ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1281

د کرنې سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر  په ترڅ د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې له مسولینو سره لیدنه کړې او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد او د کارموندنې د طرحې د تصویب په اړه یې خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې اعلان کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره د کار پیدا کولو په موخه د ملکیتونو د لېږد او د ځمکې د اجارې په پار یوه طرحه تصویب کړې، ترڅو خلک له ستونزو او کډوالۍ څخه خلاص او په عزت سره خپل هېواد ته راستون او د غوره برخلیک خاوند شي.
د کرنې سرپرست وزیر د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت له مسولینو سره لیدنه کړې او د هغوی کاري راپورونه یې اوریدلي دي.

د کرنې وزیر د بېلابېلو ادارو د استازو د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته د ځمکې د اجارې او د ملکیتونو د لېږد په برخه کې د کرنې وزارت د طرحې د تصویب په اړه ویلي؛ د کرنې وزارت کډوالو ته د کار پیدا کولو او سرپناه په موخه د ځمکې د لېږد او اجارې په موخه یوه طرحه تدوین کړې وه، چې د نظام د مشرتابه له خوا تصویب شوه.

 د دې طرحې یوه برخه د سرپناه لپاره د ملکیت د دایمي لېږد او د کار لپاره د ځمکې ورکول دي، ترڅو خلک په دغو ځمکو کار وکړي، او دوی د یو کال لپاره له مالیاتو څخه معاف دي او له هغې وروسته به له دوی څخه مالیه اخیستل کېږي، دا اساسي چاره ده، ترڅو خلک خپل هېواد ته راستون او له کډوالۍ او بېوزلۍ څخه خلاص شي.

ښاغلي عمري دغه راز د کډوالو لنډمهال کمپ څخه هم لیدنه کړې او د کډوالو ستونزې یې اوریدلي دي.

د یادولو وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري کډوالو لپاره د ملکیتونو د لېږد او اجاره ورکونې د کمیټې مشر دی، چې کډوالو لپاره د ملکیتونو د اجارې او لېږد مسولیت په غاړه لري، ترڅو کډوال په دغو ځمکو کرکېله او کار وکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

د کرنې سرپرست وزیر کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو او د کرکیلې په برخه کې ورته د بوختیا پیدا کولو په موخه د ننګرهار والي سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کړې.

دغه لیدنه په ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو له کمپ څخه د کرنې وزیر تر لیدنې وروسته د ننګرهار ولایت په مقام کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د کډوالو د چارو د تنظیم او ترتیب په اړه خبرې شوي.

مولوي عطاالله عمري د کډوالو وضعیت ته د رسېدو په برخه کې د ننګرهار والي د غوره رهبرۍ ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ چې د خیمو نصبول، د روغتیايي، فرهنګي، لېږد رالېږد او خلکو ته د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو د رسولو چارې په منظم ډول ترسره شوي دي.

دغه راز د ننګرهار والي د کرنې وزیر ته کډوالو سره د مرستې په موخه د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي عمري ویلي؛ چې د سفر موخه يې د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو او د کرکیلې په برخه کډوالو ته د بوختیا پیداکولو په موخه د ځمکې لېږد او اجاره ورکول دي او د ننګرهار والي څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ننګرهار والي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته د ملکیتونو د لیږد او د ځمکو د اجارې له لارې د کډوالو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی.

غزه کې انساني تلفات نږدې ۲۰ زره تنو ته رسېدلي

په داسې حال کې چې غزه کې نن شنبه د روانې جګړې ۶۴ مه ورځ ده، اسرایلي ځواکونو د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې سختې بمبارۍ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې شاوخوا ۳۱۰ تنه فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه بریدونه تر ډېره د غزې په سویل کې د خان یونس په ښارګوټي او د کډوالو پر ځینو پنډغالو ترسره شوي دي.

ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونو ویلي؛ غزه د برېښنا او د خوراکي او غیر خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ ده او ډېری بې ځایه شویو ملکي غزه والو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو او نورو داسې ودانیو کې پناه اخیستې، چې ګمان کېږي د اسرایلو له مرګونو بریدونو څخه په امان دي.

اوس مهال په روانه جګړه کې د ټولو انساني تلفاتو شمېر شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته رسېدلی، چې ۱۷ زره ۵۰۰ یې فلسطینیان، شاوخوا ۱۵۰۰ اسرایلیان او ځینې نور یې د لبنان په ګدون د نړۍ د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز: په لوړ هوډ د خلکو خدمت او د اسلامي نظام ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړئ

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت شمال زون ته د خپل سفر په لړ بدخشان ولایت کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې پر مهال د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له اتمې سرحدي لوا څخه لیدنه کړې.

 لوى درستيز د سرحدي منسوبینو د کار او فعاليتونو له ارزونې وروسته هغوى ته د نظم او دسپلين د مراعاتولو ترڅنګ ویلي؛ تاسو د جهاد سختې او ګرمې ورځې تر سر تېرې کړې دي، او اوس د هېواد د دفاع مرحلې ته داخل شوي ياست.

د اسلامي نظام ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د خدمت لپاره مو ګام پورته کړی؛ نو په دې برخه کې په لوړ هوډ سره د دغو ارزښتونو ساتنه وکړئ.

لوی درستیز زیاته کړې؛ د ملي دفاع وزارت رهبري ژمنه ده، چې د ملي اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره د نظامي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته او زمینه برابره کړي.

 همداراز لوی درستیز د هغو اوازو په تړاو، چې ګوندې د هېواد بېلابېلو برخو ته يې د سفر په لاره کې خنډونه جوړ شوي، بې اساسه او د اسلامي امارت د دښمنانو منفی تبلیغات یاد کړي.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت مشرانو د خلکو د خدمت په خاطر زحمتونه ګاللي دي او د یو پرمختللي افغانستان د یووالي او عزت ساتلو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

له کابل تر کندهاره د باج اخیستلو مستند

ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست تلویزون امریت د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړ

هېواد په کچه د ولایتي خپرونو د کیفیت ارزونې د نوښت او څار امریت له لوري یوه تلویزوني او راډیویي پروګرام ارزیابي وکړه، چې د یادې ارزیابۍ په پایله کې  ننګرهار په تلویزوني خپرونو کې ننګرهار لومړۍ مقام تخار دوهم او سمنگان دریم مقام خپل کړ.

د ننگرهار ملي راډیو تلویزون امر مولوي امان الله عادل ویلي؛ چې په وروستیو کې په کمو امکاناتو سربېره په قوي ارادې په تلوېزوني خپرونو کې نوښتونو او مناسبو سوژو ټاکلو او د کاري ټیم ژمنتیا ثابته کړه، چې ننګرهار یوځلې بیا د هېواد په کچه لومړی مقام خپلوي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس مولوي نورمحمد حنیف د تلویزون امریت له کاري پرسونل مننه کړې، چې په پوره ژمنتیا سره خپله دنده مخته وړي او د خپلو امرینو اطاعت کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو، چې په تلوېزوني خپرونو کې لا نور نوښتونه رامنځته کړو.

د افغانیو ارزښت په اړه مستند

ترکمنستان سره د برېښنا پېرودلو پر تړون او د نورالجهاد سب سټېشن پروژې په اړه ګډه ناسته شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه او د ترکمنستان هېواد د نړېوالو پروژو مسول او د تخنیکي پلاوي مشر مراد آرتیکوف ګډه ناسته کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو او د نورالجهاد سب سټېشن پروژې کارونو ژر بشپړېدو په اړه خبرې کړي. 

دې ګډه ناسته کې د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارو ژر بشپړېدو باندې ټېنګار شوی او د ترکمنستان هېواد تخنیکي پلاوي مشرتابه د ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک لپاره عشق اباد ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ ورتګ بلنه ورکړې.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس د ترکمنستان هېواد د ښو اړیکو او افغانستان سره د همکاریو د دوام په پار مننه کړې او د چارو همغږۍ په موخه دوه اړخیزه ناستې یې د اړیکو پیاوړتیا او دوام لپاره مهمې بللي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پرمختیا رییس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز ریس سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پرمختیا رییس کرېس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز رییس سنجی ویجیسیکیرا سره لیدنه کړې.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ موږ د نړیوالو ادارو له ملاتړ څخه منندوی یو، د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه؛ بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوی او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا شته.

 د دغې ناستې پر مهال د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز تخنیکي ټیم د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته غبرګونونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړی پرېزنټېشن وړاندې کړی.

د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ بشپړ ختمولو په اړه خپلې ژمنې تازه کړې او ویلي يي دي؛ تر هغه به خپلې هڅې کوي، چې دغه بدمرغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

د بلخ والي د اووه هېوادونو له کونسلګرانو سره لیدنه کړې

د بلخ والي محمدیوسف وفا د روسیې، ترکیې، ایران، پاکستان، ازبیکستان، قزاقستان او د ترکمنستان مرستیال کونسل، یو شمېر مرستیالانو، د سره صلیب رییس، د یونما دفتر استازي او د یادو قونسلګریو ډيپلوماټانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمدیوسف وفا ټولو ته ښه راغلاست ویلی او مننه یې کړې، چې خپلو دندو ته یې دلته ادامه ورکړې او د دې ځورېدلي ولس لپاره خدمت کوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې رسمي پالیسۍ سره سم د نړۍ سره مثبت تعامل غواړي، د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې هېڅ ډول خطر نشته.

د بلخ والي له نوموړو غوښتي، چې د بلخ اوسېدونکو ته د وېزو ورکړې او اړوندو چارو کې اسانتیا رامنځته او ورسره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او تاسو ټول مسولیت لرئ، څو د افغانستان ریښتینی انځور تر نړیوالو ورسوئ.

راغلو استازو د بلخ له والي سره په کتنه خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده؛ چي هر وخت تیار دي، ترڅو په فرهنګي، تعلیمي، روغتيا، سوداګرۍ، کرنه، بنیادي پروژو او سپورټ په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.