کندهار کې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شوری غونډه وشوه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وزیرانو ته هر اړخیزه وینا وکړه او ويې ویل، ستاسو مسولیتونه خورا درانه او د ښه خدمت په صورت کې د دنیا او اخرت د کامیابۍ ذریعه دي.
نوموړي زیاته کړه، اوسنی اسلامي نظام د افغان مجاهد ولس د بې سارو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی، چې په دې توګه د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسولینو لومړنۍ دنده بلل کیږي، په هر وزارت پورې د افغانستان د قریب ۴۰ ملیونه ولس حقوق اړه لري، نو که خدای مکړه کوم مسول غفلت کوي، د ۴۰ میلیونه ولس حقوق ورسره ضایع کیږي.
موږ او تاسو باید د خپل ولس قدر او خدمت وکړو، د دې لپار چې دې ولس له موږ سره ډيره وفا کړې ده، پام چې بې وفایي ور سره ونه کړئ، ټول ولس ته په یوه نظر ګورئ، ځکه چې تاسو اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسولین نه یاست؛ بلکې د ټول افغانستان مسولیت په غاړه لرئ.
محترم امیرالمؤمنین وویل، هره دوره تیرېدونکې ده، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو، چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پریږدو.
نوموړي زیاته کړه؛ کوښښ کوئ، چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین توصیه وکړه، چې د تېرو بدنامو مسولینو له انجام څخه عبرت واخلئ، د علمي او جهادي دورې عادات درڅخه هیر او پاتې نه شي، د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې را ولئ، که مسولیت در وسپارل شو خوشحاله کیږئ مه، او که درڅخه واخیستل شو خفه کیږی مه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د تجارت وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي، ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزيټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې وشوې.
همدا راز په راروان ژمي کې د خوراک او سون موادو د تهیه کولو او پر وخت رسولو په تړاو لازم تصاميم ونیول شول.
وروسته د افغانستان بانک د ریيس ملا هدایت الله بدري لخوا د افغانیو د ارزښت ساتلو او ورسره تړلیو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست د لا تقویت او ور سره تړلو ټولو برخو کې د لا ښه شفافیت په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.
هېواد ته د را ستنېدونکو کډوالو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري جوړ شوي کمېسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو تفصیل وړاندې کړ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین له لوري ټولو وزیرانو ته هدایت وشو ترڅو د کډوالو خدمت ته لاهم د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي.
له ګاونډیو او نورو هېوادو سره د اړېکو د لا پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه په موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت هم بحث وشو او د رغنده پالیسيو د پلي کولو لپاره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په سر پرستۍ د سیاسي کميسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسي او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.
د هېواد د نوی نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي ظرفیت لوړولو د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو د حلولو په تړاو تر بحث او مشورو وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول.