ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1292

د شیلر انستیتوت کارپوه: افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره بشپړ امنیت تامین شوی

د شیلر انستیتوت کارپوه جیسون‌روس کابل کې ابن‌سینا نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته وايي، چې د ابن‌سینا کنفرانس یو عالي کنفرانس وو او زه ویاړم، چې د شیلر موسسې د یوه غړي په توګه مې ګډون پکې کړی وو.

ښاغلی جیسون‌روس د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه وايي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره بشپړ امنیت تامین شوی، هېچاته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه دی متوجې او فساد په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

د شیلر انستیتوت د یاد کارپوه په وینا؛ “ما له ډېرو افغانانو سره خبرې وکړې، هغوی د امنیت په راتګ ډېر خوښ وو او ویل یې، چې بې له کومې اندېښنې شپه او ورځ د هېواد بېلا بېلو برخو ته سفر کولای شي.

له اسلامي امارت وړاندې له ګڼو ګواښونو سره مخ وو، په ځانګړي ډول د شپې هېڅ ځای نه شوای تلی او هر وخت د وسله‌والو غلو او د سر او مال خطر موجود وو.”

ښاغلی جیسون‌روس د اسلامي امارت بله ستره او مهمه لاسته راوړنه افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه‌يي توکو کښت او خرڅلاو بندول او له منځه وړل ښودلي.

نوموړی وايي؛ اسلامي امارت افغانستان کې ثابته کړې، چې د نشه‌يي توکو ملاتړ نه کوي او په بشپړ ډول یې کښت او هر ډول کاروبار له منځه وړي.

د شیلر انستیتوت کارپوه ټینګار کړی، چې افغانستان کې د اسلامي امارت په پرله‌پسې هڅو د نشه‌يي توکو کښت او خرڅلاو صفر ته رسولی او په دې برخه کې یې بریالۍ هڅې کړې دي او دا ټولې نړۍ ته یو ښه خبر دی.

ښاغلی جیسون‌روس د افغانستان د اقتصاد اړوند وايي، چې د دې پر نفوسه هېواد د افغانستان بانک ۹.۵ میلیارده ډالر شتمني د امریکا یا اروپايي هېوادونو له لوري کنګل شوې او افغانان دې پیسو ته لاسرسی نه لري.

د نوموړي په وینا؛ دې بندیزونو له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري دېره ستونزمنه کړې او دې هېواد ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې جوړې کړې دي.

د شیلر انستیتوت کارپوه وايي “د اروپايي او امریکايي هېوادونو دا کړنه په بهرنیو پانګوالو او سوداګرو منفي اغیز کوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کوي، ځکه چې نړیوال مالي سیسټم او په الکترونیکي ډول یې د پیسو راکړې ورکړې برخې ته لاسرسی محدودېږي.

دغه‌راز دا کړنې او بندیزونه ډېر ستړي کوونکي او ستونزمن دي او خلکو ته ګڼې ستونزې پېښوي، چې باید لرې کړل شي.”

ننګرهار کې څه باندې ۷۳ زره ډالرو په لګښت سربند او کانال جوړ شو

د ننګرهار ولایت کرنې رياست په چوکاټ کې د UNDP ادارې په ۷۳ زره او ۴۰۰ امريکايي ډالرو مالي لګښت د CBARD/ROP پروژې له مخې لعلپورې ولسوالۍ کې د يو سربند او کانال د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه سربند او کانال ۲۰۵ متره اوږدوالی لري، چې ور سره ۱۷۰ متره سلبونه، ۱۷۰ متره سوپر پسيج، دوه د اوبو کنترول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړې ديوالونه او ۱۷۰ متر کټپ وال لري.

په یاده پروژه کې ۶۰۰ متره کانالونه هم پاک شوي، چې د یو زر او ۵۰۰ جريبه ځمکې خړوبوي او ۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.

لوګر کې د خروار بند جوړولو چارې پیل شوې

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني، د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او‏ د لوګر ولایت د مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال ویلي؛ اوس د هېواد د اقتصادي پرمختګ او پراختیا وخت را رسېدلی‏ او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، یاد وزارت په رښتینې توګه هڅه کوي، چې خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین د افغانستان خلکو ته د رښتینو‏ خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به شپه او ورځ هڅې وکړي.
د خروار بند د جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره د داودخان د حکومت پر وخت پيل شوې وې، خو له بده مرغه د ځينې ستونزو له کبله یې چارې نیمګړې پاتې شوې.
اوس له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ د دغه بند د بیارغونې او جوړولو چارې بیا پيل شوې.
د خروار بند د ۳۶ متره په لوړوالي او د ۱۴۰ متره په اوږدوالي د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او تر بشپړېدو وروسته به کابو شپږ زره هکتاره‏ کرنیزه ځمکه خړوبه کړي چې نږدې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه استفاده وکړي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: چهارشنـــبه

نېټه: ۱۵/۵/۱۴۴۵ھ ق، مطابق:۱۴۰۲/۹/۸ ھ ش

تورخم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

 ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې ۱۵۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۸۱ تنه کېده، ثبت او بایومټریک شوې؛ له دې ډلې ۳۸ کورنۍ (یو ان اېچ سي آر) ته او ۱۱۴ کورنۍ (آی او اېم) ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

مؤقت مېشت کولو کمېټه:

 نن په عمري کمپ کې ۳۵ کورنۍ ځای پر ځای کړل شوې.

په عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۳۰ بابه خېمې او اته تشنابونه نصب شول او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۳۰ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په عمري کمپ کې د مالي چارو کمېټې له لوري ۱۲۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتي کمېټې له لوري په عمري کمپ کې اوه زره او ۵۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ او تصفیه شوې اوبه ووېشل شوې او د مختلفو بنسټونو له لوري مرسته شوې ۷۵۰ کمپلې، ۴۵۰ بستې معدني اوبه، ۵۰۰ البسه او ۴۵۰ خوارکي مواد پر کډوالو ووېشل شول او په کمپ کې ۱۳۵ زره  لیټره اوبه هم تیارې کړل شوې.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولينو له‌خوا کډوالو ته ۵۲۱ عدده سیمکارتونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

کډوالو سره ناستې وشوې، د پروسې د مراحلو د طی کولو په اړه معلومات ورکول شول او له کرښې څخه اوښتونکي خلک وپوهول شول چې د کډوالو په نوم امتیازات تر لاسه نه کړي او له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.

له آی او اېم سره په هماهنګۍ کې پر کډوالو د کډوالۍ ۵۰ پاڼې ووېشل شوې.

 شپږ ورک ماشومان او شل ورک اسناد خپلو مالکانو ته تسلیم کړل شول.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

 د کارموندنې کمېټې نن ۱۵ تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، ۱۸۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان او ۳۱۳ تنه غریبکار ثبت کړي دي، چې ټولټال ۵۱۹ تنه کیږي.

اووه  ماشومان په کمپ او ولایتونو کې له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شول او ۱۶۸ کورنیو ته د چاودیدونکو توکو، نظافت او ماشوم ساتنې په اړه پوهاوی ورکول شو او د سلامتیا په موخه یې ورته تفریحي پروګرامونه برابر کړل شول.

سپین بولدک

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې ۲۰۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۹۵ تنه کېدل، ثبت او بایومټریک شوې، چې له دې ډلې ۱۵۹ کورنۍ چې ۸۵۷ تنه کیږي (آی او اېم) سازمان ته د مرستو په موخه وروپیژندل شوې.

۴۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۳۸ تنه کیږي او د (وي آر پي) سلیپونه او د (یو ان اېچ سي آر) کارټونه یې له ځان سره لرل، د (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

 له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۰۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۶۹۹ تنه کیږي، کابل، هرات او کندهار ولایتونو ته انتقال شوي او یادو کورنیو ته ۱۰۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۲۰۳ راستنو شویو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

 د سپین بولدک، تخته پل او ښوراندام کمپونو کې څلور زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې.

د روغتیايي ټیمونو له لوري ۲۲۳ تنه ناروغان تداوي شوي، د نهه زره ۳۴۱ تنو سکریننګ شوی او دوه زره ۳۶۸ تنو ته واکسین تطبیق شوی.

 ۷۰ زره  لیټره پاکې اوبه کمپ ته رسول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

لسګونه راستانه شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکول شو، کډوالو ته د غازي عبدالله خان او باران په کمپونو کې د صبر او زغم ویناوې وشوې.

 له رسنیو سره هم د راپورونو په جوړولو کې همکاري شوې ده.

پکتیکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د پکتیکا اړوند په انګور اډه کې دوه کورنۍ ثبت شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د مالي چارو د تنظیم کمېټې د مسئولینو له لوري دوه کورنیو ته لس-لس زره افغان ورکول شوي.

د خدماتو او صحي چارو د تنظیم کمېټه:

د خدماتو او روغتیايي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۳۹ تنه ناروغان تداوي شوي دي او څلور تنو ته واکسین تطبیق شوی دی.

د خدماتو کمېټې له لوري ۸۹ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې ده او په همدې ډول د شپې تېرولو لپاره هم ورته ترتیبات نیول شوي دي.

په ښرنه کې ۳۵ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوه.

زابــــل

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې پینځه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶ تنه کیږي ثبت او بایومتریک کړې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له زنځیر سیمې څخه پینځه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۵ تنه کیده، بېلابېلو ولسوالیو ته انتقال کړل شوې او په همدې ډول څلور زره او ۹۰۰ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د زابل ولایت په شملزو په زنځیر سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري پینځه کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

 نن په زابل کې د خدماتو کمېټې له لوري ۷۲ تنو ته ډوډۍ ورکول شوه.

 د سرې میاشتې ټولنې له لوري له پینځه کورنیو سره ۲۳ قلمه غیر خوراکي توکي او ژمنۍ جامې مرسته وشوه.

نیمــــــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۵۳ کورنۍ چې ۲۲۵ تنه کیږي، هیواد ته راستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شول او د آی او اېم سازمان له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته وشوه.

په همدې توګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه زره او ۹۲ تنه مجردین هم هېواد راستانه شوي، چې ۲۵۵ تنه د مرستو لپاره (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

په نیمروز کې ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۳۷ تنه کیږي، د کډوالو په لنډمهاله کمپ کې مېشت کړل شوې او د اوسېدنې ټول امکانات ورته برابر شول.

هـــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 په اسلام کلا بندر کې ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۹ تنه کیږي ثبت او بایومتریک شوې.

د مالي چارو کمېته:

د هرات په اسلام کلا بندر کې له ۳۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

اردوغان: نتانیاهو د غزې قصاب دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پر غزه د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو له امله د “غزې قصاب” بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشریزه ‘کاپ ۲۸مه’ کې د ګډون په موخه عربي اماراتو ته د سفر پر مهال کړې دي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړې، چې نتانیاهو غزه کې ستر او وېروونکي جنایتونه تر سره کړل او تاریخ کې یې د غزې د قصاب په توګه خپل نوم ثبت کړ.

د ترکیې ولسمشر ویلي “د نتانیاهو د دولت څرګندونو د بشرپاله موقتي اوربند څخه په دایمي اوربند د بدلېدو په تړاو زموږ هیلې کمرنګه او نیمګړې کړې.

دغه‌راز غزه کې د نتانیاهو ټول‌وژنو او بشري جنایتونو یهود ضد کړنې پراخه کړې او په دې کار سره یې د اسرائیلو او نړۍ د ټولو یهودو امنیت له ګواښ سره مخ کړ.”

ښاغلي اردوغان د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړې، چې متحده عربي اماراتو په ‘کاپ ۲۸مه’ سرمشریزه کې به د اقلیمي بدلون تر څنګ د غزې وضعیت او راتلونکي کې د دې سیمې له اوسېدونکو سره د مرستو کولو پر لارو چارو له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د اسانیتاوو رامنځته کولو په موخه د ادارو ډیجیټل کولو ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو ملي ادارې د ډیجیټلي کېدو پروسې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو خوندیتوب د افغانانو له اصلي اړتیا او د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه بللی او ویلي يي دي، د خوړو او درملو له خوندیتوب پرته هیڅ ټولنه له روغتیایي پلوه خوندي نه وي، متاسفانه په تېر کې له هیڅ پاملرنې او کنټرول پرته کیمیاوي او روغتیا ته مضر مواد د درملو او خوړو په توګه راوړل کېدل.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په پام کې لري، چې د خوړو او درملو ملي ادارې له پیاوړتیا سره له داخلي او راوړل کېدونکو تولیداتو څخه د افغانانو لپاره د خوړو او درملو خوندیتوب تضمین او د ملي او بین المللي معیارونو اړوند جوړ کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د خوړو او درملو په تولید او واردولو کې بوختو تاجرانو او مسولینو څخه غوښتي، چې د دیني او ملي وجیبې په توګه هغه درمل او خواړه چې د خلکو روغتیا زیانمنوي، تولید او وارد نه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو ملي ادارې ډیجیټلي کېدل یو مهم ګام بللی او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت ژمن دی، چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د کاغذ پرانۍ د ختمولو او د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره ټولې امارتي ادارې ډیجیټلي کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د رااېستل شویو کډوالو په اړه ویلي، تراوسه پورې تخمیناً له ۴۳۰ زره زیات کسان د ټولو بین المللي نورمونو برخلاف په اجباري توګه رااېستل شوي، اسلامي امارت د هغوی د ستونزو د حل لپاره کمېسیون جوړ کړی او یاد کمېسیون د راستنېدونکو کډوالو بېلابېلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ۱۲ ګونې کمېټې جوړې کړي او هره کمېټه د خپل واک په محدوده کې خپلې دندې په مختلفو نقاطو او بندرونو کې په ښه توګه ترسره کوي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت صنعتکارو هېوادوالو او تاجرانو ته چې غواړي هېواد ته راستانه شي لازمې اسانتیاوې برابروي.

د فابریکو د وسایلو، تاسیساتو او همدارنګه د استفادې وړ نقلیه وسایطو لېږد له ګمرکي تعرفې څخه معاف دی، هغوی ته په صنعتي پارکونو کې ځمکه وېشل کېږي او راستنېدونکو ماشومانوته د ښوونې او روزنې زمینه برابرېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د ژمي رارسېدو ته په پام په هېواد او بهر کې له اوسېدونکو افغانانو څخه غوښتي، څه یې چې په وس کې دي له راستنېدونکو هېوادوالو سره دې مرسته وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې کمې شي.

په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د اړېکو په پیاوړتیا ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي؛ د ترکیې ملت او دولت له افغانانو سره دیني، تاریخي او فرهنګي پیوند لري، دی او همکاران یې د ترکیې په سفارت کې کوښښ کوي، چې دا پیوندونه لا زیات پراخه او پیاوړي کړي.

د ترکیې سفیر د هرات زلزله ځپلو او را اېستل شویو افغان کډوالو سره د خپل هېواد د مرستو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ دا مرستې به وکولی شي، چې په سوړ موسم کې د کډوالو او زلزله ځپلو د ستونزو یوه برخه حل کړي.

 ښاغلي اونال په نړیواله کچه د دواړو هېوادونو د همکارۍ په برخه کې ویلي، د ترکیې او افغانستان دولتونه لکه څنګه چې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې همنظره دي د نړیوالو او اسلامي نړۍ د مسایلو او پېښو په اړه هم یو ډول دریځ لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، جِنک اونال  ته د ښه راغلاست  پرمهال د دواړو هېوادونو د دیني، تاریخي او فرهنګي پیوندونو یادونې ته په اشارې ویلي، دا پیوندونه د افغانستان او ترکیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې په راتلونکي کې هم پیاوړې کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو په اړه د ترکیې د ملت او دولت د مرستې او همدلي مننه کړې او زیاته کړې یې ده، دا مرستې د دوه مسلمانو او وروڼو ملتونو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو ښودونکي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره له بېلابېلو ادارو او کمېټو څخه کمېسیون جوړ کړی او شته امکاناتو ته په پام توانېدلی چې په ښه توګه یې مدیریت کړي.

زابل کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي او د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د زابل ولايت د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا په موخه په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست په رسمي ډول پرانيست.

د زابل والی مولوی حزب‌الله افغان سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبري پلاوي، د اسلامي امارت مسولینو او خصوصي سکتور له مسولینو سره په کتنه کې زابل د یو کرنیز ولایت او له پاکستان سره ګډې پولې له امله مهم او په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیستل يې اړین بللي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د بادینۍ ګمرک فعالېدل د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د نورو سرحدي ګمرکونو د فشار د کمولو او بهرنیو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو پر وخت د رسېدو لپاره مهم بللې او هیله یې ښودلې، چې په دې ولایت کې به ډیر ژر د صنعتی او سوداګریزو جوازونو د زیاتوالی شاهدان واوسو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو د اهمیت په پام کې نیولو سره د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولینو ته دنده سپارلې، چې د زابل له ولایتي ادارې سره په همغږۍ دې د صنعتی پارک لپاره ځمکې د تثبیت او د صنعتي پارک جوړیدلو د اسنادو د طی مراحلو لپاره وړاندیز د وزارت ته وړاندې کړی.