ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1285

د عامې روغتیا مالي مرستیال او د UNFPA د اسيا حوزې مسول لیدنه؛ د روغتيايي ځالو په ارتقا او د کارکوونکو په زياتوالي خبرې شوي

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د UNFPA ادارې د اسيا حوزې لپاره مسول پيو سميت او په افغانستان کې د يادې ادارې نوي راتلونکي مسول کوابينا اسنتي سره ليدنه کړې.

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري چارو مرستيال د يادې ادارې د روغتيا په برخه کې د کارونو او فعاليتونو په اړه له اړوندې ادارې مننه کړې او د نويو روغتيايي ځالو د ارتقا او کارکوونکو د زياتوالي په اړه بحث او خبرې کړي.

ښاغلي صاحبزاده زياته کړې، دا چې په ټول هېواد کې مو امن دی، هره نړيواله اداره چې د روغتيا په برخه کې کار کوي مونږ ورته د کار زمينه برابره و؛ تر څو د هېوادوالو لپاره مو معياري روغتيايي خدمات وړاندې شي او د هغه سيمو خلک له روغتيايي خدمتونو برخمن شي، چې په تېرو ۲۰ کالو کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

 د UNFPA ادارې د اسيا حوزې مسول د عامې روغتیا وزارت له تل پاتې همکارۍ مننه کړې او د روغتیا په برخه کې د لا زياتې همکارۍ او همغږۍ ژمنتیا څرګنده کړې.

صهیونیستي رژیم د غزې سویل ته پوځي تجهیزات استولي

د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې سویل ته پوځي تجهیزات او ځواکونه استول شوي.

د سیمې خلکو د غزې سویلي ښار خان‌یونس ته نږدې اسرائیلي ټانکونه، زغروال ګاډي او پوځي تجهیزات لیدلي.

د غزې تړانګې سویل کې ډېری فلسطیني وګړو پناه اخیستې او له کورنیو بې‌ځایه شویو ډکه سیمه ده.

د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه پر غزه تړانګه ۱۰ زره هوايي بریدونه شوي، چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې او د اوسېدو بې‌شمېره ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي؛ د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۵ زره او ۹۰۰ کسان په شهادت رسېدلي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دغه‌راز ۱۴ زره او ۳۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د دې بریدونو له امله د غزې تړانګې د ۲.۲ میلیونه اوسېدونکو له ډلې څخه څه باندې ۸۰ سلنه د خپلو کورنو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اسرائیلي رژیم بیا وايي، چې د دې جګړې له پيل څخه تر اوسه یې ۴۰۱ سرتېري وژل شوي دي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش 

هېواد ته له بېلابېلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو له‌خوا یاد کډوالو ته  رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي:

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۲۴۴ کورنۍ ثبت شوې او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له تورخم څخه ۵۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶۸ تنه کیږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او ۳۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکول شوه.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

 ۵۰ کورنۍ په کمپ کې مېشت کړل شوې، ۱۰ بابه خیمې، اته تشنابه ودرول شول او ۱۳۰ ټانکیو ته اوبه ورسول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې له‌خـوا شپږ زره تنه کډوالو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي او په ۱۳۰ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۱۲ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

عمري کمپ او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو کډوالو سره ناستې شوي، د مراحلو طی کولو په اړه ورته معلومات او فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي او د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ د کډوالۍ سلکونه پاڼې پر کډوالو ووېشلې.

همدارنګه څلور ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته او لسګونه ورک شوي اسنادونه او د تابعيت تذکرې يې مالکانو ته سپارلي او په عمري کمپ کې معلوماتي لوحې ولګول شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۲ تنه د بکلوریا سند لرونکي، شپږ تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، ۱۴ تنه حافظان او په تورخم او سپین بولدک کې ۴۳۵ تنه غریبکار او ۲۴۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۷۵ تنه کیږي، ثبت کړل.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه:

سپین بولدک کې ۱۶۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۹۶۲ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې ډلې ۱۴۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۹۳ تنه کېده، (آی او اېم) او (ډبلیو ایف پي) ته ورپیژندل شوې او ۲۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۹ تنه کېده، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۴۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶۲ تنه کیږي هرات، کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۸ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري او ښوراندام کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او  ۸۴ زره لیټره اوبه ورسول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې او د هېلټ نېټ مؤسسې صحي ټیمونو له‌‌خوا ۲۵۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۸۳۲ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۸۰ کسانو سکرینینګ شوی او د ۵ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.

پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې اووه کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

اووه کورنۍ له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته لیږدول شوي دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

ښرنه او انګور اډه کې د ۲۲ کسانو تداوي شوې، پینځه کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۶۷ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري نهه عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

زابـــــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې یوه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې پینځه تنه وو، ثبت او بایومټریک شوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

یوه کورنۍ د زنځیر له سیمې څخه د شملزو ولسوالۍ ته انتقال شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په زابل کې له یوې راستنې شوې کورنۍ سره ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې او په همدې ډول د سرې میاشتې ټولنې له لوري ورسره ۲۳ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې وې، ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

زابل کې د خدماتو او روغتیايي چارو د کمېټې له لوري ۵۰ کسانو ته ډوډۍ ورکول شوه.

نیمــــــــروز (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه کیږي، هېواد راستنې شوې، چې د مسولينو له لوري ثبت شوې.

په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۶۸۲ تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي، چې له دې ډلې ‍۱۴۱ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپیژندل شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نیمروز کې نن ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسیدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته هم شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له ۱۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

هـــــــــــــرات

د ثبت، تثبیت او بایومټریک کمېټه:

په اسلام کلا بندر کې ۱۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، ثبت او بایومټریک شوې.

د مالي چارو کمېټه:

په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

کــــــــــــــــابل – مرکز:

د ترانسپورټ او انتقال کمېټه:

د یکشنبې په ورځ له کابل څخه ۳۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۲ تنه کیږي، کندوز او بلخ ولایتونو ته ولیږدول شوې، یادو کسانو ته  ۲۰۴ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د برېښنا پینځه کلن پراختیايي پلان تایید شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

دغې ناستې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د برېښنا سکټور پینځه کلن پراختیايي پلان د بحث لپاره وړاندې شوی و، چې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې تایید او د منظورۍلپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

د دغه پنځه کلن پلان پر اساس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸میلیارده ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰د برېښنا تولید مختلفې پروژې بشپړې شي، چې له مخې به یې افغانستنان د برېښنا تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د ځمکو وېش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یاده موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او انرژۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدي او بیات پاور ترمنځ له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید درې اړخیز تړون په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت تل په هېواد کې خلکو ته د هوساینې رامنځته کولو کوښښ کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

علماوو بادغیس ولایت په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د جوند ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

یادو علماوو د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې په وخت کې د بادغیس ولایت د علماوو او مجاهدینو د مبارزو او سرښندنو یادونه کړې او په هېواد کې په سراسري امنیت او د اسلامي امارت په بریا خوښي ښودلې.

علماوو او مشرانو د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي، چې د مجاهدینو د ستونزو حل، د روغتیایي کلینیکونو، ښوونځيو او مدرسو جوړولو، د سرکونو ترمیم او همدارنګه په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت ته دې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت مسولین تل په هېواد کې د امنیت د تامین او خلکو ته د هوساینې رامنځته کولو کوښښ کوي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري به شته امکاناتو ته په پام د جوند ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د رییس الوزرا په مشرۍ د کاربینې غونډه ترسره شوه

په یاده غونډه کې د سرطان او قلبی ناروغيو د تشخيص او درملنې په موخه  معياري طبی کمپلکس لپاره د ځمکې د تشخصي په اړه اړونده ادارو استازو څخه جوړ هيئت ته دنده وسپارل شوه، چې دا د جمهوريت روغتون تر لاس لاندې چارو سره سره په لوړه کچه بل د ستاينې وړ اقدام ګڼلی شي.

 همداراز د صکوکو مطبعې د پياوړتيا او باکفايته ګرځولو په اړه د لازمو اقداماتو سپارښتنه وشوه.

ناسته کې د چپه لاس موټرو د زياتوالي د مخنيوي اړونده ترتيب شوې طرحې په اړه په ترتیب شویو حل لارو باندې بحث وشو او فیصله وشوه چي ښه غور دي ور باندي وشي، تر څو يې مؤثریت لا زيات او ښه نتایج ترې تر لاسه شي.

همدا راز په یاده ناسته کې په نظامي مراکزو او ځینو  ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو څخه د پاتې  طبي تجهيزاتو د ښه حفاظت او ښې استفادې په موخه فعالو طبی مراکزو ته د انتقال په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.

بدلون | قشقري کې د نفتو استخراج او لېږد په تړاو بحث

لغمان کې سږ کال ۲۴۲ بېلا بېلې پروژې پلي شوي

د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر ویلي؛ د روان کال په اوږدو کې د څه د پاسه دوه ملیارده افغانیو په ارزښت ۲۴۲ بېلا بېلې پروژې پلي شوي، چې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونو جوړول، کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دیوالونو جوړول او د ځینو پروژو بیارغول شامل دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

ښاغلي زرکمر همداراز ویلي؛ روان کال کې یې له مختلفو موسسو سره په همغږۍ ګڼ شمېر پروژې پلي کړي او زرګونه کورنیو ته یې مرستې رسولې دي.

د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ویلي؛ د همدې کال په جریان کې مو د خوړو نړیوال سازمان، نړیوال بانګ، د ماشوم ساتنې او نورو موسسو له لارې د نغدي پیسو د وېش پروسه پیل کړې، ۲۱ زره کورنۍ مو سروې کړي، چې ځینو ته نغدي مرستې رسیدلي او ځینو ته ورکول کېږي.

د دې مرستو په لړ کې د خوراک نړیوال سازمان د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د RRDPO موسسې لخوا ۱۰ زره ۶۸۶ کورنیو مرستې ورکړي، چې هرې کورنۍ درې زره او ۲۰۰ افغانۍ په میاشتني ډول ورکړل شوي دي.

یو زر او ۹۰۰ بې وزله کورنیو ته په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو د اکټیډ پلي کوونکي موسسې لخوا مرستې ورکول کېږي.

د ماشوم ساتنې موسسه هم ۶۰۰ کورنیو ته د درېیو میاشتو لپاره هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکوي او د نوې سروې له مخې بیا هم د خوراک نړیوال سازمان اووه زره او ۷۳۷ کورنیو ته نغدې پیسې ورکوي.

د نوموړي په وینا؛ پلان لري، چې په راتلوونکي کال کې تردې لازیاتې پروژې پلي او خلکو ته خدمتونه ورسوي.

د جاپان له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

د جاپان دولت له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې یاده بشري مرسته به د بې ځایه شویو کډوالو د ژوند ښه والي په موخه د همکارو بنسټونو  نړیوال سازمانونو او د جاپان د غیر دولتي موسسسو له لوري د افغانستان خلکو ته ورسول شي.

په دې سره د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره د جاپان حکومت د مرستې اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ هر ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال په زوره تش لاس بېرته افغانستان ته را استول کېږي، او مرستو ته جدي اړتیا لري.

حشمت الله شهیدي راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱۱۰ زره ډالر مرسته راټوله کړې

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځېنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د امریکا ځینو ښارونو کې هغو هېوادوالو لپاره مرستې راغونډې کړي، چې تازه له پاکستانه په جبر را ایستل کیږي.

لوبډلمشر شاهدي د امریکا متحده ایالاتو په بېلابېلو ایالاتونو کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستو په هدف ۱۱۰ زره امریکایي ډالر راټول کړي.

د ښاغلي شهیدي د مرستو راټولولو دغه سفر پای ته رسېدلی او ډېر ژر به بېرته هېواد ته راستون او شوې مرستې به تر اړمنو پورې ورسوي.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته حشمت الله شهيدي په تورخم کې له هغو افغان کډوالو سره لیدلي وو، چې په وروستیو کې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ښاغلي شهیدي له نړیوالو بنسټونو او افغان سوداګرو غوښتي وو، چې د راستانه شویو کډوالو په لاسنیوي کې مرسته وکړي.