ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1306

کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې سوداګریزو توکو ته د لېږد اجازه ورکول کېږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده جواد ویلي؛ پاکستان ژمنه کړې، چې د افغان سوداګرو څه باندې درې زره کانټینرونه به چی له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې وو خوشي کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې پاکستاني چارواکو د دغو کانتینرونو د لیږد ژمنه کړې.

ښاغلي جواد ویلي؛ د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره دوه اړخیزه ناسته کې هوکړه شوې، چې د هېواد د سوداګرو بندو توکو ته به د کراچۍ له بندر څخه د لیږد اجازه ورکړي.

تېره میاشت پاکستان اعلان کړې وو، چې د دغه هېواد له بندرونو څخه افغانستان ته په قاچاقی ډول له مالیې پرته د سوداګریزو توکو د واردېدو له امله میلیونونه ډالره مالیه ورکوی.

وروسته له هغې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو څه باندې درې زره کانټینرونه ودرول، چې په دې سره افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی وو.

تر دې وړاندې د نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی و.

روزګان کې د کانونو د ناقانونه ویستنې مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي روزګان ولایت ته په یو رسمي سفر تللی.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال روزګان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي محمد علي جان، امنیه قومندان، اقتصاد، استخباراتو، د کانونو او نورو اړوندو رییسانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

 د پلان او پالیسي مرستیال د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د روزګان ولایت د کانونو په اړه خبرې کړي او همدارنګه یې د نهه ارګانونو یوه ګډه کمېټه چې پکې (امنیه قومنداني،استخبارات، کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه، چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړې.

شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي زیاته کړې؛ یاده کمېټه د کانونو د غیر قانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې کړې، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.

ایران کې د ورزش ادارې هیئت له افغان ورزشکارانو سره ناسته کړې

ایران ته د افغان کډوالو ورزشکارانو د ستونزو او اختلافاتو د حل او ورزش د پراختیا په موخه د الميیک ملي کمیټې او سپورټ ریاست درې کسیز هیئت له ورزشکارانو سره د ناستو پر دوام، د یاد هېواد په سمنان ولایت کې د اووه ورزشي رشتو له مسولینو او مخکښو ورزشکارانو سره ناسته کړې او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اوریدلي دي.

 په دې ناسته د ورزشکارانو د شته ستونزو او اختلافاتو په اړه د هغوی نظرونه او وړاندېزونه اوریدلي او د ورزش ادارې د هیئت له لوري د ورزش د رهبرۍ په استازيتوب یې ډاډ ورکړی، چې د دوی یادې ستونزې او غوښتنې به تر راټولولو وروسته د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړي.

 په دې غونډه کې افغان کډوال ورزشکاران یووالي ته رابللي او زیاته کړې یې ده، چې ټول به په ګډه د یو واحد نظام تر چتر لاندې د هېواد پرمختګ لپاره کار کوو.

غزه کې د صهيونيستي یرغلګرو د بې‌مخېيني وحشت په تړاو د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه!

پر ۴۰ ورځو اوړي، چې په غزې تړانګه کې د ټولو انساني نورمونو خلاف د صهيونيستي ځواکونو وحشت دوام لري.

اسرایلي يرغل د هرې ورځې په تېرېدو سره د جنګ د قوانينو ټول حدود ماتوي او په دې وروستیو کې يې پر روغتونونو هم بريدونه پيل کړي، چې وروستی مورد يې د الشفاء پر طبي کمپلکس د صهيونيستي ځواکونو بريد دی.

 د اسلامي امارت د غزې د بې‌دفاع ولس پرخلاف د اسرایلو وحشت يو ځل بيا په تر ټولو کلکو ټکو غندي، د صهيونيستي رژيم مسولين د جنګ مجرمين بولي او د دوی کړنې په غزه کې په واضح ډول د جنګ د قوانينو نقض او جنګي جرائم ګڼي.

 اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشري حقونو پر نورو مدعي سازمانونو غږ کوي، که چېرې خپلو اعلاني ارزښتونو ته رښتينی تعهد لري، بايد په غزه کې د اسرايلو د بشر ضد جرمونو پرخلاف د رښتيني، روښانه او منصفانه دريځ پر خپلولو سره د روان وحشت مخه ونيسي.

 په دې اړه د غربي دولتونو او سازمانونو دوه‌ګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي، چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري، چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي.

همداراز د اسلامي امارت له عربي او اسلامي هېوادونو يو ځل بيا په ټينګه غواړي، چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري او د موثرو او معنا لرونکي اقداماتو په ترسره کولو سره خپل ديني او انساني مسوليتونه ادا کړي.

بدلون | کوم لاملونه دي چې د افغانیو ارزښت یې لوړ کړی؟

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: پنجشنـــبه

نېټه: ۲/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۵/۸/۱۴۰۲ ھ ش

تورخـــم

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې ۲۰۹ کورنۍ او یو زر او ۱۴۳ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول ۱۶۵ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۴۴ کورنۍ کډوال او پاتې ۲۱ کورنۍ غیرکډوال ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۲۴۳ دانې سیمکارټونه ووېشل شول.

۱۹ زره تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت ورسول شوې.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۵۰۰ کمپلې، ۱۰۰ بستې معدني اوبه، ۶۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۶۵۰ بستې خوارکي مواد او ۷ منه غوښه او د لسو ټانکرونو په واسطه ۱۸۰ زره ليتره اوبه توزیع شوې.

د یو تن ملي تجار له لوري د خدماتو له کمېټې سره مرسته شوې درې زره کمپلې پر کډوالو ووېشل شوې او پاتې درې زره نورې کمپلې به په کابل کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پنجشنبه په تورخم کمپ کی له ۳۵۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن ۱۱۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۶۴ تنه کیږي، د ۲۵ مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیا، پکتیکا، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال شوي دي.

یادو کورنیو ته ۱۸۵ زره افغانۍ د کرایې لپاره هم ورکول شوي دي.

د جوماتونو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

د جوماتو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې د مسولینو له لوري د راستانه شویو کډوالو ماشومانو ته کتابونه، بکسې او قرطاسیې ووېشل شوې؛ کډوالو ته د دیني مسایلو په اړه بیانونه وشول او د پوره خدمت او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۱ تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه د لیسان سند لرونکي، نهه تنه حافظان، درې تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۵۶۳ تنه غریبکار او ۱۵۹ تنه حرفه‌يي کسان ثبت کړل، چې ټول ۷۵۲ تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکول شو او د زغم او صبر په اړه ورته خبرې وشوې.

له اوو رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په شریکولو کې همکاري شوې ده.

د (IOM) له دفتر سره په همغږۍ کې له ۳۰۰ زیاتې د مهاجرت پاڼې پر کډوالو ووېشل شوې، چې د یاد سازمان له لوري ایسارې شوې وې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو تر (۵۰۰) پورې ورک اسناد او درې ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د عامه پوهاوي په موخه کډوالو ته پر فرضي کرښه او همدارنګه په کمپ کې د کاري کمېټو او مراحلو د طی کولو پروسې په اړه معلومات ورکول شول.

سپین بولدک

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۷۶۶ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې څلور زره او ۲۱۲ تنه کیږي، ثبت شوې او له دې ډلې ۶۱۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې درې زره او ۴۲۶ تنه کیږي، د مرستو په موخه (IOM)، (WFP) او (DRC) سازمان ته ور وپیژندل شوې.

۱۶۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۶۹۸ تنه کیږي، چې د (VRF) او د (یو ان اېچ سي آر) سازمان سلیپونه یې له ځان سره لرل، د لازمو مرستو لپاره یاد دفتر ته معرفي شوې.

نن څلور تنه نارینه قیدیان او څلور تنه بې سرپرسته ماشومان هم ثبت شول؛ ماشومان (MPO) ارګان ته معرفي شول.

دغه راز ۷۶۴ د راستنو شويو کورنيو مشران هم ثبت او بايومتريک شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۴۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې دوه زره ۴۴۴ تنه کیږي، د ۳۸ مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، اروزګان او نورو ولایتونو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته ۱۸۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا ۷۶۴ کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا نهه زره ۶۵۰ راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې.

نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا یو زر او ۱۹۹ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره ۵۰۴ تنو ته واکسین پلي شوی، د یو زر او ۱۵ سکرینینګ شوی، د ۱۳ تنو د ملاریا نمونې او د ۲۹۰ تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي. څلور مریضان استول شوي او اووه تنه نور بستر شوي دي.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو یو زر او ۶۲۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

نن ۶۰ زره لیټره پاکې اوبه ذخیرو کې واچول شوې او د کمپ ځینې برخې هموارې کړل شوې.

د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده کړل شوي دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري په تروې ولسوالۍ کې نن را ستنېدونکو کډوالو او د ګډو کمېټو ۲۹ تنه غړو ته د غرمې ډوډۍ ورکړل شوه، دوی ته د شپې له‌خوا ډوډۍ او ځای هم په پام کې نیول شوی دی.

