ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1302

د بی بی خدیجه الکبرا نندارتون د ۷۸ قراردادونو په لاسلیک سره پای ته ورسید

د افغانستان د ملي او نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ لوی رییس محمد زبیر دین پرور د بي بي خدیجه‌الکبرا نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره افغان مېرمنو ته په ریښتیني او شرعي بڼه حق ورکړل شوی دی.

ښاغلي دین پرور، یاد نندارتون د هېواد په تاریخ کې د ښځو لومړی ځانګړی نندارتون یاد کړ.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس محمد عابد د دغه ډول نندارتون جوړېدل د هېواد د ښځو لپاره ګټور بللي او ویلي يي دي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ نه کوي.

د ۷۸ بېلا بېلوقراردادونو لاسلیکول، د ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو کمربندونو جوړول، د متشبثینو ترمنځ د سوداګریزو تجربو تبادله، د ښځو لپاره د تولید او بازار موندنې معیارونو لوړولو لپاره روزنه او په ولایتونو کې د ښځینه متشبثینو د ستونزو د حل لپاره د یو کمیسیون جوړول ددغه نندارتون له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي برخې مشر د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سميت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار کړی او ویلي يي دي، په افغانستان کې طبیعي پېښو په ځانکړي ډول د هرات زلزلې او د کډوالو راستنېدو ته په کتو، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، دغو پېښو پر افغانانو منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.

د سمیټ په وینا؛ د ملګرو ملتونو په نوښت به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې اسلامي امارت به یې مهمه برخه وي.

ښاغلي سمېت همدارنګه، د اسلامي امارت لخوا د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت هڅې وستایلې.

نوموړي ویلي، یوناما د کډوالو او راستنېدونکو کورنیو حالت له نږدې څاري او په دې برخه کې یې د مرستو یادونه کړې.

مولوي ذاکر په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ د فعال حضور او همکارۍ مننه کړې او ویلي يي دي، د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د لویو پروژو په پلي کولو سره غواړي د بېکارۍ او فقر کچه راټیټه کړي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالۍ ټولنې مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي ذاکر ویلي، ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت پر وړاندې شته محدودیتونه او خنډونه له منځه یوسي، همکاریو او مثبت تعامل ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د کرنې وزارت له خوا د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو ورکړه تایید شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لارې د دوو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې وړاندیز منظور کړ.

مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د رییس او د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس په شتون کې د دوو شرکتونو لپاره د ٧٠ میلیونو افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمتونه منظور کړل.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامي مالي خدمتونو د عرضه کوونکو شرکتونو د غوښتنې له ارزونې وروسته د دغو دوو د مېوو د جوس او کارتن جوړولو شرکتونو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو پور منظور کړ، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې ترې ګټه واخلي.

د دغو اسلامي مالي خدمتونو د ورکړې موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او په هېواد کې د کرنې وده او پراختیا ده.

کرېکټ؛ بست زون دویم ځل لپاره د غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالیو اتلولي خپله کړه

د غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالۍ د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې خورا مهمې سیالۍ دي، چې هر کال یو ځل په یوورځني فارمټ کې ترسره کیږي او له همدې ځایه ځوان لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته د شامېلېدو چانس پیداکیږي. د د ې سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شو، چې کوربه سپین‌غر پکې اتلولي خپله کړه.


دغه سیالۍ تر دې دمه ټولټال ۶ پړاوه تره سره شوي، چې لومړی پړاو یې سپین‌غر، دویم بست، درېیم، څلورم او پینځم پړاونه یې مس‌عینک خپل کړل او وروستی پړاو یې بیا هم د بست په ګټه پای ته ورسېده.
د غازي امان الله خان جام لېسټ اې شپږم پړاو سیالۍ د ملي راډیو ټلوېزیون په ژوندي خپراوي د لړم/عقرب میاشتې پر ۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې یې دوام وکړ.


په دې سیالیو کې ۵ زونونو سپین‌غر، مس‌عینک، بست، بند امیر او امو زونونو ونډه اخیستې وه، چې له ۲۲ ورځني سفر وروسته په یوې جذابې پایلوبې پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبې ته بست او اموزونو لار موندلې وه. بست د لوبې پچه وګټله او د نورو لوبو پر خلاف یې لومړی توپوهنه پیل کړه. بست په ټکلیو ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره د دې پړاو تر ټولو لوړ ۳۳۷ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې بست لوپاره درویش رسولي ۱۲۲ او بلال احمد ترین ۸۸ منډې جووړې کړې. هاخوا بیا امو لپاره سلیم ساپي ۵۶ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې امو زون په خپله پاڼۍ کې له ۴۵ اورونو څخه ټولټال ۳۹.۱ اورونه ولوبول، چې د ایجاز احمد او اعجاز احمدزي د ۴۸ او ۴۰ منډو پر مټ یې ټولې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالۍ یې د ۱۲۹ منډو په توپیر وبایلله.
په دې پاڼۍ کې بست لوبډلې لپاره لوبډلمشر یمین احمدزي ۳، عبدالباقي هم ۳ او سیدشېرزاد بیا ۲ ویکټې واخیستې.
په دې پایلې سره بست زون د یمین احمدزي تر لوبډلمشرۍ لاندې دوم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله.
په دې سیالیو کې درویش رسولي غوره توپوهنکی او یمین احمدزی غوره توپ‌اچونکی ونومول شو.
بست زون دویم ځل لپاره د غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالیو اتلولي خپله کړه.


د غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالۍ د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې خورا مهمې سیالۍ دي، چې هر کال یو ځل په یوورځني فارمټ کې ترسره کیږي او له همدې ځایه ځوان لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته د شامېلېدو چانس پیداکیږي. د د ې سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شو، چې کوربه سپین‌غر پکې اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ تر دې دمه ټولټال ۶ پړاوه تره سره شوي، چې لومړی پړاو یې سپین‌غر، دویم بست، درېیم، څلورم او پینځم پړاونه یې مس‌عینک خپل کړل او وروستی پړاو یې بیا هم د بست په ګټه پای ته ورسېده.
د غازي امان الله خان جام لېسټ اې شپږم پړاو سیالۍ د ملي راډیو ټلوېزیون په ژوندي خپراوي د لړم/عقرب میاشتې پر ۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې یې دوام وکړ.
په دې سیالیو کې ۵ زونونو سپین‌غر، مس‌عینک، بست، بند امیر او امو زونونو ونډه اخیستې وه، چې له ۲۲ ورځني سفر وروسته په یوې جذابې پایلوبې پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبې ته بست او اموزونو لار موندلې وه. بست د لوبې پچه وګټله او د نورو لوبو پر خلاف یې لومړی توپوهنه پیل کړه. بست په ټکلیو ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره د دې پړاو تر ټولو لوړ ۳۳۷ منډې هدف وټاکه. په دې پاڼۍ کې بست لوپاره درویش رسولي ۱۲۲ او بلال احمد ترین ۸۸ منډې جووړې کړې. هاخوا بیا امو لپاره سلیم ساپي ۵۶ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې امو زون په خپله پاڼۍ کې له ۴۵ اورونو څخه ټولټال ۳۹.۱ اورونه ولوبول، چې د ایجاز احمد او اعجاز احمدزي د ۴۸ او ۴۰ منډو پر مټ یې ټولې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالۍ یې د ۱۲۹ منډو په توپیر وبایلله.


په دې پاڼۍ کې بست لوبډلې لپاره لوبډلمشر یمین احمدزي ۳، عبدالباقي هم ۳ او سیدشېرزاد بیا ۲ ویکټې واخیستې.
په دې پایلې سره بست زون د یمین احمدزي تر لوبډلمشرۍ لاندې دویم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله.
په دې سیالیو کې درویش رسولي غوره توپوهنکی او یمین احمدزی غوره توپ‌اچونکی ونومول شو.

روزي خان خپلواک

نورستان کې د راستنېدونکو کډوالو په ملاتړ ولسي غونډه شوې

یاده غونډه د اطلاعاتو اوکلتور رياست له لوري د سرحدونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، چې پکې د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني سربیره د علماوو شورا رییس مولوي محمد نور حنفي، د اطلاعاتو اوکلتور رییس مولوي سميع الحق حق بیان، علمای کرامو، مرکز او ولسواليو قومي مشرانو او ولسي خلکو ګډون کړي و.

مولوي محمدنور ویلي، د خپلو کډوالو وروڼو سره د توان سره سم د هر ډول همکارۍ نه به دریغ و نه کړو.

د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني د پاکستان هېواد دغه پریکړه ظالمانه بللې، چې افغان کډوال یې د یاد هېواد له لوري په زور او جبر سره راوشړل، او د کډوالو بشري حقوق او نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړل.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د کډوالو لپاره لنډ مهاله پنډغالي، تراسپوړټ، درملنې، پوهنې او سرپناه په برخه کې ورته لازم او اړينې اسانتیاوې برابري کړي.

ښاغلي حقاني د خلکو څخه غوښتنه کړې؛ چې د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې دې د خپلو راستنیدونکو کډوالو سره د خوراک، څښاک، سرپناه او نورو برخو کې همکاري وکړي، او د کډوالو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د صندوق ایښودلو یادونه هم کړې.

ګډون والو مخورو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان هېواد دغه ظالمانه پریکړه په سختو ټکو غندلې.

نوموړو ویلي، نورستان ولسونه راستنیدونکو کډوالو ته د زړه له کومې او د سترګو په لیمو هرکلي کوي او په یاده برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه ورسره کوي.

روزګان کې (اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی) په نوم د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کي د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د ۱۶ کرېکټ لوبډلو ترمنځ (اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی) په عنوان د کرېکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چي د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د کرېکټ بورډ امریت سره په همږغۍ د دغه ولایت په چورې ولسوالي کې پیل شوې د پرانستې په مراسمو کې یې د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي، د کرېکټ بورډ امر، لوبغاړو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د اطلاعات او فرهنګ رییس ویلي، موږ به تل د خپلو ځوانانو د خدمت او سالمو هیلو پوره کولو لپاره هلې ځلې کوو او د دوی د تشویق او یو ځای والي لپاره به خدمت کوو.

نوموړي زیاته کړې؛ دا چي دغه سیالۍ مو د اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی تر نامه لاندي جوړې کړي د ټولو ځوانانو غواړم، چې د اسلامي نظام لپاره خپل مسولیت وپېژني او خدمت وکړي.

د کرېکټ مسول خیر الله افغان ویلي؛ اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی تر نوم لاندی دغه پیل شوې سیالۍ د اطلاعات او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چي  ۳۰ ورځې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د کرکټ د پرمختګ په موخه غواړو ټولو ولسوالیو کې د کرېکټ لوبډلې ولرو او داسې سیالۍ ورته چمتو کړو.

لوبغاړي خوښ دي، چي په لومړي ځل ورته د کرېکټ لوبي په لاره اچول شوي، او د مسولینو څخه یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.

یادو لوبغاړو زیاته کړې؛ د اسلامي نظام لپاره به خپل مسولیتونو ته پاملرنه کوو، د خپل نظام او هېواد ملاتړي به یو.

غزه کې د جګړې په ۴۶مه ورځ حماس اوربند ته د نږدې کېدو خبر ورکړی

غزه کې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د جګړې په ۴۶مه ورځ حماس اوربند ته د نږدې کېدو خبر ورکړی.

د حماس غورځنګ مشر اسماعیل هنیه وايي، چې له اسرائیلي چارواکو سره غزه کې د جګړې درولو هوکړې ته نږدې شوي او حماس خپل ځواب د قطر چارواکو او نورو منځګړو ته استولی دی.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن هم غزه کې د جګړې پای ته د نږدې کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د حماس په خبرپاڼه کې زیاتو جزیاتو ته اشاره نه ده شوې، خو له دې وړاندې ځینې رسنیو، غزه کې د جګړې د څو ورځني بندښت، په ۲۴ ساعتونو کې د لسګونو بندیانو ازادولو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په تړاو راپورونه خپاره کړي وو.

دغه‌راز ځینې رسنیو بیا د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني ښځو او ځوانانو ازادۍ ته اشاره کړې وه، چې تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

له دې سره اوس هم غزه له ناورین سره مخ ده او اوسېدونکي یې په سختو ناخوالو، ګواښونو او زور زیاتیو کې ژوند کوي.

غزه کې د اوربند په تړاو له دې څرګندونو وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته رسېدلي وو، خو تر اوسه دې تړانګه کې اوربند نه دی تایید شوی.

مولوي مطیع الحق خالص د سویډن د ملي ټولنې د رهبرۍ له غړي او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د افغاني سرې مياشتې سرپرست لوی ریيس مولوي مطيع الحق خالص او مل پلاوي ویتنام هېواد ته د خپل سفر په لړ کې ياد هېواد کې د سویډن د ملي ټولنې د رهبرۍ د بورډ له غړي کري ايسوما او مل پلاوي سره په افغانستان کې پر بشري فعالیتونو ګډه ناسته کړې.

ناسته کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو پر لازم لاسنیوي او مرسته او په هرات کې د زلزله ځپلو پر ستونزو او هغوی ته د مرستو چمتو کولو پر څرنګوالي بحث او خبرې شوي.

کري ايسوما ژمنه کړې، چې دوی به تر خپل توانه له افغاني سرې مياشتې سره راستنو شويو ګډوالو او زلزله ځپلو ته د مرستو په چمتو کولو کې لازمه همکاري وکړي او په افغانستان کې به خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي همدا ډول په افغانستان کې د بشري فعالیتونو په برخه کې ډاډ څرګند کړی، چې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ به ولاړ وی.

کاوش | د هوا د ککړتیا پر لاملونو بحث!