ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1290

مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې ګڼ شمیر وزیرانو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي تعلیماتو له ښوونځي د دویمې دورې څخه ۸۹۷ ځوان عسکر د عقیدوي زده‌کړو ترڅنګ د کمانډویي تعلیماتو له شپږ میاشتنيو بېلا بېلو مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې ګڼ شمېر وزیرانو مسولینو او مشرانو ګډون کړی وو.

د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پخپله وینا کې نوي کمانډویي ځواک ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې تاسې د اسلامي نظام د حفاظت، د هیواد د ښیرازۍ او جوړولو، او د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره روزل شوي یاست.

دغه‌راز تاسې د راغلې ازادۍ ساتونکي یاست او په کلکه له خپلو مقدساتو څخه دفاع وکړئ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پخپلو خبرو کې ویلي؛ تاسې چې کومې زده کړې ترسره کړې دا د یوه لوی هدف لپاره دي او هغه د اسلامي نظام او د افغانستان له خاوری څخه دفاع ده.

تاسې باید پخپل عزم کې مستحکم یاست او د خپلو نور نظامي ارګانونو له منسوبینو سره به اوږه په اوږه له خپلې خاورې څخه دفاع کوئ.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ ولس ته ډاډ ورکوم چې دا ځواکونه به ستاسې د سر او مال ساتنه کوي او ستاسې د سوکالۍ سبب به ګرځي، د خپلو دفاعي ځواکونو تر شاه ودریږئ، دغه ځواکونه به زموږ او ستاسو د اسلامي هیواد له سرحداتو څخه ساتنه او دفاع کوي او هیڅ یو اشغالګر ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ په هېواد کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

په پای کې یادو کمانډویي ځواکونو خپل عملي نمایشات او مانورونه د مسؤلینو په حضور کې په عالي نظم سره ترسره کړل او بری لیکونه ورکړل شول.

مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابينې يو شمېر غړو او د افغانستان اسلامي امارت مسولینو په ملتیا د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

په دې مراسمو کې لومړی د رياست الوزرا اداري مرستيال د کومانډو او ځانګړو ځواکونو د ښوونې او روزنې لپاره د ملي دفاع وزارت پلاوي او د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ هڅې ستايلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت رهبري پر دغو زړورو ځواکونو وياړي او نور هېڅوک نشي کولی اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا او د هيواد ملي ګټو ته په سپکه سترګه وګوري.

نوموړي زياته کړې، د افغانستان زرګونه عالمانو، د قرآن شريف حافظانو او زړورو ځوانانو د وطن د دفاع او اسلامي نظام لپاره ځانونه قربان کړل، ترڅو دغه ازادي رامنځته او په هيواد کې اسلامي نظام حاکم شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ځانګړو ځواکونو فارغانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسې د اسلامي امارت کومانډو به د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې، چې اسلامي نظام او د افغانستان ملي حاکميت ته په سپکه سترګه ګوري، په ټول توان دفاع وکړئ.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ اوس د اسلامي امارت ټول ځواکونه د اسلامي نظام حاکميت، د هيواد ابادۍ او پرمختګ، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو او د هغو ميندو د درد او ځور کمولو لپاره، چې خپل اولادونه يې د دې نظام د حاکمیت لپاره قربان کړي، په هر حال کې د يو واحد جسد په توګه خدمت ته تيار دي.

دغه‌راز د افغانستان ټول خلک که څوک د اسلامي امارت په صفوفو کې وو او که څوک په مقابل لوري کې وو، د کلونو په اوږدو کې واقعا ځور وليد، نو په همدې اساس لازمه ده، چې ټول مجاهدین خپل صفوف متحد او متفق کړي او د دې هيواد د هر فرد د ستونزو رفع کولو لپاره تل هڅه او له هغوی سره نيک چلند وکړي.

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحادیې پلاوی له ښاغلي متقي سره په لیدنه کې؛ د اسلامي نړۍ علما د اسلامي امارت ملاتړ کوي

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحادیې له لوړ پوړي پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په پیل کې مولوي امیرخان متقي هغوی ته د هرکلي تر څنګ د اسلامي امارت له بریا مخکې او وروسته د یادو علماوو او قطر هېواد له موقف او همکاریو ځانګړې مننه کړې.

نوموړي ویلي، چې فلسطین کې روان وضعیت، شهادتونو، هجرتونو او قربانیو سخت دردولي یو، خو د کامیابیو مقدمه تل همداسې قربانۍ وي.

دغه‌راز د فلسطین د مظلوم ولس په حق کې تاسې ډېره اغېزمنه مبارزه وکړه، چې د ستاینې وړ ده.

د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په قضیه کي د قطر هیواد مثبت او معقول رول ستایلی.

ښاغلي متقي د افغانستان په اړه ویلي، چې دلته کامل امن دی، ورځ تر بلې د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو شاهدان یو.

نوموړي زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل افغانستان په بېلا بېلو ډګرونو کي را پورته کېږي او اوس د تیلو تولیدوونکو هیوادونو په لیست کې هم راغی.

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحاديي عمومي منشي دکتور علي قره داغي د اسلامي امارت له ښه استقبال او اکرام څخه مننه کړې او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د حماس ګوند مشر اسمعیل هنیة او قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ځانګړي سلامونه رسولي دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین قضیه د ټول امت قضیه ده او مسئولیت یې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورګرځي.

د مرکز تکوین العلماء رییس محمد الحسن الددو، د الهیئة العالمیة لأنصار النبي مشر د. محمد الصغیر، مشهور مؤرخ د. محمد علي صلابي، د فلسطین د علماوو ټولنې مشر د. نواف تکروري په خپل وار سره ویلي، چې د اسلامي نړۍ علماء ستاسې تر شا ولاړ دي او همدا یې مسئولیت دی.

دغه‌راز نړۍ ستاسې تجربو ته اړتیا لري او پر امت لازمه ده، چې ستاسې ملاتړ وکړي.

دوی زیاته کړې؛ په کار دی چې د اشغالګرو په وړاندې ستاسې د فاتحینو تاریخونه ولیکل شي.

د یادو علماوو په وینا؛ افغانستان کې وروستۍ زلزلې او پاکستان څخه د مهاجرينو جبري اخراج یو امتحان دی او باور لرو چې تاسې به په ښه توګه پکې بریا ومومئ.

په پای کې متقي صاحب له زلزله ځپلو او راستنیدونکو مهاجرینو سره د دوی او قطر هېواد له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې ترې کړې، تر څو د افغانستان واقعي تصویر د نړۍ تر ولسونو ورسوي.

د کندهار سیمنټو فابریکې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

د کندهار ولایت د شور اندام سیمنټو فابریکې جوړولو چارې په ۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په پانګونه په چټکۍ سره روانې دي.

د یادې فابریکې چارې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي.

د دې فابریکې په لومړۍ مرحله کې به د تولید ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلوونکو کلونو کې به ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي او له ۵ زره زیاتو کسانو ته به کاري زمینه پکې برابره شي.

دغه‌راز د عوایدو په لوړوالي، د کاري زمینې برابرولو، د ملي اقتصاد پياوړتیا او له بهرنیو هېوادونو څخه د سیمنټو د وارداتو په کمولو کې به موثر تمام شي.

د یادولو وړ ده، چې کانونو او پټرولیم وزارت د جبل السراج او هرات سیمنټو پروژې هم قرارداد ته سپاري او اوس مهال د اکتشاف په مرحله کې دي.

نیمروز کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت یوه فابریکه پرانیستل شوه

د نیمروزو ولایت په زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايې ډالرو په ارزښت رخش‌آرا د شامپو جوړولو فابریکه د ځايي مسولینو او پانګوالو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګري رییس ملا فاضل‌ محمد فضلي د دې ډول فابریکو پرانېستل د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بساينې په برخه کې اغېزمن بللي او ویلي یې دي، چې موږ تل د داخلي توليداتو ملاتړ کوو.

نوموړي له پانګوالو غوښتي، تر څو د صنعتی تولیداتو په بېلا بېلو سکټورنو کې پانګونه وکړي.

یاده فابریکه به هره ورځ شاوخوا ۵ ټنه شامپو توليدوي او ۳۰ مسلکي او غيرې مسلکي کسانو ته به د کار زمینه پکې برابره شي.

غزه کې اوربند د یوې بلې ورځې لپاره غځول شوی

غزه کې شوی موقتي اوربند د اوومې ورځې لپاره وغځول شو.

په لومړیو کې د حماس او اسرائیلو تر منځ په څلور وځني اوربند هوکړه شوې وه، چې وروسته بیا دوې نورې ورځې وغځول شو او اوس تازه د اوومې ورځې لپاره هم تمدید شو.

د دې اوربند په جریان کې د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د بندیانو دوه اړخیزه تبادله هم روانه ده.

د دواړو لورو تر منځ په شپږم پړاو کې د چهارشنبې په ماښام د ۳۰ فلسطیني زندانیانو په بدل کې ۱۲ اسراییلي زندانیان ازاد شوي دي.

د غزني فوټبال لوبغالی نن له دوه کلن ځنډ وروسته پرانیستل کیږي

د غزني ولایت د فوټبال ملي لوبغالی، چې دوه کاله وړاندې د سیلابونو له امله تخریب شوی و، د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون په ګډې همکارۍ بیا رغول شوی.

یاد لوبغالی به نن ماسپښین په شانداره ورزشي نندارو او د ۱۹ کلنې او غزني منتخبې لوبډلې پر یوې جذابې سیالۍ پرانیستل شي.

د فوټبال یاد سټېډیوم د فیفا په ۸۵۰ زره ډالري لګښت جوړ شوی و، چې دوه کاله وړاندې د سیلابونو له امله تخریب شو.

اوس مهال بېرته د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون په ګډې همکارۍ ورغول شو او له دې وروسته به د فوټبال لوبو لپاره پرانیستل شي.

د شیلر انستیتوت کارپوه: افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره بشپړ امنیت تامین شوی

د شیلر انستیتوت کارپوه جیسون‌روس کابل کې ابن‌سینا نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته وايي، چې د ابن‌سینا کنفرانس یو عالي کنفرانس وو او زه ویاړم، چې د شیلر موسسې د یوه غړي په توګه مې ګډون پکې کړی وو.

ښاغلی جیسون‌روس د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه وايي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره بشپړ امنیت تامین شوی، هېچاته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه دی متوجې او فساد په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

د شیلر انستیتوت د یاد کارپوه په وینا؛ “ما له ډېرو افغانانو سره خبرې وکړې، هغوی د امنیت په راتګ ډېر خوښ وو او ویل یې، چې بې له کومې اندېښنې شپه او ورځ د هېواد بېلا بېلو برخو ته سفر کولای شي.

له اسلامي امارت وړاندې له ګڼو ګواښونو سره مخ وو، په ځانګړي ډول د شپې هېڅ ځای نه شوای تلی او هر وخت د وسله‌والو غلو او د سر او مال خطر موجود وو.”

ښاغلی جیسون‌روس د اسلامي امارت بله ستره او مهمه لاسته راوړنه افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه‌يي توکو کښت او خرڅلاو بندول او له منځه وړل ښودلي.

نوموړی وايي؛ اسلامي امارت افغانستان کې ثابته کړې، چې د نشه‌يي توکو ملاتړ نه کوي او په بشپړ ډول یې کښت او هر ډول کاروبار له منځه وړي.

د شیلر انستیتوت کارپوه ټینګار کړی، چې افغانستان کې د اسلامي امارت په پرله‌پسې هڅو د نشه‌يي توکو کښت او خرڅلاو صفر ته رسولی او په دې برخه کې یې بریالۍ هڅې کړې دي او دا ټولې نړۍ ته یو ښه خبر دی.

ښاغلی جیسون‌روس د افغانستان د اقتصاد اړوند وايي، چې د دې پر نفوسه هېواد د افغانستان بانک ۹.۵ میلیارده ډالر شتمني د امریکا یا اروپايي هېوادونو له لوري کنګل شوې او افغانان دې پیسو ته لاسرسی نه لري.

د نوموړي په وینا؛ دې بندیزونو له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري دېره ستونزمنه کړې او دې هېواد ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې جوړې کړې دي.

د شیلر انستیتوت کارپوه وايي “د اروپايي او امریکايي هېوادونو دا کړنه په بهرنیو پانګوالو او سوداګرو منفي اغیز کوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کوي، ځکه چې نړیوال مالي سیسټم او په الکترونیکي ډول یې د پیسو راکړې ورکړې برخې ته لاسرسی محدودېږي.

دغه‌راز دا کړنې او بندیزونه ډېر ستړي کوونکي او ستونزمن دي او خلکو ته ګڼې ستونزې پېښوي، چې باید لرې کړل شي.”

ننګرهار کې څه باندې ۷۳ زره ډالرو په لګښت سربند او کانال جوړ شو

د ننګرهار ولایت کرنې رياست په چوکاټ کې د UNDP ادارې په ۷۳ زره او ۴۰۰ امريکايي ډالرو مالي لګښت د CBARD/ROP پروژې له مخې لعلپورې ولسوالۍ کې د يو سربند او کانال د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه سربند او کانال ۲۰۵ متره اوږدوالی لري، چې ور سره ۱۷۰ متره سلبونه، ۱۷۰ متره سوپر پسيج، دوه د اوبو کنترول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړې ديوالونه او ۱۷۰ متر کټپ وال لري.

په یاده پروژه کې ۶۰۰ متره کانالونه هم پاک شوي، چې د یو زر او ۵۰۰ جريبه ځمکې خړوبوي او ۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.

لوګر کې د خروار بند جوړولو چارې پیل شوې

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني، د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او‏ د لوګر ولایت د مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال ویلي؛ اوس د هېواد د اقتصادي پرمختګ او پراختیا وخت را رسېدلی‏ او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، یاد وزارت په رښتینې توګه هڅه کوي، چې خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین د افغانستان خلکو ته د رښتینو‏ خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به شپه او ورځ هڅې وکړي.
د خروار بند د جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره د داودخان د حکومت پر وخت پيل شوې وې، خو له بده مرغه د ځينې ستونزو له کبله یې چارې نیمګړې پاتې شوې.
اوس له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ د دغه بند د بیارغونې او جوړولو چارې بیا پيل شوې.
د خروار بند د ۳۶ متره په لوړوالي او د ۱۴۰ متره په اوږدوالي د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او تر بشپړېدو وروسته به کابو شپږ زره هکتاره‏ کرنیزه ځمکه خړوبه کړي چې نږدې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه استفاده وکړي.