د برېتانیا په حکومت کې تغییرات؛ د کورنیو چارو وزیره یې د لندن پر پولیسو د تور له امله ګوښه شوه
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره سوئلا راورمن وروسته له هغو، چې د لندن پولیس یې د فلسطین پلوه لاریونکوونکو په ملاتړ تورن کړل، د لومړي وزیر ریشي سوناک له لوري له دندې ګوښه شوه.
دغهراز ښاغلي سوناک د برېتانیا پخوانی لومړی ډیویډ کامرون وزیر د بهرنیو چارو د وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلی د کورنیو چارو د وزیر په توګه په دندو وګومارل.
ننګرهار کې د خوړو نړيوال پروګرام ۴۵ زره بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د اقتصاد ادارې مسولينو په مشرۍ د خوړو نړيوال پروګرام او اف جي ای ادارې استازو په ناسته کې ویلي، چې په دې ولايت کې راتلونکو پینځو مياشتو لپاره ۴۵ زره بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د يادې ناستې پر مهال د اقتصاد ادارې په استازيتوب مولوي آمين الله شريف، د کليو پراختيا او بيارغونې رییس مولوي قسمت الله مبارز، د جلال اباد ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ رییس مولوي عطاءالرحمن فاتح او نورو مسولينو د سروې او مرستې وېش په اړه خپل نظرونه وړاندې او د اُصولو له مخې يې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.
د ولایت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري د خوړو نړيوال پروګرام د ختيځ زون مشر ډاکتر اجمل مومند څخه مننه کړې، چې بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
نوموړي مومند او د ادارو مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې د اسلامي امارت اصولو سره سم سروې ترسره او اړمنو کورنيو سره مرستې پر وخت وکړي.
یاد خوراکي توکي به د دې ولایت په ښار او ولسواليو کې ۵۰ سلنه مرسته بېوزله کورنيو ته ورکول کيږي او ۵۰ سلنه د کار په بدل کې وېشل کيږي.
همدا راز په ښاري سيمو کې به نغدې افغانۍ او لرو پرتو سيمو کې خوراکي توکي ووېشل شي.
تورخم کې د راستانه شويو افغان کډوالو په پنډ غالي کې د څه باندې ۱۷ زره ناروغانو درملنه شوې
په تورخم کې راستانه شوي افغانانو ته په جوړ شوي پنډ غالي کې د ملي دفاع وزارت ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند ګمبيري ساحوي ۱۰۰ بستریز نظامي روغتون د متخصصو ډاکټرانو له لوري د کمپ له جوړيدو څخه تردې دمه په بيلابيلو برخو کې ۱۷ زره او ۲۳۱ تنه ناروغانو درملنه ترسره شوې ده.
د یادې قول اردو اړوند ګمبيري ساحوي ۱۰۰ بستریز نظامي روغتون قوماندان مولوي عبدالمنان حمزه ویلي؛ د کمپ له جوړيدو څخه تردې دمه مو راستانه شويو افغان ورونو ته بېلا بېل صحي خدمات ترسره کړي او تر دامهاله مو د OPD برخه کې ۱۳ زره او ۹۵۴ تنه، غاښونو څانګې ۱۶۹ تنه، لابراتوار اړوند ۱۳۲ تنه، زرقیات دوه زره او ۲۶۸ تنه، جراحي عملياتونو ۲۴۱ تنه او پانسمان برخه کې ۴۱۰ تنه هېوادوالو درملنه کړې ده.
همداراز د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له لوري عراده نظامي وسایط بار لوژستیکي البسه باب جوړ شوي پنډغالي ته رسیدلي دي.
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو د مرستو په دوام کې درې عراده لویو نظامي وسايطو کې بار لوژستیکي البسه باب له پاکستان څخه راستانه شويو هېوادوالو ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لوري جوړ شوي پنډ غالي ته ورسېدل.
دغه البسه کې کمبلې، بړستنې، بالښتونه، توشکې، تنکيو ماشومانو لپاره وچې شيدې او د ضرورت وړ سامان شامل دي.
سمنګان کې د څلورو چکډېمونو چارې د شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د سمنګان ولایت په مرکز او په حضرت سلطان، خرم و سارباغ او روی دو آب ولسوالیو کې د کوکجر، ده اصل، دره بابا او دره بچه چکډېمونو د جوړولو چارې د ۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د یادو چکډېمونو چارې د شمال سیندیزې حوزې لوی ریيس انجنیر رفیع الله مجتبی، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې ریيس محمد عمر انس او د حضرت سلطان مرستیال ولسوال مولوي عبدالله سمنګاني په شتون کې پيل شوې.
دغه چکډېمونه په یادو ولسوالیو کې د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه پلي کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې په یادو ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت پلي کېږي.
اسلامي امارت د هېواد معادنونو په فني او مسلکي ډول استخراج ته ژمن دی
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاالرحمن اریوبي پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ویلي؛ افغانستان د معادنونو په برخه کې خورا بډایه او زیات معادن لرونکی هېواد دی، چې پر وینا یې د دې معادنونو حفاظت، په فني او مسلکي ډول استخراج، په قرارداد ورکول او په سمه توګه څارنه یې مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د دې معادنونو په ښه ډول استخراج لپاره زیاته توجه کړې او لا هم په دې باندې کار روان دی.
د ښاغلي اریوبي په وینا؛ په لویه کچه د څو وزراتونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، څو د معادنونو د قاچاق او تخریب مخنیوي وشي، چې د یادې کمېټې لخوا بیا په هر ولایت کې د اړوند ریاستونو څخه ولایتي کمېټې جوړې شوې، چې د محافظت معادن په نوم به یادې کمېتې خپلې چارې مخته وړي او د معادنونو په برخه کې شته ستونزو او اړتیاوو ته به رسیدنه کوي.
د پکتیا والي ملا مهرالله حماد ویلي، معادنونه د هېواد لپاره یوه لویه سرمایه ده او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت وروستۍ هڅې او لاسته راوړنې بې سارې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ پکتیا هم د معادنونو په برخه کې هغه ولایت دی، چې حساب پرې کېږي او د دې لپاره یې د مرکزي ادارې توجه او پاملرنه مهه بللی، څو دغه معادنونه په ښه ډول استخراج او د هېواد د بیارغونې په برخه کې ترې استفاده وشي.
پکتیا والي ډاډ ورکړی، چې د معادنونو د څارنې او حفاظت په موخه ټاکل شوې ولایتي کمېټې سره به په بشپړ ډول همکار وي او وخت په وخت به ورسره د ستونزو هواري په موخه ناستې ولري.
د بلخ نوي پوهنتون ودانۍ ته د اوبو رسولو په موخه د ۲۵۸ ميليونو افغانيو په ارزښت د پروژې کار پيل شو
د بلخ پوهنتون نوې ساحې ته د تخته پل اوبو رسونې پروژې د پاتې کارونو د بشپړېدو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان او د دغه پوهنتون محصلين د صحي اوبو څخه برخمن شي.
د بلخ پوهنتون ریيس مولوي ضياﺀالحق ضياﺀکريمي د دغه پروژې د اړتيا او ارزښت په اړه خبرې کړي او اوبه يې د ژوند د پايښت لپاره بنسټیزه سرچينه بللې.
ښاغلي کريمي زياته کړې، دغه اکادميک ځاي پخوا د اوبو له نشتون سره لاس او ګريوان وو چې د دغه پروژې په بشپړېدو په ياده ستونزه هواره شي.
د اوبو رسونې عمومي رییس انجنیر نعمت الله احمدي ویلي، د دغه پروژې ټول لګښت ۲۵۸ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو ته رسېږي چې د مياشتې په موده کې بشپړېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه پروژه د بلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ د تختهپل سیمې څخه د بلخ پوهنتون نوې ودانې پورې ۳۶ کیلومتره طول لري.
د بلخ پوهنتون محصلينو د دغه پروژې د چارو له پيل څخه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، پخواه د اوبو له نشتون په برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د توانیر شرکت له ریيس سره لیدنه کړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېوا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د توانیر شرکت له عمومي ریيس انجنیر آرش کردي سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې د لا زیاتې همکاري په هکله اندونه تبادله کړي.
کردي د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ ژورو تاریخي اړیکو ته اشاره کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په ترسره کولو باندې ټینګار کړی.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتې همکاري د ترسره کولو ژمنه کړې.
ملا عبداللطیف منصور په روان کال کې د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د پرچاوي ستونزې ته اشاره کړې او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په راتلونکي کې د داسې ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د تعرفې د کمولو غوښتنه یې کړې.
په یاده ناسته کې پرېکړ شوې ، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسولینو ترمنځ دې تخنیکي ناستې دوام ومومي.
مولوي مطیع الحق خالص: هڅه کوو، له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو ته پر روغتیایي خدمتونو سربېره د اړتیا لومړنۍ مرستې چمتو کړو
د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د تورخم فرضي کرښې ته نېږدې له پاکستان د راسنیدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه کړې.
نوموړي لومړی د ننګرهار له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کړې او د راستنو شویو کډوالو پر ستونزو او حل لارو یې خبرې کړي.
مولوي مطیع الحق خالص د کډوالو په پنډغالي کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي مرکز د بېلابېلو څانګو لیدنه هم کړې او روغتیاپالو او مسولینو ته یې لازمې سپارښتنې کړي.
نوموړي ویلي؛ مونږ تر خپلې وسې هڅه کوو له هرې لارې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو ته پر روغتیایي خدماتو سربېره لازم خدمات ترسره کړو او کډوالو ته د اړتیا لومړنۍ مرستې چمتو کړو.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رییس زیاته کړې؛ تورخم ته مو پر ننګرهار سربېره له نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو هم روغتیایي ټیمونه راوستي؛ که اړتیا شي روغتیایي ټیمونه به نور هم زیات کړو؛ زمونږ مرستې به تر روغتیا منحصرې نه وي، بلکې دا مهال په څو نورو ولایتونو کې په لنډمهالو پنډغالو کې پاخه خواړه، د څښاک پاکې اوبه او د یوې کورنۍ لپاره پینځه ډوله غیرخوراکي مهم اجناس هم ویشو.
ښاغلي خالص ویلي؛ مونږ به له دې بېړنیو مرستو وروسته خپلو سیمو ته د کډوالو له ستنیدو بعد هم اړمنو کډوالو ته په کورونو کې لازمې او اړینې مرستې ورکړو.
د نوموړي په وینا؛ هڅه کوو د امرار معیشت په پروژو کې رښتینو اړمنو کډوالو ته برخه ورکړو، ترڅو پر خپلو پښو ودرېږي.
مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو ته ویلي؛ ستاسي وجیبه ده، چې د کډوالو پر ټپونو پټۍ کېږدئ، ځکه افغاني سرې میاشتې ته اړوند شخص باید تل د ملت د خدمت روحیه ولري، ځکه د افغاني سرې میاشتې اساس د ټپیانو، سیلاب ځپلو او زیانمنو پر راپورته کولو ایښودل شوی.








