ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1308

پکتیا کې د څه باندې ۱۱۵ زره ډالرو په ارزښت د درک کانال او سربند د جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمد کريم فاتح، د پکتیا ولایت د اقتصاد ریيس مولوي محمد انور راشد، د سید کرم ولسوالي ولسوال قاري علي محمد مجاهد، د اړيکو دفتر ولايتي مسول انجنير شريف الله ايوبي او یو شمیر نورو سيمه ييزو مسولینو او  قومي مشرانو په شتون کې ترسره شوي.

یاده پروژه د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي په کوه سين کلي کې د ۱۵۰ زره او ۵۲۸ ډالرو په ارزښت د سویس پراختیایې همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د اړیکو دفتر په تخنیکي همکاري او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوې.

په دغه پروژې کې د 17.6 مترو په اوږدوالي، د 10.4 مترو سور او د 4.4 مترو په ژوروالي سره د درک سربند او د نوموړې سربند دواړو لورو ته د 146 مترو په اوږوالي د استنادي دېوالونو او د 118 مترو په اوږدوالي د درک کانال جوړول شامل دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

فراه کې د ۳۴۰ زره ډالرو په لګښت د لسو روغتیايې مرکزونو ودانيزې چارې بشپړې شوي

په فراه ولایت کې د ۳۴۰ زره ډالرو په مالي لګښت د لسو روغتیايې ځالو ودانيزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.

د يادو مرکزونو د ودانيزو چارو د پرانیستې پر مهال د فراه ولایت د عامې روغتيا رياست رییس مولوي احسان الله شاکر ویلي؛ چې دا مرکزونه د ۳۴۰ زره  ډالرو په مالي لګښت د عامې روغتيا رياست تر رهبري لاندې د (UNFPA) دفتر په مالي ملاتړ د (MOVE) پلي کوونکې موسسې په همکارۍ د دې ولايت د مرکز په ګډون د اووه ولسواليو په سپينو سيمو کې جوړې، چې له جوړيدو سره سم به یې سيمه ييزو وګړو ته روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې او د روغتيا کچه به لوړه شي.

د (MOVE) موسسې رییس ویلي؛ چې په يادو روغتيايې ځالو کې د نورو چوپړتیاوو ترڅنګ د مېندو او ماشومانو په برخه کې د یو نرس، یوې قابلې او یو ساتونکي په شتون روغتيايې چوپړتیاوې هم وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ياد دفتر په پام کې لري، چې د یادو روغتيايې ځالو لړۍ نوره هم وغځوي.

ځايي اوسیدونکي د یادو مرکزونو خوښ دي او وايي؛ چې تر دې وړاندې به د سيمې اوسيدونکي مرکز ته د حامله ناروغانو د لېږد، لومړنيو روغتیايې چوپړتیاوو ته د نه لاسرسي او له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان وو، خو اوس به یې یادې ستونزې حل او په خپل کلي کې ورته هر څه چمتو شول.

یاد مرکزونه دوه په پرچمن، دوه په ګلستان، دوه په فراهرود، یو مرکز ته څېرمه په کوک عليا، یو په پشترود، یو د خاکسفيد او یو د قلعه کاه په ولسوالیو کې جوړ او رسماً يې خپلې روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې کړي‌.

د کابل امنیه قومندانۍ د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي؛ د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د قتل، د موټرو او موټر سایکلونو د غلا، د اموالو او اجناسو د غلا، فرېبکارۍ، د وسلو قاچاق، چپاولګرۍ او ځینې نورو جرمونو دوه زره او 210 قضیې درلودې او په تړاو یې دوه زره او 136 تنه نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له دغو نیول شویو اشخاصو سره ۹۴ موټرې، شپږ موټر سایکلونه، ۶۶ میله تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، دوه میلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، اووه زره او ۸۰۰ ډالر، شاوخوا ۱۲۰ سیټه موبایلونه او دغه راز د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت مبایلونه له غلو راګرځول شوي او خپل مالک ته یې سپارل شوي، د شاوخوا ۱۶۰ زره افغانیو او ۸۰۰ زره ډالرو په معادل طلا ترلاسه شوې ده.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل په مختلفو سیمو کې ۵۴۵ بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶۱۹ تنه مظنونین نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

همداراز د کابل امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۵۸ تنو امنیتي ځواکونو ته د روغتیا، ظرفیت لوړونې، کمپیوټر، اداره، بشري حقونو او ځینې نورو برخو کې په مختلفو کورسونو کې یو میاشتنۍ، دوه میاشتنۍ او درې میاشتنۍ زده کړې ورکړي دي.

خالد ځدراڼ ویلي، د تروریزم ضد مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د یو لړ کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۴۳ تنه مظنونین نیولي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال مولوي شاکر سعد د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول حیثیت لري او دوی یې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

غصب څخه راګرځول شوې ځمکې په اجاره ورکول کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ له غصب څخه بېرته راګرځول شوې ځمکې او جایدادونه د لنډ مهال لپاره په اجاره ورکوي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کارکوونکو د شتون، سیمې ته د کارکوونکو د لېږد، د کاري بهیر د راپور ورکولو، د کارکوونکو د ګمارنې پروسې او له غصب څخه د بېرته راګرځول شويو ځمکو د سروې او ارزښت موندنې په پار خبرې شوي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ویلي؛ هغه ځمکې او جایدادونه چې له غصب څخه راګرځول شوي د کرنې وزارت له خوا په اجاره ورکول کېږي او د دغه وزارت تر څارنې لاندې به وي.
دا هغه فرمان دی، چې پلي کول یې د کرنې وزارت پر غاړه ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان سره سم په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې هغه جایدادونه او ځمکې چې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون له خوا له غصب څخه راګرځول شوي دي د لنډ مهال لپاره په اجاره ورکړي.

د کابل ښار د ودونو تالارونو د اتحادیې رییس افغان کډوالو سره یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانۍ مرسته کړې

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزیر، او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټي استازو او نورو لوړ پوړو چارواکو شتون درلود.

د کابل ښار د تالارونو اتحادیه شااوخواد ۷۰  د ودونو تالارونه لري، چې نژدی ۲۰ زره کسانو ته یی په مستقیم ډول  په دغو تالارونو کي د کار زمینه برابره کړې.

د کابل ښار د تالارونو اتحاديي مرستیال د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې ته د دغې اتحادي له خوا  د یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د مرستو اطمینان ورکړی.

 نوموړي زیاته کړې؛ چې نوري مرستی به هم د دغي اتحادیي له اعضاو څخه راټولي او د موظفي کمیتي سره په پوره همغږي به یې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره تري ګته واخیستل شي.

د ترکمنستان نوي جنرال کونسل خپل واک‌لیک د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړی

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم حضور درلود، د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان نوي جنرال کونسل ته هرکلی ویلی او په نوي ماموریت کې يې ورته د بریا هیله څرګنده کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترکمنستان سره د اسلامي امارت ۳۰ کلني اړیکې مثبتې بللي او د ترکمنستان سفیر او جنرال کونسل ته یې ډاډ ورکړی، چې د امارت ټولې ادارې چمتو دي، چې دوو اړخیزو پروژو کې بشپړه همکاري ولري.
نوموړي د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو د افغانستان لخوا بشپړې لېوالتیا سره چمتووالی په ډاګه کړی.
سرپرست وزیر په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو هېوادوالو سره د ترکمنستان له مرستو مننه وکړې.
د ترکمنستان نوي جنرال کونسل د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د هرات له محلي حکومت سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار وکړي.
د ترکمنستان سفیر په خپل وار د افغانستان او ترکمنستان اړیکې دوستانه بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکي کې د اسلامي امارت مشران ترکمنستان ته سفرونه وکړي.
ښاغلي عوضوف همداراز د ټاپي او ټاپ پروژو د عملي کار پیل په تړاو ویلي، هېواد یې پر ګڼو انتخابونو کار کوي، چې نهايي شي افغان لوري سره به یې شریک کړي.

د شبرغان-دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پاتې چارو بشپړولو هوکړه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان-دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پاتې چارو او د دشت الوان سب‌سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو هوکړې لاسلیک شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې د یوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی.

دغه‌راز د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی اساسي لامل یې د صنعت پرمختګ دی.

نوموړه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او لا هم هڅه کوي، تر څو په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې برېښنا ده.

د ښاغلي برادر په وینا؛ له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د برېښنا یاده پروژه، چې له افغان انوېسټ خصوصي شرکت سره یې قرارداد وشو، نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به لسګونه میلیونه ډالره سپما شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټولو ملي پانګوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت تاسې ته د پانګونې هر ډول زمینه برابره کړې او بشپړ ملاتړ مو کوي، نو تاسې هم باید خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړئ.

په پای کې محترم ملا صاحب له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، ترڅو یادې پروژې په پوره جدیت سره تعقیب او څومره ژر چې ممکنه وي، په ښه ډول یې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان انوېسټ شرکت به د قرارداد له مخې د شبرغان-دشت الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین ۲۳.۷ سلنه پاتې چارې چې ۳۰۵.۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په ټاکلي وخت بشپړوي. تر دې وړاندې د یاد لین ۷۶.۳ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

دغه راز قراردادي شرکت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن د پراختیايي پاتې چارو د بشپړولو مسوولیت هم لري.

دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړېږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې هېواد کې به د برېښنا د کمبود ستونزه تر ډېره حده حل کړي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: سه شنبه


۱۴۴۵/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۰۸/۲۳ هـ ش


تورخم


د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:
نن ۳۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر يې دوه زړه او ۹۵۲ کيږي، راستانه شوي، ثبت او بايوميټرک شوي دي، ۲۶۹ کورنۍ تثبيت شوي دي، چې په نتيجه کې يې ۲۳۰ کورنۍ کډوال او ۳۹ نور يې تقلبي مهاجر ګڼل شوي دي.
همدا راز ۱۹۹۰ سيمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د کډوالو د يو شمېر ستونزو د حل او همغږۍ په موخه د ايي او ايم له دفتر، درې کمېټو او تورخم کمېسار سره ناستې وشوې، پینځو بېلابېلو ناستو کې کډوالو ته د کارونو د طی مراحلو په اړه ورته لارښوونې شوي، له ايي او ايم څخه د کډوالو نږدې ۶۰۰ فورمو ترلاسه او وېشل او ۳۰۰ ورک شوي اسناد پيدا او خپلو مالکانو ته وسپارل شول.
د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:
په تورخم کمپ کې ۱۹ زره او ۴۴۰ تنه کډوالو باندې ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه ووېشل شوې، د بېلابېلو خيريه بنسټونو له لوري دې کمېټې ته ۵۵۰ کمبلې، ۱۱۰ تختې فرشونه، ۱۰۰ بستې معدني اوبه، ۴۵۰ ښځينه کورتۍ، ۳۰۰ بستې نور خام خوراکي توکي، سپارل شوي دي چې په اړمنو خلکو ووېشل شوې.
د موقتي ميشت کولو کمېټه:
په کمپ کې ۱۰۰ تشې خېمې په نښه او د راتلونکو راستنېدونکو کډوالو د اوسېدنې لپاره چمتو شوې، ۳۵ هغه خيمې او ۱۰ د اوبو ذخيرې چې د سرک نقشه پرې راغلې، خوندي ځايونو ته لېږدول شوي. د ۱۳ ټانکرو په مرسته ۱۴۰ د اوبو ذخيرو ته اوبه رسول شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له تورخم څخه تر کمپ پورې په ۱۲ بېلابېلو وسايطو او ۲۵ دوره کې کډوال انتقال کړل شول.
همدا راز په ۴۲ عرادې بېلابېلو وسایطو کې ۲۵۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې ۱۳۱۶ تنه کيږي، بېلابېلو ولایتونو کې خپلو سيمو ته ولېږدول شوې.


سپین بولدک


د ثبت، تثبيت او استقبال کمېټه:
د سپين بولدک له لارې ۶۸۳ کډوالو کورنۍ چې د وګړو شمېر يې درې زره او ۷۰۳ تنه کیږي، خپل هېواد ته راستنې، ثبت او بايوميټرک شوي دي او ۵۶۵ تنه کورنۍ د همکارۍ لپاره ايي او ايم ته ورپیژندل شوي او ۶۴ نورې کورنۍ (UNHCR) ته معرفي کړل شوې. همدا راز د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۵۶۰ سيمکارتونه په کډوالو باندې توزيع شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
دې کمېټې نن ورځ په ۵۳ بېلابېلو وسايطو کې ۳۱۴ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې یو زر او ۸۶۵ تنه کيږي، له سپین بولدک څخه د کندهار، هرات، کابل، زابل، غزني او ارزګان ولایتونو بېلابېلو ولسواليو ته ولېږدول شول او ۲۳۷ زره او ۵۰۰ افغانۍکرايه ورکړل شوه.
د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:
۹۶۵۰ تنو راستانه شویو کډوالو باندې د غرمې او ماښام ډوډۍ ووېشل شوه. همدا راز یو زر او ۹۳ تنه ناروغانو تداوي شوې او درې زره او ۲۳۴ تنو ته واکسين شوی دی.
د کاري فرصتونو کمېټه:
نن ورځ ۱۳ تنه د بکلوريا، ۳ فوق بکلوريا، ۲ ليسانس، ۸ حافظان، ۳ د ديني علومو فاضلان، ۱۲۰ مسلکي کسان او ۹۹۴ تنه غريبکاران راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظيم کمېټه:
دې کمېټې ۶۸۹ راستانه شويو کډوالو کورنیو ته د هرې کورنۍ په سر لس زره افغانۍ مرسته وکړه.


پکتيکا


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د انګور اډې څخه ۸ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې ۵۱ تنه کيږي، راستانه شوي او ثبت شوي دي او په کډوالو ۱۴ عدده سيمکارتونه توزيع شوي دي.
اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
لسګونه راستنو شويو کډوالو او درې بېلابېلو رسنيو ته د کمپ په اړه په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شوي، د افغان معلولينو لپاره د لاسرسي موسسې (AOAD) سره په ليدنه کې دا موسسه سر له سبا په دې کمپ کې فعاليت ته چمتو شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د انګور اډې له لارې ۴۰ راستانه شوې کورنيو سره د هرې کورنۍ په سر لس زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د ۶۸ بېلابېلو ناروغانو درمنله او واکسين شوی دی او ۱۴ تنو ته رواني مشورې ورکړل شوي دي، همدا راز راستانه شويو کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوې او تازه راستانه شويو کډوالو ته د استراحت ځايونه برابر شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
د کډوالو ۸ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې ۵۱ تنه کيږي، د انګور اډې له فرضي کرښې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځايه خپلو ولسواليو او کليو ته ولېږدول شول.
د مؤقت میشت کولو کمېټه:
د مؤقت اوسېدنې کمېټې له لوري یو زر او ۵۰۰ لېټره د څښاک اوبه او معلولينو ته دوه خيمې درول شوي دي.


کابل


د مرستو د جلب او جذب کمېټه:
د اقتصاد وزير قاري دين محمد حنيف کابل کې د قطر سفير سره په ليدنه کې له پاکستان څخه راستنېدونکو اجباري کډوالو لپاره د مرستو په جلب او جذب خبرې وشوې، د قطر سفير ښاغلي سعيد بن مبارک وويل چې د کډوالو موضوع له نږدې څاري او زياته يې کړه چې له مرکز سره له مشورې وروسته به په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
په يوه بله جلا ناسته کې د اقتصاد وزير د کابل ودونو تالارونو له استازو سره ليدنه وکړه او ياد استازي له کډوالو سره مرستې ته وهڅول، د ودونو تالارونو استازو وويل چې خلکو ته د خوښيو په برخه کې د اسانتياوو ترڅنګ يې ولس سره همکاري هم کړې ده او ژمنه یې وکړه چې راستنېدونکو کډوالو سره به هم مرسته وکړي.


زابــــل


د خدماتو او روغتيايي چارو کمېټه:
د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل په خاطر ولایتي کمېټه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د کډوالو د خوراک، څښاک، روغتیایي خدماتو او نورو چارو څخه نظارت وشو او نیمګړتیاوې په ګوته شوې.


نیمروز


د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د نیمروز له دوه کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۶ تنه کیږي، ثبت شوې او نغدي مرسته ورسره وشوه.

هـــــــــرات


د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۶۰ تنه کيږي او دوه زره او ۵۷۰ تنه اجباري او په خپله خوښه مجردان راستانه‌ شوي دي. ۳۰۷ تنه چې د همکارۍ وړ وو، ائي او ايم ته وروپېژندل شول.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

ملا نورالله نوري: د افغان ولس له قربانیو د نړۍ خلکو د ازادۍ فکر اخیستی او له خپلو حکومتونو خپلواکي غواړي

زابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د مرکز قلات په شمول د ټولو ولسوالیو له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناسته کړې.

د ولسونو په استازولي څو تنو قومي مشرانو او دیني عالمانو د ورغلي پلاوي تر هرکلی کولو وروسته ویلي؛ ۴۸ کاله وروسته افغانان د امن پر ټغر را ټول دي، چې دا د دې ولس د همکاري برکت دی.

نوموړو زیاته کړې؛ موږ د خپلو قربانیو احسان پر چا نه اچوو، په تېر ۲۰ کلن انقلاب کې قربانۍ ورکول زموږ اسلامي وجیبه وه او د اوسني حاکم نظام ساتل هم خپل مسؤلیت بولو.

دوی د اسلامي امارت په راتګ سره د هر چا د مال او عزت د خوندیتوب په اړه هم خبرې کړي او په یاد ولایت کې د خلکو د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې.

سرپرست وزیر د اسلامي امارت بریا ته رسېدل د ولسونو د ملاتړ برکت یاد کړی او ویلي يي دي؛ د افغانستان د مجاهد ولس له قربانۍڅخه د نړۍ خلکو د ازادۍ فکر اخیستی او له خپلو حکومتونو څخه ازادي او خپلواکي غواړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د اقتصاد له پلوه په ځان بسیاینې ته نږدې دی، ځکه د دې هېواد کانونه او د اوبو مدیریت زموږ د هېوادوالو ټولې اړتیاوې پوره کولای شي او زه دا ډاډ درکوم، چې په راتلونکي کې به افغانستان د نړۍ هیڅ هېواد ته محتاج نه شي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال: موږ هڅه کوو، څو د افغانستان اوسېدونکي د خوراکي توکو خوندیتوب ته ورسېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د شېلر موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې او د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو د چارو د ښه والي په اړه یې خبرې کړي.
دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړي او خپل نظریات او پلانونه یې سره شریک کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني اوسنى امنيت د کورنيو او بهرنيو پانګونې لپاره يو ښه فرصت بللی او زیاته کړې یي ده، کورني او بهرني سوداګر کولاى شي له کومې وېرې پرته افغانستان ته سفر وکړي او پانګونه وکړي.

موږ لا زیاتې هڅې کوو، څو د افغانستان خلک د خوراکي توکو خوندیتوب ته ورسېږي او دا کار د بزګرانو او مالدارانو له لارې کېږي.
ښاغلي عثماني په اوسني وضعیت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار اړین ګڼلی او ویلي يي دي؛ موږ باید د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه کروندګرو او مالدارانو لپاره لا زیاتې مناسبې زمینې برابرې کړو، موږ له تاسو او همکارو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې په خپلو پروژو کې روڼتیا، اغېزمنتوب او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي او د کرنې وزارت سره په همغږۍ کار وکړي.
د شېلر موسسې چارواکو د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي يي دي؛ موږ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره له کورنیو او بهرنیو متخصصینو او مسلکي کسانو کار اخلو او په راتلونکو پروژو کې به د خلکو د غوښتنو او د کرنې وزارت له غوښتنو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړو.