ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1283

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: چهارشنبه

نېټه ۱۵/۹/۱۴۰۲

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي دي او په بیلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــا

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په تورخم کې ۱۴۵ کورنۍ ثبت او بایومیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه، ۸۹ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۵۴ و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادې کورنیو ته ۱۴۸ زره او ۴۰۰ کرایه ورکړل شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

تورخم کې له ۹۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته وشوه چې په ټوله کې ۹۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

عمري کمپ کې ۵۰ کورنۍ په مؤقت کمپونو کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې و او همدا شان په دې کمپ کې پینځه خیمې ودرول شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: په عمري کمپ کې پینځه زره کډوالو ته ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره اوبه توزیع شوي دي.

البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:

۴۵۰ کمپلې، ۹۰ تختې فرشونه، ۱۵۰ تنو ته د کالیو بستې او ۲۰۰ کارتنه خام غذایي مواد وویشل شول.

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۴۴۹ کډوالو ته سیمکارټونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، انتقال، مالي مرستو، موقت میشتدنې، انتقال په اړه عامه پوهاوی ورکول شو.

د هېواد، اسلامي نظام، د مهاجرت، صبر او زغم او تعلیم او تربیې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۸۴ تنه و، قندهار، هرات او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۹ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۸ زره کډوالو ته غرمنۍ ډوډۍ او ۷۶ زره لیټره اوبه توزیع شوې دي.

روغتیا: نن په سپین بولدک کې ۲۸۰ تنه راستنیدونکو مهاجرین تداوي شوې او یو زر او ۷۴۰ کسانو ته بېلابیل واکسین تطبیق شوي دي.

مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۳۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په آنګور آډه کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

 غذا: په پکتیا کې ۹۸ تنه کډوالو ته ډوډۍ خواړه او اوبه ورکړل شوي.

روغتیا: نن په آنګور آډه کې ۴۹ تنه راستنه شوي مهاجرین تداوي شوې دي.

مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۱۵عدده سیمکارټونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور آډې څخه، ۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۹ و، په خوندي توګه خپلو سیمو او کلیو ته ولیږدول شوې.

نیمروز

وریښمو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د وريښمو په لار کې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۰ تنه کیږي، ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۸۴ مسافر هېواد ته راستانه شول چې ۱۱۹ تنه یې د کومک په موخه  د آی او ام مؤسسې ته ور وپیژندل شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نیمروز کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته وشوه چې جمله ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نیمروز کې ۲۵ کورنۍ په مؤقت کمپونو کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې دي او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په نیمروز  کې ۱۵۰ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، انتقال، مالي مرستو، موقت میشتدنې، انتقال په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، د مهاجرت، صبر او زغم او تعلیم او تربیې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۳ تنه و، کندز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۹ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه.

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

سعودي او قطر غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د سعودی عربستان ولیعهد او د قطر امیر له لوري په یوه ګډه خبرپاڼه کې د اسرایلو له لوري غزه کې د رامنځته شوې بشري ناورین د پای او مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دواړو محمد بن سلمان او تمیم بن حمد ال ثاني ویلي، چې د نړیوالو فشارونو له لارې باید اسرایل دې ته اړ کړل شي، ترڅو د ملکي وګړو له په زوره بېځایه کولو څخه لاس واخلي.

دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په غزه کې د ملکیانو د قتل عام د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.

د حماس سیاسي ډلې یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې له اسرایلو سره هېڅ ډول خبرو ته نه کېني.

دغې ډلې له اسرایلي لوري سره خبرو ته کښېناستو یواځېنۍ لاره د یو دایمي اوربند ټینګېدل بللي دي.

د وروستیو راپورونو پر اساس اسرایلو د غزې په بېلابېلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هلته د ټولو وژل شویو فلسطینیانو او نورو شمېر ۱۶ زره ۲۴۲ تنو ته رسېدلی او دغه شمېر لا مخ پر ډېرېدو دی.

مولوي ذاکر: په هېواد او حکومتي سیستم کې هر راز تعصب او توپیري چلند ختم شوی

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له علماوو، ګذر وکیلانو او مخورو سره لیدنه کړې.

علماوو او مخورو د اسلامي نظام اهمیت ته په اشارې ویلي، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ښار امنیت ټېنګ شوی او ګڼې ننګوونې یې حل شوي دي.

هغوی زیاته کړې، چې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو ویلي، له پخوا راهیسې په دې ناحیه کې ښوونځي او مدرسې ته ځمکه ځانګړې شوې، خو د ۲۰ کلونو په تېریدو بیا هم پرې ودانۍ نه ده جوړه شوې او له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړو د دې ترڅنګ خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس ته سپارلي دي.

مولوي ذاکر یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې افغانان د قوم، ژبې او ان د سیمې پر بنسټ ویشل شوي وو، چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت له بریا سره په هېواد او حکومتي سیستم کې هر راز تعصب او توپیري چلند ختم شوی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په پوره زیار د کابل د اوسېدونکو ستونزې هوارې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین دې خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د غزني امنیه قومندان مخدوم محمدعالم رباني، د سرپل مرستیال والي داملا محمد نادر، د فاریاب امنیه قومندان داملا سراج الدین، د سرپل ولایت د لوا قومندان مفتي محمد مقتصد او د فاریاب ولایت د ګریزیوال ولسوال مولوي حمیدالله دانش سره لیدنه کړې.

نوموړو د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه خبرې کړي او د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړي.

دوي ویلي؛ محلي مسولین خلکو ته د خدماتو او هوساینې په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او د امنیت په تامین کې هم کوښښ کوي.

نوموړو همدارنګه د اسلامي امارت  له رهبري څخه غوښتي، چې په دې ولایتونو کې د سرکونو ترمیم، په لیرې پرتو سیمو کې د کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی فعالیتونه او کړنې ستایلي.

د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې؛ محلي مسولین دې خلکو ته د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو، د امنیت تامین او د هغوی د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر: مسولینو ته ورسپارل شوی مسولیت ملکیت نه بلکې امانت دی

  د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د یاد وزارت له رییسانو سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د دې ناستې ترسره کېدو موخه د وزارت په کچه له رييسانو سره د چارو څار، د اداري کار کوونکو ترمنځ سالمې همغږۍ رامنځته کېدل، هېوادوالو ته د چارو ترسراوي په برخه کې د لازمو اسانتیاوو او سالمې همغږۍ رامنځته کېدل یاد کړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د دغه وزارت اداري کار کوونکو له لوري ولس سره ښه چلند او په ښه توګه د چوپړتیاوو ترسره کېدل ستایلي او په وینا یې سره له دې، چې د چارو ترسراوي په برخه جدي نیمګړتیا نه لیدل کیږي، خو د لا ښه ترسراوي په یې موخه یې پر لا هڅو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ مسولې ادارې باید د نویو تشکیلاتو د ګمارنې په لړۍ کې په بشپړه توګه روڼتیا په پام کې ونیسي او کار د کار اهل ته وسپاري او ویلي يي دي، اړوند مسولین باید د راتلونکي کال تشکیلاتو ته بشپړ چمتووالی ولري.

ښاغلي حقاني له خلکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او په وینا یې، مسولین باید خپلو چارو ته پام وکړي او پر وخت خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسیدنه و کړي.

د سرپرست وزیر په وینا؛ د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاملیدل او هېوادوالو ته چوپړ کول پر ویاړ سربېره د دنیا او اخرت د بریا وسیله ګرځېدلې ده.

سرپرست وزیر ویلي؛ اسلام د میانه روۍ دین دی او تاسو باید له خلکو سره د سختۍ پر ځای نرم چلند و کړئ.

ټول کار کوونکي باید خپل صورت او سیرت په اسلامی اخلاقو سمبال کړي، مسولیت ته باید د ملکیت په توګه نه بلکې د امانت په توګه وکتل شي او د یووالي په شتون کې د ښه خادم په توګه، موجوده قواعدو ته په پام خپله چارې ترسره او د مشرانو احکام او فرامین پر ځان او نورو هېوادوالو پلي کړئ.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ پر وخت چارو ته رسیدل، له خلکو سره ښه چلند او تعامل د نظام د پایښت ضمانت کوي.

 ښاغلي جلالي له مسولینو غوښتي، چې له مامورینو سره ښه چلند او مامورین باید به بشپړه توګه د خپلو مشرانو اطاعات و کړي.

همداراز د کورنيو چارو وزارت اړوند د جرمونو کشف لوی رياست رييس مولوي سلطان مفکر د ياد وزارت د رييسانو په استازولۍ خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې به تر پخوا خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال: ځنګلونه د افغانستان ملي شتمني ده، ساتنې ته یې باید جدي پاملرنه وشي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په مشرۍ د ملي پارکونو، ساتل شوو سیمو او ځنګلونو د ساتنې په تړاو مشورتي ناسته شوې.

 ناسته کې دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې او پلان رییسانو، متخصصینو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو د ساتنې عمومي رییس او ورسره پلاوي ګډون کړی و.

ډاکټر زین العابدین عابد ویلي؛ د ځنګلونو ساتنې ته باید جدي پاملرنه وشي، ځګه دا د افغانستان ملي شتمني ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د ملي پارکو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ځنګلونو د بیا رغونې لپاره باید ګډ کاري ټیمونه جوړ شي او په مرکز او ولایتونو کې باید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کرنې وزارت ریاستونو تر منځ همغږي او همکاري پیاوړې شي.

دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ ژمنې وکړې او هوکړه شوې، چې د ملي پارکونو، ساتل شوو سیمو او ځنګلونو د ارزونې لپاره به ګډ کاري ټیم جوړ شي؛ ترڅو موجوده ستونزې حل او افغانستان د چاپېریال ساتنې سربېره د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

د هیواد په کچه لسمه مخابراتي پراختیایي پروژه د ۲۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د مالیې سرپرست وزیر ملا عبدالناصر، د حج، اوقافو، ارشاد او دعوت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمدثاقب، د ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د چارو ادارې د ربيس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو ادارو د یو شمېر معین صاحبانو او ریيسانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، په ۱۸ ولایتونو او ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې د پرانیستې مراسم په ارګ کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند پيغام ولوستل شو.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني ویناوې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د ۱.۸۹میلیارد افغانیو په لګښت د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو لرونکې ده چې په بشپړولو سره به یې هیوادوال په لیرې پرتو ولایتونو کې له ټلیفوني خدمتونو څخه برخمن شي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا پروژه د ۱.۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو لرونکې ده، چې په بشپړولو سره به یې هیوادوال په لیرې پرتو ولایتونو کې له ټلیفوني خدمتونو څخه برخمن شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت د سیستم جوړولو په برخه کې هم پام وړ پرمختګ کړی او د برېښنا ریاست، مرکزي احصایې، ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د حاجیانو چارو د مدیریت، په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلینو چارو د همغږۍ سیستمونه او په نورو امارتي ادارو او وزارتونو کې یې مخابراتي سیستمونه ایجاد کړي دي.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا ملا محمدحسن اخند پيغام ولوست.

په دې پيغام کې د معلوماتي ټکنالوژي، انکشافاتو او نوښتونو د ارزښت د یادونې ترڅنګ ټينګار شوی و، چې افغانستان په دې برخه کې زیات کار او پراخه پانګونې ته اړتیا لري، ترڅو ټول هیواد ته مخابراتي خدمات ورسول شي.

د محترم ریيس الوزرا پيغام کې راغلي و، چې د دې پروژې پرانیسته د مخابراتي خدماتو په برخه کې یو مهم کار او پرمختګ ګڼو او هیله من یوو چې د هیواد د ټولو سیمو اوسېدونکې به یو ‌‌‌‌‌‌ډول له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شي او مخابراتي پوښښ ټول هیواد ته پراخه شي.

په پيغام کې ټينګار شوی و، چې موږ په ګډه دا مسوولیت لرو تر څو خپلو هیوادوالو ته له ټکنالوژي څخه د سالمې استفادې لپاره داسې چوکاټ ایجاد کړو، چې زموږ دیني او فرهنګي ارزښتونه په کې خوندي وي او په دې برخه کې د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو ټولو شرکتونو ته جدي لارښوونه کوم، چې په خپلو شبکو کې له غیر شرعي منځپانګې، نشراتو او ویب پاڼو څخه جدي ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د انټرنټ ټولو ګټه اخیستوتکو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ځوانانو ته زما سپارښتنه داده، چې له معاصرې ټکنالوژي څخه ګټوره او سالمه استفاده وکړي.

ورپسې مولوي عبدالسلام حنفي له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت څخه د یادې پروژې د پيلولو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې مخابراتي تنظیمونکې اداره (اترا) په هیواد کې د مخابراتي او انټرنټي زیربنایي خدماتو او انکشاف ته د لاسرسي (TDF) ملي برنامې په چوکاټ کې د مخابراتي شرکتونو د ۲،۵ سلنه عوایدو د راټولولو له لارې، چې مهمه موخه یې مخابراتي خدماتو ته د هیوادوالو لاسرسی او همدارنګه د هیواد د لیرې پرتې سیمې او کلي د مخابراتي او انټرنټي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل دي، خپله لسمه پروژه پیلوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اترا ادارې د (TDF) برنامې په واسطه تراوسه ۹ جلا پروژې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶۹ مخابراتي انتنونو د فعالولو په وسیله عملي کړې، چې تخمینا ۵،۲ میلیارد افغانۍ احتوا کوي او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې۲۶۰۰ هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په لسمه پروژه کې چې نن د هغې د پرانیستې شاهدان یوو ۴۵۰ سایټونه شامل دي.

دغه‌راز یو شمېر یې تراوسه پورې عملي شوي او پاتې ۲۷۹ سایټونه به د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د هیواد په ۲۳۰ ولسوالیو کې عملي شي چې مجموعي ارزښت یې ۲۷،۵ میلیون ډالر دی په هغه صورت کې چې دا پروژه عملي شي له یوه لوري په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي ستونزې حلېږي او له بل لوري هیوادوالو ته کاري فرصت برابرېږي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ په هیواد کې د ثبات د ټينګښت او د اقتصادي مهاجرتونو د مخنیوي او د نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره په دایمي توګه لازمه ده چې په افغانستان کې دا او نورې پراختیایي لویې پروژې لکه ټاپي، شېرخان – پلخمري، کاسا زر، هرات-مزارشریف د اورګاډي کرښه او واخان عملي شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان ملت ته د اشتغال زمینې برابرولو اړتیا ته په اشارې او بزګرو ته د نشه یي توکو پرځای د بدیل کښت برابرولو لپاره له هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د لویو پراختیایي پروژو د عملي کېدو مانع نشي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د ګاونډیو هیوادونو له لوري اوه سوه زره تنه افغان مهاجر په اجباري توګه رااېستل شوي، کورونه یې نړول شوي او پانګې یې نابودې شوې دي، نو لازمه ده دې مهاجرینو او نورو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو لپاره لویې پراختیایي پروژې په هیواد کې تطبیق شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ خوښ یم چې اسلامي امارت له مخابراتي شبکو څخه د ۲،۵ سلنه راټولې شوې مالیې له لارې دغسې پراختیایي پروژې پلې کوي او له ټولو امارتي ادارو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې ګرانو هیوادوالو ته د غوره خدماتو برابرولو په موخه جدي پاملرنه وکړي.

د دې مراسمو په پای کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې د اترا عمومي رییس مولوي سید برات شاه ندیم او د افغان ټیلیکام عمومي رییس انجنیر علي احمد سامند د مخابراتي سایټونو جوړولو پروژې تړون لاسلیک کړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس ریچارډ او مل پلاوي سره له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او جوړښت په برخه کې د نړیوالو چاپېریالي اسانیاوو اتم پړاو کې د افغانستان سهمیې (STAR) ته د لاسرسي او همدا راز د (GEF-6 & GEF-7) پروژو د پلي کولو په هکله خبرې کړي.

په لیدنه کې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه د افغانانو د زیامن کیدو، موجوده مالي امکاناتو ته د لاسرسي، شته فرصتونو او ګډي همغږۍ او همکارۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې شوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ویلي؛ چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي، ځګه چې زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په داسې موضوع خبرې کوو، چې د نړۍ ډیر هېوادونه یې کړولي او له نړیوالو موسسو څخه مو هیله دا ده، چي د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي عابد ویلي؛ افغانستان د نړۍوالو مالي میکانیزمونو څخه د پروژو د ترلاسه کولو په برخه کې له بندیزونو سره مخ شوی او یوازې د اقلیم زرغون صندوق GEF څخه د ۳۰دیرش میلیونو ډالرو په ارزښت تر کار لاندې پروژې ځنډول شوي، چې په دې سره د اقلیمي بدلون په برخه کې افغانستان له ډیرو ننګونو سره مخ شوی دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال د FAO له رییس غوښتي؛ چې د نړیوالو چاپېریالي اسانیاوو اتم پړاو (STAR) کې د افغانستان سهمیه کې لس میلیونه ډالر موجود دي، چې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د دې ادارې د تخنیکي ټیم سره په ګډه باید پروژې ډیزاین او مودجوده پیسې ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) رییس ریچارډ د خپلو فعالیتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي او ژمنه یې کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره به خپلې اړیکې پیاوړې کوي او ګډ کار کولو ته به دوام ورکوي.

نوموړي ویلي؛ موږ په دوامداره توګه هڅې کړې دي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو ورسوو، ځکه چې افغانستان اقلیمي بدلون سخت ځپلی او ټول افغانان یې متضرر کړي دي.

ریچارډ زیاته کړې؛ چې د (STAR) څخه به لس میلیونه ترلاسه کېدونکي ډالر د اوبو لګولو، څړځایونو د ساتنې او د ځنګلونو د بیا رغونې په برخه کې مصرف کړي.

دواړو خواو په ګډ کار او د همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې او د پروژو د پیل او تخنیکي همکارۍ لپاره ګډ کاري ټیم وټاکل شو، چې د افغانسان د لومړيتوبونو په پام کې نیولو سره به پروژې ډیزاین او عملي کړي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر: د اسلامي نظام ساتنه زمونږ د ټولو ګډه وجیبه ده

د کډوالوو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مختلفو قومونو او ولسونو له علماو او مشرانو سره لیدنه کړې.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د ولس خدمت زمونږ دیني او شرعي وجیبه ده، د اسلامي نظام په ټینګښت سره د افغانانو سر، مال، خاوره او اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي شوي دي او هیچاته به اجازه ورنکړو، چې دا ملت په قومي، سمتي او ژبني توپیرونو سره وویشي.

 نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ژوند په هره برخه کې ددوی د لاسنیوي او دوی ته د ښه ژوند برابرولو پروګرامونه پکار اچولي.

 ښاغلي حقاني د قومونو او ولسونو ترمنځ په یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ مونږ د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره په ګډه مبارزه کړې او اوس یې ساتنه هم زمونږ د ټولو ګډه وجیبه ده.

 د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د کډ‌والو په برخه کې د اسلامي امارت ښه مدریت او کړنې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې په ورین تندي به د خپلو کډوالو ورونو کوربه‌توب کوي او په هره برخه کې چې ددوی توان وي لاسنیوی به یې کوي.

ناسته کې یادو مشرانو خپلې ستونزې او مشکلات هم شریک کړي.

سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې هلې ځلې وکړي.