ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 861

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې حسن کاظمي قمي ایران څخه د افغان بندیانو د رالېږد بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراخولو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، ایران هڅه کوي د چابهار بندر په فعالولو او پراخولو سره افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ایران ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې پیل کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته زیان ورسېږي.

مولوي عبدالکبیر افغانستان ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوي سفر ګټور بللی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت له ایران سره همکارۍ ته ژمن دی.

دغه‌راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له ایران څخه افغانستان ته د زر تنو افغان بندیانو د انتقالولو په اړه د شوې پرکړې د مننې ترڅنګ د دې پروسې د دوام غوښتنه کړې ده.

اوکراین د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د روسیې پر خاوره برید کړی

اوکراین د لومړي ځل لپاره د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د روسیې بریانڅک سیمه په نښه کړې ده.

د روسیې حکومت دا برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې اوکراین د روسیې په خاوره کې دننه د واشنګټن له لوري ورکړل شویو توغندیو بریدونه کړي.

امریکايي چارواکو هم پر روسیه د اوکراین له لوري د امریکايي توغندیو ویشتل تایید کړي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې له ویشتل شویو شپږو توغندیو څخه یوازې یو یې یادې سیمې ته رسېدلی او پاتې نور یې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له دې برید وروسته پر واشنګټن د تاوتریخوالي ډېرولو تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې موږ به دې برید ته د روسیې پر ضد د لوېدیځ د جګړې یوې نوې بڼې په نظر وګورو او همداسې غبرګون به وښیو.

له دې وړاندې پر سې‌شنبه روسیې د اتومي وسلو کارولو په تړاو نوې تګلاره تایید کړې، چې له مخې به یې روسي چارواکي د خپلو اتومي وسلو پر کارولو غور کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن څه موده وړاندې اوکراین ته اجازه ورکړه، چې پر روسیه د برید لپاره د اوږده واټن ویشتونکو امریکايي توغندیو څخه کار واخلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مالیزیا لپاره د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د مالیزیا لپاره د افغانستان له سفیر مولوي نقیب الله احمدي سره لیدنه کړې.

د دې کتنې په پیل کې مولوي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت د کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دواړه مسلمان هیوادونه ښې اړیکې لري.

همداراز په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي.

د مالیزیا لپاره د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ دا چې په کوربه هېواد کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال قونسلي خدمتونو ته اړتیا لري، نو له همدې امله د سفارت قونسلي برخه په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته په فعال ډول خدمات وړاندې کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او په مالیزیا هېواد کې یې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او کړنو قدرداني کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې افغانستان او مالیزیا د دوو مسلمان او دوست هېوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاريخي او پیاوړې اړیکې لري او اړینه ده، چې په کوربه هېواد کې د سفارت مسولین د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام کوښښ وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د مخکې په پرتله لازیاته پراختیا ومومي.

ښاغلي حنفي په مالیزیا کې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې په دې هېواد کې افغان محصلینو او نورو مېشتو هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اړینې هڅې وکړي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د ولسمشر له استازي سره لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ايران ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د ولسمشر له استازي حسن کاظمي قمي او د اوسپنې پټلۍ د پراختيا اړوند د ايراني شرکتونو له مسولينو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د خواف-هرات د دريمې قطعې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي، له ياد مسير څخه د ايران پر خاص ملاتړ، د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختيا لپاره په سيمه‌ييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر ايجادولو او نښلولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو پر موثريت خبرې او ټينګار شوی.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ايران د ترانسپورټي بنسټونو د جوړولو او پراختيا شرکت له اجرائيوي ریيس سره هم لیدلي.

په دغه ليدنه کې په افغانستان کې ترلاس لاندې ريلي پروژو د رشد، په ځانګړي ډول د (هرات-نيمروز)، (نيمروز-کندهار) او چابهار ريلي پروژو پر پراختيا مفصل بحثونه شوي.

په دې ناسته کې ايراني لورې ویلي، چې ايراني شرکتونه د يادو ريلي پروژو د احداث په برخه کې پانګونې او په تخنيکي برخه کې اړینې همکارۍ ته چمتو دي او افغانستان د ريلي پروژو په برخه کې د ايران له مهندسۍ څخه، چې په دې برخه کې کافي تجربه لري ګټه اخیستلای شي.

همداراز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د شپږو ريلي شرکتونو له مسولينو سره، چې په ريلي حوزه کې فعاليت لري، ليدنې کړې.

يادو شپږو شرکتونو چې د اوسپنې پټلۍ په بېلابېلو برخو (د ريل پټلۍ په توليد، احداث. ګټې اخيستنې او ساتنې او څارنې کې فعاليت کوي ژمنې کړې، چې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې د معياري کېدو او پراختيا په برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوی په رسمي سفر ايران ته تللی، ترڅو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره د سيمه‌ييزو هېوادونو همکارۍ او پاملرنه راجلب کړي.

د جي ۲۰ سرمشریزې غزه او لبنان کې د بشپړ اوربند غوښتنه کړې

د جي ۲۰ مشرانو د برازیل په سرمشریزه کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره غزه او لبنان کې د بشپړ اوربند غوښتنه کړې.

دوی په غزه تړانګه کې د ناورین تر کچې رسېدلي بشري وضعیت او لبنان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د جي ۲۰ مشرانو غزې تړانګې ته ژر تر ژره د مرستو په رسولو او زیاتوالي هم ټینکار کړی.

د نړۍ د لویو اقتصادي هېوادونو یادو مشرانو د امریکا له لوري د دایمي اوربند او د بندیانو ازادولو له وړاندې شوې طرحې ملاتړ کړی او لبنان کې یې د داسې اوربند غوښتنه کړې، چې د اسرائیلو او لبنان په اوږدو کې د ابي کرښې خلک خپلو کورونو ته په خوندي ډول ستانه شي.

پر دې سربېره منځني ختیځ کې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ‘تور ونسلند’ خبرداری ورکړی، چې غزه کې بشري وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی دی.

نوموړي پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویلي؛ څرنګه چې امنیت شورا ته پرله‌پسې خبر ورکړل شوی، غزه کې د ژمي په را رسېدو سره بشري وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی او د غزې په شمال کې نړیوالو بشري قوانینو ته له پام پرته پراخه ویجاړۍ او د یوه نسل له منځه وړل جریان لري.

دې تړانګه کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه دوام لري، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.

الجزیرې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پرون دوشنبې له سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې تر ټولو مرګونی کمال عدوان روغتون ته څېرمه پر یوه استوګنیزه ودانۍ شوی، چې شاوخوا ۱۷ فلسطینیان پکې شهیدان دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۹۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۳ زره او ۸۹۸ نور ټپیان شوي دي.

کرېکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په یاده لوبلړۍ کې پرله‌پسې دویمه بریا خپله کړه.

له دې وړاندې افغان ځوانانو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او د توپ‌وهنه پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان سره ۳۵۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان په ګټه فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلې او عزیزالله ۳۷ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلې بیا د لوبې په ۴۶ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

دا درې اړخیزه لوبې د کوربه متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې د نومبر تر ۲۶مې به دوام وکړي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ وه، چې پاکستان په لسو ویکټو ګټلې وه.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې نورې لوبې به د نومبر په ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه وشي او پایلوبه به د نومبر په ۲۶مه ترسره شي.

هرات کې لسګونه ځوانان د فريلانسېنګ له زده‌کړو فارغ شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري ځوانانو ته د کارموندنې د هڅو په لړ کې د هرات لسګونه ځوانان د یوې غونډې په ترڅ کې د فريلانسېنګ له پروګرام څخه فارغ شول.

په دې فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد، سیمه‌ییزو چارواکو او ځوانانو ګډون کړی و.

په پیل کې قاري محمد یونس راشد د ځوانانو د استعدادونو په وده ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د فريلانسېنګ پروګرامونو تطبیق مثبتې پایلې درلودلې او بېلابېلو ولایتونو کې یې ځوانانو ته د زیاتو کاري فرصتونو زمينه برابره کړې ده.

د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي له دغه پروګرام څخه فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ویلي، چې هېوادوال د کار پيدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پياوړتيا او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د انلاين سوداګرۍ یا فريلانسېنګ په برخه کې لا زياتې پانګونې او کار ته اړتيا لري.

فارغو شویو ځوانانو د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د انلاين کاري مهارتونو په ترلاسه کولو سره يې په نړيوالو بازارونو کې مناسب کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو معینیت له لوري د تېرو دوو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځوانانو ته د کار موندنې او وړتيا لوړولو په موخه د فريلانسېنګ زده‌کړو روزنيز کورسونه پيل شوي دي.