

د جاپان سفیر د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې ته د خپل هېواد د ۵۸.۴ ملیون دالرو په ارزښت بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او بيړنیو مرستو د پوره کولو لپاره ځانګړ شوې بشري مرستې ډاډ ورکړی.

دا مرستي به د ملګرو ملتونو سازمان د UNHCR او UNFBA ادارو لخوا اړمنو کډوالو ته ورسیږي.

همدارنګه د جاپان هېواد  سفیر د افغانستان د بیارغونې په برخه کې هم د خپل هېواد چمتووالي په ډاګه کړی، چی په پام کي ده په بېلابېلو برخو کې یو تعداد پراختیایي پروژی پلي کړي.

کرېکټ؛ د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو ترسره کېدو وخت او ځای په ډاګه شو

د کرېکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د راتلونکې پړاو د نولس کلنو ځوانانو د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کرېکټ سیالۍ به د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د جنورۍ پر ۱۹مه پيل او د فیبرورۍ تر ۱۱مې به دوام وکړي.

دا جام به څلور ګروپونه ولري؛ چې هند، بنګله دېش، ایرلنډ او امریکا په A ګروپ کې، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټنډیز او سکاټلینډ په B ګروپ کې، استرالیا، سریلانکا، زیمبابوې او نمیبیا په C ګروپ کې او افغانستان، پاکستان، نیوزیلینډ او نیپال په D ګروپ کې د یو بل په وړاندې ولوبیږي.

د نړیوال جام په لومړۍ ورځ به دوه لوبې ترسره شي، چې په لومړۍ لوبه کې به ایرلینډ له متحده ایالاتو سره په بلومفونټین کې او سویلي افریقا به د ویسټ انډیز پر وړاندې په پوچیفسټروم ښار کې سره مخ شي.

د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالیو په اډانه کې به ټولې ۴۱ لوبې د سویلي افریقا په پینځو بېلابېلو ښارونو کې وشي.

د ICC په وینا؛ دغه نړیوال جام به په نوې بڼه په څلورو ګروپونو کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.

له دې جملې به شپږ مخکښې لوبډلې منځلوبې ته لار پیداکړي.

د منځلوبې سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي، چې له دې ځایه به ۴ مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

له نیمه پایلوبې دوه بریالۍ لوبډلې پایلوبې ته ځي او دغه لوبډلې به د فېبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د سویلي افریقا په وېلوموري ښار کې خپل بخت وازمايي.

د دې سیالیو په لومړي پړاو کې افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله ۳ لوبې لري، چې لومړۍ یې د جنورۍ پر ۲۰مه له پاکستان ، دویمه یې د همدې میاشتې پر ۲۳مه له نیوزیلاینډ او د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې له نیپال سره د یادې میاشتې پر ۲۶مه نېټه مخ کیږي.

ټاکل شوې وه، چې د ۱۹ کلنو لوبغاړو کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په سریلانکا کې وشي، خو د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د دې هېواد پر کرېکټ‌بورډ د بندیز لګېدو وروسته سویلي افریقا ته ولېږدول شو.

احسان الله عادل