د کرنې او مالدارۍ مرستیال: کروندګرو ته باید د کوکنارو بدیل وروپېژنو او ترې ملاتړ وکړو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مرستیال او د سولې ریښې پروژې له مشر سره لیدنه کړې او په افغانستان کې یې د پروژو پر پلي کولو خبرې کړي.
مولوی صدر اعظم عثماني ویلي، کروندګرو ته باید د کوکنارو بدیل وروپېژنو او ترې ملاتړ وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ د پروژو اداري لګښتونه ډېر لوړ دي، موږ له نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه غواړو، چې د تمویل کوونکو لخوا ټاکل شوې بودیجه په شفاف ډول ولګوي او خپل اداري او بهرني لګښتونه محدود کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو اېن ډي پي) د دفتر مرستیالې ویلي؛ موږ له تاسو سره په همغږۍ د حل لارې موندلو لپاره راغلي یو، د بودیجې په لګولو کې باید شفافیت او عدالت په پام کې ونیول شي.
نوموړې زیاته کړې؛ موږ هم غواړو، چې د مرستو پیسې خلکو او په ځانګړې توګه بزګرانو ته ورسېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د پراختیا په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ کار او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د علمي او تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کور او ښار جوړولو د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې سره د علمي او تخنیکي ګډو هڅو په پار علمي او تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو، تر څو په کور او ښار جوړولو وزارت کې په مسلکي برخو کې د دولتي امکاناتو څخه د عملي زده کړو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ګټه پورته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د مسلکي زده کړو او عمومي تعلیم په اړه ویلي؛ علم او پوهه د الله ج لخوا بنده ګانو ته یو ستر نعمت او وسیله ده، چې باید ټول زده کوونکي او محصلین علم او زده کړې د پیسو ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې بشري ټولنې ته د خدمت کولو او د الله رضا ترلاسه کولو په موخه ترسره کړي.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د کور او ښار جوړولو وزارت د هوکړه لیک لاسلیک یو ښه ګام یاد کړی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ویلي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین د غښتلو او نوښت ګرو ځوانانو ملاتړي دي.
سرپرست وزیر د نورو مشرانو او مسولینو سره د افغانستان د نوښتونو او ابتکاراتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د باثباته او پرمختللي افغانستان د رامنځته کولو په پار یې له نوښتګر ځوانانو ملاتړ وکړ او د لا زیاتو هڅو او نوښتونو رامنځته کولو په موخه یې وهڅول.
افغانستان بانک د بین البانکي اداینو (ACSS) نوي سیستم پرانسته وکړه
د افغانستان بانک د دویم مرستیال حاجي ملامحمد اخوند په مشرۍ د بین البانکي اداینو سیستم، چې نوی د افغانستان بانک له لوري رغول شوی دی پرانیسته وشوه.
د دغه سیستم د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان بانک د یو داسې عصري بانکي سیستم خاوند شو، چې په نړیوالو ستندردونو سره برابر دی، فعال او په رسمي ډول یې ګټې اخیستنې ته سپاري.
د نوموړي په وینا د دې سیستم رامنځته کول یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له بریا او په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته پر افغانستان یو لړ بندیزونه ولګول شول، له بده مرغه یو شمیر هغه سیستمونه چې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوي وو، د دې ډول سیستمونو لپاره دوی هم خپل خدمات بند کړل، دې چارې د ATS یا بین البانکي اداینو سیستم کې ستونزې رامنځته کړې او د خصوصي بانکونو او د مالیې د وزارت په چارو یې بده اغیزه وکړه.
د افغانستان بانک له ګټې څخه په استفادې سره د ACSS/ICPSS پخوانی سیستم بیا فعال کړ، تر څو د بانکونو ترمنځ خدمات وړاندې کړي او د عوایدو د راټولولو په برخه کې د بانکونو او د مالیې وزارت چارې په ټپه و نه درېږي.
د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی امر عبیدالله عبیدي ویلي؛ دغه سیستم چې مونږ یې نن پرانیسته کوو، په کې ټول مروجه ستندردونه په پام کې نیول شوي دي.
دا سیستم د Microservices په طریقه جوړ شوی دی چې ډېرې ښېګڼې او ځانګړتیاوې لري، امنیتي برخو ته یې پوره پام شوی او د API Gateway یا له نورو سیستمونو سره د وصل کړکۍ کې یې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي، چې د (Sigtas, Afmis, CBS) سیستمونه په آسانۍ ور سره نښلیدای شي.
د نوموړي په وینا؛ هغه موارد چې په پخواني سیستم کې منول وو، په نوي رامنځته شوي سیستم کې بشپړ اتومات دي، چې دا به د چارو په تر سره کولو کې اغېزناک رول تر سره کړي.
ښاغلي عبیدي ویلي؛ نوی جوړ شوی سیسټم (ACSS/ICPSS) د نړیوال بانک لخوا چمتو شوي سیسټم په څیر په ټولو معیارونو برابر فعالیت لري او هیڅ لګښت نه دی پرې راغلی چې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی امریت له لوري به یې حفظ او مراقبت چارې تر سره کېږي.
له دې وړاندې د پخواني سیستم د جوړونې لپاره ۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت ورکړل شوی وو او د خوندیتوب او ساتنې لپاره یې په کلني ډول لګښتونه ورکول.
د افغانستان بانک د اداینو سیستم لوی امر غلام رسول رسولي خبرې ویلي؛ د دې سیستم د کارولو په اړه د افغانستان بانک د اداینو د لوی امریت لخوا ټولو بانکونو او نورو اړوندو ادارو ته روزنه ورکړل شوې او همدا راز یاد سیستم د سوداګریزو بانکونو او د مالیې له وزارت سره په بریالیتوب ازمویل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ دا چې دا سیستم زمونږ د خپل داخلي کادر له خوا جوړ شوی دی که په دغه سیستم کې بدلون راوستلو ته اړتیا ولیدل شي په اسانۍ سره دا بدلون په کې راتلی شي او د دې سیستم لومړی فاز چې د مالیې د وزارت د اسیکوډا سیستم او د افغانستان بانک د CBS سیستمونو وصل وو، په بریاليتوب سره تر سره شوی دی او د راکړې ورکړې بهیر یې په اتومات ډول په چټکۍ تر سره کېږي.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی، چې د درنو هېوادوالو لپاره په تولو برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
تېره اونۍ هېواد ته د شاوخوا ۶۰۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي؛ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳۲۵ بهرنيو وګړو راتلل او ۲۷۹ کسانو وتل ثبت کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دې رياست تېره اونۍ په کابل ښار کې شاوخوا ۲ زره او ۱۲۴ هېوادوالو ته د نويو او مثنی تذکرو د وېش او د کاغذي تذکرو د تاييد او لغوه کولو خدمتونه او دا راز ۳۲۱ کسانو ته یې په غير حضوري توګه د تذکرې خدمتونه وړاندې کړي دي.
د ښاغلي رافیع په وینا؛ د دې ادارې له خدمتي څانګو څخه د تېرې اونۍ په اوږدو کې نږدې یو زر او ۳۴۵ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې اصلاحات او د دې ترڅنګ ۲ زره او ۲۸۶ کسانو ته زېږون کارتونه او ۸۰ نورو کسانو ته د مړينې پارچې وېشل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي تذکرو د وېش، د مړينو او زېږېدنو د ثبت، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت پر غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
کرېکټ؛ کوم هېواد د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام زیات ګټلی دی؟؟
کوم هېواد د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام زیات ګټلی دی؟؟/ روزي خان خپلواک
د سږني پړاو په ګډون تر دې دمه د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لپاره ټولټال ۱۳ پړاوه سیالۍ شوې دي.

لومړي ځل لپاره کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په ۱۹۷۵م کال کې د انګلستان په کوربتوب ترسره شو. لومړی پړاو چې خورا مهم او تاریخساز و، نو ویسټنډیز وشو کولای، چې دغه تاریخي ویاړ په خپل نوم کړي.

څرنګه چې ویسټنډیز په لومړي پړاو کې نوم وویست، نو دویم ځل یې هم کومه لوبډله دې ته پرې نه ښوده چې د دوی له منګولو دې دغه جام پورته کړي. دویم ځل چې په انګلستان کې ترسره شو، کوربه هېواد تر پایلوبې له ویسټنډیز سره زورازمايي وکړه، خو په دې بریالی نه شو، چې د لومړي پړاو اتلې لوبډلې څخه دغه جام واخلي.

د درېیم پړاو کوربتوب ویاړ بیا هم انګلستان ترلاسه کړ. داځل چې په ۱۹۸۳م کال کې وشو، له لومړي او دویم پړاو څخه یې لوی توپیر درلود. په پړاو کې کوربه لوبډله نیمه لاره کې پاتې شوه او د جام اخیستو لپاره هند تر پایلوبې ځان ورساوه. هند خورا پیاوړی میدان ښکته شو.
له ډیر کم ۱۸۰ منډو هدف څخه یې دفاع وکړه، د لومړي او دویم پړاو اتله لوبډله یې ماته کړه او لومړي ځل لپاره یې نړیوال جام اسیا ته راووړ.

څلورم پړاو لپاره د هند او پاکستان په ګډ کوربتوب سیالۍ وشوې. په دې پړاو کې اسټرالیا د یو پیاوړي ټیم په صفت میدان ته راووتله. ډېرې لوبډلې یې له مخې لرې کړې او ځان یې تر فاینله ور ورساوه. دغه لوبډلې په ډیر کم توپیر سره انګلستان مات کړ او د نړیوال جام ټرافي یې د اسیا او اروپا ور هاخوا اسټرالیا لویې وچې ته انتقال کړ.

په ۱۹۹۲م کال کې یو ځل بیا تاریخ بدل شو. داځل پاکستان وکولای شول، چې له اسټرالیا څخه جام دویم ځل لپاره اسیا ته راوړي.

شپږم ځل لپاره ددې جام لپاره په هند او پاکستان کې سیالۍ وشوې. داځل سریلانکايي لوبډلې اسټرالیا ناهېلې کړه او له پاکستان څخه یې اتلولي واخیسته او د سریلانکا کولومبو ته یې انتقال کړه.

اووم ځل کرېکټ نړیوالې شورا بل ډول پرېکړه وکړه، هغه داسې چې ټرافي په اسیا کې وه، خو دوی ورته لوبې په اروپا کې ترتیب کړې. دا ځل پاکستان له اسټرالیا سره وروستۍ لوبې ته ووت. په پایلوبه کې اسټرالیا خوار کوچنی ۱۳۴ منډې هدف وټاکه، خو پاکستان ایله بیله ۱۳۲ منډې وکړې او جام اووم ځل لپاره اسټرالیا خپل کړ.

اسټرالیا د خپلو پیاوړو لوبغاړو پر مټ وکولای شول، چې ۸ کاله نور هم دغه اتلولي له ځان سره وساتي.

لسم پړاو چې د هند او بنلګهدېش په کوربتوب په ۲۰۱۱م کال کې وشوې، کوربه هندۍ لوبډلې پایلوبه کې سریلانکا ماته کړه او دویم ځل لپاره یې نړیوال جام کپ اسیا ته راوړ.

یوولسم پړاو لپاره سیالۍ بیا اسټرالیا او نیوزیلاینډ ته انتقال شوې. په دې دوره کې اسټرالیا بیا د تېر پړاو غچ واخسیت او پینځم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

دوولسم پړاو نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې ترتیب شوې. دا ځل نو انګریزان په نوي فکر او نویو لوبغاړو سره ډګر ته ښکته شول او په ښې کارکردګۍ یې ځان تر فاینله ورساوه. پایلوبه کې یې د نیوزیلاینډ پر وړاندې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته د زیاتو بولډریو په راوړلو سره یې دولسم پړاو اتلولي خپل کړه.

دیارلسم پړاو سیالۍ د هند په کوربتوب وشوې. د دې پړاو پایلوبه نن ماسپښین یوه بجه د کوربه هند او اسټرالیا تر منځ د هند احمد اباد ښار په نریندرامودي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

مهاجر فراهی: د نړۍ درې زبرځواکونو د افغانانو کلتور د بدلېدو ناکامې هڅې کړي
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د روسیې په سن پترزسبورګ ښار کې جوړ شوي نړیوال کلتوري فورم ته په وینا کې ویلي؛ له یوه داسې هېواده راغلی یم، چې د نړۍ دریو لویو زبرځواکونو “برېتانیا، شوروي، امرېکا” اشغالګرو یې د عقیدې، دین، او کلتور د بدلېدو ناکامې هڅې کړې دي، کومې چې د دوې په ماتو بې پایلې شوې.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان کې هغه سنتي کلتورونه، چې د اسلام مبارک دین ورته اجازه ورکړې یو ستر حقیقت دی او اوسېدونکو ته یې لومړیتوب لري او د پرمختګ هڅه یې کیږي.
مهاجر فراهي دغه راز کلتور د نړۍ هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پاللو لپاره مهم بللی او د یو او بل کلتور ته پر درناوي کولو یې ټینګار کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال له هېوادونو غوښتي، چې له کلتوري یرغلونو څخه ډډه وکړي او د زور او فشار له لارې د نورو د کلتورونو له منځه وړلو هڅه وه نه کړي.
ښاغلي فراهي د نړیوال کلتوري فورم له ګډونوالو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین پر مظلوم ولس د اسرایلو صهیونیستي رژیم د ظلمونو مخنیوي لپاره غږ پورته کړي او چاته اجازه ورنه کړي، چې د یوه تاریخي قوم ارزښتمن کلتور له منځه یوسي.
د ټولګټو سرپرست وزیر کندهار کې د پلي کېدونکو پروژو څخه لیدنه کړې
د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه لایت اړوند معروف او ارغستان ولسوالیو ته سفر وکړ او د يادو ولسواليو له ټولو نښلونکو سړکونو څخه یې له نږدي لیدنه کړې.
د کندهار ولایت د ټولګټو رییس مولوي عبدالهادي يعقوب، د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي علي احمد مزمل او یو شمېر نورو مسولینو د ټولګټو وزارت د سرپرست ملتیا کوله، د معروف – ارغستان سړک له پروژې څخه ليدنه کړې او د پروژې اړونده مسولینو ته يې د کار د چټکتيا، غوره کيفيت او پروخت د کار د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې کړي.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د معروف او ارغستان ولسوالیو له قومې مخورو او ديني عالمانو سره هم لیدنه وکړه او ژمنه يې کړې؛ چې د سيمه ييزو مسولینو او قومي مخورو په مشورې سره به د يادې پروژې د غوره پلي کیدو په موخه تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستوي، تر څو يادې پروژې په ټاکلي وخت او د پلان اړوند پای ته ورسیږي.
ټولګټو وزارت د هېواد په بیلابیلو برخو کې د سړکونو د ترميم او بیارغونې پروژې پلي کړې دي، چې د چارو په بشپړيدو سره به يې د هېوادوالو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
کابل والیبال لوبډلې د خوست د امن او یوالي والیبال سیالیو اتلولي وګټله
څه موده وړاندې خوست ولایت کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د امن او یوالي په نوم پیل شوې والیبال سیالۍ، چې د والیبال فدراسیون له لوري په لاره اچول شوې وې د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه د کابل او شمشيخېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې کابل سیالې لوبډلې ته د ۲ ـ ۱ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د امن او یوالي سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري ۵ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جګړې له پیل څخه تر اوسه له ۱۲ زره او ۳۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي.
په شهیدانو کې ۵ زره ماشومان او ۳ زره او ۳۰۰ ښځې شاملې دي.
د یاد وزارت په وینا؛ د ټپیانو شمېر له ۳۰ زره اوښتی، چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان تشکیلوي.
دغهراز غزه کې د اطلاعاتو رسولو دولتي دفتر وايي، چې د صهیونیستي رژیم اشغالګرو ځواکونو غزه تړانګه کې ۱۳۰۰ جنګي جنایتونه ترسره کړي.
۲۵ روغتونونه او ۵۲ روغتیايي مرکزونه د یادو اشغالګرو له لوري بمبار او له منځه وړل شوي دي.
د دې تر څنګ ۶۰ سلنه استوګنځایونه په بشپړ یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.