هـــــــــرات

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا بندر کې له څلورو کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د افغانستان بانک او مسفا ادارې ترمنځ د همکاریو په اړه غونډه شوې

د افغانستان بانک او د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانګونو د ملاتړ مرکز (مسفا) ترمنځ د همکاریو ګډه غونډه جوړه شوې، چې په یاده غونډه کې خلکو ته د پورونو ورکولو، مالي اسانتیاوو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوي او د دې سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ په هکله نظرونه شریک شوي دي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د دې ادارې له استازو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او یادونه یې کړې؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا د هېواد په اقتصاد کې د کوچنیو پورونو موسساتو رول د ارزښت وړ یاد کړ او په خپل نوبت یې له دې ډول موسساتو سره د افغانستان بانک د همکارۍ ژمنه کړې.

د مسفا ادارې استازو د افغانستان بانک سره په همغږۍخلکو ته د پورونو ورکولو او نورو مالي اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې.

افغانستان د اسیا په کچه د کورنۍ برېښنا پروژو په کلني نندارتون کې جایزه ترلاسه کړه!

افغانستان په روان کال ۲۰۲۳ کې د ځینو نورو غیر اسیايي هېوادونو په ګډون د اسیا په کچه د کورنۍ برېښنا (سولري، ګازي او حرارتي) برېښنا پروژو په جوړ شوي نندارتون کې د برېښنا دوو ګازي او لمریزې پروژو په لرلو سره د Aisa power awards 2023( د ۲۰۲۳ کال لپاره د آسیا انرژۍ بنسټ) نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه په مالیزیا کې د افغانستان شارژدافیر نقیب الله احمدي ترلاسه کړه او دوو کمپنیو (شبرغان بیات پاور ګازي برېښنا او همداراز د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت) استازو، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه ملا محمدحنیف حمزه ته وسپارله.

د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د شبرغان بیات پاور ګازي برېښنا او همداراز د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د برېښنا دستګاه د  ۷۷ ترکي ساختماني شرکت په دې نندارتون کې شامل دي.

د سږ کال نندارتون په دې پړاو کې د اسیا او ځینو نورو غیر اسیايي هېوادونو په کچه ګڼې نورې پروژې ګټونکي اعلان شوي، چې له دې جملې دوه پروژې يې افغانستان پورې تړاو لري.

د پروژو ټاکلو یو معیار دا دی، چې یادې ټاکل شوې پروژې همدا اوس په اړوندو هېواودونو کې تر ګټې اخیستنې لاندې دي، چې له اقتصادي اړخه خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابروي.

دا نندارتون هرکال د اسیا او ځینو نورو هېوادونو په کچه د Aisa power awards ( د اسیا انرژۍ بنسټ) په نوم جوړېږي، چې سږکال هم د مالیزیا هېواد په کولالمپور کې ترسره شو.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر: کندهار کې یو شمېر تاریخي ابدې بیا رغول کیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار له والي حاجي ملا شيرين اخوند سره لیدنه کړې.

 په پېل کې د کندهار والي په یاد ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړي.

 د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د یاد ریاست پرمختګونه او نوښتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ چې لا باید په کلتوري برخه کې نوښتونه رامنځته شي، د دې ترڅنګ یې د ولایت لخوا د همکارۍ ډاد ورکړی.

ملا خيرالله خیرخواه زیاته کړې، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان، او د یو شمېر تاریخي ابدو د ترمیم په اړه یې هم معلومات شریک کړي، چې په خبره یې د حاجي میرویس خان نیکه د مقبرې او احمدشاه بابا کور او مقبرې د بیارغونې کارونه په ښه ډول روان دي.

ښاغلي خیرخواه خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره زرګونو بهرنیو سېلانیانو د هېواد د بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه کندهار څخه لیدنه کړي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر: هڅه کوو چې افغانستان د پردیو له احتیاج څخه وژغورو.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو له علماوو، مشرانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د یادو ولایتونو علماوو، مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو ولایتونو د کانونو په اړه د خبرو ترڅنګ یې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د کانونو او د غیرقانوني استخراج او قاچاق د مخنیوي په موخه د مسلکي کان کیندنې د جوازونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد اقتصادي پراختیا په برخه کې خپل خدمتونه په رښتني توګه ترسره کړي دي، ترڅو د خپلو ملي عواید کچه لوړه کړي او وکولای شو چې د هېواد کړيدلی ملت له اقتصادي بحران څخه وژغورو.

په پای کې د یادو ولایتونو علماوو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او سرپرست وزیر له لور ورته د همکاریو ژمنه ورکړل شوه.