ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1282

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د المان فدراسیون ۳۰ شرکت له اجرایي رییس لیدنه؛ د افغانستان د کاني زېرمو د پانګونې په شته فرصتونو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د المان فدراسیون ۳۰ شرکت له اجرایي رییس ډاکټر سباستیان هاینه سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي؛ چې ‏په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، بهرنیو پانګه والو ته د زمینې برابرولو او سراسري امنیت په اړه خبرې کړي.

ډاکټر سباستیان د شخصي دفتر د جوړېدو، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اروپايي هېوادونو پانګه والو ترمنځ د ارتباطي پل د جوړېدو په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي؛ ټول اروپايي پانګه وال کولی شي، چې له دې لارې معلومات ترلاسه او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، په ځانګړې توګه اقتصادي تعاملات.

نوموړي دغه راز د ياد شرکت له رییس څخه د طرحې وړاندې کولو غوښتنه کړې او د پانګونې په برخه کې يې د اسانتیاوو برابرولو په اړه د کانونو د قانون او طرزالعمل سره سم د همکاریو ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د څانګې د راپور په تړاو د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه!

 لکه چې څرګنده ده، د افغانستان د پوهنې وزارت یو له بنسټیزو او مهمو دندو څخه د هېواد په ټولو برخو کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د افغان ماشومانو لپاره له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصب څخه پرته د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو برابرول دي.

د پوهنې وزارت په هېڅ صورت د ښوونځیو د نارینه زده‌کوونکو د زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د څانګې له راپور سره موافق نه دی او دا ډول بې بنسټه راپورونه په کلکه ردوي.

پوهنې وزارت په دې باور دی، چې د اوسنۍ نړۍ او ټېکنالوژۍ پرمختګونه د علماوو، څېړونکو او پوهانو د علمي هڅو په پایله کې رامځته شوې دي، چې بنسټ یې د هر هېواد ښوونه او روزنه ده.

په دې اساس د پوهنې وزارت د هېواد په ټولو سيمو کې د دیني او عصري علومو ودې او پراختيا په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړې دي او په دې تړاو ژوندۍ بېلګې مرکز او ولایتونو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي پر اداري او تدریسي چارو د کتنې سفرونه دي.

د یادولو وړ ده چې په ۱۴۰۲ ښونیزو کال کې څه باندې ۱۰۸ زره او ۹۳ تنه ماشومان د پوهنې د وزارت په ښوونځیو کې شامل شوي دي، چې اوسمهال د پوهنې وزارت د تشکیلاتو په ګڼه او ثبت کې ۲۴۵ زره تنه ښوونکي او استادان چې ۹۵ زره یې د ښځینه ښوونکو برخه ده په ښوونیزو بنسټونو کې پر تدریس بوخت دي.

همدارنګه تر اوسه هېڅ ښځینه ښوونکې له دندو څخه منفصل او منفک شوې نه ده، معاشونه او امتیازات یې د پخوا په څېر ورکړل شوي، چې یاد امتیازات به یې په راتلونکي کې هم د پخوا په څېر دوام ولري او ښځینه ښوونکې د هلکانو له ښوونځيو څخه د تبدیلۍ په صورت کې د ښځینه وو په ښوونځيو کې ګمارل شوي، چې اوسمهال په تدریس بوختې دي.

د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت له څو کلونو راهیسې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست د ځانګړې پلان په بنسټ، د هغوی د مسلکي او پیداګوري وړتیاوو لوړولو په موخه ځانګړي ورکشاپونه او سیمینارونه دایر کړي دي.

همداراز د هلکانو ښوونځيو لپاره د مسلکي ښوونکو د کمبود د حل لپاره ټول ټال ۱۹ زره مسلکي ښوونکي، چې ټول یې د پيداګوژي په برخه کې لوړې زده کړې لري ګمارل شوي دي.

د پوهنې وزارت په اډانه کې د ساينس مرکز او معياري ازموينو ریاستونه تاسیس شوي، چې د لومړي ځل لپاره د درسي نصاب او په ځانګړي ډول د ساینسي موضوعاتو د تجربو د ثبتولو لپاره د ډیجیټل اسټډیوګانو جوړول او د بېلابېلو لارو له مخې د هېواد ټولو برخو ته د ښوونیزو زده کړو خپرول د هغو اقداماتو څخه دي، چې د زده کونکو لپاره د ساینسي زده کړو د پیاوړتیا او عمومي کولو په موخه ترسره شوي.

په ښوونځیو کې د زده کوونکو د وهلو ټکولو په اړه باید وویل شي، چې دا عمل د اسلام د سپېڅلي دین له نظره نامناسب او ناروا دی او د ممانعت په اړه یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د مرکز او ولایتونو د ټولو ښوونځیو ادارو ته جدي خبرداری ورکړل شوی دی، که د هېواد په ښوونیزو مرکزونو کې دا ډول پېښې ولیدل شي، نو د ياد وزارت د مشرتابه له امر څخه سرغړونه بلل کېږي او عاملین به یې له قانون سره سم محاکمه شي.

د وړاندې شویو ټکو په پام کې نیولو سره، موږ په دې برخه کې له اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې زموږ هېواد ته راشي او د پوهنې د سکتور په ګډون په ټولو برخو کې ښه وضعیت له نیږدې وڅېړي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول بې بنسټه یو طرفه راپورونو مخه ونیول شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لورې د نیمروز لوړو زده‌کړو موسسې لیلیې د ودانۍ چارې پیل شوې

د نیمروز د لوړو زده‌کړو موسسې د لیلیې د ودانۍ چارې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد نديم له لورې د نیمروز ولایت سرپرست او مرستیال والي، ادارې رییسانو، د علماوو د ولایتي شورا غړو او د مدارسو مسولینو په شتون کې پیل شوې.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ویلي؛ د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي هدایت پر بنسټ د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز او زابل ولایتونو د لوړو زدکړو موسساتو او د کندهار د طبي روغتون نیمه بشپړې پروژې بېرته پیلېږي.

د نیمروز د لوړو زدکړو موسسې د لیلیې پروژه به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په بشپړیدو سره به یې د یادې موسسې اداري، تدریسي او لیلیې ستونزې حل سي.

مولوي ندا محمد نديم زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېڅ هېواد فرمایش نه مني او یواځنی هېواد دی، چې اسلامي شریعت پکې پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې د شریعي احکامو د پلي‌کولو سربیره په هېواد کې بشپړ او سرتاسري امنیت تامین شوی دی او هر مسول خپل مسولیت په ښه توګه سرته رسوي.

ښاغلي ندیم د خبرو پر مهال په راتلونکي کال کې د نیمروز د پوهنتون د ادارې د ودانۍ او معیاري لیلیې جوړولو ډاډ ورکړی.

د اداري کمېسیون غونډه؛ د پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پر موضوعاتو بحث شوی

د اداري کمېسيون ناسته د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث شوی.

یاد موضوعات په هر اړخيز ډول ارزول شوي او په تړاو يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.

ناسته کې د عامې روغتيا او کانونو او پټرولیم وزارتونو د اړوندو موضوعاتو لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې.

بغلان کې د تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې او د سربند د جوړېدو چارې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت پيل شوې

د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د یوه تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې(لاټ) او د یوه سربند د جوړېدو چارې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریيس مولوي محب الله عادل، د خنجان ولسوالي د امنیه قوماندان او مرستیال ولسوال او د یو شمېر قومي مشرانو په شتون کي پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریيس د قراردادي شرکت له مسولینو غوښتي، چې د یادرې پروژې چارې په ښه کیفیت سره ترسره کړي.

د دغه تحکیماتي دېوال د جوړېدو دوهمه برخه چې یو زر او ۳۳۰ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري، چارې یې د  اف اې او دفتر په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي .

پنجشیر کې نهه پروژې بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پنجشیر ولایت په شتل او عنابه ولسوالیو کې نهه پروژې د د ۳۷۴ زره او ۴۳۶ ډالرو په ارزښت، چې د سیند د څنډو د تحکیماتو او د کانالونو جوړول پکې شامل دي بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادې پروژې د اف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د یو ودانیز او لوژستیکي شرکت له لوري د شپږو میاشتو په موده کې پلي شوې، چې د اوبو د مدیریت او د سیلابونو د مخنیوي په برخه کې به رغنده رول ولري.

د بغلان د کرکرد ډبرو سکرو له کانه په ورځني دول ۱۰۰  ټنه سکاره په فني توګه ویستل کیږي

بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسولینو ویلي، چې هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د کرکر له کان څخه په فني توګه ویستل کیږي په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وړاندې د دې کان ګڼې برخې ډیر کله په غیر فني توګه د ویستنې سره مخ وې.

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ ریس مولوي عبدالله حامد ویلي؛ د کرکر د ډبرو سکرو کان د هېواد په کچه دويم لوی کان دی، چې هره ورځ ترې  ۱۰۰ ټنو پورې سکاره په فني ډول ورڅخه ویستل کیږي او ورځ تر بلې هڅې روانې څو لا د دې ویستنې په معیاري ډول سره ترسره شي.

مسولینو زیاته کړې؛ چې د کرکر د ډبرو سکرو کان په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د یو شپون لخوا کشف شو.

دا کان د پلخمري ښار په ۲۱ کیلومترۍ کې پروت دی، چې په لمړیو کې د کانونو وزارت یې  کیندنې په ساده تجهیزاتو او وسایلو سره  کوله او سکاره ېې د څارویو په واسطه لیږدول کېدل خو د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس حامد ویلي، چې اوس دا کان د پرمختللو وسایلو پر مټ ویستل کیږي او ویستل شوي سکاره د څارویو پر ځای د ماشینونو په واسطه بیرون ته لېږدول کیږي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته؛ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

په دغه ناسته کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تر هر اړخیز بحث وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه څو د بلخ ولایتي مسولین په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د مډرن او معیاري ترمینل جوړولو په موخه په مناسب ځای کې د خصوصي سکټور لپاره ځمکه مشخصه او راپور یې دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د ګلبهار انوېستمنټ ګروپ له لوري له ګاز څخه د برېښنا د تولید او د کابل ښار د دوهمې ناحیې په قوایې مرکز سیمه کې د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې.

د یادو طرحو د اقتصادي، تخنیکي او حقوقي ارزونې لپاره مختلفې کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، څو په اړه یې خپل راپورونه د دوه اوونیو په جریان کې له دغه کمېټې سره شریک کړي.

لغمان کې د ۱۵۵ زره ډالرو په ارزښت د استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې

د لغمان قرغیو ولسوالۍ په حسن اباد سیمه کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې له لخوا د طبیعي پېښو د تاثیراتو د کمښت په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروژې له لارې د سیند په مسیر د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې.

لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ چې دغه دیوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او درې متره پلنوالی لري؛ ۱۵۵ زره ډالر لګښت پرې راځي او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي، چې زر جریبه ځمکه او ۵۰۰ کورونه به د سیلابونو له خطره وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې بشپړه خپلواکي او امن موجود دی، وخت یې راغلی چې دا هېواد جوړ او له ګاونډیانو سره سیال کړو.

د سیمې خلکو د داسې پروژو په جوړیدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ په دې سره به یې ځمکې او کورونه د سیلابونو له خطراتو وساتل شي او له ولایتي ادارې یې مننه کړې، چې داسې پروژې ورته پلي کوي.