ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1317

د ایران د ملي امنیت عالي شورا له رییس سره د ملا برادر اخوند لیدنه؛ پر سیاسي، اقتصادي او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي اکبر احمدیان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې او دا هڅې لا هم دوام لري.

د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.

دغه‌راز ښاغلي برادر له ایران اسلامي جمهوریت څخه د مهاجرینو د کوربتوب مننه کړې او ویلي یې دي، چې ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا رییس احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړې او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړی.

ښاغلي احمدیان د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره ویلي؛ ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي، چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله څنګه نیمه‌پایلوبې ته لاره موندلای شي!؟

په روان کرېکټ نړیوال جام کې هند او جنوبي افریقا هغه لوبډلې دي چې نېمه پایلوبو کې یې ځای کره شوی، درېیمه لوبډله چې دغه پړاو ته یې د تګ امکان زیات لیدل کیږي اسټرالیایي لوبډله ده، چې په خپلو ۷ لوبو کې یې ۵ هغه ګټلي، چې د ۱۰ امتیازونو په لرلو د جدول په دریم ځای کې شتون لري.

د دې لوبډلې پاتې لوبې د افغانستان او بنګله‌دیش لوبډلو سره دي کچیرې د دې لوبو څخه یوه هم وګټي نو نیغ په نیغه بل پړاو ته رسیږي، له دی پرته د دې لوبډلې د منډو اوسط مثبت ۰.۹۲۴ دی او د پاتې نورو لوبډلو یې د منډو اوسط پورته دی، کچیرې پاتې دواړه لوبې له لاسه ووځي  بیا یې هم د وړاندې تګ اټکل زیات لیدل کیږي.

د دې پرته افغانستان، نیوزلینډ او پاکستان هغه لوبډلې دي، چې له ډلې به یې یوه لوبډله د څلورمې او وروستنۍ لوبډلې په توګه تر ډیره بریده  بل پړاو ته لاره مومي.

په دوی کې افغان لوبډله د دوه نورو لوبو په لرلو سره، چې یوه يې د اسټرالیا پر وړاندې او وروستۍ لوبه به د سویلي افریقې لوبډلې سره کوي، کولاې شي د خپلو دواړو لوبو په ګټلو بل پړاو ته خپل تګ باوري کړي.

یو بل کار چې بل پړاو د افغان لوبډلې په تګ کې مرسته کوي، د نیوزلینډ او پاکستان لوبډلو په ورستیو لوبو کې ماتې ده، او د افغان لوبډلې له لورې یواځې د یوې لوبې ګټل دي.

همدرانګه بل احتمال چې افغان اتلانو ته د مخکې تګ لاره پرانیزي، کچیرې پاکستان او نیوزلینډ لوبډلې راتلونکي لوبې وګټي افغان لوبډلې له لوري  په خپلو وروستیو لوبو کې یوه لوبه په ښه توپیر ګټل او بله په کم توپیر وبایلل شي، چې د نیوزلینډ او پاکستان یې د نمرو اوسط پورته شي په دغه بڼه هم لاره موندلې شي.

نیوزلینډ چې د نمرو اوسط یې د پاکستان او افغانستان پورته مثبت ۰.۳۹۸ دی، د مخکې تګ لپاره به راتلونکې لوبه چې سریلانکا  پر وړاندې یې کوي ګټي، د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان د لوبو پایلې به يې برخلیک ټاکي.   

د پاکستان سناریو تقریبا د نیوزلینډ سره ورته ده، خو یواځې یې د نمرو اوسط له نیوزلینډ ښکته او د افغانستان پورته مثبت ۰.۰۳۶ دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره لیدنه کړې

دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا، د سیمې او نړۍ پر سیاسي وضعیت او همدارنګه په فلسطین کې د اسرائیلو د ظالم رژیم له لوري د ترسره شوو جنایتونو په اړه خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د ۲۰ کلن امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانستان په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره تعامل ته را وړاندې شوی دی.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې په بشپړ ډول سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی او یو باثباته افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې له ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر ویلي، ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ملتونو د هوساینې لپاره په شریکه د لارې نقشه جوړه کړي. 

محمد مخبر زیاته کړې، دواړه هېوادونه باید په ګډه د شوو معاهداتو پلي کیدو ته ژمن و اوسي، په ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي.

د ایران د ولسمشر مرستیال په وینا؛ ایران چمتو دی، چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او واردتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

نوموړي همدا راز ویلي، ایران چمتو دی چې د کرنې او صنعت په برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ د استفادې په برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.

ایراني لوري ټینګار کړې، چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ پر مهال له خپلو ملي کرنسیو استفاده وکړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتولو په موخه اړینه ده، چې لویې لارې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران څخه مننه کړې او هلته یې له افغان کډوالو سره د ښه چلند او د هغوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کړې.

دواړو لورو په فلسطین کې د اسرائیلو ظالم رژیم له لوري ترسره شوي جنایتونه په کلکه غندلي او له اسلامي نړۍ یې غوښتنه کړې، څو د دغه وحشت په اړه نور پټه خوله پاتې نشي.

افغان کډوالو لپاره تورخم ته نږدې لعلپورې سيمې دويم موقتي کمپ کې ۷۰ کورونه جوړیږي

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند د یو خيريه بنسټ په مالي لګښت تورخم ته نږدې لعلپورې سيمې دويم موقتي کمپ کې د ۷۰ کورونو جوړولو پرانيسته وکړه.

د یاد خيريه بنسټ مشر ویلي، دوی په دې کمپ کې ۷۰ کورونه جوړوي، چې احاطه، يو ۶ په څلورو کې د اوسېدو خونه، پخلنځی، تشناب او حویلۍ به ولري.

 د دغه بنسټ د مسولینو په وینا؛ په يو کور شاوخوا ۲۲۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي، چې هر کور په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

مسولین یې زیاتوي، دا کمپ به يو جومات، مدرسه، روغتيايي کلينيک، پارک او نور اړونده ملحقات هم ولري.

د پرانيستې پر مهال د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د ملي راډيو تلويزيون لوی ریيس قاري يوسف احمدي، د کليو پراختيا ریيس مولوي قسمت الله مبارز، د عدلې ریيس مولوي فاتح الله فاتح، د کډوالو چارو رياست مسولينو، د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسولينو حضور درلود.

روان کال مزارشریف کې د ۲۵۰ میليونو افغانيو په ارزښت ۲۰ پروژې پلې کېږي

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې روان کال د ۲۵۰ میلیونو افغانيو په ارزښت ۲۰ پراختيايي پروژې پلې کېږي.
د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د آدینه جومات ګذر سړک د پخولو چارې د اته میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق ویلي، دغه سړک ۴۳۵ مترو په اوږدوالي او لس متره سور سره د مزار شریف ښاروالۍ له خوا په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې هڅه کوي، مخکې له ژمي څخه د مزارشریف ښار تخریب شویو سیمو ته پوره پاملرنه وکړي.

ملاعبدالطیف منصور: لوګر کې د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوي

لوګر کې د څه باندې پینځه میلیونو افغانیو په لګښت چکډم د جوړولو چارې پیل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملاعبدالطیف منصور د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړي او ویلي يي دي؛ د هېواد په کچه د اوبو د کنټرول په موخه د ډېرو بندونو، سربندونو او چکډېمونو د جوړولو چارې روانې دي او په دې برخه کې به ولسونه د ښه پرمختګونو شاهدان واوسي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اوبو د کنټرول او زیاتوالې په موخه د لوګر لپاره سږ کال د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې دي، چې د ځینو پروژو چارې روانې او په  نږدې ورځو کې د نورو پروژ چارې هم پیل شي.

د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د اوبو کمښت د دې ولایت د ولسونو پر وړاندې مهمه ستونزه بللې او ویلي يي دي، د ځمکني اوبو د کچې د زیاتوالې او په دغه برخه کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه لوګر کې ښه فرصتونه او منابع شتون لري او باید دا ډول ډېرې پروژې  په کې پلي شي.

ځايي اوسیدونکو د اوبو د مهار کولو په برخه کې د اسلامي امارت وروستۍ هڅې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بې سارې بللي او دغه راز یې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو نشتون د لوګر د خلکو لپاره لوی ستونزه یاده کړې.

د لوګر د سیندیزې حوزې رییس مولوي محمد اسماعیل اخوندزاده ویلي؛ دغه چکډم، چې د څه باندې ۱۱ زره ۲۰۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د پینځه میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه تر راتلونکي دريو میاشتو پورې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دغه چکډم دېوال ۷۲ متره اوږدوالی او ۳.۵ متره پلنوالی او اوه متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبې شي.

نږدې ورځو کې به د لوګر په شپږونو ولسوالیو کې د ورته نورو چکډېمونو د جوړولو چارې هم پیل شي.

د تېرې یوې اونۍ په لړ کې په لوګر کې د څه باندې ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت په مرکز او محمدآغې ولسوالۍ دوه معیاري روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې د یو فارم چارې هم پیل شوي.

په تېرو پینځو ورځو کې نږدې ۴۰ زره کسان د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي

د کندهار سيمه ييز مسولين وايي؛ چې په تېرو پینځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي، د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو امریت کې ثبت او راجسټر شوي دي.
د مسولينو د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه، د کډوالو نړیوال سازمان IOM ته معرفي شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نقدي مرسته هم شوې ده.
د خپاره شویو شمېرنو له مخې؛ په وروستيو څو ورځو کې، څه د پاسه ۳۰۰ زره هېوادوال د تورخم او سپين بولدک له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

افغان شخصيتونو سره د ارتباط کمېسيون له بهر څخه د پخوانۍ ادارې راستنو شويو يو شمېر پوځي او ملکي مسولینو ته د مصونیت کارتونه ورکړي

دغو کسانو د ارتباط کمېسيون له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ د هېواد اوسنی حالت ډاډمن دی، نو له همدې امله به په بهر کې مېشت نور افغانان هم وهڅوي، چې افغانستان ته راستانه شي.

د نوموړو په وینا؛ په نورو هېوادونو کې له ننګونو او خفګان سره مخ وو، خو له نیکه مرغه افغانستان ته په راتګ سره یې ستونزې هوارې شوې دي.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشاء رییس مولوي ذاکر راغلو هېوادوالو ته ښه راغلاست ویلي او زیاته کړې یې ده؛ ستاسې په بیا راتګ اسلامي امارت خوښ دی.

د ښاغلي ذاکر په وینا؛ حکومت پخوانيو مسولینو او چارواکو ته ټولې هغه اسانتیاوې برابروي، چې دوی ورته اړتیا لري.