ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 859

د یوه چینایي شرکت رییس له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یاد وزارت د یو شمېر مسولینو په شتون کې د چین هېواد د خواه فوتین شین شرکت له رییس او د چین د ملي شرکت له استازي لي شین جییان او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت رییس له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، کابل کې د څښاک اوبو د تصفیه کولو او د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې.

د اوبو او انرژي وزیر په دغه لیدنه کې د یاد شرکت د پانګونې د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ له ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو څخه غواړو، چې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو.

دغه راز د دغې ناستې په پای کې د عملي چارو د پیل په موخه د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ په ګډو ناستو ټینګار شوی.

مولوي عبدالكبير: اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ملتیا غزني ولايت ته د سفر په جریان کې په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې ولسي غونډه کې د غزني ګڼ شمېر قومي مخورو، علماوو، د یاد ولایت ملكي او پوځي مسولینو، د پوهنتونونو رییسانو، استادانو، د جهادي مدرسې مسول او استادانو او د ښوونځیو مدیرانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د غزني والي حافظ محمد امين عمري ویلي، په یاد ولایت کې د اسلامي امارت ټول اصول د ولس په همکاري پلي کېږي او د سیمه‌ییزې ادارې د همغږۍ له امله ولسونه د اسلامي امارت پراخ ملاتړ کوي.

ورپسې د غزني د بېلا بېلو ولسوالیو قومي مخورو او علماوو، د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره د اسلامي نظام ټېنګښت اړین بللی او ویلي یې دي، اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې زیات پرمختګونه کړي او افغانان د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي.

د یاد ولایت قومي مخورو او علماوو د سمه ییزې ادارې له خدماتو څخه خوښي څرګنده کړې او د ښوونځیو، مدرسو، د څښاک اوبو او نورو برخو کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو د ځوانانو استازو یادونه کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ځوانانو انرژي د جګړې پر ځای د هېواد په رغونه لګول کیږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ویلي، د ملت د یووالي او اسلامي امارت د ملاتړ له امله د امریکا پر وړاندې جهاد بریالی شو او اسلامي امارت د هرې موضوع پر وړاندې مسولانه چلند کوي.

نوموړي زیاته کړې، پر اسلامي ارزښتونو معاملې ته اجازه نه ورکوي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼې نوې پروژې پیل کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادې غونډې ته د وینا پرمهال غزني ولایت ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، په هېواد کې د بشپړ امنیت او اسلامي نظام په حاکمیت سره د افغانانو د جهاد هیلې ترلاسه شوې او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپل مسولیت ښه ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د سیمې په ګډون له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او افغان حکومت متوازن سیاست پرمخ وړي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د کاري زمینو رامنځته کېدو لپاره د پانګونې پروسه اسانه کړې او حکومت به له خپلې بودیجې ګڼې پروژې هم پیل کړي.

په پای کې سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د امنیت له ټینګښت سره د ابادۍ هڅې کوي او د غزني اوسیدونکو ته یې ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

اوکراین د برېتانیا د اوږده واټن ویشتونکي توغندي پر مټ د روسیې پر خاوره برید کړی

د راپورونو له مخې، اوکراین د لومړي ځل لپاره د ‘توپان سیوري’ په نوم د برېتانیا اوږده واټن ویشتونکي توغندي پر مټ د روسیې پر

خاوره برید کړی.

د راپورونو پر بنسټ، دا برید د کورسک سیمې په سویل لویدیځ کې شوی او لږ تر لږه له یوه توغندي څخه ګټه پکې اخیستل شوې ده.

اوکراین د امریکايي توغندیو پر مټ د روسیې پر خاوره له برید یوه ورځ وروسته د برېتانیا د اوږده واټن ویشتونکي توغندي په وسیله یو ځل بیا د روسیې خاوره په نښه کړې.

امریکا پر روسیه د اوکراین له لوري د امریکايي توغندیو له ویشتلو وروسته په کییف کې خپل سفارت هم بند کړ.

