ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1277

مولوي عبدالسلام حنفي: علما او مشران دې د خلکو په یووالي او عامه پوهاوي کې هڅه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ښار جوړولو او مسکن وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په شتون کې اهل تشیع یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې

علماوو او مشرانو په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین او له بېلابېلو قشرونو سره د اسلامي امارت د محلي مسولینو په نېک چلند خوښي څرګنده کړې.

نوموړو زیاته کړې، ټول اهل تشیع او په ځانګړې توګه د هغوی علما او مشران د یووالي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې تل له اسلامي امارت سره همکار دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

دوي همدارنګه د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي، چې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ، زده کړې او د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په مرکزي سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د له منځه وړلو او د مسولینو ته د هغوی د پيغامونو په رسولو کې د اهل تشیع علماوو او مشرانو د هڅو او زحمتونو قدرداني کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د دوي د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام یادو مواردو ته د رسېدنې په برخه کې کوښښ کوي.

ښاغلي حنفي همدارنګه له ټولو علماوو او مشرانو غوښتي، چې د خلکو د یووالي او ذهنونو د روښانولو په برخه کې کوښښ وکړي.

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر د چينايي دولتي شرکت MCC  له مشر او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې

د MCC شرکت ریيس وانګ جیچنګ د اسلامي امارت لوی سفیر ته د په چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او ځانګړي استازي په توګه د کار پیلولو مبارکي ویلې او دا يې د چين او افغانستان تر منځ د اړيکو د لا ټینګښت او پراختیا په برخه کې مهم پر مختګ بللی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې چین ته د اسلامي امارت د رسمي سفیر له راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پراخې شي.

د یاد شرکت مشر همداراز څرګنده کړې، چې دوی غواړي د لوګر ولایت د مس عینک کان د ویستلو په اړه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د بحث وړ پاتي مسایل هم حل شي، تر څو عملي کار ته لاره هواره شي.

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسدالله (بلال کریمي) یاد شرکت د چین یو له مهمو شرکتونو څخه بللی.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان په اړه د چین مثبت دریځ ستايي او خوښي يې ښودلې، چې یو شمیر چينايي شرکتونو په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې کړې دي.

ښاغلي کریمي ویلي؛ هڅه به يې دا وي، ترڅو د مس عینک کان د ویستلو د قرارداد په اړه د MCC شرکت او د اسلامي امارت د اړونده مسولینو تر منځ سالم تفاهم رامنځته شي او پر وړاندې یې ځیني پراته تخنیکي خنډونو د له منځه وړلو لپاره د حل لار ولټول شي.

د ملګرو ملتونو غونډې په افغانستان څه اغېزې لري

ترکمنستان سره د هرات نورالجهاد پروژې د چارو چټکتیا او تخنیکي کتنو په پار ګډ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ترکمنستان هېواد د نړېوالو پروژو عمومي مسول تر منځ د هرات نورالجهاد پروژې چارو چټکتیا او د دواړو لورو تخنیکي ملاحظو په تړاو د پنځه ورځنۍ ناستې پای کې ګډ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دې پینځه ورځنۍ ناسته کې د پروژې اړتیا وړ تجهیزاتو پر چمتو کولو، د کاري بهیر پر چټکتیا او د اړتیا وړ دواړو لورو غوښتنو او ملاحظو په اړه خبرې شوي.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د ترکمنستان هېواد له استازو د مننې تر څنګ په دې ټېنګار کړی، چې د نورالجهاد سب سټېشن ته د ترکمنستان هېواد تقویتي پروژې چارې دې چټکې شي.

د قطر لومړی وزیر: غزه کې د روانې جګړې له امله یو نسل له ورکېدو سره مخ دی

غزه کې د روانې جګړې له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اسرایلي لوری د حماس غورځنګ د ۲۵۰ مرکزونو د بمبار او ویشتلو ادعا کوي.

هلته مرستندویه ادارې وایي؛ له خوراکي توکو، اوبو او سون توکو څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

یادو ادارو دا یو بشر ضد جنایت بللی دی.

ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا سه شنبې یو ځل بیا غزه کې د سملاسي اوربند ټینګولو مسوده رایه اچونې ته وړاندې کړي، هغه مسوده چې وړمه ورځ د امریکا له لوري د ویټو په واسطه له ناکامۍ سره مخ شوه.

همدارنګه د قطر لومړي وزیر د دوحې فورم ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې غزه کې روانې جګړې یو نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کړی او د اوربند د ټینګېدو چانس ورو په ورو مخ په کمېدو دی.

د اردون د بهرنیو چارو وزیر هم ورته خبره کړې او ویلي یې دي، چې اسرایل له فلسطینیانو څخه د غزې د خالي کولو هڅه کوي، چې دا یوه نسل وژنه ده.

تېره ورځ ځینو اسرایلي رسنیو د دغه هېواد چارواکو له قوله راپور ورکړی وو، چې غزه کې روانه جګړه ممکن تر دوه میاشتو پورې وغځېږي.

د وسله‌والو ځواکونو لوى درستيز د بدخشان نسي او خواهان ولسواليو له سرحدي سیمو څخه ليدنه کړې

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د بدخشان ولایت نسي او خواهان په ولسوالیو کې د درېیمې او څلورمې سرحدي پوستو څخه لیدنه کړې.

 د وسله وال پوځ لوی درستیز د سرحدي ځواکونو د کارونو او فعالیتونو له ارزونې وروسته د سرحدي ځواکونو له قوماندانانو، د کنډکونو له مسولینو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د هغوی وړاندیزونه او نظریات اوریدلي او په دې اړه یې نظرونه تبادله کړي.

نوموړي همداراز د بېلابېلو ستونزو د هواري په موخه ژمنه ورسره کړې، چې د يادو ستونزو په اړه به مرکز کې له مشرانو او مسولينو سره خبرې وکړي.

 لوی درستیز د دغه سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ له سلمان فارس مدرسې او د دغې ولسوالۍ له خلکو سره هم لیدنه کړې.

مولوي عبدالرحمن راشد: اسلامي امارت کډوالو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له ریيسانو لئونارد زولو او فيليپا کندلر سره لیدنه کړې.

 په دې لېدنه کې د نغدي مرستو له مرکزونو څخه د څارنې، له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او دياد سازمان د سېمه اېزو دفترونو د کړنو په اړه خبرې شوي.

 په افغانستان کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيس لئونارد زولو ویلي؛ د ننۍ لېدنې موخه د کډوالو وضعيت څېړل، د دري اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو په اړه د دغه وزارت د پيغام رسول او په منظمه او ابرومندانه توګه له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدنه تر څو په راتلونکې کې مثبتې پايلې ولري او دغه سازمان په هر ډول حالتو کې لا زياتو مرستو ته تيار دی.

 په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيسې فيليپا کندلر ویلي؛ زمونږ موخه له راستنېدونکو سره له نژدې لېدنه ده، څو څو ځله مو له پاکستاني چارواکو سره د په زور ویستنې، د هغوی د شتمنيو د نیول، د هغوی د حقوقو د خونديتوب او درې اړخيزو ناستو په اړه له پاکستاني چارواکو سره لېدنې کړې، ترڅو پاکستان له دغه تاوتريخوالي لاس واخلي.

 مسلکي مرستيال له پاکستان څخه جبري راستنېدونکو ته د خدمتونو له کبله له يادې ادارې مننه کړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت پالېسي داده، چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري.

 پاکستان د مخکنيو تړونونو هم پابند نه وو.

 اسلامي امارت د کډوالو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی، تل همکارۍ ته تيار دی او په هر حالت کې به له دوی ملاتړ وکړي.

 مولوي عبدالرحمن راشد زیاته کړې، د افغانانو په زور وېستل د ټولو نړۍ‌والو قوانينو او ښه ګاونډيتوب خلاف دي.

نوموړي همداراز له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستيالې ترحاس بره، په پاکستان کې د حقوقي خونديتوب د کمېشنرۍ مرستيالې ليلا نوګمانوا او په افغانستان کې د دغه کمېشنرۍ د پالېسۍ لوړپوړي چارواکي کريسټف پورټمن هم شتون درلود.

د کرنې سرپرست وزیر: د کرنې وزارت د لومړیتوبونو سره سم باید د نوي کال بودیجه مالي اړتیاوې پوره کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۳م مالي کال د بودیجې د طرحې ترتیب او اړتیا ارزونې په پار غونډه شوې.
غونډه کې د وړاندیز شوې بودیجې د موضوعاتو او فکټورونو پر ارزونې، د عادي بودیجې د وړاندیز شویو مواردو، پراختیايي بودیجې، روانو پروژو، نویو پروژو، د روان کال د پروژو د بشپړېدو او د نوي مالي کال لپاره پر اقداماتو او وړاندیزونو خبرې او د نظرونو تبادله شوي.
مولوي عطاءالله عمري ویلي؛ د کرنې وزارت یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی، هر ریاست باید په پروژو کار وکړي او خپل کاري اډانه مشخص کړي، لومړی پر هغو چارو او پروژو چې په بیړني ډول ورته اړتیا وي، کار وکړئ، وروسته نوې پرمختیایي پروژې په پام کې ونیسئ.
د کرنې سرپرست وزیر د سږني کال د پروژو پر بشپړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ د روان کال د پروژو په بشپړېدو سره سم د مالیې وزارت د معیارونو او د کرنې وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د نوي مالي کال بودیجه باید روښانه او د مالي کال اړتیاوې باید پوره وي.
د کرنې وزارت رهبري په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړي ډول د اوبولګولو، بڼوالۍ، کرنې، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخه کې د پروژو په پلي کولو سره بزګرانو او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان انجه تر ډېره امریکا، هند، ازبیکستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوې ده.

په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده.

سوداګر دغه بوټی د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګڼي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د انجې د ترویج په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په ټول هېواد کې د انجې کرکېله د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.

انجه له هغو بوټو ګڼل کېږي، چې تر ډېره د درملو جوړولو په صنعت او خوړو کې کارول کېږي.