ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1278

خلیل الرحمن حقاني: د کډوالو موضوع ته دې باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني لیدنه کړې.

ناسته کې په ترکیه کې ۱ کډوالو په ستونزو، د بندیانو په خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوي.

اونال ویلي؛ ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکې لري، په ترکیه کې د افغان دیپلوماتانو شتون او د پلاوو تلل راتلل له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې پولیسو لخوا د کډوالو سره د ناسم چلند راپورنه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي، هم مونږ به یې په اړه اقدامات وکړو.

د کډوالو چارو وزیر ویلي؛ ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره زیات مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.

 ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د کډوالو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي.

همداراز دې د غیر قانوني کډوالو قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وشي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.

اسرایلو ته د حوثي وسلوالو خبرداری؛ ټولې کېښتۍ به مو په نښه کړو

د یمن حوثي وسلوالو اسرایلو ته خبرداری ورکړی، چې ټولې سمندري کېښتۍ به یې په نښه کړي.

 دغه خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی، چې تازه د فرانسې سمندري ځواک ویلي، په سور سمندرګي کې یې له یمن څخه ورغلې دوه ډرون الوتکې ویشتي او رانسکورې کړې یې دي.

د یادونې وړ ده، چې یمن اوس مهال حوثي ډله پراخ شتون لري او د دغه هېواد په مهمو ښارونو حکومت کوي.

دغې ډلې غزه کې د روانې جګړې پر مهال څو ځلې په سمندر او اسرایلو کې دننه ځینې مهم اهداف په نښه کړي او ویشتي دي.

غزه کې دننه د حماس او جهاد اسلامي ډلو ترڅنګ له دغې تړانګې بهر په لبنان کې د حزب الله او یمن کې د حوثي وسلوالې ډلې د اسرایلو پر وړاندې جنګېږي.

د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو.

د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي اباد په تدریسي روغتون کې د ۲۵۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز، کار بیا پیل شو او ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۳ کال کې بشپړ شي.

د کابل طبي علومو پوهنتون د مسولینو په وینا، د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.

د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطان ناروغانو د تګ مخه نیسي.

یاد مرکز به بهر ته د افغانانو له لورې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.

اوسمهال د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغيو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصين شتون لري، چې ځوانو ډاکټرانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

یکشنبه د ۲۶/۵/۱۴۴۵ نېټه، چې ۱۹/۹/۱۴۰۲ نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي دي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې ۹۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا ۷۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې ۳۵ کورنۍ چې د میشتدنې په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره اوبه وېشل شوي دي.

البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:

۳۸۰ کمبلې، ۱۰۰ پاکټه پنځه کیلویی کالیو منځلو صابون او ۱۳۰ پکیجه خام غذایي مواد ویشل شوي.

مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۲۸۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، د ماسترۍ سند لرونکید یو حافظ، ۱۱۲ تنه غریبکار او ۷۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۸۹ تنه کیږي، ثبت شوي دي.

په تورخم کې ۱۳۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

نن د سپین بولدک له لارې ۱۴۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷۸۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا یو میلیون او  ۴۳۰ افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له کندهار او سپین بولدک ولسوالۍ څخه ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۱ تنه و، کندهار، هرات، زابل، او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې  راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې درې زره او ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس څلور تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۱۶۶ تنه غریبکار او ۶۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې عمومي مسول ملا خيرالله خيرخواه کندهار ته پخپل سفر کې د سپین بولدک د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې له کمپونو څخه لیدنه کړې ده او د اړوندو کمېټو په خدمت بوخت کارکوونکي یې لاښه خدمت ته هڅولي او دوی ته یې د اړینو سپارښتنو تر څنګ ویلي چې د ديني او ملي مسوليت له مخې اړ يو، چې د راستنېدونکو کډوالو خدمت په ښه ډول وکړو او خپل ولس ته مورال ورکړو، تر څو راتلونکی ژوند په هېواد کې په امن او خوشحالۍ سره تېر کړي.

زابــــل

شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د شملزو په لار کې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له شملزو لارې څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۰۰ تنه و، زابل او قندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۱ زره او ۵۸۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸کورنیو سره مجموعا ۱۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د شملزو په لاره کې  راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په شملزو کې ۲۰۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.

روغتیا: په شملزو کې ۱۰ تنه راستنه شوي کډوالو تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې له لارې درې کورنۍ، چې د غړو شمیر یې ۱۴ تنه و، هېواد ته راستنه او  ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د انګور آډې له لارې څخه درې کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۱۴ تنه و، خپلو اړونده سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په انګور اډه کې له دریو کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

غذا: نن په انګور اډه کې ۱۱۱ خوراکه ډوډۍ، خواړه او اوبه کډوالو ته توزیع شوي دي.

روغتیا: نن په انګور اډه کې ۴۳ تنه راستنه شوي کډوالو تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــرات

اسـلام کلا لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا په لاره کې له اته کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د وريښمو  له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

او همدا راز یو رز او ۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نیمروز کې ۲۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۸۷ تنه و، د میشتدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې دي او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۸۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه 80 کورنۍ چې د افرادو شمیر یې 327 تنه و، کندوز، بلخ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۳۰۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:                    ۳۱۵ کورنۍ او یو زر او ۶۲ وګړي

ټول لېږدول شوي کډوال:                ۱۳۶ کورنۍ او ۶۹۲ وګړي

ټول مرسته شوي کډوال:                 ۲۴۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:            ۵۹ کورنۍ

ټول درملنه شوي کډوال:                ۳۵۳ تنه

توزیع شوي سیمکارتونه:               ۸۲۸ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د نورو لویو پروژو د پلي کېدو په لټه کې دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د مختلفو ولایتونو يو شمېر علماوو، متنفذينو او سوداګرو سره لیدنه کړې.

متنفذینو د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او د مختلفو ولایتونو د سيمه ييزې حکومتوالۍ په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي او په هېواد کې يې په سراسري امنيت خوښي ښودلې.

نوموړو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول کرنيزې پراختيا، د کانونو استخراج، د کانالونو او اوبو بندونو په جوړولو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، د افغانستان وروڼه قومونه د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې اسلامي امارت سره همکار دي.

علماوو، متنفذينو او سوداګرو همداراز د اسلامي امارت رهبري غوښتي، ترڅو د ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، اسلامي امارت د هېواد ابادۍ لپاره له ځنډ پرته هڅه کوي او په دې برخه کې د افغان ملت همکاري اړينه ده.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د هېواد په مختلفو برخو کې انکشافي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې قوش تېپې کانال، سالنګ لویه لار، حلقوي سړک، کابل – کندهار لویه لار او چيک ډيمونه د دغو لویو پروژو بېلګې دي.

نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت د هېواد خلکو او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د نورو لویو پروژو د تطبیق په لټه کې دی او په دې برخه کې په کلک هوډ اقدام کوي.

ترکیې پانګوالو د اوبو او انرژي وزارت په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د انادولو علماوو له رییس شیخ عمر فاروق مدرس اوغلو، د تومسیاد سوداګریريزې موسسې له رییس فاتح شینیر او یو شمېر نورو ترکي پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د ترکیې هېواد پانګوالو د بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لیوالتیا ستایلې او ویلي يي دي؛ دغه هېواد د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید اړین ظرفیتونه لري او د وزارت رهبري هم په دې برخه کې د پانګوالو له لېوالتیا هر کلی کوي.

ښاغلي منصور ټینګار کړی، چې د دواړو لورو د مسولینو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې یې پیل شي.

کورنیو چارو وزارت: د مسلکي پولیسو شمېر څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته رسېدلی

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ښځینه پولیسو او د هېواد بېلا بېلو قشرونو په ګډون اوس‌مهال څه باندې ۲۰۰ زره مسلکي پولیس د دې وزارت په چوکاټ کې دنده اجرا کوي.

د کورنیو چارو وزارت رییس ارکان مولوي عبدالرحیم احمد له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د ملي پولیسو شمېر له ۲۰۰ زره اوښتی او حالاتو ته په کتو یې ښايي تشکیل کم او زیات شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد په کچه ۹۰ سلنه پولیسو ته یونیفورم ورکړل شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ښاغلی احمد ټینګار کوي، چې افغانستان امن دی او د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له  دې خاورې به هېچاته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه‌شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي؛ افغانستان کې هېڅ داسې ډلې شتون نه لري، چې د چا امنیت ته ګواښ او خطر شي.

د کورنیو چارو وزارت رییس ارکان په هېواد کې د جرمونو د کچې ټیټوالی، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی، په نشه‌يي توکو د روږدو درملنه او په هېواد کې سراسري امنیت هغه لاسته راوړنې ګڼي، چې په څه باندې دوو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېواد اقتصاد، ابادۍ او پرمختګ لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د فارياب ولايت له مېشتو يو شمېر متنفذينو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.

مخورو په هېواد کې د امنيت پر تامين خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت مسولين خلکو ته د خدمت رسولو او لازمو اسانتياوو رامنځته کولو په برخه کې تل هڅه کوي او خلک د ځايي مسولينو له نېک چلند خوښ دي.

نوموړو د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د کانونو ویستنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پراختيا، ابادۍ او پرمختګ لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هغوی د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام يادو مواردو ته رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د مسولینو لاسته راوړنې ستايي

د پروان والي مولوي قدرت الله اميني د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي حالت او سيمه ييزې حکومتوالۍ او همداراز د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه يې راپور ورکړی.

قدرت الله اميني ویلي؛ د اسلامي امارت ځايي مسولين د امنیت تامین، د خلکو ستونزو لمنځه وړلو او هغوی ته د هوساينې رامنځته کولو په موخه له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

 نوموړي د اسلامي امارت رهبري څخه غوښتي، ترڅو ځوانانو ته د ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او په دې ولايت کې د انکشافي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د پروان والي کړنې ستایلي او ویلي يي دي؛ ځايي مسولين خلکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو مسووليت لري او په دې برخه کې دې هېڅ ډول کمی نه کېږي.

نوموړي همداراز د اوریدل شوو وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپل توان تر کچې په يادو برخو کې اقدام وکړي.