ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1289

غزه کې د لنډ مهاله اوربند وروسته نن یو وار بیا خونړۍ جګړه پیل شوه

نن شنبې په غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس ترمنځ د روانې جګړې ۵۷ مه ورځ ده او په دغه جریان کې لنډمهالی اووه ورځنی اوربند پرون جمعه په ځایي وخت سهار مهال پای ته ورسېده.

د راپورونو له مخې اسرایلي ځواکونو یوځل بیا د غزې په بېلابېلو برخو کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

ځینې رسنۍ چې سیمه کې وضعیت له نږدې څاري، خبر ورکوي؛ چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د غزې شاوخوا ۷۰۰ اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې جنګي الوتکو یې په غزه کې د حماس پر اهدافو “بریدونه” پیل کړي دي.

حماس هم د اسرایلو دغه بریدونه بې ځوابه نه دي پریښي او د اوربند تر ماتېدو وروسته یې د اسرایلو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې د اسرائیل پوځ وویل دوی د غزې څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی دی.

د نومبر په ۲۴ د پیل شوي اوربند د پای ته رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې له غزې څخه د یو توغندي د غورځیدو خبر ورکول کیږي.

په اسرائیل کې، غزې ته نږدې څو سیمو کې د احتمالي توغندیو د خبرداري اعلانونه غږول شوي او چارواکو ویلي، چې دوی په سیمه کې د ښوونځیو تړلو په شمول امنیتي تدابیر بیا پلي کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چې بمبارۍ د منځګړیتوب هڅې پیچلې کوي او په غزه کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي.

یاد وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د تاوتریخوالي د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

حماس د اووه ورځني اوربند په ترڅ کې د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۸۰ اسرائیلي یرغمل خوشې کړل.

په دغه ترڅ کې غزې ته، چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې بې ځایه شوي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي، نورې مرستې رسېدلي دي.

د شبرغان_مزار نل لیکې چارې سږکال له ټاکل شوې مودې وړاندې بشپرې شوې

له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نل ليکې هغه چارې، چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخت مخکې بشپړې شوي دي.

په دغه ترسره شوو چارو کې د راتلونکي کال پینځه سلنه چارې هم پر مخ تللي دي.

دغه نل لیکه، چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالي لري او د شبرغان ګاز مزار شریف ښار ته انتقالوي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزارت له لوري د ٦٠٩ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.

د پلان له مخې سږکال باید ١٦ کیلومتره نل لیکه غزول شوې وی، چې له نیکه مرغه دغه نل لیکه  ١٨،٥ کیلومتره غزول شوې او د کال تر پایه به نوره هم وغزول شي.

په سېمه کې د نل لېکې کارکوونکي د مسولینو پوره همکاري، د ډاډمن امنیت شتون، او د متخصصو او مخلصو انجینرانو هلې ځلې د دې پرمختګ عمده لاملونه بولي.

د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي

د سالنګ لویې لارې د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د یادې لویې لارې د بیارغونې پروژې انجنیران وايي، چې کار یې په اساسي او نړیوال سټنډرډ ترسره کړی او ډېر وخت به دوام وکړي.

مسولین وایي، چې دا لویه لاره به د تخنیکي ټیم له ارزونې وروسته یو ځل بیا پرانیستل شي.

سالنک لویه لاره د ټرانزیتي او اقتصادي ارزښت له مخې د اسلامي امارت د چارواکو تر جدي څار لاندې ده.

دغه‌راز د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو د دې لارې د چارو له بهیر لیدنه کړې او پر چټکتیا او زر پرانیستلو یې ټینګار کړی دی.

موټر چلونکي او مسافر د سالنګ لویې لارې په بیارغونه خوښ دي او د ژر پرانیستلو غوښتنه یې کوي.

د دې تر څنګ هېوادوال د هېواد په بیارغونه او اقتصادي پرمختګ کې د اسلامي امارت نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې ستايي.

هلمند کې د فوټسال دریم پړاو سیالۍ پیل شوې

د یاد ولایت مرکز لښکرګاه مرکزي جمنازیوم کې د فوټسال دريم پړاو سیالۍ د یو لړ مراسمو پر مهال پیل شوې.

دغه مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رییس رنګین خان دفتاڼي، د فوټسال کمېټې رییس، اطلاعاتو او کلتور رییس، د کرېکټ امر، ورزشکانو او د ورزش مينوالو برخه اخیستې وه.

فوټسال کمېټې رییس صدیق الله صدیقي ویلي؛ د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د زون ټورنمینټي سیالیو ته د ټېم ټاکل دي.

په وینا یې؛ يادي سیالۍ د فوټسال کمېټې له لوري د یو صنعتي شرکت په مالي ملاتړ ترسره کېږي، چي ۲۶ ورځي به دوام وکړي.

د فوټسال لوبغاړو د رسنیز ډګر سره سره په تعلیمي بهیر او بیلابېلو برخو کې د ځوانانو د تشویق او هڅوني په برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې او فعالیتونه د ستايني وړ بللي او غوښتنه یې کړې، چې د ځوانانو د تشویق په موخه دې ورته نور پرګرامونه هم برابر شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزير هېواد ته د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېواد ته د دې پلاوي سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو ښه وسیله بللې.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځوریږو. 

د نوموړي په وینا؛ د جهاد په برکت له سختیو وروسته د الله تعالی مرسته د نصرت په بڼه راځي، افغانانو د الله تعالی په توکل او د مجاهدینو د بې شمېره سرښندنو په پايله کې خپلواکي ترلاسه کړه.

سرپرست وزیر هیله ښودلې، چې د فلسطینیانو د مقاومت په نتیجه کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي او په وینا يې؛ يرغلګرو سره د افغانانو مبارزې په ډاګه کړه چې جنګ، جګړې په یووالي او د الله تعالی په مرسته ګټل کېدای شي، افغانانو ثابته کړه چې بریدګر هر څومره ځواکمن او مجهز وي، د ايمان پر وړاندې کمزوری او ناکام دی.

سرپرست وزیر ویلي؛ تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه په ښه توګه ترسره شوې، امنيت ډاډمن دی، اقتصادي ثبات او پرمختګ د هرې ورځې په تېرېدو وده کوي او د هېواد د بيارغاونې بهیر په چټکۍ سره دوام لري.

د ياد پلاوي په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي هېواد کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د افغانانو مبارزه د نړۍ مسلمانانو لپاره مشعل او اسلامي نړۍ تاريخي بريا بللې.

ښاغلي قره داغي د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد ياد کړ.

نوموړي افغانستان سره د قطر هېواد مرستو ته په اشارې، افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی.

د فلسطین د علماوو ټولنې مشر شیخ ډاکټر نواف تکروري ویلي؛ د نړۍ مظلوم ملتونه د افغانانو له ۲۰ کلنې مبارزې او اتلولۍ څخه الهام اخلي.

په وينا يې د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه دوام لري، خو د نړۍ ټول مسلمانان مسولیت لري، چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه: ۱۷/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۰/۹/۱۴۰۲ ھ ش

هېواد ته له بیلابیلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو له‌خوا یاد کډوالو ته رسیدنه شوې او بیلابیل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي.

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۱۷۳ کورنۍ ثبت شوې او راجسټر شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې د خـدماتي  کمـېـټې له‌خـوا شپږ زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډئ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۵۵۰ کمپلې، ۲۵۰ بستې معدني اوبه او ۵۵۰ ښځینه او نارینه څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۲۵۰ بستې خوارکي توکي او همدارنګه ۱۳۵زره ليټره اوبه رسول شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۴۳۹ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې اته تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور د لیسانس سند لرونکي، یو تن ماسټر، دوه حافظان، ۳۳۸ تنه غریبکار او ۱۸۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۵۴۲ تنه کیږي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۲۴۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۴۸۸ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۱۹۵ کورنۍ چې یو زر او ۲۳۷ تنه کیدل، (آی، او اېم) ته او ۴۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۵۱ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ور وپیژندل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۹۳ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۴۹ تنه کیږي کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري او ښوراندام کمپونو کې پینځه زره او ۱۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۷۶ زره لیټره اوبه هم رسول شوي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۱۷۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۶۵۴ تنو ته بیلابیل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۷۰ کسانو سکرینینګ شوی او د ۱۰ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.

پکتیـــــــکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې درې کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په ښرنه او انګور اډه کې د ۶۸ کسانو تداوي شوې ده او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۹۸ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري شپږ عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

زابــــــــــــــــــــل

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د زابل د شملزو ولسوالۍ د زنځیر په سیمه کې درې کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۰ تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له زنځیر سیمې څخه درې کورنۍ بیلابیلو کلیو ته انتقال شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري درې کورنیو ته لس لس زره افغاني مرسته ورکول شوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په زابل کې درې کورنیو ته سرې میاشتې له لوري ٢٣ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې وې، ورکړل شوې.

د خدماتو کمېټې له لوري ۵۰ تنو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوه.

نیمـــــــــــــــــــرزو

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۷ تنه کیږي، هیواد راستنې شوې چې د مسولينو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه زره او ۱۹۲ تنه مجردین هم ثبت شوي، چې له دې ډلې ۳۱۹ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نیمروز ولايت کې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷۶ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسېدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز ولايت کې له نهه کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

راستانه شویو هیوادوالو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پوره لارښوونې شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د اسلامي امارت په حاکمېدو سره هلمند کې ۷۰ بېلابېلو کارخونو فعالیت پیل کړی

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د پرانيستي دغه مراسمو کې هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د یو شمېر ریاستونو مسولینو او تجارانو برخه اخیستې وه.

د یادې کارخونې مسول حاجي محمد ګل نوریان ویلي؛ د پنبې د تولید دغه فابریکه یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کي جوړه شوې، چي پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ دغه فابریکه په درې جریبه ځمکه کي جوړه شوې، چې په ساعت کي د لس ټنه دانه‌دارې پنبې د پروسیس وړتیا لري.

همداراز د غوړو، کنجاړې او صابون هم تولیدولی شي.

هلمند مرستیال والي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره نه یواځې په هلمند کې، بلکې په ټول هېواد کې صنعت د پراختیاپه حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کي پانګوني ته مخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت مسولین تل هڅه کوي، چې ملي سوداګر وهڅوي تر څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو تولیدي برخو کې پانګونه وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د صنعتي پارکونو امر مولوي فضل محمد فضلي ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکمېدو سره هلمند ولایت کې ۷۰ بېلا بېلې کارخونې فعاله شوي، چي ۴۹ پکښې یواځي د پنبې د پروسیس فابریکې دي.

د هلمند سوداګرۍ خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره سوداګرو او پانګوالو ته د کار کولو ښه زمینه برابره شوې ده.

د صنعتکارانو اتحادیې رییس رحمت الله نظري ویلي؛ دې ولایت کې صنعت د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ده او په وینا یي موږ صنعتکاران غواړو، چې هلمند ولایت کې سوداګرۍ او صنعتي برخو کې خپل فعالیتونه لا نور هم ګړندي کړو.

نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي؛ چې بولان سیمه کې صنعتي پارک لپاره ځانګړی صنعتي پارک جوړ شي، تر څو موږ هم دې ولایت کې صنعت ته لا ډېره پراختیا ورکړو.

د کارخونې کارکوونکي ویلي؛ خوشحاله یو چې دې ولایت کې د پنبې کارخونې فعالیت پیل کړی او زیاتوي، چې پخوا بې کاره وو اوس زموږ په ګډون ډېرو کسانو ته همدې کارخونه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادوني وړ ده چې هلمند کې دا ۴۹ د پنبې د پروسیس کارخونه ده، چې په فعالیت پیل کوي.

بلال کریمي چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه ومنل شو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې مولوي اسد الله “بلال کریمي” د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته ورسید او په چین کې یې د اسلامي امارت د لوی سفارت د سرپرست دیپلوماتانو او کارکونکو ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي یوی شاویونګ او مل پلاوي له لوري هرکلی وشو.

بلال کریمي نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډیسمبر په اوله نیټه د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رییس هونګ لې ته وسپارله.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ښاغلی هونګ لې د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د چین او افغانستان ترمنځ د روابطو په پراختیا کې مهم ګام وباله.

نوموړي ویلي، چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پریکړو ته احترام لري او د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله نه کوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.

ښاغلي هونګ لې یادونه کړې، چې چین غواړي د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.

ښاغلي بلال کريمي ویلي؛ خوښ یم چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په چین هیواد کې خپله دنده پيلوم.

نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کیدل یو مهم فصل دی او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه.

بلال کریمي د خپلو خبرو په لړ کې چينايي لوري ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.

همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د چین مثبته او د نه مداخلې پالیسي ستایلې او چین یې د افغانستان ښه ګاونډی بللی دی.

ښاغلي کریمي افغانستان کې د چين له لوري د سرمایه ګذارۍ، د زیر بناوو د احیا، د انکشافي پروژو او بیا رغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړی او په افغانستان کې اوسنی راغلی ثبات یې یو ښه فرصت بللی، چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

ښاغلي هونګ لې هیله څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

د حماس او اسرییلو تر‌منځ د اوربند پای؛ هېڅ یو لوری د اوربند غځولو ته حاضر نه‌شو

د حماس او اسرییلو تر‌منځ داوربند پای ته له رسېدو وروسته تر نن سهار ۷ بجو هېڅ یوه لوري د اوربند غځولو لپاره هوکړه نه ده کړې.

اسراییلو د اوربند پای ته رسېدو له نېټې یو ساعت وړاندې اعلان وکړ، چې د غزې له لوري توغول شوی توغندی یې خنثی کړی.

بل لوری فلسطیني رسنیو د غزې پر شمالي سیمو کې د ډزو او چادونو غږونه خپاره کړي دي.