کییف کې د امریکا سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پر اوکراین د هوايي برید د احتمال له امله یې سفارت په موقتي ډول تړلی دی.

د واشنګټن له دې اعلان وروسته اسپانیا، ایټالیا او یونان هم د احتمالي برید له امله خپل سفارتونه تړلي دي.

برېتانیا خپل سفارت پرانیستی پریښی او د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي، چې کییف کې حالت له نږدې څاري.

ویل کېږې، چې اسپانیا هم له لنډ ځنډ وروسته په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیستی دی.

پر دې سربېره امریکا اوکراین ته د ځمکنیو ماینونو ورکولو پرېکړه کړې.

دا پرېکړه د بشري حقونو د سازمانونو له سخت غبرګون سره مخ شوې.

د بشري حقونو څار سازمان مشرې ماري ورهام له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي؛ دا پرېکړه د هغو لپاره ” حیرانونکی او ویجاړونکی پرمختګ” دی، چې غواړي پرسونل ضد ځمکني ماینونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د واشنګټن د دې پرېکړې لامل د روسي ځواکونو د هغه چټک پرمختګ مخه نیولو هڅه بلل شوې، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د اوکراین په ختیځ کې کړی دی.

پر ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین سازمان (ای سي بي ایل) مسولینو هم د امریکا پرېکړه په سختو ټکو غندلې.

د ای سي بي ایل چارواکو په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا وحشتناکه او بې‌تبعیضه وسله پر ملکی خلکو او د دوی پر ژوند-ژواک د ناوړه اغېز له امله د ۱۹۹۷ کال هوکړې له مخې ممنوع بلل شوې ده.’

تر اوسه امریکا، برېتانیا او فرانسې اوکراین ته اجازه ورکړې، چې د دوی د لرې واټن ویشتونکو وسلو څخه په ګټې اخیستنې د روسیې خاور په نښه کړي.

د کابل ښاروالۍ مسولینو او د UNOPS دفتر مشر لیدنه؛ کابل ښار کې د نویو پروژو په پلي کېدو خبرې شوي

د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) ترمنځ په کابل ښار کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر نيکولاس، د کابل ښار د پروژو او پروګرامونو رییسې جوسي، د کابل ښاروالۍ د پلان، پاليسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد قاسم افغان او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړى وو.

غونډه کې واړو لوریو د همغږۍ پر پیاوړتیا او د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نویو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.

په غونډه کې کابل ښاروال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر له پخوانیو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې، له خپلو همکارو بنسټونو او موسسو سره خپلې اړیکې او همغږي نور هم پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ تر دې وړاندې د (UNOPS) د دفتر له لارې له ښاري اسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د ستونزو د هوارۍ او د کاري فرصتونه رامنځته کولو په موخه ۲۰۰ ودانیزې پروژې ډیزاین او بشپړې شوې چې، د ښاریانو د ستونزو په حل او د سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخو کې یې مثبتې پایلې درلودې.

مولوي عبدالرشيد د ورته نورو پروژو په په پلي کولو کې له یاد دفتر څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، ترڅو له یوې خوا د ښاریانو ستونزې هوارې او له بلې خوا به د نویو پروژو له لارې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

 د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر د کابل ښاروالۍ له خوا د پروژو د پلي کېدو پر مهال د اسانتیاوو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د چاپېریالي ستونزو د هواري او مستحقو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه به نوې پروژې پلې کړي.

 د یاد دفتر رییس زیاته کړه، له ۱۰۰ نویو پروژو څخه دا مهال ۳۶ پروژې تر کار لاندې دي او د پاتې نورو چارې به په نږدې راتلونکي کې هم پیل شي.

په دغو پروژو کې د فرعي سړکونو، کوڅو، پارکونو او نورو عامه تاسیساتو جوړول شامل دي او دغه پروژې به د تېرو په پرتله په غوره او معیاري توګه پلي شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه د کابل ښاروالۍ د فني او تخنيکي ټيمونو له خوا په دوامداره توګه څارنې  کېږي، تر څو په ښه کيفيت او د تخنيکي سندونو له مخې په ټاکلي وخت پلې شي.

د بهرنیو چارو وزیر د اوزبیکستان د سفیر باورلیک ومانه

نن په کابل کې د اوزبیکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپی د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته وړاندې کړه.

 په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د اوزبیکستان نوي سفیر ته هرکلی وویه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوندو چارو کې بشپړه همکاري کوي.

 د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

 د اوزبیکستان نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تبادله د نږدې اړیکو د بېلګي په توګه یاده کړه.

کییف کې د امریکا سفارت وتړل شو

کییف کې د امریکا سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پر اوکراین د هوايي برید د احتمال له امله یې سفارت په موقتي ډول تړلی دی.

په دې خبرتیا کې اوکراین مېشتو امریکايي اتباعو ته سپارښتنه شوې، چې د هوايي خبرداري په صورت کې دې سمدستي خوندي سیمو ته ولاړ شي.

امریکا پر روسیه د اوکراین له لوري د امریکايي توغندیو له ویشتلو وروسته په کییف کې خپل سفارت بند کړ.

اوکراین پرون سې‌شنبه د لومړي ځل لپاره د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د روسیې بریانڅک سیمه په نښه کړه.

د روسیې حکومت د دې برید په تړاو ویلي، چې اوکراین د روسیې په خاوره کې دننه د واشنګټن له لوري ورکړل شویو توغندیو بریدونه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له دې برید وروسته پر واشنګټن د تاوتریخوالي ډېرولو تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې موږ به دې برید ته د روسیې پر ضد د لوېدیځ د جګړې یوې نوې بڼې په نظر وګورو او همداسې غبرګون به وښیو.

روسیه ویلي؛ د یوه داسې هېواد له لوري برید چې اتومي وسله ونه لري، خو د اتومي وسلو لرونکي هېواد ملاتړ ورسره وي، پر روسیه شریک برید بلل کېږي.

څه موده وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړه، چې پر روسیه د برید لپاره د اوږده واټن ویشتونکو امریکايي توغندیو څخه کار واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د چین ووژن ښار کې د انټرنیټ نړیوال کنفرانس  (the 2024 world internet conference Wuzhen summit)  چې د نومبر میاشتې له ۱۹مې نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام کوي، د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له مل پلاوي سره د کوربه هېواد په رسمي بلنه یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.

مولوي نجیب الله حیات حقاني د ۲۰۲۴ م کال د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د انټرنټ نړیوال کنفرانس پرانیستې مراسمو کې برخه واخیسته.

ټاکل شوې نن د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر بېلابېلو ټاکل شویو برنامو سربېره د چین هېواد په وخت ماښام مهال د یاد کنفرانس غړو هېوادونو د وزیرانو په کچه ناسته کې هر اړخیزه وینا هم وکړي.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سیار انجینري ټیم له لوري ١٠٩ عرادې بېلا بېل وسايط ترميم شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت اړونده د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سیار انجینري ټیم له لوري په نهمه سرحدي لوا، چې په فراه ولایت کې موقیعت لري ۱۰۹ عرادې بېلا بېل نظامي وسایط ترمیم کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو ترمیم شويو وسايطو کې ۵۷ عرادې انټرنیشنل موټرونه، پینځه عرادې د تیلو ټانکرونه، ۲۷ عرادې هاموي ټانګونه، ۱۷ عرادې امبولانسونه، یوه عراده کرینګ، یوه عراده فورکلیفت او یوعراده باب کیت شامل دي.

د دې قول اردو مسولینو د ټیم د چمتووالي او نورو جزوتامونو ته د اعزام ډاډ ورکړی دی.

د په ورته وخت کې د دې قول اردو مسولینو د ګرځنده ټیمونو د چمتووالي او نورو جزوتامونو ته د استولو ډاډ ورکړی دی.