ورځ: دوشنبه
نېټه: ۱۳/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۶/۹/۱۴۰۲ ھ ش
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۱۲۵ کورنۍ او ۶۰۱ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۵۶ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۵۰ کورنۍ مهاجرې او پاتې شپږ کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۴۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۲۰ تنه کیږي، د ۱۶ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول شوي او یادو کورنیو ته اته زره او ۵۰۰ افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا اته زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوې.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې ۶۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۷۵۰ څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۴۰۰ بستې خوارکي توکي او قرطاسیه باب توزیع شوي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د اته ټانکرنو په واسطه ۱۴۰ زره لېټره اوبه رسول شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۸۶ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمېټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سندر لرونکی، دوه د لیسانس سند لرونکي، یو تن حافظ، ۳۵۸ غریبکار او ۶۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۴۲۷ تنه کیږي.
۳۹۷ ماشومانو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه ورته د لوبو او تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي.
عمري کمپ څلور ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۲۳۳ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۳۱۸ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۲۰۲ کورنۍ چې یو زر او ۱۴۷ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۳۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۸۶ تنه کېده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
یو بندي کس هم ثبت شوی او یو تن بې سرپرسته ماشوم بیا (ام پي او) دفتر ته معرفي شو.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۷۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۵۹ تنه کیږي، د ۱۶ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، اروزګان، هرات او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۷۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له ۱۹۳ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ او ښوراندام کمپ کې پینځه زره تنه کډوالو ته د غرمې او ماښام لهخوا ډوډۍ ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا ۳۷۰ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۱۸۷ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۱۸۰ کسانو سکرینینګ شوی او ۱۳۴ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین شوی.
د تخته پل، ښور اندام او سپین بولدک کې کډوالو ته ۸۷ زره لېټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۶۷۷ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسې کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.
پکتیا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه د ډنډ پټان ولسوالۍ د خرلېڅیو په سیمه کې څلور کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۰ تنه کیږي، ثبت او بایومتریک شوې.
د مؤقت میشت کولو کمېټه:
د مؤقت میشت کولو کمېټې له لوري نن یوه کورنۍ په کمپ کې ځای پر ځای کړل شوه او د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ورته پوره تسهیلات برابر کړل شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په پکتیا کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري څلور کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا انګور اډه کې ۵۱ تنه ناروغان تداوي شوې.
په انګور اډه ۴۸ تنه کډوالو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۲۴ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء