ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1276

ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا په منځني ختیځ کې جګړه غځول غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل چینایي سیال وانګ یي سره په ټیلفوني خبرو کې غزه کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې امریکا سیمه کې د جګړې غځول غواړي.

نوموړي زیاته کړې؛ که غزه کې روانه جګړه سملاسي و نه درول شي، نو یو لوی ناورین به رامنځته او پایله به یې ډېره سخته وي.

ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال اسرایلو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې غواړي دغه مرستې د حماس ډلې تر بشپړه له منځه تلو پورې وغځوي.

امریکا یواځېنی هېواد دی، چې غزه کې د سملاسي اوربند مخالفت کوي او دې وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري غزه کې د سملاسي اوربند د تینګښت په اړه جوړه شوې مسوده ویټو او رد کړه.

دغه راز د حماس غورځنګ مشرانو ویلي، چې د دایمي اروبند له ټینګېدو پرته هېڅ اسرایلي اسیر له غزې وتلی نه شي.

د خوست سموات باغ صنعتي پارک پرانیستل شو

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د مل پلاوي سره خوست ته رسمي سفر کړی.

د یاد سفر موخه په خوست ولایت کې د سموات باغ د صنعتي پارک پرانیسته وه، چې د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ وخت رارسېدلی، چې صنعتکاران او سوداګر خپله پانګه په خپل هېواد کې په کار واچوي.

نوموړي د یاد پارک پرانیستې ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ په ډګر کې د بېساري ګامونو په پورته کولو سره د هېواد د صنعت ودې ته خپلې قوي ارادې څرګندوي.

د خوست ولایت د سوداګرۍ رییس مولوي شمس الاحد د سموات باغ پارک پرانیسته د خوستي ولس لویه هیله بللې.

یاد پارک ۴۰۰ جریبه ساحه لري او د یو میلیون او ۷۹۳ زره افغانیو په لګښت یې د احاطې دېوال او سرک جوړیږي، چې په ۱۵ کاري ورځو کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

د پوهنې سرپرست وزیر: د هېواد موخو ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کول په حقیقت کې پرمختګ او سوکالۍ زیری دی

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا د کاردان ښوونیزې موسسې له کامپلکس څخه لیدنه کړې.

د کاردان علمي موسسې رییس د پوهنې وزارت مشرتابه ته، د یاد کامپلکس د جوړښت، کړنو او تدریسي مېتودونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي.

د پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ افغانستان په ټولو دیني او علمي برخو کې روزل شوي او علمي کادرونه لري، موږ غواړو چې د خپل هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې په برخه کې د دوی له علمي لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه واخلو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د تخنیک او ټکنالوژۍ په عصر کې ژوند کوو، د پوهنې وزارت هڅه دا ده، تر څو د هېواد بچیان په معاصره ټکنالوژۍ سمبال کړي.

مولوي حبیب الله اغا ویلي؛ اوس د دې وخت دی، چې د دیني او عصري علومو پر مټ د خپل هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې ونډه واخلو.

نوموړي همداراز ویلي، خپلو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابرول، زما د اوږد مهاله هیلو څخه یوه ده.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړې؛ د خپل هېواد موخو ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کول په حقیقت کې پرمختګ او سوکالي ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له هغو مسولینو مننه کړې، کوم چې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو په جوړولو سره یې د نړۍ په کچه د مسلکي کسانو د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاله ونډه اخیستې او دوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د پوهنې وزارت به د ښوونې د لاپرمختګ په برخه کې د ښه همکار په توګه پاتې شي.

د قطر سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره لیدنه کړې

کابل کې د قطر اسلامي دولت سفیر سعید بن مبارک الخیارين د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د راستنېدونکو مهاجرینو په ستونزو او اړتیاو خبرې کړي.

نوموړي د افغانستان سره د قطر هېواد همېشنۍ همغږي او مرستې ستایلي او ویلي يي دي؛ د ژمي په رارسېدو سره د مهاجرینو ستونزې زیاتې شوي دي، د مهاجرینو چارو وزارت د خپل پلان له مخې هڅه کوي ددوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې برخه کې د بشرپاله هېوادونو مرستو ته هم اړتیا ده.

 د قطر سفیر ویلي؛ له افغانانو سره اړیکې زه د ځان لپاره ویاړ ګڼم، قطر هېواد د زلزله ځپلو سره هم ٦٠ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي او د مهاجرینو لپاره به هم خپلې هڅې ونه سپموي.

نوموړي زیاته کړې؛ څو ورځې مخکې په دوحه کې د اسلامي هېوادونو ناسته وه، چې په هغې کې د افغانستان په ملاتړ ټینګار وشو او د بشري مرستو په اړتیا هم خبرې وشوې.

امریکا د تېرې ادارې ولسي جرګې پر رییس او د هغه پر زوی بندیزونه لګولي

د امریکا خزانې وزارت د تېرې ادارې ولسي جرګې په مشر میر رحمان رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او د هغوی پر ۴۴ شرکتونو او اړوند بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې میررحمان رحماني او زوی یې په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو اختلاس او فساد کې لاس لري.

په اعلامیه کې راغلي: “په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د رحمانیانو شرکتونو تقریباً یو میلیارد لېټره تېل افغانستان ته وارد کړل، حال دا چې د دې تېلو لږه برخه یې د وخت امنیتي ځواکونو ته قرارداد کړې وه.”

د امریکا د خزانې وزارت زیاته کړې؛ رحماني د خپلو شرکتونو پر مټ افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه، چې د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو یې میلیونونه ډالر غلا کړي دي.

“رحمانیانو د خپلو شرکتونو له لارې د تېلو تړونونو په نه عملي کولو سره خپلې فاسدې ګټې پیاوړې کړې او یوولس میلیونه لېټره تېل یې د وخت امنیتي ځواکونو ته ورنه‌کړل. “

له بل لوري د سیاسي چارو کارپوهان بیت‌المال د افغانانو حق بولي او وایي چې اختلاس کوونکي یې باید محاکمه شي.

د دې بندیزونو له مخې هر ډول راکړه ورکړه، چې د منع شویو اشخاصو ګټې پکې شاملې وي منع دي او مالي بنسټونه او نور هغه کسان، چې له دوی سره په راکړه ورکړه کې برخه اخلي د امریکا له بندیزونو سره مخ کېدای شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور

دوشنبه د ۱۴۴۵/۵/۲۷ هـ ق نېټه، چې ۱۴۰۲/۹/۲۰ هـ ش نېټې سره سمون خوري

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي دي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۴ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۳۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.

البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:

۲۸۰ کمپلې، ۱۸۰ بستې د څښاک اوبه او ۱۴۰ بستې خام غذایي مواد ویشل شوي.

مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۲۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه حافظان، ۸۸ تنه غریبکار او ۶۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۵۸ تنه کیږي، ثبت کړل.

په تورخم کې ۱۳۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټول یو میلیون او ۱۹۰ افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، کندهار، هرات ، زابل او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۹۶۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستانه شویو کډوالو ته ۴۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې پینځه تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن حافظ، دوه تنه دیني عالمان، ۱۴۸ تنه غریبکار او ۹۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴۶ تنه کیږي، ثبت کړل.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستانه شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړولو په موخه همکاري شوې ده.

زابــــل

شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د شملزو په لار کې درې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له شملزو لارې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته په خوندي توګه لیږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته شپږ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره ټول ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د شملزو په لاره کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په شملزو کې ۲۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.

روغتیا: په شملزو کې اووه تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۹ تنه و، هېواد ته راستانه او  ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن د انګور آډې له لارې څخه شپږ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۷ تنه و، خپلو اړونده سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په انګور اډه کې له درې کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په انګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: نن په انګور اډه کې ۱۳۳ خوراکه ډوډۍ، خواړه او پاکې اوبه کډوالو ته وېشل شوي دي.

روغتیا: نن په انګور اډه کې ۶۴ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستانه شویو کډوالو ته ۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــرات

اســــلام کلا، لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا په لاره کې له ۳۸ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۳۸۰ زره افغانۍ کیږي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

همدا راز یو زر او ۵۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا په لاره کې له ۱۱ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۲۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۸۹ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوې دي او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستانه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۳۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه و، کندوز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د کډوالو چارو د مرستو د جلب او جذب کمېټه

نن د کډوالو چارو د مرستو د جلب او جذب کمېټې مشر ښاغلي قاري دین محمد حنیف د جاپان له سفیر او مل پلاوي سره لیدنه کړېده.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د کډوالو په ستونزو  هر اړخیز بحث کړی دی.

د جاپان سفیر پخپلو خبرو کې ویلي چې د خپلې ژمنې سره سم، خپل هېواد ته تللی وم او د افغان کډوالو ستونزې مې له خپلو مشرانو سره شریکې کړې، مشرانو په دې پریکړه وکړه چې جاپان به د افغان کډوالو سره د مؤسسو له لارې ۵۸،۴ ميليونه ډالر مرسته کوي.

د  کډوالو د دایمي مېشتولو او ځمکو د ویش کمېټه

نن د کډوالو د دایمي مېشتولو او ځمکو د ویش کمېټې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کمېټې د غړو په حضور کې ناسته ترسره کړېده.

یادې کمېټې، د هېواد په کچه د کډوالو په ښارګوټو کې د سپینو نمرو او د ځمکو تصفیه او لېږد چې لدې وړاندې یې د تصفیې او لېږد پروسه نه ده ترسره شوې، په اړه بحث کړی دی.

ښاغلي نعماني، د کمېټې غړو ته دنده سپارلې ده چې د اړوندو ادارو له لارې د کډوالو د ښارګوټو د ځمکو دې تصفیې او د لېږد پروسې په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د باصلاحیته مقاماتو څخه حکم ترلاسه کړي.

سرپرست وزیر دا هم ویلي، دا چاره به وکولای شي چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو او نمرو په وېش کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوالو:             ۲۶۰ کورنۍ او یو زر او ۱۰۹ غړي

ټول لېږدول شوي کډوالو:          ۱۳۳ کورنۍ او ۵۷۹ غړي

ټول مرسته شوي کډوالو:           ۱۷۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوالو:       ۶۴ کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوالو:           ۱۲۶ تنه

توزیع شوي سیمکارتونه:          ۷۳۱ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته له دوو میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته له دوو میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي.

دغه‌راز د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې وروسته نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له دې هېواد څخه افغانستان ته راستانه شوي.

د دې تر څنګ د اسلام کلا بندر له لارې له ۴۰۰ زره زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې اسلامي امارت هېواد ته راتلونکو کډوالو ته بشپړ چمتووالی لري، خو له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي، چې د سخت ژمي له امله دې تر راتلونکي پسرلي پورې د کډوالو ایستل ودروي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ کډوالو ته یې د سرپنا او کار د زمینې برابرولو تر څنګ له یو شمېر خصوصي پوهنتونونو سره هوکړه کړې، تر څو په وړیا ډول د تحصیل زمینه ورته برابره کړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت ویلي وو، چې د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۰۰ زره نومرې ځمکه پر راستنو شویو کډوالو وېشي.

د غوري سیمنټو کارخونې مرستیال: نږدې راتلونکي کې به د دې کارخونې د تولید کچه له ۶۰۰ څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شي

د غوري سیمنټو کارخونې مسولین وايي، په دې کارخونه کې د ورځې د سیمنټو د تولید کچه ۶۰۰ ټنو ته رسیږي.

د یادې کارخونې مرستیال وايي، چې دغه کارخونه هره ورځ تر ۳۰ زره خلتو زیات سیمنټ بازار ته وړاندې کوي.

بلخوا د غوري سیمنټو کارخونې کارکوونکي او انجینیران وايي، چې په درېو کاري وختونو کې د دې سیمنټو کارخونې په بیلابېلو برخو کې کار کوي.

دغه کارخونه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکي لري او په ۲۴ ساعته ډول کار کوي.

د غوري سیمنټو کارخونې مرستیال زیاتوي، په دې کارخونه کې د سیمنټو د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د تولید کچه له ۶۰۰ نه ۹۰۰ ټنو ته ورسېږي.

د ده په خبره دوی یوه کڅوړه غوري سیمنټ پر خصوصي سکټور په ۲۵۰ افغانۍ پلوري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: ځايي مسولین خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل مسولیت لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوال مولوي صلاح الدین سره لیدنه کړې.

مولوي صلاح الدین د یاد ولایت په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د فیض اباد ولسوالۍ د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او همدارنګه د خپلو کړنو په هکله د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د فیض اباد ولسوال ویلي، ځايي مسولین د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره له ځنډ پرته هڅه کوي.

نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي، چې په یاده ولسوالۍ کې زده کړو، د سرکونو بیارغونې او روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ ځايي مسولین خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل مسولیت لري او ویلي يي دي، چې په دې برخه کې باید ځنډ ونشي.

مولوي عبدالسلام حنفي د فیض ابا د ولسوال د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام یادو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د طبي شورا ریيس: د طب په برخه کې د نړیوالو منل شویو معیارونو د پلي کولو هڅه کوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا ریيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او د یادې شورا له یو شمېر غړو سره لیدنه کړې.

‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د یادې شورا د کړنو او لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.

نوموړي ویلي، طبي شورا د هېواد د طب برخې د معیاري کېدو په تړاو له ځنډ پرته کوښښ کوي او د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو په مکرره څارنه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.

ښاغلي عثماني زیاته کړې؛ دا شورا د ناروغیو د پیژندنې او درملنې په برخه کې د ملي پالیسي جوړولو او د افغانستان د طب په برخه کې د نړیوالو منل شویو معیارونو د پلي کولو هڅه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا کړنې او لاسته راوړنې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت ټولې ادارې هڅه کوي، څو په ښه توګه افغان ملت ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او د هېواد د روغتیایي برخې له ټولو مسولینو یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.