ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1301

حماس: غزه کې د څلور ورځني اوربند هوکړې ته رسېدلي یو

حماس په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې له سختو او اوږدو مذاکراتو وروسته د خدای ج په مرسته او د قطر او مصر په هڅو غزه کې لنډمهاله څلور ورځني اوربند هوکړې ته رسېدلي یو.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې هوکړې له مخې به د دواړو لورو تر منځ جګړه، د غزې په ټولو سیمو او برخو کې د صهیونیستي رژیم نظامي فعالیت او غزه کې د دوی د زرهي موټرو ځای پر ځای کول بند او ودرول شي.

دغه‌راز د بشري مرستو، درملو او سون توکو لېږدوونکې سلګونه لارۍ به له کوم محدودیت پرته د غزې ټولو سیمو ته ولېږدول شي.

د حماس په وینا؛ ۵۰ اسرائیلي ښځې او له ۱۹ کلونو کم‌عمره ماشومان به د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او له ۱۹ کلونو کم‌عمره ماشومانو په مقابل کې له بنده ازاد شي.

د دې تر څنګ به د څلور ورځني اوربند په موده کې د غزې په سویل او شمال کې ۶ ساعته د سهار له ۱۰ نه د مازیګر تر ۴ د اسرائیلو الوتکو پروازونه ودرول شي.

حماس په ټینګار سره ویلي؛ له اشغالګر رژیم سره هوکړه ته رسېدلي یو، چې د غزې په ټولو سیمو کې به پر هېچا برید نه کوي او خلک به د غزې له شمال څخه جنوب ته د صلاح‌الدین سړک له لارې ازاد تګ وکړي.

غزه د ۴۶ ورځنۍ جکړې له امله له ستر بشري ناورین سره مخ وه او اوسېدونکو یې په سختو ناخوالو، ګواښونو او زور زیاتیو کې ژوند کاوه.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۴۵/۵/۷ ھ ق، مطابق:۱۴۰۲/۸/۳۰ ھ ش

تورخـــم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې ۳۴۵ کورنۍ او یو زر او ۹۰۳ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

په همدې ډول ۲۰۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۷۲ کورنۍ کډوال او پاتې ۲۸ کورنۍ ناکډوالې ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کي د خـدماتي  کمـېـټي له‌خـوا ۱۱ زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې .

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۶۹ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې یو زر او ۳۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۱۰۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۶۰۰ بستې خوارکي توکي توزیع شوي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د اته ټانکرنو په واسطه ۱۴۵ زره ليټره اوبه رسول شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

د مؤقت مېشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خېمو څخه څارنه وکړه او راستنېدونکي مهاجرین یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل.

همدارنګه د اته ټانکرونو پرمټ په ۱۳۲ ذخیرو کې اوبه واچولې شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

 ۸۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۴۵۵ تنه کیږي، د ۲۳عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال او یادو کورنیو ته ۷۷ زره  افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د تورخم څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۷ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۵۲ دورې ترسره کړې.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۲۲ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه حافظان، درې تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۴۰۸ تنه غریبکار او ۱۷۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۶۲۶ تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کمپ په بېلابېلو برخو او د ډیورنډ فرضي کرښه کې له راستنو شویو کډوالو سره ناستې وشوې او د پروسې د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.

ډیورنډ فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.

د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ کډوالو ته د کډوالۍ ۴۰۰ پاڼې ووېشل شوې.

 ۴۶۵ تنه ماشومانو ته عامه پوهاوی ورکول شو، ۱۲ تنه ماشومان او په لسګونو ورک شوي اسناد اړونده کسانو ته وسپارل شول. حمایوي مرکز کې پینځه تنه ماشومان موجود دي.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کميټې د غړو له‌خوا نن د تورخم له لورې راغلو کډوالو ته په مشکلاتو کې د زغم توصيو ترڅنګ، د څو جلده قران عظیم الشان توزیع هم وشوه چې دا لړۍ به دوام وکړې.

په عمري کمپ کې د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.

سپین بولدک

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۲۹۳ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۶۵۵ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۲۲۱ کورنۍ چې یو زر او ۲۶۳ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۷۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۹۲ تنه کېده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ورپیژندل شوې.

پینځه تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۲۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۹۱ تنه کیږي، د ۱۸ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل، هلمند او اروزګان ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۱۹ زره  افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۲۸۱ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا ۶ زره او ۱۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۷۹۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۶۷۸ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۲۱ کسانو سکرینینګ شوی، ۲۱۸ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین شوی، د درې تنو د ملاریا نمونې او د اووه تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ درې مریضان استول شوي او شپږ تنه نور بستر شوي دي.

سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او تخته پل کمپ کې ۱۵ اتاقونو او رحمتي کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او بولدک کې د سرې میاشتې صحي ټیم ته برېښنا ورسول شوه.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۴۹۷ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

پکتیکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې په سیمه کې دوه کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا ۹۳ تنه ناروغان تداوي شوې او شپږ تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.

په انګور اډه او تروو کې ۶۳ تنه کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۹عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو سره مرکې وشوې او له رسنیو سره شریکې شوې.

کډوال د خدمتونو له وړاندې کولو څخه خوښ وو.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته دوه کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

پکتیا

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ۴۱ کورنیو سره په مجموع کې ۲۲ زره او ۶۰۰ افغاني مرسته وشوه.

زابـل

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۱۵ تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

د ترانسپورټ او انتقال کمېټې له‌خوا شپږ کورنۍ نوبهار ولسوالۍ او پینځه کورنۍ د شملزو ولسوالۍ بلابیلو سیمو ته انتقال شوې او ۲۲ زره افغانۍ کرایه ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلامي امارت له بودجې څخه نن ۱۸ کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې او د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ ته ۲۱ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې دي، ورکړل شول.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

۱۳۵ تنه کډوالو او د کمېټو مسولانو ته ډوډۍ ورکړل شوه.

همداراز د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د صحت کمیټې له لوري نن ورځ د یادو کورنیو ناروغان تداوي شول.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۷ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۱۶۵ تنه کیږي او یو زر او ۹۴۶ تنه مجردین را ستانه او د مسولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۲۹ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۱۲۲ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۷۴ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د نیمروز ولایت له لارې نن لس فامیله چی ۵۰ تنه کیږي، نن غرمه د ډوډی او نور خدمات ورته وړاندی شوه.

هـــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په اسلام کلا کې ۵۲ تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته ور وپیژندل شول. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلام کلا بندر کې له ۳۷ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

محمد خان ځدران روزنځای د کابل خصوصي روزنځاینو ترمنځ د ۱۶ کلنو کم‌عمره کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

څه موده وړاندې کابل کې د افغانستان کرېکټ اړوند د کابل امریت له لوري د کابل د ۱۰ خصوصي کلبونو د ۱۶ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ پیل شوې ۲۰ اوریزې کرېکټ سیالۍ تېره ورځ د یوې جذابې سیالۍ وروسته د محمد خان ځدران روزنځای په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پای لوبه د محمد خان ځدران او ایوبي لوبډولو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې یې محمد خان ځدران سیالې لوبډلې ته د عرفان الله نقیبي په غوره توپوهنې سره په ۵ ویکټو ستره ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې عرفان الله نقيبي ۶۱ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې او د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دغه راز په دې سیالیو کې انور منګل ترټولو غوره لوبغاړی، عرفان الله نقیبي غوره توپوهونکی او رحمت الله خروټ بیا غوره توپ‌اچونکی وټاکل شو.

د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۳ کال ګډ امنیتي پلان چمتو کولو په موخه ناسته وکړه

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي پلان د چمتو کولو په موخه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست د عملیاتي مسولینو په ګډون د لومړي ځل لپاره غونډه جوړه شوه.

دغه امنیتي پلان چې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز اوپراسیون ریاست له لوري چمتو شوی وو؛ د ملي دفاع وزارت کشف او استخباراتو رییس مولوي معتصم، د ستردرستیز اوپراسیون رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د کورنیو چارو وزارت اوپراسیون رییس مولوي سیف الله، د ستر درستیز دفتر رییس مولوي محبوب الله راسخ او د اړوندو ملکي ادارو د استازو په ګډون ګډه غونډه وشوه.

ویناوالو ویلي؛ د اسلامي امارت نظام په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او سرښندنو سره په لاس راغلی او بقا یې هم هلو ځلو او سرښندنو ته اړتیا لري، د نظام مسولین مکلف دي، چې د هېواد د لا ښه امنیت د ټینګښت، د هېواد د پولو د ساتنې او د پردیو د شومو پلانونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري.

د اسلام او نظام دښمنانو په وړاندې موږ باید ځان چمتو کړو او دا تیاری یو مشخص پلان او پلي کېدو ته اړتیا لري.

د غونډې ګډونوالو زیاته کړې؛ چې د دې غونډې جوړېدل د اسلامي امارت د سرتیرو لخوا د هېواد له بشپړې ازادۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد لا ښه امنیت د تأمین او د اړوندو ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ په ټینګښت کې خورا ارزښتناکه وه.

د اسلامي امارت د دفاعي، امنیتي او کشفي ارګانونو مسولینو او پوځي کارپوهانو په دې غونډه کې د نظریاتو له راټولولو وروسته د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي برخې لومړیتوبونو له ټاکلو وروسته، همدغه پلان به د صلاحیت لرونکو مسولینو تر منظورۍ وروسته ساحوي قول اردوګانو او د ټولو ولایتونو امنیه قومندانۍ او استخباراتو ریاستونو ته ورکړل شي.

د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون مشر: نیت لري چې په ۲۰۲۴ کال سیالیو کې افغان لوبغاړو ته هم بلنه ورکړي

مسکو کې د اسلامي امارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د هغه هېواد د موټرسایکل ځغلونې د سپورټ په کلني کنفرانس کې د یاد هېواد په رسمي بلنه برخه اخیستې وه.

مسکو کې د اسلامي امارت سفارت مسولینو ویلي؛ چې یاد کنفرانس تېره شنبه د جمادي الاول پر څلورمه چې د روان لمریز لېږدیز کال د لړم ۲۷مه کیږي؛ د هغه هېواد په پلازمېنه مسکو ښار کې جوړ شوی و.

یاد کنفرانس کې د موټرسایکل ځغلونې د فدراسیون پر مشرتابه سربېره د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو او سپورټ وزارت لوړپوړو دولتي او نادولتي استازو برخه اخیستې وه.

حافظ یاسر عبدالله د افغانستان د سپورټ په اړه معلومات وړاندې کړي. 

نوموړي زیاته کړې؛ ورزش نه یوازې دا چې د انسان د روغتیا لپاره اړین دی؛ بلکې د نوې نړۍ د هېوادونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ د پل حیثیت هم لري.

د اسلامي امارت په راتګ افغانستان امن شوی او په همدې سبب په هېواد کې ورزش خورا پرمختګ کړی.

ښاغلي عبدالله ویلي؛ د افغانستان د ورزش ادارې تر چتر لاندې ۵۲ رسمي فدارسيونونه فعاليت کوي، چې په منځنۍ کچه په هره میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۳۰۰ رسمي، تشویقي او نورې لوبې ترسره کیږي.

د نوموړي په وینا؛ موږ په افغانستان کې د موټر سايکل ځغلونې فدراسيون هم  لرو، چې په ۱۲ولايتونو کې استازولۍ لري او په دې برخه کې ۶۰۰ ثبت شوي لوبغاړي په لوبو بوخت دي.

په تېر کې هره میاشت په لوګر، ميدان وردګ، باميان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د موټرسایکل ځغلونې باقاعده سیالۍ ترسره شوي دي.

د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون مشر الکساندر ویلي چې دوی نیت لري، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې هم یادې سیالۍ چمتو کړي او دا ځل به په هغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ته هم بلنه ورکړل شي.

په یاد کنفرانس کې ژمنه شوې، چې د افغانستان د سپورټ له ادارې سره په همغږۍ به د روسیې او افغانستان ترمنځ د (دوستۍ جام) تر نامه لاندې یوه سیالۍ هم جوړه شي.

مولوي احمد الله وثيق د سره‌صلیب نړیوالې کمېتې له رییس سره لیدنه کړې

د افغانستان د المپيک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالي کمېټې له رییس البرټو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې رییس ښاغلي البرټو د المپیک ملي کمېتې او سپورت عمومي رییس سره په افغانستان کې د معلول ورزشکارانو په ستونزو خبرې کړي.

البرټو په مزار شریف، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د دوی له لوري د معلول ورزشکارانو لپاره د جوړ شویو ورزشي جمنازیمونو پر اړه معلومات ورکړي.

نوموړي د افغانستان د ویلچر باسکټبال له ورزشکارانو د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې په ننګرهار کې معلول ورزشکارانو ته د یو باب نوي جمنازیوم په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

البرټو همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ورزش اداره دې، هم د پاراالمپیک کمېټې پاملرنه زياته او ځانګړې توجه وکړي.

مولوي احمد الله وثیق د افغانستان له معلول ورزشکارانو سره د سره صلیب له ملاتړ مننه کړې او ویلي يي دي؛ په یادو ولایتونو کې موجوده ستونزو ته به رسیدنه وکړي او وروسته به یې راپور له دوی سره شریک کړي.

ښاغلي وثیق د سره صلب نړیوالي کمېټې له رییس څخه هم غوښتي، چې د ورزش په برخه کې دې خپلې چارې د هېواد له ورزش ادارې سره په همغږي مخته یوسي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته ډاډ ورکړی، چې له سره صلیب کمېټې سره د ورزش په برخه  کې تل همکاري ته چمتو دي.

۱۳ افغان لوبغاړي د رزمي لوبو په فیسټوال کې د ګډون په موخه ایران ته روان شو

د افغانستان سربېره به د رزمي لوبو په دغه فیسټوال کې د ۱۲ نورو هېوادونو لوبغاړي او ورزشکاران هم ګډون وکړي.

ایران هېواد ته د ورزشکارانو د دغه سفر په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست  ریيس احمدالله وثیق، د یاد رياست  ورزشي  مشاور قاري حیات الله رحماني، د WMMAF فدراسیون استازو او لوبغاړو برخه لرله.

احمدالله وثیق ورزشکارانو ته د ډاډ په موخه ویلي؛ د افغانستان د المپیک ملي کمېټه او د بدني روزنې او ورزش ریاست همېشه د هېواد د ټولو ورزشکارانو ملاتړ کړی او د دوی تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې لوبغاړي به په یاد فیسټوال کې ښه ځلېږي او غوره لاسته راوړنې به ولري.

د دې ترڅنګ نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ ښودلی، چې د روانې میاشتې په جریان کې به د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ هم ترسره شي.

حیات الله رحماني لوبغاړو ته سپارښتنه کړې، چې په ایران کې د خپل هېواد غوره استازیتوب وکړي.

د یادونې ده، چې د رزمي لوبو یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

پېښو سره د مبارزې عالي کمېسیون تخنیکي غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو ترمنځ په لا ښې همغږۍ ټینګار شوی

په یاده غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو تر منځ د لاښې همغږۍ پر موضوع هراړخیز بحث شوی.

پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون په تخنیکي غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو پر همکارۍ، د مرستندویه موسسو له لوري د پروژو د پلي کولو، د مرستو د وېش او په دې برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو پر موضوع هر اړخیز بحث شوی.

د غونډې ګډونوالو په دې اړه په خپلو نظرونو کې ویلي؛ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو له پاره په کار ده، چې د پروژو د ښه عملي کېدو او د اړتیاوو پوره کېدو په موخه دې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې خپل پلانونه چمتو کړي، څو یې له مخې په کارونو کې چټکتیا او پوره همغږي رامنځته شي.

دغه راز په دې برخه کې د کابینې د پرېکړې پر اساس د چمتو شوې کړنلارې پر عملي کېدو هم ټینګار شوی او یادونه شوې، چې یاده کړنلاره کې د تعدیل راوستلو په برخه کې دې د اړوندو وزارتونو او ادارو نظر واخیستل شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې یاد نظرونه دې تر یوځای کېدو وروسته د اقتصادي معاونیت پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون ته وسپارل شي، ترڅو د وروستۍ تصمیم‌نیونې په موخه د پېښو سره د مبارزې عالي کمېسیون له مشرتابه سره شریک شي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۶/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۹/۸/۱۴۰۲ ھ ش  

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې ۲۳۰ کورنۍ او ۲۸۸ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

په همدې ډول ۱۴۷ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۳۰ کورنۍ مهاجرېن او پاتې ۱۷ کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کي د خـدماتي  کمـېـټي له‌خـوا ۱۱ زره او ۱۵۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوې .

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۳۵ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې یو زر او ۲۰۰ کمپلې، ۳۹۶ جوړې بوټونه،  لس زره بستې معدني اوبه او ۶۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه توزیع شوې، ۴۰۰ بستې خوارکي توکي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د اته ټانکرنو په واسطه ۱۴۵ زره ليټره اوبه توزیع شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په عمري کمپ کې د مالي چارو کمېټې له لوري نن ۳۵۰ اړمنو راستنېدونکو سره نغدي مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

 ۶۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۱۵ تنه کیږي، د ۱۹ مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، لغمان ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال شوي او یادو کورنیو ته ۹۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د کډوالو د لیږد لپاره ۲۵ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوی وو، چی ټولې یې ۴۶ دورې ترسره کړی.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۶ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، پینځه تنه د لیسان سند لرونکی، نهه تنه حافظان، یو تن د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۵۷۶ تنه غریبکار او ۲۲۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۸۳۸ تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنو شویو هېوادوالو سره دوه ناستې وشوې او د پروسې د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.

ډیورنډ فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.

د کمېټو پر فعالیتونو پنځه راپورونه جوړ او نشر شول او د کمپ لپاره جوړې شوې دولس معلوماتي لوحو د نصب کولو چارې پېل شوې.

د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ کډوالو ته د مهاجرت پاڼې ووېشل شوې.

پینځه تنه ماشومان او تر پنځوس پورې ورکې تذکرې او اسناد اړونده کسانو ته وسپارل شول.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو له لوري په کمپ او فرضي کرښه کې کډوالو ته د صبر او زغم کولو توصيې وشوې.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۵۲۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې دوه زره او ۸۳۸ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۴۱۶ کورنۍ چې دوه زره او ۸۳۸ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۱۰۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۰۵ تنه کیده (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ورپیژندل شوي.

څلور تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۴۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۹۰۲ تنه کیږي، د ۲۲ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل، کندوز او  هلمند ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۲۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۶۷۶ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا نهه زره او ۲۷۵ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.

نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۸۷۷ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۵۶۰ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۴۰ کسانو سکرینینګ شوی، ۲۳۰ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین تطبیق شوی، د پینځه تنو د ملاریا نمونې او د ۱۹ تنو د کورونا نمونې اخېستل شوي دي؛ پینځه مریضان استول شوي او اووه تنه نور بستر شوي دي.

د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او ۵۰ زره لېټره د څښلو پاکې اوبه ورسول شوې.

تخته پل کمپ کې ۱۵ اتاقونو او رحمتي کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګروپونه نصب او بولدک کې د سرې میاشتې صحي ټیم ته برېښنا ورسول شوه.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۲۶۰ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.

د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه، د تروې په سیمه کې ۱۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۶ تنه کېده او په د انګور اډه کې پینځه کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا ۹۰ تنه ناروغان تداوي شوي.

نن په انګور اډه، تروو او شرنه کې ۲۶۲ تنه کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه او د شپې له‌خوا هم ورته ډوډۍ او ځای په پام کې نیول شوی دی.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۳ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو په هکله رسنیو ته معلومات راټول کړل شول، چې له مسئولینو او راستانه شویو هیوادوالو سره مرکې شوې دي.

د روغتيا په برخه کې نن د روغتيا او ملي دفاع وزارت صحي ټېمونو د ۹۰ تنو داخلي او راستنېدونکو کډوالو درملنه کړې او ۱۱ تنو ته بېلابېل واکسينونه تطبيق شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ۶۰ تنه کډوالو او د ګډو کمېټو غړيو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې ده او د شپې تېرولو لپاره هم اماده‌ګي نیول شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې نن د مخابراتو او ټکنالوژۍ مسئولینو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۳ عدده سیمکارټونه توزیع شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته پینځه کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن انګور اډه کې یو تن حافظ، یو تنه د وړې دورې فارغ، ۱۶۰ تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۱۷۳ تنه کیږي.

زابـــــل:

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د زابل اړوند پر ډیورنډ کرښه د شملزو په ځنځیر سیمه کې دریو فامیلونو ته ډوډۍ ورکړل شوه.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۵۶ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۲۱۳  تنه کیږي او یو زر او ۷۳۲ تنه مجردین ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۴۸ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۱۷۵ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۲۳۱ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

همدارنګه پر ډیورنډ فرضي کرښه د ډک له لارې درې کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶ ته کیږي، راستانه شوی دي، چې ورته د خوړو، روغتیا، عامه پوهاوي او لیږد خدمتونو سربېره، د مالي کمېټې له‌خوا ورسره نغدي مرستې هم شوې دي.

هـــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په اسلام کلا کې ۱۲۴ تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلام کلا بندر کې له ۲۱ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

 ١٢٤ کسان مهاجرین بایمټریک او ثبت شول او وروسته تر طی مراحل کولو  مالی دفتر ته معرفی  او خدمات ورته وړاندی شول

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د هرات ولایت مقام کې په اسلام کلا بندر کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د خدماتو د رسولو او د وضعیت د ښه والي په هدف ناسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء