ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 860

ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مرستیال سره لیدنه کړې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمدنبي محمدي او ورسره پلاوي په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې مولوي فضل محمد حقاني په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم، د هویتي ستونزو د حل په موخه د الکترونیکي پیژندپاڼو د وېش څانګو د جوړولو او افغان محصلینو ته د تابعیت پیژندپاڼو د وېش په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنې کړې دي.

 ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمدنبي محمدي په ایران کې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل، په یاد هېواد کې د الکترونیکي پیژندپاڼو د وېش څانګې د جوړولو او افغان محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنې کړې دي.

 د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبتولو د معتبرې مرجع په توګه ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړي، چې پر همدې بنسټ څه موده وړاندې په متحده عربي اماراتو کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د اسان خدمت مرکز پرانیستل شوی.

د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات لویې لارې اړوند مسجدونو ودانیزې چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت د کندهار – هرات لویې لارې اړوند د اته محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه، ۸۹۵ او ۶۰ ميلیونو افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد کړي، چې دامهال یې ودانیزې چارې عملا پیل شوې دي.

 دغه وزارت دکندهار – هرات لویې لارې اړوند یاد اته محرابه مسجدونه (د کندهار ولایت اړوند د میوند ولسوالۍ مسجد، د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ مسجد، د فراه ولایت اړوند د ګلستان او فراه رود ولسوالیو مسجدونه، د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ مسجد او د هرات ولایت د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو مسجدونه) چې رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا د بیلابیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوې وې، دا مهال یې کار رسماً پیل شو او جریان لري چې د هر یو مسجد ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت له دې وړاندې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د شپږ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې پیل کړې وې، چې په بیلا بیل فزیکي پرمختګ سره یې رغنیزې چارې جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د ۱۴۴۴/۱۰/۱۳ نیټې د (۳۵۸۴) ګڼې حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتره په واټن سره یو محراب مسجد ( په ټول هېواد کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي)، چې د هر یو مسجد لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو چې له دې جملې څخه ۱۷۰نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي دي، په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۱۷ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادو کورنۍ ته ۳۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۳۶زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په تورخم کې ۱۶۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره ټولې۱۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۶۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۵۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې۲۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۰۷ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۴۵ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۱۹۱ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، کندوز، تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۵۶ کورنۍ او ۶۱۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۵ کورنۍ او ۷۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۲۹۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۳۵ عدده

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۷ زره او ۴۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي

ملګري ملتونه وايي، چې غزه تړانګه د زرګونه ماشومانو په هدیره بدله شوې ده.

الجزیره د فلسطین د روغتیايي چارواکو له قوله وايي، چې غزه کې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۷ زره او ۴۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

له دې ښکاري، چې په هرو ۳۰ دقیقو کې یوه ماشوم ژوند بایللی.

پر دې سربېره زرګونه نور تر ویجاړیو لاندې او ورک دي.

غزه تړانګه کې ژوندي ماشومان هم د اوږدې او پرله‌پسې جګړې له امله سختې ناخوالي زغمي او خپل ژوند د اسرائیلي یرغلګرو د بمباریو، کلابندۍ او د سختې لوږې په سیوري کې تېروي.

  • غزه کې په مستند ډول ثبت شوي شهید ماشومان په لاندې ډول دي:
  • – ۷۱۰ له یوه کاله کم‌عمره ماشومان
  • – ۱۷۹۳ کوچنیان (۱-۳ کلونو عمر لرونکي)
  • – ۱۲۰۵ د ښوونځي دورې ته د چمتووالي ماشومان (۴-۵ کلونو عمر لرونکي)
  • – ۴ زره او ۲۰۵ د لومړني ښوونځي ماشومان (۶-۱۲ عمر لرونکي)
  • – ۳ زره او ۴۴۲ د لیسې دورې ماشومان (۱۳-۱۷ عمر لرونکي)

د دې تر څنګ یونیسف وړاندې ویلي وو، چې له ۱۷ زره ډېرو ماشومانو مور او پلار او یا یو له دوی نه په جګړه کې بایللي دي.

په نړیواله کچه د ماشومانو د دفاع مسولینو ویلي، چې موږ غزه کې په ريښتیا هم د نسل‌وژنې شاهدان یو.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې (Save the Children) په وینا؛ هره ورځ ۱۰ ماشومان یوه یا دوې پښې بایلي. د اسرائیلو د کلابندۍ له امله د دوی عملیات او یا د کوم غړي د پرې کولو پروسه د بې‌هوښۍ له درملو پرته ترسره کېږي.

د یونسف د راپور له مخې، پاکو اوبو ته د نه‌لاسرسي له امله به د غزې ګڼ نور ماشومان د محرومیت او ناروغیو له امله مړه شي.

د ملا حميدالله اخوندزاده او کابل کې د ترکیې سفیر لیدنه؛ د ترانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو ټرانزیټي او ترانسپورتي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو، د لاجوردو لارې فعالولو او همدارنګه د هوايي چلند برخې پياوړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

 د ترکیې سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، هڅه کوي ترڅو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ فعاليت لپاره زمينه برابره کړي.

تېره میاشت د صادراتو په ارزښت کې ۶۱ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۳۴.۹ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۱۴۰.۹ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ میلیونه ډالره و.

د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۳ کال تلې میاشت کې د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې په پرتله ۶۱ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۴.۱ میلیونه ډالرو ته رسیده، چې د روان کال تلې مياشت کې د ۱۸۶.۸ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي، چې د ۱۴۰۳ کال تلې میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې د برېښنا له ارزښت پرته ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

د لوړو زده کړو وزير زابل ولايت ته سفر کړی

د لوړو زده کړو وزیر شيخ نداء محمد نديم زابل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ميرويس خان نيکه د لوړو زده کړو په موسسه کې د دې ولايت د والي مولوي حزب الله افغان، مرستيال والي مولوي محب الله حماس، د زيات شمير امارتي ادارو مسولینو او د يادې موسسې محصلانو سره په يوه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

 په پیل کې د ميرويس خان نيکه د لوړو زده کړو موسسې رییس روح الله مشال د لوړو زده کړو وزیر او غونډې ته د یادې موسسې د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړي.

نوموړي ویلي؛ لا هڅې کوي، چې د رهبرۍ په مرسته دغه لاسته راوړنې لا زياتې او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په غونډه کې د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس او د علماوو شورا رییس مولوي عزيزالله طيب ویلي؛ افغانان ديني او عصري علم ته اړتیا لري، ځکه موږ له نورو هېوادونو څخه د ټکنالوژۍ په برخه کې لسګونه کلونه شاه ته پاتي يوو، اوس کولي شو چې د نورو سره د ديني او عصري زده کړو له لارې ځان سيال کړو.

 د لوړو زده کړو وزیر شيخ نداء محمد نديم د يادې موسسې  فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او د شته  ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

نوموړي د علم، پوهنتونونو او مدارسو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته کړې یې ده، چې د علم په واسطه د انسان اخرت او دنيا دواړه جوړيږي، د ښو کول او د بدو څخه منع کول هم د علم په ذريعه سره کيږي.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي؛ محصلين د نظام لپاره ډير اړين او مهم دي، دا نظام په سلګونو ميليونو پيسې يوازي د کابل پر پوهنتون لګوي او دا پيسې زما شخصي نه دي، دا د دې ولس پيسې دي، خو دا ولس د نظام څخه ښه ډاکتر، انجينر، معلم او نور مسلکي کسان غواړي.

ښاغلي ندیم له محصلينو غوښتي، چې تاسو په خپلو کارونو او پلانونو نظر وکړئ، که دلته کوښښ وکړي او کله چې فارغ شي، نو هره اداره کې به درته دنده بې تکليفه پيدا کيږي او که هڅه ونه کړي، نو ادارې وړتيا او کار غواړي، که وړتيا نه وي، نو کار نه درکول کيږي.

همدارنګه شيخ نداء محمد نديم له محصلينو غوښتي؛ که غواړئ، چې ښه مسلکي کس شي او نيت مو دا وي چې د ټولنې خدمت وکړم، نو پخپل مقصد کې بريالي کيږئ، د ښه مسلکيتوب ترڅنګ زموږ ستاسو ښې عقيدې په کار دي، د خلکو په درغجنو شعارونو مه غوليږئ، د هيڅ سياسي حرکت په شعارونو خطا نشئ، خپل مبارک دين، عقيدې او مسلک ته پاملرنه ولرئ

د لوړو زده کړو وزير له استادانو غوښتي، چې د محصلينو روزنې ته لا زياته پاملرنه وکړي، دا زموږ د ټولو لوی مسولیت دی.

ملا نورالدین ترابي: د هېواد ټولې سیمې باید د چاودېدونکو توکو څخه پاکې کړل شي

له پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د ماین پاکۍ د نړیوالو او داخلي موسسو له مسولینو سره په خپل کاري دفتر کي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د ماین پاکۍ د نړیوالو او داخلي موسسو مسولینو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ په هېواد کې زیات ماینونه ښخ شوي دي، اوس چې د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت راغلی دي باید ټول ماینونه او چاودیدونکي توکي بېرته شنډ کړل شي، ترڅو انسانان او حیوانات ورڅخه په امن کې شي.

همدازار نوموړي زیاته کړې؛ چې تر بل هر وخت اوس ښه زمینه برابره شوې ده، ترڅو یادي موسسې خپل کارونه چټک کړي او ژر تر ژره په ناچاودو توکو ککړي سیمي د ماینونو څخه پاکې کړي ترڅو خلګ د خطر څخه وژغورل شي.

دماین پاکۍ موسسو مسولینو د یادي ادارې له رییس څخه مننه ترڅنګ خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، خوښ یو چې په ډاډمنه فضا او سالمه اداره کې خپل کارونه پر مخ بیایو.

دوی زیاته کړې؛ موږ په زیاته اندازه ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه کړې ده او لاهم هڅه کوو، چې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې پاکې کړو.

دغه‌راز د موسسو مسولینو او استازو یو شمیر غوښتنې هم د ملا نورالدین ترابي سره شرکې کړې.

په ورته مهال له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس د یادو موسسو له مسولینو او استازو سره د دوی د غوښتنو د حل په موخه ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې موږ به  پر یادو غوښتنو باندې پوره غور وکړو او په اړه یې اړین اقدامات ترسره شي.

د مولوي عطاءالله عمري او د جاپان سفیر لیدنه؛ د کرنې په برخه کې په ګډو همکاریو خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو او د ډاکټر تتسو ناکامورا د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوي.

د جاپان سفیر د خپلو خبرو په پیل کې د اداري فساد سره د مبارزې، د مخدره موادو د کر او قاچاق د مخنیوي، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امنیت ټینګښت او د سولې لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې.

تاکایوشي کورومایا ویلي؛ جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو پلي کول او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت ښه نوم باید نورو هېوادونو ته ورسول شي.

مولوي عطاالله عمري د افغانانو سره د جاپان دولت او ملت د تلپاتې همکاریو مننه کړې او د دې مرستو د دوام غوښتنه یې کړې.

 نوموړي ویلي؛ موږ د جاپان له دولت سره د ښو اړیکو او د اسلامي امارت او د کرنې او مالدارۍ له سکتور سره د هغوی د ملاتړ څخه مننه کوو، چې د څو لسیزو اوږدې جګړې د دې سکتور د شاتګ لامل شوې دي او موږ مرستې ته اړتیا لرو چې له دې وضعیت څخه راووځو.

مولوي عطاالله عمري ویلي؛ هوډ لرو چې ستاسو مرستې په روڼ او اغیزناک ډول وکارول شي او زموږ بزګران او مالداران ترې ګټه پورته کړي.

ښاغلي عمري ویلي؛ موږ نړۍ ته په کلکه وایو، اسلامي امارت چې هره پرېکړه وکړي پر هغې به عمل کوي، لکه د مخدره موادو د کر او قاچاق د منع کولو پرېکړه، چې اوس په بشپړ ډول عملي شوې ده. نو باید زموږ د بزګرانو ملاتړ وشي، ترڅو پر ځان بسیا شي او له مضرو بوټو له کرلو څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د بدیل معیشت یوه هر اړخیزه طرحه لرو او د هغې په چوکاټ کې، سازمانونه، دولتونه او بهرني مرستندویان کولی شي همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت ځینې رییسانو، سلاکاران او د جاپان هېواد دیپلوماتانو هم شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د هند او بنګه‌دېش هېوادونو له علماوو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د هند او بنګه‌دېش هېوادونو له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د اسلام مبارک دین له ټولو خرافاتو څخه پاک او په صحیح شکل خپل ولس ته ورسوي، چې په همدې موخه یې مدارس تقویه کړي، د نویو علمي اداراتو پر رامنځته کولو یې کار کړی او په ښوونیز نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د دې ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه هم موثرې هڅې پيل کړې دي، لویې اقتصادي پروژې پيل شوې، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو غوښتنو څخه خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي، چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.

اقتصادي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ولاړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي.

دغه‌راز د یادو هېوادونو علماوو په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت سره خوښي څرګنده کړې او د اسلامي نظام د تقویې په موخه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.