ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1298

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د اوزبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسولینو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ګډ پلاوي اوزبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسولینو سره لیدنه کړې.

مولوي صدر اعظم عثماني اوزبیکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ افغانستان او اوزبیکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې ګډې ګټې لري او موږ هم غواړو چې اوزبیکستان ته د خپل هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرات ډېر او په دې برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د ښو اړیکو په ټینګولو سره له افغانستان څخه اوزبیکستان ته د کرنیز محصولات صادرات ډېر کړو، په همدې ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه كې خپلو ښو اړيكو ته دوام وركوو.

د اوزبیکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ د افغانستان له حکومت سره ډېرې ښې اړیکې لرو او هڅه کوو، چې دا اړیکې نورې هم پراخې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ چې موږ د افغانستان لپاره پر یوه نوی سیستم کار کوو، چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې اعلان کړو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مشر خان محمد فروتن د سوداګرۍ د ارزښت په اړه خبرې کړي او له افغانستان څخه اوزبیکستان ته د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د ستونزو د حل غوښتنه کړې، چې د یاد هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو له خوا د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار محمد ولي وزیري په اوزبیکستان کې د صنعت د ودې یادونه کړې او د اوزبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسولینو یې غوښتي، چې د اړتیا وړ خام مواد له افغانستان څخه وارد کړي، ځکه چې افغانستان د خامو موادو په تولید کې ښه پرمختګ کړی دی.

هلمند کې د بست صنعتي ښارګوټي او دو راهي صنعتي پارک پرانستل شول

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د امارتي ادارو او خصوصي سکتور رییسانو او مسولینو، سوداګرو او صنعتکارانو د هلمند ولایت د دوو جلا مراسمو په ترڅ کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه کې د یوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او (دوراهي) په سیمه کې ملي صنعتي پارک په ۲۰۰۰ زره جریبه ځمکه کې پرانیست.

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر صنعتي کېدو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لری.

په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت مقام د پاملرنې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرخان بسیاینې ته نه شو رسیداي.

په یادو مراسمو کې د هلمند والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په یاد ولایت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نویو صنعتي پارکونو د پرانیستلو مبارکي ورکړې او خصوصي سکټور ته یې په یادو صنعتي پارکونو کې دپانګونې بلنه ورکړې ده.

د هلمند ولایت د خصوصي سکټور استازو په یوه وخت کې د دوو پارکونو پرانیستل په دې ولایت کې د صنعت د راتلونکي لپاره نیک ګام بللی دی.

په پای کې د دوو پارکونو د پرانستلو مراسم د پټۍ په پرې کولو او د افغانستان د صنعتي کېدو له لارې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په دعا سره پای ته ورسېدل.

د بلخ باستان دریم صنعتي پارک لپاره ۴ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

بلخ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ باستان دريم صنعتي پارک د احاطې دېوال د او واټونو د جوړولو چارې پیل شوې.

صنعت او تجارت وزارت د صنعتي پارکونو امر انجینر ریاض الحق ریاض ویلي؛ د دغه صنعتي پارک لپاره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزارت له لوري د څلور زره جریبه په اندازه ځمکه د مزارشريف ښار د حيرتان دو راهي په سيمه کې په واک کي ورکړل شوې، چي له دې ډلي یې په لومړي پړاوو کي پر ۲۴۴ جریبه ځمکه باندي صنعتي پارک او پاته ساحه باندي سوداګريز مرکز او د بېلابېلو فابریکو لپاره به په منظم ډول وټاکل شي.

د ښاغلي ریاض په وینا؛ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د صنعتي پارک لومړني کارونه، چي پکې۳.۶ کیلو متر دیوال او ۱۰ کیلو متر د سړک جوړوني پروژه شامله ده، چارې یې پیل او په شپږو میاشتو کي پای ته ورسیږي.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس ویلي؛ یو کال وړاندي د نوي صنعتي پارک لپاره همدا ساحه ټاکل شوې وه او اوسمهال د دغه پروژې عملي چاري پیل شوې او دا د صنعت کارانو لپاره یو لوی وياړ او لاسته راوړنه ده.

د ښاغلي ابوادريس په وينا؛ د اسلامي امارت مسولینو هر وخت د هېواد ملي تجارانو او صنعت کاران تشویق کړي او د دوی ملاتړ یې کړی، د ستونزو په وخت کي یې د مشکلاتو په حل کي جدي اقدامات کړي، ترڅو د هېواد د پرمختګ لپاره دا ډول پروژې عملي کړي.

په بلخ کې د صنعت او سوداګري رييس قاري امیرخان متقي ویلي؛ په یاد ولايت کې دغه دريم صنعتي پارک دی، چې د سوداګرو په واک کې ورکړل کيږي.

همداراز د صنايعو او معدنونو رييس امام الدين سنايي زاده ویلي، چې دغه صنعتي پارک کولي شي تر دېره د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

دا په بلخ ولايت کې دريم صنعتي پارک دی، چې د اسلامي امارت مسولينو لخوا سوداګرو او فابريکه لرونکو کسانو ته ځانګړی شوی دی.

د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د میمنې تجارتي کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې

د فاریاب ولایت مسولین وايي؛ چې د یاد ولایت په مرکز میمنه کې د یو سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې.

مسولین زیاتوي؛ دغه سوداګریز کمپلکس به په ۶۲۵ متر مربع ساحه کې جوړ او د څلورو پوړوو درلودونکی به وي، چې ټول لګښت (۲۱ میلیونه افغانۍ) یې د میمنې ښاروالۍ د عوایدو څخه ورکول کیږي.

د میمنې ښاروال ملا ګل احمد مبشر ویلي؛ د ميمنې ښاروالۍ له عوايدو څخه د ٢١ ميليونه افغانيو په ارزښت د دغه سوداګريز کمپلکس د جوړولو چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د ميمنې ښار سوداګريز کمپلکس د دغه ښار په مندووي کې موقعيت لري او د سوداګرۍ د بهير د ښه والي او سوداګرو ته د اسانتيا په رامنځته کولو کې ګټور او اغېزمن تمامېدلى شي.

ښاغلي مبشر همداراز زیاته کړې، چې د ميمنې سوداګريز کمپلکس د جوړېدو چارې به په اتو مياشتو کې بشپړې شي.

سوداګر او ښاریان د یاد سوداګریز کمپلکس له جوړیدو خوښ دي او په وینا یې، دغه کمپلکس به د سوداګرۍ او اقتصاد په وده کې یې مهم رول ولوبوي.

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۵ زره ټنه توکي لیږدول شوي دي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۸۵ زره ۸۰۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

په یاد توکو کې ۳۲۰ ټنه توکي صادر شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره زیاتوي؛ دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د کندوز د برېښنا ریاست په عوایدو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندوز د برېښنا ریاست مسولین وايي، چې د روان کال د ۸ میاشتو په عوایدو کې یې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندوز د برېښنا ریاست مرستیال انجنیر محمد صادق امین وايي، چې دغه ریاست په تېرو ۸ میاشتو کې ۸۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۵۱۹ میلیونه افغانۍ وې او دغه شمېره ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د نوموړي په وینا، د یاد ولایت د برېښنا ریاست عواید له تجارتي او رهایشي برخو څخه راټول شوي دي. د کندوز ولایت قلعه زال، کلباد، دشت ارچي او اقتاش ولسوالۍ له برېښنا څخه بې برخې دي، خو اسلامي امارت پوره هڅه کوي، چې یادې ولسوالۍ هم له برېښنا څخه برخمنې شي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه: ۱۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش 

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې ۲۳۶ کورنۍ او یو زر او ۲۲۵ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

په همدې ډول ۱۰۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۹۰ کورنۍ مهاجرېن او پاتې ۱۰ کورنۍ غیر مهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کي د خـدماتي  کمـېـټي له‌خـوا ۱۰ زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې .

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۶۸۶ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې یو زر او ۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۶۰۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۴۰۰ بستې خوارکي توکي توزیع شوي او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۴۵ زره  لیټره اوبه توزیع شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

 ۸۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۷۵ تنه کیږي، د ۲۸ عراده  مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول او یادو کورنیو ته ۱۱۵ زره  افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۹ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۱۳ دورې ترسره کړې.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن ماستر، یو تن د وړې دورې فارغ، ۳۰۰ تنه غریبکار او ۴۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۵۰ تنه کیږي.

۲۴۰ هېوادوالو ته، د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شوی.

په همدې ډول ۱۳۵ کډوالو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو او تفریح ځانګړي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

۱۴ تنه اطفال هیواد ته راستانه شول، درې تنه یې نن له خپلو کورنیو سره یوځاي کړل شول او متباقي په حمایوي مرکز کې ساتل کیږي، ترڅو کورنۍ یې پیدا شي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۳۰۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۷۱۱ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۲۵۲ کورنۍ چې یو زر او ۴۳۸ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۴۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۷۳ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

دوه  تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۷۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۵۸۸ تنه کیږي، د ۱۲ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، هرات او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۰۲ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۲۷۵ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي.

همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.

د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا شپږ زره او ۱۵۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۵۶۰ تنه ناروغان تداوي شوي. د یو زر او ۲۵ تنو سکریننګ شوی، دوه زره او ۳۰۰ نارینه‌وو ته واکسین تطبیق شوی، د ملاریا څلور نمونې او د کورونا پینځه نمونې اخیستل شوي، ۱۶۰ تنو ته کورونا واکسین تطبیق شوی، دوه تنه مریضان استول شوي او پینځه ناروغان بستر شوي دي.

د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او ۷۵ زره لیټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۸۵۰ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې څلور کورنۍ او ځنځیر سیمه کې بیا ۱۶ کسان ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه او ښرنه کې ۱۱۵ تنه ناروغان تداوي شوې او روغتیايي خدمات ښه ډول وړاندې کیږي.

په انګور اډه او ښرنه کې ۷۴ تنه کډوالو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو نهه عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

زابــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

د ترانسپورټ او انتقال کمېټې له‌خوا دوه کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۷ تنه کیږي، د زابل له شملزو ولسوالۍ څخه بلابیلو سیمو ته انتقال شوې او درې زره او ۲۶۰ افغانۍ کرایه ورکول شوه.

نیمــــــروز

ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۴۶ تنه کیږي او یو زر او ۷۳۵ تنه مجردین را ستانه او د مسولانو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۲۴ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۱۰۱ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۸۲ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د راستانو شوو کډوالو سره د روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې خدمات وړاندي شول.

هـــــــــرات

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلام کلا بندر کې له ۱۵ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري ل لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

غزه کې د څه باندې ۵۰ ورځنی جنګ وروسته څلور ورځني لنډ مهاله اوربند پيل شو

غزه کې د حماس او اسرائیلو تر منځ څلور ورځنی اوربند جمعه سهار پیل شو.

 د اوربند له پلي کېدو وروسته اسرائیلي الوتکې د غزې له فضا څخه وتلي، د غزې اوسېدونکي بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي او د مرستو بار وړونکي او سون توکو موټر د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته دننه شوې دي.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د هوکړې له مخې، څلور ورځنی بشري وقفه به په موقتي توګه پر غزې بریدونه ودروي او د بندیانو تبادله او بشري مرستې به پیل کړي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د اعلان شوي توافق له مخې، وروسته له دې چې اسرائیل او حماس په غزه کې نښتې ودروي، غزې ته د بشري مرستو لېږد به د رفاح سرحدي دروازې له لارې پیل شي.

همداراز غزه کې د څلور ورځني اوربند په لومړۍ ورځ د ۲۴ ښځو په ګډون ۳۹ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم له زندانونو او ۱۳ اسرائیلي اسیران د حماس له خوا آزاد شول.

 ورته مهال د حماس له خوا د یوې جلا هوکړې له مخې یو فلیپیني او ۱۰ تایلنډي زندانیان هم ازاد شول.

اوزبیکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه بڼونه او د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اوزبیکستان د کرنې وزارت د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه لیکونو پر بنسټ، د اوزبیکستان هېواد په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي.

دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د اوزبیکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په شتون کې د دواړو هېوادونو د کرنې د چارواکو له خوا د اوزبیکستان پلازمېنه تاشکند کې  لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ ټاکل شوې، چې د اوزبیکستان هېواد په بېلا بېلو برخو لکه؛ په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو بڼونو جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې بېلابېلو مېوه لرونکو بڼونو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیستم جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د غنمو او پنبې اصلاح شوي تخمونه کرل او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو سبو او خټکيو د کرکیلې په برخه کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره همکاري وکړي.

دغه بڼونه او کروندې د اوزبیکستان هېواد په تخنیکي او مالي او د افغانستان د کرنې سکتور د متخصصینو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې مناسبې اوبه، خاوره او اقلیم ولري جوړېږي.

دغه هوکړه لیکونه اوزبیکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د اوزبیکستان هېواد د کرنې وزارت د انګورو بڼونو، اصلاح شویو تخمونو او سبو د پانګونې برخې د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول.