ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1307

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال ترمنځ د دوه اړخیز هوکړه لیک پر عملي چارو خبرې شوي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني او ورسره مل پلاوي سره د دوه اړخیز هوکړه لیک د عملي کولو پر څرنګوالي مفصلي خبرې کړي.

د یاد دوه اړخیز هوکړه لیک پر اساس، چې مخکې لاسلیک شوی، د لوړو زده کړو وزارت اړوند امارتي تحصیلي بنسټونو محصلین کولی شي، چې د کور او ښار جوړونې وزارت په پروژو کې عملي زده کړې وکړې او همدارنګه لوړو زده کړو وزارت به د خپلو پوهنتونونو په انجنیري پوهنځیو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینه برابروي.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو او ښار جوړولو وزارت مرستیالانو خپلو اړوندو رییسانو ته دنده وسپارلې، چې د یاد هوکړه لیک د موادو د پلي کېدو په برخه کې لازم او چټک اقدامات وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د عملي زده کړو په خاطر له نورو ادارو او وزارتونو سره هم ورته هوکړې لاسلیک کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جرمني هېواد له یو تن پانګوال سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په بهر کې مېشتو یو شمېر افغان متخصصینو او د جرمني هېواد له یو تن پانګوال د کنترا شرکت له رییس سره لیدنه کړې.

د کنترا شرکت رییس د لابراتوارونو په برخه کې خپلې  تجربې شریکې کړې د کانونو د سکټور اړوند د مسلکي او تخنیکي زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له لوري یې هر کلی شوی.

افغان متخصصینو د افغانستان په اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده؛ د افغانستان او سني وضعیت ته په کتو او ډېرو کاني زېرمو په درلودو سره د کان کیندنې په اړه موږ او په بهر کې مېشت ټول متخصصین د مشورې ورکولو او خپلو تجربو شریکولو ته چمتویو.

سرپرست وزیر د دوی له نظریاتو او غوښتنو مننه کړې، له بهر څخه یې د لا ډېرو متخصصینو او پانګوالو جلبولو په اړه ټېنګار کړی او د همکاریو ژمنه یې ورسره کړې.

مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره ناسته کړې

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس اونال ته افغانستان ته د راتګ هرکلی ویلی او د ترکیې او افغانستان د ولسونو ترمنځ یې اړیکې د اسلامي اُخوت پر بنسټ تاریخي بللي.

نوموړي ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې ترکیې له هر چا زیات د افغانانو لاسنیوی کړی او افغاني سرې میاشتې ته یې په سختو حالتونو کې د همکارۍ لاس ورکړی.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ مونږ د ترکیې د سرې میاشتې منندوی یو، چې له مونږ سره د بشري خدماتو په برخه کې صمیمانه اړیکې لري او فعالیتونه په ګډه مخې ته وړو.

نوموړي د ترکیې هېواد شارژدافیر ته ډاډ ورکړی، چې افغاني سره میاشت به په بشري خدماتو کې د ترکیې مرستندویه وي او ترڅنګ به یې ولاړه وي.

همداراز یې په بشري مرستو کې افغانستان ته د ترکیې د پاملرنې ځانګړې مننه کړې او څرګنده یې کړه، چې د ترکیې همکاري افغاني سرې میاشتې ته ډېر ارزښت لري.

افغانستان کې د ترکیې شارژدافیر جنک اونال افغانستان ته پر خپل راتګ خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې؛ چې افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ به په افغانستان کې د ترکیې بشري مرستې تنظیموي.

نوموړي ویلي؛ افغانستان ته د ترکیې یو بل ریل ګاډی مرسته په لاره ده، چې له را رسیدو وروسته به یې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولو ته نېږدې پر راستنو شویو کډوالو وویشو.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې څلورمه کاري غونډه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې څلورمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د کورنیو او بهرنیو پانګونې شرکتونو له لوري د وړاندې شوو پانګونو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

دغې ناستې ته د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د ملت سوداګریز مارکېټ د جوړولو، د هېواد په بندرونو کې د سکنر ماشینونو د نصب، د کابل ښاروالۍ د جامدو کثافاتو د تصفیې لپاره د معیاري فابریکې جوړولو، د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ او همدارنګه د کابل ولایت د پلچرخي سیمه کې د ټولګېټ دروازو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې تر هر اړخیر بحث وروسته د هرې طرحې د تخنیکي او اقتصادي ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې.

یادو کمېټو ته سپارښتنه وشوه، چې په ټاکلي وخت خپل راپورونه د بین‌الوزارتي کمېټې راتلونکو غونډو ته راوړي، څو یې په اړه نهايي تصمیم ونیول شي.

ډاکټر ملا عبدالواسع: د ۴۰ کلنې جګړې وروسته په هره برخه کې هېوادوالو ته د خدمت زمینه برابره شوې

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کسب کارانو او هټیوالوخونې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.

د کسب کارانو او هټیوالو خونې د پلټنې رییس او د یادې خونې د کابل ښار د دوکاندارانو مرستیال ویلي؛ خوشاله یوو چې د اسلامي امارت مسولین د خلکو غږ، ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوري او د ستونزو په حل کې راسره پوره همکاري کوي.

یادو ویناوالو همدارنګه د کسب کارانو او هټیوالو خونې اړوند ځینې ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړې او ویلي يي دي، په یاده خونه کې د خپلسریو او اساسنامې خلاف کړنو مخنیوی دې وشي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ موږ کوښښ کوو چې د خپل وس اړوند ستاسو ستونزې حل شي او د اړتیا په صورت کې به ستاسو ستونزې له اړوندو مسولینو او د اسلامي امارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې شي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مشرتابه تل خپلو مسولینو ته لارښوونه کوي، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره نهایي کوښښ وکړي.

ملي تاجرانو ته تر یوه حده اسانتیاوې برابرې شوي او هیله ده، چې دوی د هېواد او ملت ګټو ته لومړیتوب او ارزښت ورکړي.

د نوموړي په وینا؛ د تېرو ۴۰ کالو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په هره برخه کې هېواد او هېوادوالو ته په اخلاص د خدمت ښه زمینه برابره شوې، تاجران او ټول هېوادوال دې خپل زحمتونه ګالي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت مسولین د ټولو ستونزې په سړه سینه اوري او د حلولو کوښښ یې کوي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: چهارشنبه

۱۴۴۵/۰۵/۰۱ هـ ق

۱۴۰۲/۰۸/۲۴ هـ ش

تورخم

د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:

نن ورځ ۳۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر يې یو زر او ۸۶۵ تنه کیږي هېواد ته راستنې، ثبت او بايوميټرک شوي او په یو زر او ۴۳۷ کډوالو سيمکارتونه ووېشل شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د عامه پوهاوي په برخه کې د دې کمېټې ګرځنده ټيم له کډوالو سره څو ناستې وکړې او د چارو د طی مراحلو په اړه معلومات ورکړل شول. له IOM څخه ۳۰۰ اجراء شوې فورمې ترلاسه او کډوالو ته وسپارل شوې.

همدا راز ۵۰ ورک شوي اسناد او ماشومان پيدا او خپلو مالکانو او کورنيو ته وسپارل شول.

 جوماتونو او زده کړو کمېټه:

دې کمېټې نن په تورخم کې راستانه شویو کډوالو کورنيو څخه وغوښتل چې خپل بچيان د زده کړو دوام لپاره وهڅوي.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

دې کمېټې نن ورځ ۲۱ زره او ۳۲۰  کډوالو باندې ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه ووېشلې.

 ۴۰۰ کمبلې، ۱۵۰ بستې معدني اوبه، ۳۵۰ ښځينه او نارينه کورتۍ، د خامو خوراکي توکو ۲۰۰ کڅوړې، ۲۶ روغتيايي کيټونه او ۱۵۰ منه مڼې چې د بېلابېلو خيريه بنسټونو له لوري ترلاسه شوي وو، په اړمنو کډوالو ووېشل شول.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

د راستانه شويو کډوالو ۴۰۰ کورنيو ته د هرې کورنۍ په سر لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د موقتي ميشت کولو کمېټه:

د کمپ له ټولو خېمو څخه څارنه وشوه چې په نتيجه کې يې له ټولو یو زر او ۳۵۰ خېمو څخه ۹۰۰ کې مهاجرين اوسيږي او ۴۵۰ نورې خالي دي.

د لسو ټانکرو په واسطه د کمپ ۱۴۰ ذخيرو ته ۱۸۵ زره لېټره اوبه ورسول شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د تورخم فرضي کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې د ۸  بېلابېلو وسايطو پر مټ په ۱۸ دورو کې مهاجرين را انتقال کړل شول.

په ۳۳ بېلابېلو وسایطو کې ۲۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶۵ تنه کيږي، له تورخم څخه بېلابېلو ولایتونو کې خپلو کورنیو ته ولېږدول شوې.

د کاري فرصتونو کمېټه:

نن ورځ ۶ تنه بکلوريا، ۱ فوق بکلوريا، ۸۸ د مسلکي کارکوونکي او ۷۵۲ تنه نور غریبکار راستانه شوي دي.

سپین بولدک

د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:

نن ورځ ۶۱۷ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې درې زره او ۳۵۰ تنه کيږي، همدا راز ۶۸۵ تنه زندانيان، د سپين بولدک له لارې خپل  هېواد ته راستانه شول، ثبت او بايوميټرک شول او ۵۲۶ کورنۍ چې ۲۸۶۷ تنه کيږي، د همکارۍ لپاره ايي او ايم ته وروپیژندل شول.

 ۵۱  کورنۍ چې ۲۶۸ تنه کيږي او د (UNHCR) اسناد يې درلودل د همکارۍ لپاره دې دفتر ته معرفي شول.

 همدا راز ۱۳۹۲ کډوالو باندې د بېلابېلو شبکو سيمکارتونه وېشل شوي دي.

د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:

نن غرمه سپين بولدک کمپ کې دوه زره او ۷۵۰ او ماښام دوه زره او ۶۶۰ تنو ته د ماښام ډوډۍ ورکړل شوه، همدا راز د ښوراندام کمپ کې غرمه مهال دوه زره او ۵۰۰ او ماښام دوه زره او ۷۰۰ تنو ته ډوډۍ ورکړل شوه. 

د ۷۸۹ تنو بېلابېلو ناروغانو معاينات او تداوي ترسره شوه، یو زر او ۳۴ ناروغان سکريننګ شوي دي، دوه زره او ۸۸۹ واکسين شوي دي، د ۱۳ تنو د ملاريا نمونې اخيستل شوي او پینځه تنه د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې درې تنه يې په روغتون کې داخل شوي دي.

د تخته پل په کمپ کې د يوې لويې خيمې د درولو لپاره چمتوالی نيول شوی.

په دې کمپ کې د رڼا لپاره برقي تار غځول شوی او په ځينې ساحو کې برقونه نصب شوي دي. همدا راز د څښاک لپاره د اوبو ذخيرې د کمپ په بېلابېلو برخو کې نصب شوي دي.

اړمنو راستانه شويو کډوالو لپاره د سرپناه لپاره خيمې ولګول شوې او يو شمېر نورو باندې کمبلې ووېشل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

۲۷۸ کورنۍ چې یو زر او ۶۶۹ تنه کېږي؛ په ۴۵ موټرو کې له سپين بولدک  څخه ارزګان، هرات، کابل، زابل، غزني، کندهار او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي. یادو کورنیو ته ۱۶۷ زره افغانۍ د کرايه لپاره ورکول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د غازي عبدالله خان ليسې او باران کلا کمپ کې لسګونه راستانه شویو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شوي دي.

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

نن ورځ د سپین بولدک له لارې ۶۲۵ راستانه شويو کورنيو سره د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

پکتيکا

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

دې کمېټې د انګور اډې کمپ څخه د خونديتوب په موخه اغزن سيم تاو کړ.

هلمند:

د هلمند بهرامچې له لارې ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه کيږي، خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هـــــــــرات:

د مالي چارو د تنظيم کمېټه:

د  اسلام کلا له لارې خپل هېواد د اووه راستنو شويو کورنيو سره د هرې کورنۍ په سر ۱۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

دې کمېټې راستانه شويو کډوالو باندې د معلوماتو، لارښوونو او هر کلي پپغامونه خپاره کړي دي.

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۸ کورنۍ چې ۲۲۱ تنه کيږي او دوه زره او ۵۵۹ تنه مجرد چې ټول دوه زره ۷۸۰ تنه کيږي، خپل هېواد ته راستانه شول، ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۳ کيږي د همکارۍ لپاره ايي او ايم ته معرفي شول.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

بادغیس کې د الکترونیکي پیژند پاڼو د وېش دویمه څانګه پرانېستل شوه

د بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو ښار کې د الکترونیکي تذکرو د وېش دویمه څانګه د ولایت مقام د پلاوي، رييسانو، علماوو، قومي مشرانو او د دې ولایت د احصایې او معلوماتو د ریاست د ځینو کارکوونکو په شتون کې پرانېستل شوه.

په دې اړه جوړ شوی پروګرام کې د یاد ولایت د علماوو شورا رییس شیخ محمد معروف د الکترونیکي تذکرو د وېش د دویمې څانګې پرانېسته هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې یو اغېزناک ګام یاد کړ او زیاته یې کړه چې ولسونو ته خدمت او خپله دنده پېژندل د اسلام په مقدس دین کې یو مهم اصل دی.

د بادغیس ولایت د احصایې او معلوماتو رییس ملا ضیاء الدین بختیار د بادغیس اوسېدونکو ته د دې څانګې د کار پيل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې دا څانګه د لسو کارکونکو په درلودو سره، په ورځني ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې غوښتونکو د غوښتنلیکونو د طی مراحل کولو وړتیا لري.

