ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1280

د کرنې سرپرست وزیر: پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د تل پسرلی د چرګانو د دانې او هګیو د تولید له شرکت څخه لیدنه کړې او د دغه شرکت د کارکوونکو او خبریالانو په شتون کې په هېواد کې د پانګونې په هکله خبرې کړي.

مولوي عطاالله عمري د خپلو خبرو په ترڅ کې پانګوالو او سوداګرو ته بلنه ورکړې، چې په هېواد کې د کار او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابره شوې، را دې شي او په خپل هېواد کې پانګونه او کار وکړي.

ښاغلي عمري ویلي؛ اوس مهال موږ د امن، ارامۍ او سولې په فضا کې یو، د دې هېواد ځوانانو په خپلو زړورتیا او شهادتونو سره جهاد کړی او دې هېواد ته یې ازادي، خپلواکي او امنیت راوړ، اوس د پانګوالو او سوداګرو د جهاد وخت دی، چې پانګوال او سوداګر راشي او کار وکړي.

نوموړيي زیاته کړې؛ راشئ خپله پانګه په دې هېواد کې ولګوئ، ترڅو تاسو او ولس ترې ګټه پورته کړي، د کرنې وزارت چمتو دی، چې په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته او د پانګونې زمینه برابره کړي.

د تل پسرلی شرکت رییس د کرنې وزیر څخه مننه او قدرداني کړی، چې  ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دوی له شرکت څخه لیدنه کې او د ګمرکي تعرفې د کمولو او د چرګانو د دانې اومه موادو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو غوښتنه یې کړې، چې د کرنې سرپرست وزیر له خوا د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

مولوي عبدالسلام حنفي؛ اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د زېربناوو ابادولو لپاره چټکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هېواد د عارفان موسسې له رییس عمر فاروق مدرس اوغلو او یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه کړې.

د عارفان موسسې رییس په افغانستان کې د سرتاسري امنیت پر تامین خوښي ښودلې.

عمر فاروق مدرس اوغلو ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې په برخه کې زیات کارونه ترسره شوي او دا چاره د دې لامل ګرځېدلی، چې سوداګر او پانګوال افغانستان ته رامات او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د عارفان موسسه او د ترکیې هېواد پانګوال غواړي، په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د اسلامي امارت له رهبري غواړي، پدې برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت هر ډول پانګونې ته په افغانستان کې زمینه برابره کړې او له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د افغانستان د زېربناوو د ابادولو په برخه کې له وقفې پرته هڅه کوي.

همداراز له داخلي او بهرني پانګوالو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي، اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د زابل له والي سره لیدنه؛ زابل کې د انکشافي پروژو په پلي کېدو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي مولوي حزب الله افغان سره لیدنه کړې.

د زابل والي د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې او څرګنده کړې یې ده، چې سیمه ییز مسولین د یاد ولایت د خلکو د امنیت د تامین ترڅنګ د دوی د ستونزو د حلولو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

 مولوی حزب الله افغان ویلي، په زابل ولایت کې اجباري بېرته راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

ده دغه راز د اسلامي امارت له رهبري یې غوښتي، چې د کرنیزو ځمکو پراختیا، په لېرې پرتو سیمو کې د روغتونونو جوړولو، بېرته راستانه شویو کډوالو ته د کارموندنې او انکشافي پروژو د پلي کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت او سیمه ییز مسولین د افغان ولسونو د ستونزو حل او دوی ته د هوساینې د رامنځته کولو په موخه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د یادو شوو ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

بدلون | امریکا له افغانستان څخه څه غواړي؟

مولوي سخاءالله سعید دیني مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه کونړ او پنجشېر ته سفر کړی

 د اسلامي امارت مشرتابه د لارښوونو سره سم د ولایتونو په ولسوالیو کې د دیني مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید کونړ او پنجشیر ولایتونو ته سفر کړی.

 دغو ولایتونو ته د ښوونې او روزنې مرستیال د سفر موخه، د دیني مدارسو ليليو لپاره د مناسبو ځایونو ټاکل، د پوهنې ریاستونو د کړنو ارزونه، د پوهنې کارکوونکو مسلکي وړتياوو لوړول او د ښوونیزو ورکشاپونو دایرول بللي.

 مولوي سخاءالله سعید د یادو ولایتونو له واليانو، د پوهنې له مسولینو، علماوو شوراګانو او پوهانو سره جلا جلا لیدنه کړې او د وضعیت لاښه والي، اسلامي ارشاداتو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو مدارسو لپاره يې لیلیو جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړي.

نوموړي د کونړ ولایت له پوهنې رییس سره یو ځای د ياد ولایت شپاړسو ولسوالیو ته سفر کړی، له علماوو، سیمه ییزو ارګانونو له مسولینو او قومي مشرانو سره یې لیدنه کړې، څو په یادو ولسوالیو کې د دیني مدارسو لیلیو جوړولو لپاره مناسب ځایونه وټاكي.

 د پوهنې وزارت مرستیال د پنجشېر ولايت پوهنې مسولينو او علماوو سره يوځاى د ياد ولایت اتو ولسوالیو ته تللی، مسولینو سره له مشورې وروسته یې د مدارسو لیلیو جوړولو لپاره مناسب ځایونه ټاکلي.

 د دغو سفرونو په لړ کې د پوهنې وزارت کارپوهانو له خوا د يادو ولايتونو پوهنې رياستونو مسولينو او کارکوونکو لپاره ښوونيز سيمينارونه هم جوړ شوي.

 د يادو ولسواليو د علماوو او د خلکو استازو له لوري د اسلامي امارت د مشرتابه د دې پرېکړې تود هرکلى کړی او دا يې په هېواد کې د ديني علومو د پراختيا په برخه کې يو ښه ګام بللی.

