ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1293

محمدصابر معتصم باالله: هغه پروژې او قراردادونه چې په قانوني توګه پلي شوي د شرکتونو حقوق به یې نه ځنډول کیږي

د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم باالله د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې غونډه کې ویلي؛ هغه پروژې او قراردادونه چې په قانوني توګه پلي شوي او موثریت یې د اړوندو ادارو له لوري منل شوی وي، په دې برخه کې به د پلي کوونکو شرکتونو حقوق به ځنډ نشي.

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې له پینځه ساختماني پروژو، کرایه نیولو او د اداراتو اړتیاوو د تدارکاتو په اړه، خپلې موندنې وړاندې کړې او د کمېټې غړو د یادو پروژو په اړه بحث کړی.

په دې غونډه کې د قرادادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې دارالانشا د یادو موندنو په پام کې نیولو سره ځانګړي وړاندیزونه د کمېټې رهبري ته وړاندې کړي او په اړه يې د شریعت د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې شوي.

د چارو ادارې لوی رياست د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې هغه قراردادونه تفیکيک او تصفیه کوي، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې تدارکاتي پروسې او د پیسو ورکړه ځنډیلې وه.

غونډه کې پرېکړه شوې، چې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک دارالانشا د غړو وړاندیزونه او نظرونه دې د قراردادونو او پروژو په اړه وڅاري او یو هیئت دې د پروژو او اجناسو د هر اړخیزې بررسۍ په موخه وټاکل شي.

قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشرې او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې رییس قاري دین محمد حنیف د اروپايي ټولنې مشرې رافائلا یودیچي Raffaella Iodice او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

 په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټي استازو د مالیې وزارت، کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د افغاني سرې میاشتې ټولني او د بیرته راستنېدونکو هېوادوالو د امنیت مسول شتون درلود.

د اقتصاد سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې مشرې او مل پلاوي ته هرات ولایت کې د وروستیو طبیعي پیښو له امله زیانمن شوو وګړو او اوسمهال د پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو او د حل لارو په برخه کې معلومات ورکړي.

 د اروپايي ټولنې مشرې رافائلا یودیچی د افغانستان اسلامی امارت او بلخصوص د کډوالو لپاره د ځانګړي کمېسیون او اړونده کمېتو کړنې د قدر وړ بللي.

د اروپايي ټولنې لخوا د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۱۴۳ ملیونه ایرو مرستو ډاډ ورکړل شو.

د اروپايي ټولنې مشرې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټي ته ډاد ورکړی، چی د یادې ټولنې مرستې به د کمیټې سره په پوره همغږۍ اړمنو ساحو ته رسیږي او په راتلونکي کې یي هم د بشري مرستو د دوام هیله ډاد ورکړی.

ننګرهار کې څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ حلقوي سړک د وجاړۍ مخنیوي په موخه د یو استنادي دېوال د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه دېوال ۵۸ متره اوږدوالی او پینځه متره لوړ والی لري.

همداراز د یادې ولسوالۍ  په تور راغه سیمه کې د یو بل دېوال د رغونې چارې د ننګرهار ولایت د ټولګټو درییس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسولوینو په شتون کې پیل شوې.

د دغه دېوال اوږدوالی ۲۵ دی او شپږ متره لوړوالی لري.

د غه سړک چې د نهو ولسوالیو خلک د تګ راتګ پرمهال ترې ګټه پورته کوي، وړاندې یې د خرابوالي له امله شکایت کوو او د تېریدو پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې حوارې او د سرک د لا خرابېدو مخه به ونیول شي.

د هند په یوه تونل کې بند پاتې کارګر ۱۷ ورځې وروسته وژغورل شول

هندي چارواکو او رسنیو د هغو ۴۱ کارګرانو د ژوندي او روغ رمټ ژغورلو خبر ورکړی، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دغه هېواد په شمال اتراکنډ کې د کار پر مهال په یو تونل کې د ځمکې ښوېيدو له امله بند پاتې وو.

دغه ۴۱ کارکوونکو د یو معدن په تونل کې یې کار کوو، چې د عقرب په ۲۱ نېټه د غر ښووېدنې له امله په یاد تونل کې بند پاتي شو.

په دغې بند پاتې ورځو کې کارکوونکو ته د یو کوچني پایپ له لارې خواړه، اوبه او اکسیجن رسول کیده.

چارواکو ویلي، چې د ژغورنې دغه عملیات د پېښې په سیمه کې د سختو پېچلتیاوو او بند پاتې کسانو ته د لا ډېر خطر له متوجه کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټکني شول، خو عملیات یې په بریالي ډول ترسره او ټول ۴۱ بند پاتې کسان یې سلامت ژغورلي دي.

د اترکنډ ایالت په یوه تونل کې دغه ایسار کارکوونکي د یوه داسې پایپ له لارې راویستل شوي، چې ۹۰ سانتي متره سور یې درلود او د خاورو له منځه تونل ته غځول شوی و.

مرسته کوونکي په دې توانیدلي، چې پایپ هغه ځای ته ورسوي چیرې چې کارګر بند پاتي وو.

بند پاتې ۴۱ کارکوونکو څخه یو تن هم ټپي شوی نه دی، خو له ژغورنې وروسته د طبي معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د هند ولسمشرې دروپادي میورمیو پر ایکس پاڼه لیکلي: ”خوښه شوم او د ارام ساه مې واخیسته چې د اتر کنډ ایالت په تونل کې ټول ایسار کسان وژغورل شول. ”

نوموړې د ژغورل شوو کسانو لپاره هڅې د انساني مقاومت بېلګه یاده کړې.

میورمیو د یادو کارکوونکو د هڅو او کړنو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ له کورونو لېرې د مهمو تاسیساتو په ودانیزو چارو کې د دوی د کار او زیار احسان من یو. 

چارواکو ویلي، چې د ژغورنې دغه عملیات د پېښې په سیمه کې د سختو پېچلتیاوو او بند پاتې کسانو ته د لا ډېر خطر له متوجه کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټکني شول، خو عملیات یې په بریالي ډول ترسره او ټول ۴۱ بند پاتې کسان یې سلامت ژغورلي دي.

شیرمحمد عباس ستانکزی: په راتلونکو څو ورځو کې به هند کې افغان سفارت بېرته فعالیت پیل کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ډهلي کې د افغان سفارت د بیا پرانیستو په موخه د اسلامي امارت په لارښوونه د حیدراباد او ممبی قونسلګریو کارکوونکي د ډهلي سفارت ته ورغلي او ډېر ژر به خپل فعالیت بېرته په عادي توګه پیل کړي.

ښاغلي ستانکزي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپاري.

دغه‌راز د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو ته دې د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي.

شیرمحمد عباس ستانکزی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان کړنې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

ښاغلي ستانکزی وايي، چې اسلامي امارت پخپل بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري او په دېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ فعاله دي.

دغه‌راز کابل کې هم د ۲۰ هېوادونو سفارتونه فعاله او ډیپلوماټیکې چارې مخته وړي.

مولوي عطاءالله عمري: د کرنې وزارت بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې ژمنتیا لري

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لسګونو اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.
په دغو لیدنه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د کرنې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د یاد وزارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې.

کرنې وزارت ته د بېلابېلو ولایتونو راغلیو اوسېدونکو سره د لیدنې په ترڅ کې مولوي عطاء الله عمري بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د کرنې وزارت پر ژمنتیا خبرې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر دغه راز د مراجعينو د ستونزو د حل په موخه اړوندو کاري څانګو ته لازمې سپارښتنې کړي او له اړوندو مسولينو يې غوښتي، چې د مراجعينو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۷/۹/۱۴۰۲ ھ ش

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • نن په تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري (۱۰۹) کورنۍ او (۴۵۴) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • نن (۴۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۷۵) تنه کیږي ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ولایتونو ته انتقال او یادو کورنیو ته (۹۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

  • نن (۴۰) راستنې شوې مهاجرې کورنۍ په عمري کمپ کې په مؤقت ډول ځای پر ځای کړل شوې.
  • نن په عمري کمپ کې (۳۰) خېمې او (۸) تشنابونه د نقشې مطابق نصب شول او (۱۰۸) ټانکیو کې اوبه واچول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا (۷۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي.
  • د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۷۵۰) کمپلې، (۴۵۰) بستې معدني اوبه او (۷۵۰) څادرونه، بوټونه او کوټونه، (۴۵۰) بستې خوارکي توکي او همدارنګه (۱۴۰۰۰۰) ليټره اوبه رسول شوي دي.
  • د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۵۵۲) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

  • د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۸) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) حافظان، (۳۱۴) غریبکار او (۸۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۱۳) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

  • د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
  • پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شو، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي.
  • د ای، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر مهاجرینو د مهاجرت سلګونه پاڼې ووېشل شوې.
  • (۶) ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو زیاتې ورک اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • د سپین بولدک په سیمه کې (۳۱۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۹۰) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
    له دې جملې (۲۴۱) کورنۍ چې (۱۲۸۲) افراده کېدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۷۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۰۸) تنه کيده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۰۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۸۳۹) تنه کیږي کابل، هرات او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۳۳۳) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • نن په عمري او ښوراندام کمپونو کې (۵۴۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۷۰۰۰۰) لیټره اوبه هم رسول شوي.
  • نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۲۷۶) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۴۸۰) تنو ته بیلابیل واکسیونونه تطبیق شوي او د (۱۲۷۹) کسانو سکرینینګ شوی.
  • نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۷۹۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه له لوري د پکتیکا اړوند د انګور اډې په سیمه کې (۳) مهاجرې کورنۍ ثبت شوې.

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د انګور اډې څخه کمپ ته او له هغه ځایه خپلو سیمو ته (۳) کورنۍ انتقال شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن (۳) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د روغتیايي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه کې (۸۲) تنو ته روغتیايي خدماتو وړاندې شوي.
  • نن په انګور اډه (۸۳) تنه مهاجرینو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
  • د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۴) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

زابــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د زابل په شملزو ولسوالۍ کې (۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۹) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولينو له لوري ثبت او راجسټر شوي دي.

د ټرانسپورت او انتقال کمیټه:

  • نن د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري (۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۲) تنه کیده، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته (۴۵۰۰) کرایه هم ورکول شوه.

د مالي د تنظیم کمېټه:

  • د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په زابل کې له (۴) کورنیو سره لس-لس زره افغاني مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو د تنظیم کمېټه:

  • د خدماتو او روغتیايي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴) کورنیو ته د روغتیا او خوړو په برخه کې رسیدنه شوې ده او ورته د اوسیدو ځای برابر شوی دی.
  • د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ سره (۲۳) قلمه د خوراکي، غیر خوراکي او البسې مرسته وشوه.

نیمـــــــــــــــــــرزو

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۸۶) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.
    په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې (۲۵۶۲) تنه مجردین هم ثبت شوي چې له دې ډلې (۲۹۸) تنه د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي دي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

  • په نیمروز کې نن سه شنبه (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۱۷) تنه کیږي، د مهاجرینو په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای او د اوسیدنې ټول امکانات ورته برابر کړل شول او د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

هـــــــــــــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن په هرات کې د اسلام کلا بندر له لارې (۶۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲۷) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

د مالي‌ چارو کمېټه:

  • نن په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴۳) کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

کـــــــــــــــــــابل


د مرستو د جلب او جذب کمېټه:

*د جلب او جذب کمېټې مشر او د اقتصادی وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد حنیف کابل کې د الغرافه مؤسسې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره کتنه کې له افغان مهاجرینو سره د یادې موسسې (۱۰۰) زره ډالره نغدي مرسته تر لاسه او د مهاجرینو د مالي چارو کمېټې رئیس ته تسلیم کړه، د نورو مرستو ژمنه هم وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • په کابل کې د ټرانسپورت او انتقال کمېټې د رهبرۍ او غړو ترمنځ ناسته کې د دې کمېټې د تېرو فعالیتونو ارزونه وشوه او د راستانه شویو مهاجرینو د انتقال په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او ټینګار وشو.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د حماس او اسرائیلو تر منځ د بندیانو تبادله؛ ۳۰ فلسطینیان او ۱۰ اسرائیل ازاد شوي

د صهیونیستي رژیم او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې په پینځم پړاو کې ۳۰ فلسطینیان، چې ۱۵ ښځې او ۱۵ ماشومان دي د اسرائیلو له زندانونو ازاد شوي.

په بدل کې حماس هم ۱۲ اسرائیلیان چې ۹ ښځې، یو ماشوم او دوه ټایلنډیان پکې شامل دي، ازاد کړي دي.

د حماس او صهیونیستي رژیم تر منځ د اوربند او شوې هوکړې له مخې دا د بندیانو د تبادلې پینځم پړاو دی.

د پرون سې‌شنبې ورځې له تبادلې سره تر دې دمه د حماس له لوري ۸۱ اسرائیلیان ازاد شوي.

دغه‌راز د صهیونیستي رژیم له لوري بیا ۱۸۰ فلسطینیان ازاد شوي دي.

د حماس او اسرائیلو تر منځ په پیل کې په څلور ورځني اوربند هوکړه شوې وه، چې دوې ورځې نور هم وغځېد.

د بندیانو د تبادلې جریان دواړه لوري د اوربند غځولو ته هیله‌مند کړي او ښايي پینځه ورځې نور هم اوږد شي.

مولوي ذاکر: ټول افغانان باید د هېواد د ابادۍ لپاره یو موټی شي

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د کابل ښار اتمې ناحیې له لسګونو علمای کرامو، د ګذر وکیلانو، متنفذینو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

 په دې ليدنه کې راغلو علماوو او مشرانو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ژمنه تازه کړې او ویلي يي دي، په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت اساسي پروژې پیل کړې دي.

دوی زیاته کړې، په تېره اداره کې، د جنايي جرمونو، قاچاق او مخدره توکو کچه اوج ته رسېدلی وه، په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې فساد ځای نیولی وو، خو د اسلامي نظام له حاکمېدو سره د جرمونو، قاچاق او مخدره توکو مخه نیول شوې او په ټول هېواد کې د امن ټغر خپور شوی دی.

دا چې اسلامي نظام حاکم شوی باید له دې فرصت څخه د اسلام، هېواد او هېوادوالو په ګټه، سمه استفاده وشي او افغانستان تلپاتې ثبات ته ورسول شي.

یادو مشرانو، دغه راز د اتمې ناحیې د ولسونو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له لوی رییس سره شریک کړي.

مولوي ذاکر له راغلو علماوو او مشرانو څخه په مننې ویلي، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شي.

نوموړي زیاته کړې، د تاریخ په اوږدو کې پر افغانستان فکري، فرهنګي او نظامي یرغلونه شوي، خو د افغانستان غیور او مجاهد ملت یو بل ته لاسونه ورکړي او پر وړاندې یې سپر شوي، چې په پایله کې يې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی چې امنیت يې تامین شوی، هر افغان ته خپل حق رسېږي او په ډېرو کمو امکاناتو د بیارغونې او ابادۍ کارونه شروع شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اتمې ناحیې د اوسېدونکو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې له سرپرستې رافیلا لودیک او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

خلیل الرحمن حقاني آغلې رافیلا لدیک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په پاکستان، ایران او ترکیې هېوادنو کې د کډوالو د وضعیت او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د ارقامو په اړه معلومات ورکړي.

 رافیلا له حقاني څخه د راستنېدونکو کډوالو د غوره مدیریت او تنظیم په برخه کې مننه کړې او ویلي يي دي، دا ستاسو ځانګړی مهارت او فن و چې په دې اندازه راستنېدونکي مو ښه مدیریت او خدمات مو ورته وړاندې کړل.

نوموړې زیاته کړې؛ موږ باید په ګډه او پوره همغږۍ راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړو او همدا راز یې د راستنېدنکو کډوالو له پاره د ۱۴۲ میلیون یورو مرستې اعلانولو وعده کړې.

رافیلا همداراز ویلي؛ موږ به په ګډه له یونیسار او ای، او، ایم سره هم د راستنېدونکو په اړه د همغږۍ ناستې ولرو او په هر ډول شرایطو کې ستاسو سره همکارۍ ته چمتو یو.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د اروپایي ټولنې له سرپرستې او مل پلاوي له همکاریو  څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ کوربه هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ایران او ترکیه د افغان کډوالو د ځورولو څخه لاس واخلي او د دوی انساني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي او همداراز دې خپل اموال له دوی څخه په ناقانونه توګه و نه سپموي نه کړي.

همدا راز یې راستنېدونکو ته د خېمو او کور جوړولو په موخه د زیاتو مرستو غوښتنه کړې او د اسلامي امارت له لوري یې دوی ته د امنیت او شفافیت ډاډ ورکړی.