ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 858

مولوي مطیع الحق خالص باکو کې د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو (GEF) سکرتریت له مسولینو سره لیدنه وکړه

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) په لړ کې د اسلامي امارت پلاوي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یې هلته ګډون کړی، د لړم په ۳۰مه نېټه د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو (GEF) سکرتریت له مسولینو سره ولیدل او پر افغانستان یې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په تړاو خبرې وکړې.

د ليدنې په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه د افغانستان د اوبو او کرنې سکتور او همدا راز د خلکو د زیانمن کېدو په هکله د (GEF) سکرتریت مسولینو ته معلومات ورکړل او د (focal point)  د منلو او د روابطو د ادامې له امله یې ترې مننه وکړه.

د لیدنې په لړ کې د افغانستان د وړاندیز شوو او د جریان په حال کې چاپېریالي پروژو په هکله خبرې وشوې او د (GEF) سکرتریت له مسولینو غوښتنه وشوه، چې د افغانستان وړانديز شوې چاپېریالي پروژې تاید کړي.

په پای کې دواړو لورو د همکارۍ پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د روان زیږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې به د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو له لوري عالي شورا جوړه شي چې پکې به د یاد صندوق لخوا د تمویلیدونکو څو پروژو په تړاو بحث او پريکړه وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، ننګرهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهه کورنیو سره ټولې۷۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۱۶۹ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰ تنه و، کندهار، هلمند او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې۲۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۸۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۱ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۶۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې۲۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۴ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره ټولې۶۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    ۱۵۵ کورنۍ او ۷۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۸ کورنۍ او ۵۵ وګړي

مرسته شوي کډوال :   ۱۵۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۱۳۳ عدده

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ځوانانو د غوره راتلونکي لپاره هڅې کوي

رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير غزني ولایت ته د سفر په لړ کې له یو شمېر ځوانانو، فرهنګپالو او لیکوالانو سره لیدنه وکړه.

په لیدنه کې د غزني ولایت والي حافظ محمد امین عمري هم شتون درلود.

د غزني ولایت لیکوالانو او د رسنیو فعالینو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د ځوان نسل د افکارو جوړولو او د نظام د ټینګښت لپاره د ځوانانو د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او په یاد ولایت کې یې د قرائت د تخصصي مرکز جوړولو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.

دغو لیکوالانو او د رسنيو فعالينو د اسلامي امارت په ملاتړ د کلتوري چارو د پیاوړتیا ترڅنګ وویل، ځوانان د حکومت د ملاتړ او ستاینې مننه کوي.

همداراز حاضرو لیکوالانو په غزني کې د ځوانانو یو شمېر وړاندیزونه او مشورې هم له سیاسي مرستیال او د غزني والي سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مبارزې په لړ کې کلتوري فعالیتونه او هڅې خورا مهمې بللي او ويي ویل؛ هماغسې چې د اسلامي امارت په بریا کې ځوانانو لویه ونډه درلوده، اوس د اسلامي امارت په لیکو کې هم پراخ شتون او ګډون لري.

سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل؛ اسلامي امارت په درېیو کلونو کې په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او ځوانان باید ډاډه اوسي، چې حکومت د هغوی د غوره راتلونکې لپاره هڅې کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: اسلامي امارت صنعتکارانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد تېره ورځ  (چهارشنبه د ۱۴۰۳کال د لړم په ۳۰مه نېټه) په خپل کاري دفتر کې د کانونو او صنایعو خونې له رییس شیرباز کمین زاده او د هلمند ولایت له یو شمېر صنعت کارانو سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې په هلمند ولایت کې د صنعت کارانو د شته ستونزو او حل لارو په هکله هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد صنعتکارانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او سپارښتنه یې ورته کړې، چې د هېوادوالو روغتیا ساتنې او د هواککړتیا د مخنیوي لپاره باید لازم تدابیر ونیسي.

ښاغلي عابد ویلي؛ اوس د چاپېریالي جوازونو د وېش بهیر ساده شوی او کوښښ کوو، چې د پانګوالو د هڅونې لپاره هر ډول فعالیتونو ته جوازونه ورکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ ټول باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلو او له صنعتکارانو مو غوښتنه دا ده، چې باید چاپېریالي اصولو ته پاملرنه وکړي.

په دې لیدنه کې د هلمند ولایت څو تنو صنعتکارانو د خپلو ستونزو په تړاو خبرې کړي او ژمنه یې کړې، چې خپل فعالیتونه به د چاپېریالي اصولو اړوند عیاروي او د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې به لازم اقدامات کوي.

کابل کې د کیک بوکسینګ برخې مډال را وړونکي ورزشکاران ستایل شوي

د المپیک، بدني روزنې او روزش عمومي ریاست د رهبرۍ له لوري د یاد ریاست د کیک بوکسینګ برخې مډال را وړونکي ورزشکاران، چې د IMAO  نړیوال سازمان سیالیو کې یې دوه د سرو زرو مډالونه، یو د سپینو زرو مډال او یو د برنزو مډال ګټلی و، ستایلي دي.

په دغو سیالیو کې جاوید ځدراڼ په ۵۱ کیلو ګرام وزن کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو لومړی مقام، یاسر په ۷۱ کیلو ګرام وزن کې هم لومړی مقام، نجیب الله هوتک په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې دویم او ناصر ملک‌زاده په ۵۷ کیلو ګرام وزن کې درېیم مقام ترلاسه کړ او د هېواد په کچه یې دویم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د IMAO نړیوال سازمان له لوري د ایران په کوربتوب د اووه هېوادونو ترمنځ د ۱۰ ورځو لپاره چمتو شوې وې، چې له افغانستان څخه شپږو ورزشکارانو، یوه روزونکي او یوه پلاوي ګډون کړی وو، چې په پایله کې د ایران ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، افغانستان دویم او د ترکیه ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

دغې ستاینغونډې ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د یادې ادارې د نشراتو رییس اتل مشواڼی، د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون رهبري پلاوی او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري مډال را وړونکو ورزشکارانو ته مبارکي ویلې، دغه لاسته را وړنه یې د هېواد لوی ویاړ بللی او د هېواد پر وروستیو لاسته راوړنو یې خبرې کړې دي.

د مراسمو په پای کې د ورزش ادارې د رهبري له لوري مډال راوړونکو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

د ریاست الوزرا سياسي مرستیال غزني کې ميشتې درېیمې پلې محمدي لوا څخه لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت وایي، تېره ورځ (چهارشنبه، د لړم په ۳۰مه نېټه) د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پلې محمدي لوا څخه لیدنه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادې لوا ته د خپل راتګ پرمهال، چې د غزني ولایت والي حافظ امین جان عمري او ګڼو سيمه اييزو مسولينو یي ملتیا کوله د يادې لوا منسوبینو او مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا کړې او د دوی قربانۍ یې ستایلی دي.

د رياست الوزرا سياسي مرستیال د خپلې وینا پر مهال مجاهدینو ته ویلي؛ د الله تعالی ستر احسان دی چې په دې پاکه خاوره د زیاتو قربانیو په ورکړې شرعي نظام حاکم او هغه ظلمونه، چې د ۲۰ کلن اشغال پر مهال ترسره کېدل له منځه تللي او په ټول هېواد کې امن دی.

مولوي عبدالکبیر د یادې لوا مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي، نیتونه مو اصلاح کړئ او خپل بنسټیزې موخې مو د الله تعالی رضايت، شرعي نظام استحکام او خدمت وګرځوئ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر مولوي نقیب الله احمدي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د اړتیا یادونه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان او مالیزیا د اسلامي نړۍ دوه مهم هېوادونه دي چې ګډ اسلامي، دیني او کلتوری مشترکات لري.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د سرتاسری امنیت د ټینګښت ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د ښو او دوستانه ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.

ورپسې په مالیزیا کې د افغانستان داسلامي امارت سفیر په خپلو خبرو کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د افغانستان سفارت په کوربه هېواد مالیزیا کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداګرو ستونزې حل کړي او ورسره په دوامداره توګه لیدنې ترسره کوي.

مولوي نقیب الله احمدي زیاته کړې؛ د مالیزیا حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول دیني، کلتوري او ټولنیزو همکاریو ته لیواله دی.

د لیدنې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په ماليزيا کې د افغانستان سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې ویلي، په مالیزیا هېواد کې د مېشتوافغانانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ او سفارت دې په یاد هېواد کې د افغانستان ښه استازولي ترسره کړي .

د ملي دفاع وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

ملي دفاع وزارت وايي، چې دې لیدنه  کې دواړو لوریو د دوستانه اړيکو د پياوړتيا، ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاريو او د افغان کډوالو د ستونزو اړوند خبرې کړي او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو پر چمتووالي ټينګار کړی دی.

مولوي بلال کریمي د شانګهای سازمان د ۲۰۲۴م کال د ډیجیټل ټکنالوژي او میکانیزه زراعت مناسبت غونډه کې ګډون کړی

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د یاد هېواد هنان ولایت کې د شانګهای سازمان د ۲۰۲۴م کال د ډیجیټل ټکنالوژي او میکانیزه زراعت مناسبت غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي د دې تر څنګ د یو شمیر نورو هېوادونو له سفیرانو سره یو ځای او همدارنګه په انفرادي توګه د یاد ولایت له بېلابېلو حکومتي چارواکو سره ناستې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر د دغو لیدنو پر مهال چنیایي لوري ته ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې مهم فرصتونه رامنځته شوي، چې چینایي په ځانګړې توګه د هنان ولایت شرکتونه هلته د میکانیزه زراعت، ډیجیټل ټکنالوژی، سوداګرۍ، ساختماني، روغتیا او ګڼو نورو برخو کې پانګه اچونه وکړي او دغه راز افغاني زراعتي محصولات او صنعتي توکي چینایي بازارونو مخصوصا هنان ولایت ته را صادر شي.

په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واخان دهلیز له لارې پر سوداګریزې او ټرانزیټي اتصال، یو کمربند یوې لارې او شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د ناظر په توګه د ځای د بیا احیا کیدو او یو لړ نورو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.

په پای کې د هنان حکومتي چارواکو د اسلامي امارت سفیر ته د همکاریو او په یادو برخو کې د پانګونې لپاره د شرکتونو د هڅولو ډاډ ورکړی.

د کورنیو چارو وزیر خوست کې د نوې امنیه قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ خلیفه سراج الدین حقاني خوست کې د نوې امنیه قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر هېواد کې د ودانیزو او رغنيزو چارو په چټک پرمختګ خوښي ښودلې.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ د هېواد ابادي یوازې په فزیکي ودانیو محدود نه ده، بلکې د خلکو زړونو رغول او د هغوی ترمنځ د باور او اخلاص فضا رامنځته کول هم بنسټیز او ځانګړی ارزښت لري.

د یاد وزارت په وینا؛ د دغې ودانی جوړولو چارې به د ٧١ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه‌راز د دې ولايت امنيه قوماندانۍ ودانۍ جوړولو سره به اداري اړتيا پوره او د چارو په بشپړېدو سره به يې امنيتي ځواکونو ته اړیني اسانتياوې رامنځته شي.