شنبه د ۲۵/۵/۱۴۴۵ نېټه، چې ۱۸/۹/۱۴۰۲ نېټې سره سمون خوري
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي دي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې ۱۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې شوې، ثبت او بایمیټریک شوې دي او بېلا بېلو مرستندویه مؤسسو ته د کومک لپاره ورپیژندل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:
۳۰۰ کمپلې، ۲۰۰ بستې جامې او ۱۵۰ کارتنه خام غذایي مواد ویشل شوي دي.
مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۳۰۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۳ تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، یو د ماسترۍ سند لرونکی، ۱۳۱ تنه غریبکار او ۸۲ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۲۲۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
په تورخم کې ۱۶۴ ماشومانو ته د چاودیدونکو موادو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او همدارنګه یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه برابر شوي دي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۰۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او یادې کورنۍ بېلا بېلو مرستندویه مؤسسو ته کومک لپاره پېژندل شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا دوه میلیونه او ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۴۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۳۶ تنه و، کندهار، اورزګان، او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۶۲ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې څلور زره او ۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته توزیع شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، پینځه تنه دیني عالمان، ۲۰۰ تنه غریبکار او ۱۰۵ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۳۱۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
په سپین بولدک کې ۶۵ ماشومانو ته د چاودیدونکو موادو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او همدارنګه یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه برابر شوي دي.
او همدا شان درې تنه ورک شوي ماشومان پيدا او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
پکتیکا
آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د انګور اډې له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د آنګور آډې له لارې څخه شپږ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۹ تنه و، خپلو ولایتونو او اړونده سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په انګور اډه کې له اووه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۷۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور آډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په آنګور اډه کې ۱۱۱ خوراکه ډوډۍ، خواړه او پاکې اوبه کډوالو ته توزیع شوې.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۴۱ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په آنګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه په هېواد کې د اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیا
د ډنډپټان ولسوالۍ لار (ډيورنډفرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ډنډپټان ولسوالۍ له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
په ډنډپټان ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، د حضرت ابوبکر صدیق رض د میشتدنې په مؤقت کمپ کې ځای پر ځای کړل شوه.
هـــرات
اسـلام کلا لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په اسلام کلا لاره کې له ۱۳ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د وريښمو له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
او همدا راز یو زر او ۴۶۲ مسافر هېواد ته راستانه شول چې ۲۳۵ تنه یې د کومک لپاره د آی او ام مؤسسې ته معرفي شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
په نیمروز کې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲ تنه و، د میشتدنې په مؤقت کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې دي او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۵ عدده سیمکارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۵۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه په هېواد کې د اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۵۸ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۸۳ تنه و، کندز، بلخ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۲۱۰ زره افغانۍ شوې ده.
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء