ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1284

د کرنې سرپرست وزیر: د نړۍ په هیڅ ځای کې د افغانستان په څیر ارګانیک، بې ضرره او لوړ کیفیت لرونکي کرنیز محصولات نشته

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو پر شریکولو خبرې کړي.

دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کار او د کرنیزو تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

د دې لیدنې په ترڅ کې د ترکیې سفیر د نشه یي توکو د کښت او کرکیلې د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د مبارزې او قاطع پریکړې ستاینه کړې او له افغانستان سره د ترکیې د خلکو او حکومت د همکاریو لېوالتیا یې څرګنده کړې.

مولوي عطاء الله عمري د هر ډول بوټي د کرکيلې په برخه کې د افغانستان د بې سارې ځانګړنو په اړه معلومات ورکړي او د ترکيې له پلاوي څخه يې غوښتي، چې د کرنې د پراختيا او په دې برخه کې د دواړو متلونو د نږېدوالي په پار د ارتباطي پله په څېر ووسي.

سرپرست وزیر ویلي؛ د تېرو جګړو او ستونزو له امله د افغانستان کرنه دودیزه او وروسته پاتې ده، اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او زموږ د هېواد کرنه پر خپلو پښو ودرېږي.

ښاغلي عمري د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د کرنیزو تجربو د لېږدولو، د متخصصینو لېږل، د متخصصینو ګډې ناستې، د کرنیزو او مېوو محصولاتو په اډانه کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو زموږ د بزګرانو لپاره اغیزمنې چارې ترسره کړي.

د کرنې سرپرست وزیر زیاته کړې؛ افغانستان د هر ډول بوټو کرکیلي لپاره مناسبه چاپېریال لري او دغه راز په دې هېواد کې د ارګانیکو محصولاتو ودې ته زمینه برابره ده.

نوموړي له ترکي سوداګرو غوښتي، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي؛  د دې هېواد محصولات ارګانیک، بې ضرره او لوړ کیفیت لرونکي دي، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نشته.

موږ ترکي پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي، موږ ورته ځمکه ورکوو او له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه او کار وکړي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د حکومت او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د بندولو په برخه کې د اسلامي امارت د قاطع مبارزې قدرداني کوو.

موږ هوډ لرو چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړو.

سوداګر او پانګوال هڅوو، چې راشي او د شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې چې د امنیت نعمت دی د افغانستان له خلکو سره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې ترکيې ته لوړ مقاومت لرونکي محصولات انتقال کړو، تر څو هلته وپلورل شي، د ترکيې د خلکو او پانګوالو لېوالتیا داده، چې پر وچو مېوو او انارو پانګونه وکړي، ځکه وچې مېوې او انار تر ډېره په لاره کې نه خرابیږي د پېر-پلور ښه بازار هم لري.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ترکیې د افغانستان له اسلامي امارت سره ډیرې مثبتې اړیکې لرلې او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې ډیرې همکارۍ کړې دي.

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه!

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه نیټه راپور خپور شوی دی.

په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې ملي عوايد زيات شوي، د وارداتو په کچه کی زیاتوالی راغلی د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام ور پورته شوی د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کی پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت د اقتصادی وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپاره شوي راپور د پورته ذکر شویو برخو ستاینه کوي، چې په واقعيتونو ولاړې دي، ځکه دا پرمختګونه یو عيني واقعیت دی، چې یاد بانک نړی ته وړاندې کړی دی.

دا چې په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان نيمايي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي، اسلامي امارت دا ځکه ردوي چې له تحول وروسته د هېواد په کچه لویی او متوسطی پروژې پیل شوې دي، چې لسګونو زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده او دغه راز د سوداګرۍ صنعت، کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې له امله یې د هېوادوالو ډیری اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي.

دا چې نړیوال بنسټونه پرې سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او اسلامي امارت یی نه تاییدوي.

د افغانستان اسلامی امارت پر دی باور دی، چی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه پر بانکی سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لری او د افغانستان کنګل شوی شتمني ازاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

 دغه راز د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي، چې د هرې ورخي په تېریدو سره په افغانستان کې را منځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعی وضعیت او دلته له ترسره شویو پرمختګونو څخه خبره شي.

بغلان کې څلور پروژې د څه باندې ۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کیږي

د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او کار یې اوس مهال جریان لري.

په یادو پروژو کې د څه باندې ۲.۱ کیلومتر په اوږدوالي او نهه متره په پلنوالي سره د دوشي – پلخمري پر مسیر د بوغابي کوتل سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د قرارداد له مخې پیل شوې.

همدارنګه په یاد ولایت کې دوې نورې پروژې چې د درې پایې ( هاشم خان ، جرخشک او چشمه شفا) پلونو ترمیم د شپږ میلیونه، ۹۷۸ زره او ۱۰۰افغانیو په ارزښت او د پلخمري – سمنګان پر لویه لار د ۱۹.۹ کیلومتره سړک ویجاړې برخې او درې پایې پلګوټي د پینځه میلیونه، ۸۸۹ زره او ۵۶۰ افغانیو په ارزښت بیا رغول کیږي.

د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال له مهاجر فراهي سره لیدنه؛ د دواړو هېوادونو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی

د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال او افغانستان کې د یاد هېواد سفیر د هرات بهرنیو اړیکو مرستيال په شتون کې د یاد ولایت مرستیال سره لیدنه کړې.

د قزاقستان هېواد د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال د مهاجر فراهي سره په لیدنه کې ویلي؛ چې د دغه هېواد ۱۱۰ ټنه مرستې هرات ته رسېدلي او زلزله ځپلو ته ځانګړي شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا د یاد هېواد څلورمه مرستندویه جوپه ده، چې په روان کال کې افغانانو سره مرسته شوې.

دغه چارواکي هیله څرګنده کړې، چې دغه مرستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي کړي.

د هرات ولایت مرستیال مهاجر فراهي ویلي؛ چې موږ هم د قزاقستان هېواد سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همداراز یې هیله ښودلې، چې په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان هېواد سره د ښو اړیکو شاهدان وسو.

د ژبو د ودې او ساتنې جوړه شوې کړنلاره وارزول شوه

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال په مشرۍ د ژبو عالي شورا دویمه ناسته کړې.

 د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي؛ د هېواد د رسمي ژبو تر څنګ زمونږ ګډ مکلفیت دی، ترڅو د هېواد هغه لږه کۍ ژبې چې اوس مهال د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، د هغو د ادبي او علمي غنامندی او پراختیا لپاره موثرې هڅې وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ ژبه د افهام تفهیم، علمي ارتقا او د اسلام او مسلمانانو د خدمت او سوکالۍ بهترینه وسیله د،ه له تعصب برتری او ځان غوښتنې لپاره باید ونه کارول شي.

په ناسته کې د یادې شورا غړو د ژبې عالي شورا لپاره جوړه شوې مسوده، چې د درې فصلونو او ۱۵ مادو په درلودو جوړه شوې پرې بحث وکړ او بېلا بېل نظرونه یې سره شریک کړل.

همداراز ناسته کې پریکړه وشوه؛ چې یاده مسوده دې راتلونکي مجلس ته نوره هم کره او مستنده کړل شي، ترڅو د منظورۍ لپاره د رهبرۍ ته ولیږدول شي.

د رزمي ورزشونو افغان لوبغاړي په ايران کې د سياليو له دویم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

د رزمي ورزشونو ۱۳ کسیزه افغان لوبډله په ایران کې د ۱۲ هېوادونو ترمنځ، د سیالیو د دویم مقام له ګټلو وروسته هېواد ته راستنه او د ورزش ادارې د مشرتابه له لوري وستایل شوه.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال، د ددې ریاست ورزشي سلاکار او د رزمي وزشونو د فدراسیون مشر، د سپورت ریاست فني او مسلکي رییس، د مشورتي بورډ غړو، د بېلابېلو برخو رییسانو او د یاد فدراسیون مشرتابه ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثيق ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې د رزمي ورزشونو لوبغاړي په ډکو لاسونو هېواد ته راستانه شول.

موږ په دې وروستیو کې د هېواد د نورو سپورټي څانګو د ‌ډیرو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې دا  د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د سپورټ د ودې او پراختیا په موخه او د دې شعار له مخې (ورزش د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو ته او له ولسوالیو څخه کلیو ته رسوو) د دې ریاست په چوکاټ کې څو نوي امریتونه هم تشکیل شوي دي. 

ښاغلي وثیق ویلي؛ دې لوبغاړو دغه ویاړونه په اسانۍ سره نه دي ترلاسه کړي، بلکې د استادانو، روزونکو او د فدراسیون د ټولو غړو او د ورزش ریاست په هلو ځلو ترلاسه شوي او د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت مشرتابه هم په دې وياړونو کې ځان شريکوي او هر د دې ډول ویاړونو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه کوي، ترڅو زموږ لوبغاړي په ملي او نړیوالو ډګرونو کې هېواد ته ښې لاسته راوړنې ولري او نړۍ ته وښيي، چې په افغانستان کې ورزش لا هم ژوندی دی.

يوه اوونۍ وړاندې په ايران کې د ١٢ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې وې، چې زموږ د هېواد ورزشکارانو په بیلابېلو وزنونو کې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او توانېدل، چې د سرو زرو د دوو مډالونو، د سپينو زرو د یوه مډال او شپږو کمربندونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړي.

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز پرانیستل شو

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسم کې د بلخ ولایت عامې روغتیا مرستیال مولوي شیخ‌میر صدام ویلي؛ دغه روغتيايي مرکز د چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د نړیوال روغتیایي پروګرام (WHO) د ۴ میلیونه او ۴۱ زره افغانیو په مالي ملاتړ جوړ او پرانستل شو.

د بلخ ولايت مرستيال د دغه رياست د ژمنتيا په ټړاو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ چې په دغه مرکز کې د داخله ناروغیو، نسايي او واکسين په برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

ځايي اوسېدونکي د یاد روغتیايي مرکز په پرانستلو خوښ دي او ویلي يي دي؛ چې پخوا د روغتیايي مرکز د نشتون له امله د کڼو ستونزو سره مخ وو، اوس د یاد مرکز په جوړیدو مو دغه ستونزې حل شوي دي.

یاد روغتیايي مرکز به دوه زره او ۵۰۰ کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره لیدنه کړې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره له نیږدې لیدنه کړې.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت په مرکزي ادارو او تحصیلي بنسټونو کې راټولې شوې مرستې یې د یاد ولایت مسولینو ته سپارلي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د زلزلې له زیانمنو سره د خواخوږۍ تر څنګ، هغوی ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به تر خپله توانه مرسته ورسره کوي او د ژوند اسانتیاوې به ورته برابروي.

همدارنګه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو له زلزلې وروسته په دغه سیمه کې د اسلامي امارت له لوري ترسره شویو چارو او قربانیانو سره د کړیو خدمتونو له امله مننه او ستاینه کړې.