 د یادولو وړ ده، چې هره لیلیه به د ۵۰ تنو زده کوونکو توانايي ولري.

د کابل ښاروال: د بلبورډونو او ګرځنده پلورونکو د کړنو ثبت طرحه دې ژر تر ژره پلي شي

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د دغې ادارې د یو شمېر مسولینو په ګډون په ښار کې د اعلاناتي بلبورډونو او ګرځنده پلورونکو دفعالیت د ثبت او راجستر د نوې طرحې په اړه غونډه کړې.

په دې غونډه کې کابل ښاروال د ښاري نظم د ښه والي او د کابل ښاروالۍ د ښه مالي مدیریت په موخه، د عوایدو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا د بلبورډونو او ګرځنده پلورونکو د ثبت او راجستر وړاندې شوې طرحه مثبته ارزولې او د لا بډاینې په اړه يې خپل نظرونه وړاندې کړي.

په پام کې ده چې، له ناحیو سره په همغږۍ کې به دګرځنده پلورونکو فعالیت،ځای، دفعالیت ډول او دفعالیت د ځای اندازه او دغه راز د ځانګړو فورمو دډکولو له لارې د اعلاناتي بلبوردونو ځای او اندازه جوتېږي.

وروسته د ښار په کچه د ټولو بلبوردونو او ګرځنده پلورونکو د ټولو فعالیتونو کره شمېره او په اړه یې معلومات په یوه معلوماتي بانک او دیتابیس کې راټول او د کابل ښاروالۍ د مالي مدیریت په سیسټم (IFMS) کې چې، یو منظم بریښنایي اداري سیستم دی ثبتیږي.

 په دې سره به ښه ښاري نظم رامنځته، د کابل ښاروالۍ عواید به په شفاف ډول راټول او له بلې خوا به د ګرځنده پلورونکو فعالیتونه هم خوندي او منظم شي.

په پای کې کابل ښاروال مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې دغه طرحه دې پلې شي، ځکه د برېښنايي سیستم کارول د کارونو د چټکتیا، روڼتیا او ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو  کې ګټور او اغېزمن دي.

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه دریځ غندلی، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيوالې اجماع پر خلاف یې پریکړه‌لیک ويټو کړ

د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو هغه دريځ د خواشينۍ او غندنې وړ بولي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيوالې اجماع پر خلاف یې هغه پریکړه‌لیک ويټو کړ، چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړي وه.

امريکا په دې ډول په غزه کې روان ظلم کې ځان په ښکاره توګه شریک کړ.

دا یو ځل بیا ښکاره کوي، چې د متحده ایالاتو حکومت نړیوال جوړښتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د بشري حقونو په ضد کاروي.

د دې پرځای چې امریکا د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په فلسطین کې د جنګي جنایاتو مرتکبین وغندي او د خزانې وزارت تحریم لیست کې شامل کړي، دوی د اسلامي امارت څو نورو مسولینو باندې تحریم وضع کړ، چې ښايي امريکا د بشر حقونه د سياسي وسيلې په توګه کاروي.

 موږ د ملګرو ملتونو د هغو غړو هېوادونو دريځ ستايو، چې د صهیونستانو د روانو جنګي جنایتونو په وړاندې یې اصولي اجماع غوره کړې، د دایمي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین قضیې دایمي حل لارې ملاتړ کوي.

دا چې ټول بشریت د یوه لوبغاړي سياسي موخو برمته کړی د اوسني نړیوال نظم بې‌انصافه ماهیت ښکارندویي کوي، د بشري حقونو د مدعي جوړښتونو پاتې کمزوری اعتبار له منځه وړي، او د عادلانه نړيوال نظم اړتیا په ډاګه کوي.

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د استقلال په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، پیل شوې.

 د سیالیو په الف ګروپ کې اشنا، پښتون، ګرشک، طوفان او مسلم لوبډلې او په ب ګروپ کې ګرشک زلمیان، میوند، اریانا، هلمندي ځوانان او بدري لوبډلې شاملې دي.

 یادې ۱۵ اوره سیالۍ، چې د ګرشک ولسوالۍ د ګنج په لوبغالي کې ترسره کېږي ۲۵ورځې به دوام وکړي.

 په لومړۍ پیل لوبه کې اریانا او میوند لوبډلې سره مخ شوې، چې پچه اریانا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

اریانا لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې ۲۴۸ منډو هدف وټاکه، چې مقابلې لوبډلې په ۶۹ منډو ټول لوبغاړي اوټ او اریانا د لومړۍ پیل لوبې ګټونکې شوه.

د پیل په مراسمو کې د هلمند ورزشي مسولینو، لوبغاړو او ننداره چیانو ګډون درلود.

پوتین د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې بیاځلې ګډون کوي

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون جمعه په کرېملېن ماڼۍ کې  پوځیانو ته د مډالونو د ډالۍ کولو ناسته کې ویلي، چې نوموړی به د ۲۰۲۴ زیږدیز کال ولسمشریزو ټاکنو کې سیالۍ ته ودرېږي.

پوتین دغه اعلان داسې مهال کړی، چې د راتلونکي ۲۰۲۴ زیږدیز د مې میاشتې په اوومه نېټه یې د ولسمشرۍ روانه دوره پای ته رسېږي او راتلونکې ټاکنې بیا د مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پلان شوې دي.

دا پینځم ځل دی چې ویلادیمیر پوتین د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي او په تېرو شاوخوا ۲۴ کلونو کې د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه دغه هېواد مدیریت کړی دی.

روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې په داسې مهال راتلونکې دي، چې اوکراین کې د دغه هېواد د پوځ عملیات د نږدې دوه کلونو په تېرېدو لا هم روان دي او پوتین د خپل هېواد د اهدافو د ترلاسه کولو پورې د دغو عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.