همدارنګه ښاغلي بختیار زیاته کړه، د یاد ولایت د الکترونیکي تذکرو په لومړۍ څانګه کې هره ورځ د ۲۵۰ غوښتونکو اسناد طی مراحل او تذکرې یې د چاپ په موخه مرکز ته استول کېږي.

د بادغیس ځينې اوسېدونکي د دې څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرګندوي او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرول د چارواکو مسولیت ګڼي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په غونډه کې، راستنو شویو کډوالو ته د ښو خدمتونو په برابرولو ټینګار شوی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ‎کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د ټاکلو کمېټو د مسولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د ټاکلو ۱۲ کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوي.

وروسته د راستانه شویو کډوالو د لېږد او ځای پرځای کېدو د څرنګوالي، لازمو اسانتیاوو، هغوی ته د اشتغال او ښوونې او روزنې زمینې او همدارنګه له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د ښو خدمتونو برابرولو په اړه بحث او هر اړخېزه ارزونه شوې او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د اوږد مهاله اوربند په اړه هوکړه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرله پسې غونډو وروسته بالاخره د غزې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په هدف د اوږد مهاله اوربند د رامنځ ته کولو په اړه هوکړې ته رسېدلي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوږد مهاله اوربند د رامنځ ته کولو پریکړه لیک په ۱۲ مثبتو رایو سره تصویب شو.

د راپورونو له مخې امریکا او بریتانیا چې په دې شورا کې د ویټو حق لري، د جګړې د پای ته رسولو او رامنځ ته کولو پریکړه لیک ته رایه ورکړه.

دوی په غزه کې اوربند رد کړ او منفي ځواب یې ورکړ.

د برتانیې سفیرې باربرا ووډوارډ که څه هم په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د رامنځ ته کولو د هوکړې خلاف رایه ورکړې، خو ویلي يي دي؛ چې د دې کړکیچ په اړه خبرې کول د شورا لپاره حیاتي او ډیر وخت دی او موږ د اوربند د ټینګېدو له موخې په کلکه ملاتړ کوو.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او په غزه کې د اوږد مهاله بشري اوربند د رامنځته کېدو او د یو خوندي او بې خنډه چاپیریال د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور له دغه سازمان څخه د دغه پرېکړه لیک د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي؛ د امنیت شورا په تصویب شوي دغه پریکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د اسرایلي پوځ بې رحمانه بمباري او د اسرایلو د بمباریو په پایله کې د پنځه زره فلسطینی ماشومانو او ملکي وګړو ظالمانه وژل کېدل په ګوته شوي دي.

دا پنځم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه ځانګړې غونډه کوي، تر دې مخکې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه په تېرو څلورو غونډو کې د دغه سازمان د مشرانو غونډې جوړې شوې وې، چې د امريکا، روسيې، بريتانيا او چين ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله به بې پایلې وه.

د ملي پراختیا شرکت رییس: ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال ترڅنګ د کڼو لویو پروژو او ودانیزو چارو پلانونه هم لري

د کرنې سرپرست وزیر د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له ملي پراختیا شرکت څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسولینو سره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی د فعالیتونو په اړه خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري دغه راز د ملي پراختیا شرکت په انګړ کې د يوې لويې ودانۍ د جوړېدو او د هغه ودانۍ د بيارغونې له پرمختګ څخه هم ليدنه کړې، چې په پام کې ده په کې د ماشين الاتو جوړولو شرکت جوړ شي.

د ملي پراختیا شرکت د اجرایې رییس عبدالرحمن عطاش د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه شرکت فعالیتونه بیان کړي او زیاته کړې یې ده؛ ملي پراختیا شرکت نه یوازې دا چې د قوش تېپې کانال چارې پرمخ وړي، ترڅنګ یې د لویو پروژو او ودانیزو چارو لپاره پلانونه او پروګرامونه هم لري.

 د ملي پراختيا شرکت په تېر حکومت کې د اتو دولتي تصديو په ادغام سره رامنځته او عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د عمومي اجرايوي رييس په توګه وټاکل شو.

د یاد فرمان پر اساس د بنایي ودانیزتصدي، د هلمند ودانیز تصدي، افغاني ودانیز تصدي، د کور جوړونې تصدي، د غوري سمنټو فابریکو تصدي، د جبل السراج سمنټو فابریکو تصدي او د ارزاقو تصدي مدغم او د ملي پراختیا شرکت په عنوان نوی شرکت تاسیس شو.

د ملي پراختیا شرکت اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت په اډانه کې د حکومت له تګلارې سره همغږي دی او هغه مهمې پرمختیايي او پراختیایي پروژې چې له مخکې ټاکل شوي، پلي کوي.