ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1296

جده کې د خبري اژانسونو اتحاديې په ناسته کې، د مسلمانانو په وړاندې رسنیو کې د خپرېدونکي نفرت په مخنیوي خبرې شوي

د باختر اطلاعاتي اژانس رييس مولوي ضياء الحق حقمل د سعودي په جده کې ” د کرکې او تشدد په خپرولو کې د رسنيو رول” تر سرليک لاندې د اسلامي همکاریو سازمان د خبري اژانسونو د اتحاديې په ناسته کې ګډون کړی.

مولوي ضياء الحق حقمل وايي، چې په غونډه کې د فلسطین پر موضوع سربېره د اسلامي مقدساتو سپکاوی او د مسلمانانو په مقابل کې په رسنیو کې د خپرېدونکي نفرت په تړاو او د هغوی د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

همداراز په ناسته کې پر فلسطين روان ظلم د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو سخت وحشت او بربریت بلل شوی دی.

په یاده غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو او د نړۍ مهمو خبري اژانسونو د مسولينو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان مشر او د فلسطين د رسنيو وزير هم ګډون کړی و.

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له استازو سره لیدنه کړې

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې رییس قاري دین محمد حنیف د قطر هېواد د افغانستان لپاره د الغرافه بنسټ خاص استازو، د الغرافه خیریه بنسټ مالی مسول او یو شمیر استازو سره لیدنه کړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر هرات کې د زلزلي له امله د رامنځ ته شوي مالي او ځاني تلفاتو او وروسته بیا له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدو او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبري کړي.

عبدالله جلال جلال او احمد محمد القرآني افغانستان کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ په استازیتوب د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې ته یی ډاډ ورکړی، چې د الغرافه خیریه بنسټ بشري مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ولری.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۲/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۵/۹/۱۴۰۲ ھ ش

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې ۱۸۲ کورنۍ او یو زر او ۲۰ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

 په همدې ډول ۶۷ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۶۰ کورنۍ مهاجرېن او پاتې اووه کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

 د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن ۵۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۱۵ تنه کیږي، د ۱۷ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۹ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۱ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۱۱ دورې ترسره کړې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

 په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا لس زره او ۲۰۰ تنه کډوالو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې.

 د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۷۵۴ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول چې ياد سيمکارتونه وړيا دقيقې او انټرنېټ هم لري، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې استفاده وکړي.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۹۰۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۵۵۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۵۵۰ بستې غذايي مواد او ۲۰۰ فرشونه پر مستحقو کډوالو ووېشل شوې او ۱۴۰ زره لیټره پاکې اوبه هم برابرې کړل شوې.

 د تورخم عمري کمپ کې تر دې مهاله د ۹۶ زره او ۸۴۳ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره او ۲۳۹ تنه د اسهالاتو ناروغان، ۷۰ تنه د شري شکمن ناروغان، ۱۱۷ تنه د ډينګي شکمن ناروغان، شپږ زره او ۹۹۸ تنه د پوستکي ناروغان، اووه زره او ۷۵ رواني ناروغان، اته زره او ۵۱۳ میندوارې ښځې په کې وې.

 په همدې ډول اووه زره او ۶۹۵ تنه واکسین شوي، ۱۳ زره او ۹۰۶ د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ په موخه سکرینینګ شوي، چې له جملې یې ۷۱۸ شدید او دوه زره او ۸۹۸ حاد خوارځواکه ناروغان وو او ۱۳۹ ملاریا ناروغان کتل شوي او وړیا درمل ورکړل شوي.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکی، درې حافظان، ۳۱۰ تنه غریبکار او ۷۲ تنه هېوادوال حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۹۱ تنه کیږي.

۵۲۵ تنو هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه د تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي. * عمري کمپ کې خپلو کورنیو ته (۳) تنه ورکې ماشومانې هم سپارل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د ثبت، تثبيت مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.

 پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي.

د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر کډوالو د مهاجرت سلګونه پاڼې ووېشل شوې.

۱۴ ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو زیاتې ورک اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:

د تورخم عمري کمپ کې د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.

په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو له‌خوا په یاد کمپ کې د نورو ودانیو په شان د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د کډوالو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.

د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټه:

په عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۳۲ خیمې ودرول شوې، ټوله ساحه اب پاشي او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۳۲ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

 د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۳۶۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۳۰۵ تنه کیږي، ثبت شوې.

 له دې جملې ۲۱۰ کورنۍ چې یو زر او ۵۵ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۵۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۵۰ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

 د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۱۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۸۴ تنه کیږي، د ۱۳ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، زابل، اروزګان، فراه او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۴ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۲۵۱ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي.

د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.

 د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا شپږ زره او ۲۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو د کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۵۵۹ تنه ناروغان تداوي شوي.

 همدارنګه د یو زر او ۲۷۸ تنو سکریننګ شوی، دوه زره او ۲۳۰ نارینه‌وو ته واکسین تطبیق شوی، د ملاریا څلور او د کورونا پینځه نمونې اخیستل شوي، ۱۶۷ تنو ته کورونا واکسین تطبیق شوی، دوه تنه مریضان استول شوي او شپږ ناروغان بستر شوي دي.

د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او ۸۵ زره لیټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۸۷۹ او د خصوصي شرکتونو له لوري ۹۶۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

 د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې یوه کورنۍ ثبت شوې ده.

 د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه کې ۵۲ تنه ناروغان تداوي شوې او پینځه تنو ته بیلابیل واکسینونه تطبیق شول.

 نن په انګور اډه ۳۱ تنه کډوالو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو اته عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستانه شویو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

 زابـــــــــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د زابل د شملزو کې دوه کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۰ تنه کیدل د ولسوالۍ مختلفو برخو ته انتقال شوې او د مالي کمېټې له لوري ورته درې زره او ۶۰۰ افغاني کرایه هم ورکول شوه.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۲۷ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۹۷ تنه کیږي او یو زر او ۷۰۶ تنه مجردین را ستانه شوي چې د مسولانو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۱۶ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۶۴ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۱۱۱ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

هــــــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په هرات کې د اسلام کلا په بندر کې ۱۴ کورنۍ او ۲۹ تنه چې ثبت او راجستر کړې او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي دفتر ته معرفي شول.

 د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

نن په اسلام کلا بندر کې د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسولينو له لوري ۲۰ عدده سیمکارټونه پر کډوالو ووېشل شول.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند: اسلامي امارت زرګونو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولین وایي، د اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړولو لپاره ډېره هڅه کړې او زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي اداراتو، خصوصي سکتور، د کانونو په استخراج او بېلا بېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، چې په تېر یوه کال کې په دولتي اداراتو کې ۵۳ زره زیات ځوانانو ته د کار جوازونه وېشل شوي او زیات ځوانان په دندو ګمارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت خصوصي سکتور ته ځانګړې پاملرنه کړې، د صنعتکارانو او کارخانو د مالکانو ستونزو ته یې رسېدنه کړې، دغه راز د معادنونو په استخراج کې هم په زیاته اندازه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث ملا هبة الله اخوندزاده حفظه الله د هدایت پر اساس هغه هېواد وال چې له پاکستانه راستنېږي ورته کمېسیون جوړ شوی، چې په یاد کمېسیون کې د کار موندنې کمېټه ایجاد شوې، چې د دې کمېټې مشري د کار او ټولنیزو چارو  وزارت پر غاړه لري.

دا کمېټه په تورخم، سپین بولدک او انګور هډه کې فعالیت کوي، هغه هېوادوال چې له بهره هېواد ته راستنېږي د تحصیلي سند ته په کتو ځوانان ثبتېږي او په راتلونکې کې به په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو وګمارل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلان لري په نږدې راتلونکي کې هغه هېوادوال چې زده کړي یې نیمګړې پاتې وي، ورته فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ کړي، چې له دې لارې به مو ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

مولوي عطاء الله عمري: په ځان بسیاینې او د خوړو خوندیتوب په موخه د کرنې په برخه کې یو ځنځیري سیسټم په پام کې لرو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) له استازې مېرمن عنابه سوده سره لیدنه کړې او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه یې د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري د کارموندنې، د کرنې د میکانیزه کولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د کرنې وزارت د مسولینو د هڅو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ کولای شو، چې د افغانستان د کرنې په برخه کې یو ځنځیري سیسټم په پام کې ونیسو، چې په کې ټولې برخې لکه پر ځمکه، اوبو او هوا څېړنه، کرکېله او بازارته تر وړاندې کولو پورې ټولې چارې په پام کې ونیول شي، ترڅو بزګران د ښه او زیاتو حاصلاتو په تولید سره، په ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب ترلاسه کړي.

د کرنې سرپرست وزیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د میکانیزې د نشتوالي او د میکانیزې د اړتیا په برخه کې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) استازې مېرمن عنابه سوده د کرنې وزير ته په افغانستان کې د يادې ادارې د فعاليتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړی او ډاډ يې ورکړی، چې د کرنې وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې عملي کوي، ترڅو مؤثریت او اغیزمنتوب یې ډېر شي.

 مېرمن عنابه سوده د مرستندویو ادارو د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت له هڅو څخه مننه کړې او د کرنې وزارت او مرستندویو ادارو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو د اداري بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې.

د کرنې وزیر دوی ته د کاري بهیر د چټکتیا ډاډ ورکړی.

له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC)  په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د مخدره توکو د کنټرول، د جرمونو مخنیوی او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تاسیس شو.

مولوي ذاکر: د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زیار ته اړتیا لري

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د هېواد له څو تنو نوښتګرو ځوانانو سره په لیدنه کې د هغوی اختراعات ستایلي دي.

دغو نوښتګرو ځوانانو د کورونو د ګرمولو داسې سیستم يې جوړ کړی، چې له بهره له راواردېدونکو وسایلو سره د رقابت توان لري او تر دې مهاله لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.

دغه ځوانانو زیاته کړې، د ګرمو سیمو لپاره یې د شنو خونو طرحه یې هم بشپړه کړې او په وینا يي اغېزمنتیا یې ډېره ده.

مولوي ذاکر د افغان ځوانانو نوښتونه د ویاړ وړ بللي او ویلي يي دي، د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زیار ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ځوانانو د نوښتونو د پراختیا او ودې په موخه هر راز همکاري کوي، څو په کور دننه اړتيا وړ توکو ته د تولید زمینه برابره شي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس یادې طرحې ستایلي، نوښتګر ځوانان يې هڅولي او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ وکړی دی.

سپين بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال چارې پيل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په ترکزی لومړي پارټ، ترکزي دوهم پارټ، محبوب شاه او ګلان کلیو کې د ۷۵ میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت د پینځه زره او ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال چارې پيل شوې.

د پرانیست غونډې په مراسمو کې یې د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال، د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رییس، د سيمې علمای کرامو، سپين ږیرو او مخورو ګډون کړی وو.

ملا محمد يونس اخوندزاده ویلي، د قوش تپي د پروژي څخه بغیر په هېواد کې تر ۵۰ زیاتي لویي نوری پروژي هم شروع دي .

دغه استنادي دېوال به د یادې ولسوالۍ رود، خپل مسير ته واړوي او سلګونه هکټاره ځمکه به د موسمي بارانونو او سیلابونو له زيان څخه خوندي کړي.

تير کال د همدې ولسوالۍ ځمکې د سيلابونو له امله زیانمنې شوې وې او رود له خپل مسير څخه اوښتی وو، چې د سپين بولدک او کندهار لويه لاره يې د دريو ورځو لپاره بنده کړې وه.

 د یاد استنادي دېوال په جوړولو سره به د رود اوبه مهار او ياده لويه لاره به د اوبو له زیان څخه خوندي شي.

خلیفه سراج الدین حقاني: د هېواد په پرمختګ کې ونډه اخیستنه د خپلواکۍ د نعمت شکرانه ادا کول دي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سيمه ييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې.

د غزني والي محمد امین عمري له ګاونډيو هېوادونو څخه په زور راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړي او ياد ولايت کې يې له مېشتو خلکو غوښتي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د یاد ولایت اوسېدونکو د دې ولايت تاریخي دورې ته په اشارې سره ویلي؛ غزني  له زرګونه کلونو راهیسې د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي په شان سترو شخصیتونو ټاټوبی دی د خپلو اسلامي او تاریخي ارزښتونو له مخې ځانګړی ځای لري.

په ناسته کې سوداګرو او صنعتکارانو هم شتون درلود، دوي د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه بللې، او په وينا يې امنيت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين ګام یاد کړی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ د افغانانو میړانې، د ځوانانو سپېڅلې ارادې او زړورتیا په برکت موږ د یوه ملت په توګه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. هر افغان باید د هېواد د پرمختګ په برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو د ازادۍ او خپلواکۍ د نعمت شکرانه ادا کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ بل هر وخت ته په کتو هېواد کې د بیارغونې او ابادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځ ته شوی دی.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال افغانانو سره ښه چلند وکړ، خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل.

د ياد هېواد دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې اوهېڅ راز قانوني توجېه نه لري.

سرپرست وزیر دغه راز له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو غوښتي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار کړی، له مسولينو يې غوښتي، چې د قدرت تر اغېز لاندې رانشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.

اسپانیا په نږدې راتلونکي کې فلسطین په رسمیت پېژني

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه امانویل البارس ویلي، چې هېواد یې په نږدې راتلونکي کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې ملاتړی دی.

ښاغلي البارس د اسپانیا له راډیویي شبکې RNA سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فلسطین هېواد تشکیل په منځني ختیځ کې د ثبات او سولې د تضمین لپاره حیاتي امر دی.

له دې وړاندې یو شمېر اروپايي هېوادونو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی وو، خو د فلسطین د رسمیت اړوند د اسپانیا څرګندونې د ډېری اسلامي هېوادونو له ملاتړ او هرکلي سره مخ شوې.

ټاکل شوې چې د اسپانیا لومړی وزیر پدرو سانچز د خپل بلجیمي سیال الکساندردي‌کرو په ملتیا اسرائیلو او منځني ختیځ ته هم سفر وکړي.