ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1299

د روزګان ولایتي روغتون له ۷۰ بسترونو څخه ۱۵۰ بسترونو ته ارتقاء وکړه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد، د روزګان عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني او ورسره مل پلاوي د روزګان ولایتي روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره او دغه روغتون ته یې له ۷۰ بسترونو څخه ۱۵۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړه.

سرپرست وزیر همداراز د روزګان ولایتي روغتون څخه د لیدنې پرمهال ډاډ څرګند کړی، چې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه ( DH ) جوړو او په دې برخه کې پوره پلان او ژمنتیا شتون لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د روزګان ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کېږي او دوۍ به د کابل په بېلابېلو تخصصي روغتونونو کې روزنه ترلاسه کړي؛ تر څو د دې ولایت روغتیايي ستونزې حل کړي.

مولوي محمد علي جان احمد د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر څخه روزګان ولایت ته له راتګ او روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې قدردانی کړی او ویلي يي دي، په دې دوو کلونو کې په روغتیايي برخه کې روزګان ته ډېر خدمت شوی دی، چې ساری یې نه لیدل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت خپلو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات رسونه خپل مسولیت بولي.

چینايي پانګوال افغانستان کې د کاني توکو د تحلیل او پېژندنې معیاري لابراتوار جوړوي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس له يو شمېر چینايي پانګه‌والو سره لیدنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي معاونيت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر نن يو له شمېر هغو چينايي پانګوالو سره، چې افغانستان کې يې د کانونو په سکټور کې پانګونه کړې لیدنه وکړه.

یادو پانګوالو د اسلامي امارت له لوري بهرنیو سوداګرو او پانګه والو ته په رامنځته شویو اسانتياوو د خوښۍ ترڅنګ ویلي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره اوسني رامنځته شوي فرصتونه بې‌ساري او په ډېرو هېوادونو کې نشته.

دوی ویلي؛ په پام کې لري چې افغانستان کې د کاني موادو د تحلیل او پېژندنې یو معیاري لابراتوار جوړ او همداراز د کانونو د اکتشافي مراحلو په برخه کې په لويه کچه پانګونه وکړي.

مولوي ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ چین د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي ذاکر افغانستان کې د چین پانګونه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د ټولو ادارو دروازې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو پر مخ پرانیستې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې چینايي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی د پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو لمنځه وړلو لپاره به دوامداره همکاري ورسره وکړي.

استقلال انګوري فوټسال لوبډله د غزني جاغوري فوټسال سیالیو اتله شوه

د غزني، جاغوري ولسوالۍ کې، د دې ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې فوټسال سیالۍ، چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ، نن د یوې جذابې سیالۍ وروسته د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته وررسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه د استقلال انګوري او امید ځیرک لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې یې استقلال سیالې لوبډلې ته ۳ ـ ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون

د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: پنجشنبه
نېټه: ۹/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۴۰۲/۹/۲ ھ ش

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • نن په تورخم کې (۲۴۴) کورنۍ او (۱۲۶۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
  • په همدې ډول (۲۵۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۲۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۹۶۳) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • نن (۶۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۵۸) تنه کیږي، د (۱۹) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل او کونړ ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۵۹۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
  • د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۲۴) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۳۴) دورې ترسره کړې.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:

  • د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۴) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۱) تن دیني عالم، (۲۹۸) تنه غریبکار او (۴۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۳۴۷) تنه کیږي.
  • د کارموندنې کمېټې له لوري په عمري کمپ کې (۱) تن ورک ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او همدارنګه ګرانو هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شوی.
  • په همدې ډول ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو او تفریح ځانګړي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:

  • د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې د مسئولينو له لوري د تورخم په عمري کمپ کې د کمېټو مجاهدینو ته لازمې توصيې وشوې.
  • په عمري کمپ کې دوه جوماتونو ته دلاوډسپیکرونو سیستم هم فعال شو.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • د سپین بولدک په سیمه کې (۲۱۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۱۹۶) تنه کیږي، ثبت شوي دي
  • د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک آمریت له لوري بیا (۲۸۳) کورنۍ بایومټریک شوي دي.
  • له دې جملې (۱۹۱) کورنۍ چې (۱۰۶۹) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۲۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۲۷) تنه کیده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
  • (۹) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي او (۵) تنه بې سرپرسته ماشمانو (ام پي او) ارګان ته معرفي شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۷۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۶۵۴) تنه کیږي، د (۲۱) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندوز، کابل، هلمند او نیمروز ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۰۸۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۲۶۵) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

  • نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
  • د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسې کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې (۴) کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۷۶) تنه ناروغان تداوي شوې او (۶) تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
  • نن په انګور اډه او تروو کې (۲۰) تنه مهاجرینو او کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
  • نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

  • د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعليمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۴) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:

  • د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په انګور اډه کې (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۱) تن دیني عالم، (۱۶۹) تنه غریبکار او (۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۱۷۳) تنه کیږي.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې (۱۴۲) تنه کیږي او (۲۱۷۳) تنه مجردین را ستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۲۶) کورنۍ چې افرادو شمېر یې (۱۰۴) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۶۶) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

هـــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن په اسلام کلا کې (۷۷) تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • نن د اسلام کلا بندر کې له (۳۲) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

کندهار؛ سپین بولدک ولسوالي کې د بېړنیو پېښو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې د بېړنیو پېښو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد روغتون د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دين محمد حنیف او ځایي چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال ویلي، چې معیاري روغتیايي خدمتونو ته د هېوادوالو لاسرسي، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړولو، د روغتونونو ارتقا او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو په عملي ډول کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې؛ کندهار ولایت ١٩ ولسوالۍ لري، چې یوازې د یوې ولسوالۍ په کچه (DH) یو روغتون لري او پاتې ۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتون نشته.

دغه‌راز د ټول هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې د یوې ولسوالۍ په کچه (DH) روغتونونه شتون لري او پاتې نورو ولسوالیو کې هېڅ د ولسوالۍ په کچه روغتون نشته.

ښاغلي عباد ډاډ ورکړی، چې عامې روغتیا وزارت به د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه جوړ کړي.

د ډاکټر قلند عباد په وینا؛ عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې له ٣٠٠ زیات روغتونونه جوړ کړي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي همداراز د هېواد په نورو نېږدې او لېرې پرتو سیمو کې په روغتیايي برخو کې د پرمختګ او ځان بسیاینې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د عامې روغتيا وزارت تېره ورځ په باميان ولایت کې ٢٣ روغتیايي ځالې/مرکزونه پرانیستل او همدارنګه په فراه ولایت کې ٧ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.

د دې تر څنګ به ډېر ژر په سپين‌بولدک کې د ولسوالۍ په کچه (DH) روغتون جوړ کړو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا بودیجه هم ورته منظوره شوي ده.

ښاغلي وزیر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول له خپلو لومړیتوبونو ګڼلي او ویلي یې دي، چې موږ له ٣٠٠ زیات روغتیاپالان بهرنيو هېوادونو ته د تخصصي برنامو لپاره لېږلي دي، تر څو هېواد ته د خدمت جوګه و ګرځي.

ښاغلي وزیر په وروستۍ برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره د لیدنې اړوند ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره مو لیدنه وکړه، ټولو وزیرانو ته يې همدا سپارښتنه وکړه، چې د خپل ولس خدمت وکړئ، همدا د خدمت وخت دی.

د یادونې وړ ده، چې د بېړنیو پېښو د درملنې یاد روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ جوړ شوی، چې بېړنیو خدمتونو د خلکو د لاسرسي ښه کول، بېړنیو ناروغانو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او د چمن له فرضي کرښې څخه تېرېدونکو مسافرو ته به د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.

نورالدین عزیزي کندهار کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د کندهار ولایت شوراندام صنعتي پارک کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

یاده فابریکه په سل جریبه ځمکه د خصوصي سکټور د لسګونه میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړېږي.

دا فابریکه به د پینځو کلونو په موده کې جوړه شي، چې په یوه ورځ کې به تر ۵ زره ټنو پورې د تولید ظرفیت ولري.

دغه‌راز لومړی پړاو چارې به یې په راتلونکي کال کې بشپړ شي، چې د تولید ظرفیت به یې ۱۵۰۰ ټنه وي.

د دې تر څنګ به یې په فعالېدو سره له ۵ زره زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپو


ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۸/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱/۹/۱۴۰۲ ھ ش


تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۳۲۷ کورنۍ او یو زر او ۶۶۷ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۱۶۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۳۷ کورنۍ مهاجرېن او پاتې ۲۳ کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۱۰۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۵۶۰ تنه کیږي، د ۳۴ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته ۱۳۷ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د کډوالو د لیږد لپاره ۱۷ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۵۲ دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۲۶ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې یو زر او ۳۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او یو زر او ۲۰۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۴۵۰ بستې خوارکي توکي توزیع شوي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خیمو څخه څارنه وکړه، چې راستنېدونکي افغانان یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل.
همدارنګه د اته ټانکرونو پرمټ ۱۳۲ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې اووه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند درلودونکی، څلور تنه حافظان، دوه تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۳۷۷ تنه غریبکار او ۱۰۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۴۹۷ تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.
د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ کډوالو ته د کډوالی ۲۰۰ پاڼې ووېشل شوې.
د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې د مساجدو او زده‌‌دکړو تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په کمپونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو له‌خوا په یاد کمپ کې د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د کډوالو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.


سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۳۱۹ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۷۳۴ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۲۸۴ کورنۍ چې یو زر او ۵۴۸ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۳۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۸ تنه کېده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
څلور تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۳۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۳۶ تنه کیږي، د ۲۲ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، هلمند او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۳۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو د جوړولو زمینه برابره کړل شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال د غازي عبدالله خان لېسه په کمپ او د باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا شپږ زره او ۹۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۶۸۴ تنه ناروغان تداوي شوي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۹۲۷ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.


پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)


د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه او ښرنه کې ۸۹ تنه ناروغان تداوي شوې او اووه تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
په انګور اډه او تروو کې ۳۵ تنه کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۵ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د بېرته راستنېدونکو کډوالو په هکله د پنډغالي له مسولینو مجموعي معلومات راټول کړل شول، چې تر اوسه څومره کورنۍ په دې فرضي کرښه بېرته هیواد ته راستنې شوې دي.


زابــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې شپږ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۸ تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:
نهه کورنۍ له زنځیر سیمې شملزو ولسوالۍ، شینکۍ ولسوالۍ او سره زنګل سیمې ته انتقال شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلامي امارت له بودجې څخه نن څلور کورنيو لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پرون او نن د امربالمعروف او نهی عن المنکر د مسئولينو له لوري راستانه شویو کډوالو ته د صبر او زغم توصيه وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
۱۵۹ تنه کډوالو او د کمېټو مسئولینو ته ډوډۍ ورکړل شوه او د کډوالو ناروغانو تداوی هم وشوه.
څلورو کورنيو ته ۲۱ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې دي، ورکړل شول.


هـــــــــرات


د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلام کلا بندر کې له ۲۹ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۰ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.


د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

روغه سټه | سینه بغل یا نومونیا څه ډول ناروغي ده؟