ورځ: شنبه
نېټه: ۱۱/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۴/۹/۱۴۰۲ ھ ش
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۲۴۲ کورنۍ او یو زر او ۱۶۲ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۶۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۵۲ کورنۍ مهاجرې او پاتې اته کورنۍ غیرمهاجرې ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۳۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۷۸ تنه کیږي، د ۱۴ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول او یادو کورنیو ته ۱۳۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۵ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۳۳ دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا لس زره او ۲۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوې .
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته ۹۳۰ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې ۹۰۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۵۵۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۵۵۰ بستې غذايي مواد او ۲۰۰ فرشونه پر مستحقو کډوالو ووېشل شوې او ۱۴۰ زره لیټره پاکې اوبه هم برابرې کړل شوې.
د تورخم عمري کمپ کې تر دې مهاله د ۹۶ زره او ۸۴۳ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره او ۲۳۹ تنه د اسهالاتو ناروغان، ۷۰ تنه د شري شکمن ناروغان، ۱۱۷ تنه د ډينګي شکمن ناروغان، شپږ زره او ۹۹۸ تنه د پوستکي ناروغان، اووه زره او ۷۵ رواني ناروغان، اته زره او ۵۱۳ امیندوارې ښځې په کې وې.
په همدې ډول اووه زره او ۶۹۵ تنه واکسین شوي، ۱۳ زره او ۹۰۶ د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ په موخه سکرینینګ شوي، چې له جملې یې ۷۱۸ شدید او دوه زره او ۸۹۸ حاد خوارځواکه ناروغان وو او ۱۳۹ ملاریا ناروغان کتل شوي او وړیا درمل ورکړل شوي.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، درې حافظان، څلور دیني عالمان، ۳۴۴ تنه غریبکار او ۶۳ تنه نارینه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۴۱۸ تنه کیږي.
۳۴۹ هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه ورته د لوبو او تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي.
پینځه هلکان له عمري کمپ څخه په ولایتونو کې خپلو کورنیو سره یوځای کړل شول او په همدې کمپ کې کورنیو ته څلور تنه ورکې نجونې هم سپارل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي.
د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر کډوالو د کډوالۍ ۱۵۰ پاڼې ووېشل شوې.
شپږ ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو پورته ورک شوي اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم عمري کمپ کې د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو لهخوا په یاد کمپ کې د نورو ودانیو په شان د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د کډوالو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټه:
عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۱۰۰ خیمې ودرول شوې، ټوله ساحه اب پاشي او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۳۲ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۳۹۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې دوه زره او ۶۴۷ تنه کیږي، ثبت شوې.
له دې جملې ۳۳۲ کورنۍ چې دوه زره او ۶۶۳ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۶۳ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۸۴ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ورپیژندل شوې.
د سپین بولدک له لارې ۳۷۲ کورنۍ د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک کړل شوې.
دوه تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۶۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۵۸۴ تنه کیږي، د ۱۳ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، زابل، هرات او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۸۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له ۳۹۴ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي.
همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا شپږ زره او ۲۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو د کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا ۵۵۹ تنه ناروغان تداوي شوي.
همدارنګه د یو زر او ۲۷۸ تنو سکریننګ شوی، دوه زره او ۲۳۰ نارینهوو ته واکسین تطبیق شوی، د ملاریا څلور او د کورونا پینځه نمونې اخیستل شوي، ۱۶۷ تنو ته کورونا واکسین تطبیق شوی، دوه تنه مریضان استول شوي او شپږ ناروغان بستر شوي دي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او۸۵ زره لیټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۸۷۹ او د خصوصي شرکتونو له لوري ۹۶۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې یوه کورنۍ ثبت شوې ده.
د ټرانسپورت او انتقال کمېټه:
له انګور اډې فرضي کرښې څخه کډوالو کمپ ته او له هغه ځایه یوه کورنۍ خپلې اړوندې ولسوالۍ ته انتقال شوله او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ورته لس زره افغانۍ مرسته هم ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا انګور اډه او ښرنه کې ۱۰۸ تنه ناروغان تداوي شوې او ۱۷ تنو ته بیلابیل واکسینونه تطبیق شول.
په ښرنه کې ۵۵ تنو ته او په انګور اډه ۴۲ تنه کډوالو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو شپږ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستانه شویو کډوالو ته د امنیت، خدماتو او نورو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شو.
نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۲۷ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۰۵ تنه کیږي او ۹۴۲ تنه مجردین را ستانه شوي چې د مسولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۲۶ کورنۍ چې افرادو شمېر یې ۹۶ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۸۲ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته ورپیژندل شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د راستانو شوو کډوالو سره د روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې خدمات وړاندي شول.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء