ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 862

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې حوزې له عمومي مشرې سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې حوزې له عمومي مشرې حنان حسن بلخي، د یونیسف سازمان د ختیځې حوزې مشر، د بیل ګیټس بنسټ استازي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف مسولینو او د روغتیا په برخه کې د دې ادارو له یو شمېر نورو مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا، د پولیو واکسین او د دې ناروغۍ د مخنیوي اړوند هڅو پر پیاوړتیا، د لویو لارو په اوږدو کې د روغتیایي مرکزونو پر جوړېدو، د خوارځواکو ناورغانو د درملنې، د دې ناروغۍ د مخنیوي او سروې، د ساري ناروغیو پر کنټرول او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او بیل ګیټس بنسټ همکاري اړینه بللې او د یادو ادارو له مسولینو یې غوښتي، چې د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ دې په هغو برخو کار وکړي، چې زمونږ لومړیتوبونه او اړتیاوې دي، ترڅو هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

د یادو نړیوالو ادارو مشرانو په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د ارزونې راپور شریک او د روغتیايي برخې پیاوړتیا لپاره یې د سیمې د هېوادونو د مرستې په جلب او همکارۍ د ژمنې تر څنګ د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د ګوزڼ له منځه وړلو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې ډاکتر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه کتنه کې، چې د روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هم حضور درلود، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې اغلې ډاکتر حنان حسن بلخي په بلخ کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز د پرانیستې ترڅنګ له ځینو روغتونونو او بېلابېلو ناروغانو سره د لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي؛ ډېرې هغه ناروغۍ چې د واکیسنونو له لارې د مخنیوي وړ دي، په اړه یې له مسولینو سره وغږېدو.

نوموړې زیاته کړې، چې زموږ بېلابېل بنسټونه به د نشه‌یي توکو د مخنیوي او د روږدو د درملنې په موخه د روغتیا له وزیر سره په ګډه داسې پلان ترتیب کړو چې وخت او موخې پکې ټاکلې وي.

ورپسې د بیل ګیټس بنسټ د روغتیا برخې عمومي مشر ډاکتر کرستوفر الیاس ویلي، چې تېر کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې وې، موږ به د عامې روغتیا له وزارت سره له نږدې کار وکړو، ترڅو په راتلونکي کې هېڅ ماشوم د پولیو په مرض اخته نه‌شي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په افغانستان کې یې د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو او له عامې روغتیا وزارت سره د لازیاتې همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي د واکسینونو او روغتیایي خدماتو په برخو کې د دوی له فعالیتونو او معلوماتو مننه کړې او ویلي یې دي؛ موږ هڅه کوو چې ټول ماشومان واکسین شي، ګوزڼ له منځه ولاړ شي او هېڅ ماشوم ورباندې اخته نه‌شي.

نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان له مسولینو غوښتي، چې په یاد سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فعالېدو ترڅنګ ناروغانو ته د روغتیایي ویزو برابرولو، د معتادینو او انتاني ناروغیو درملنې، د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړولو، د ډاکترانو او تخنیکرانو د ظرفیت لوړولو، د پولیو لابراتوار اساسي فعالېدو او تجهیز ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو او کېټونو وېش نه یوازې ناروغانو ته بېلابېلې ستونزې ورپېښوي، ترڅنګ یې د نړیوالو بنسټونو باور ته هم زیان پېښوي او کلک مخنیوی یې باید وشي.

اغلې ډاکتر حنان حسن بلخي ویلي، چې د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په اړه یې د یاد سازمان رییس ته ویلي او کوښښ کوي، چې افغانستان ژر تر ژره دا موقف ترلاسه کړي.

همدارنګه اغلې بلخي د تاریخ تېرو درملو او کېټونو د وېش په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اندیښنو په ځواب کې د څیړنو ډاډ ورکړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۱۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۸۱) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادو کورنۍ ته (۱۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۸۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۰) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۲۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۸۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۶۲) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۸۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱) تنه و، کندوز، تخار، بلخ او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۱۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۳۲۳) کورنۍ او (۹۵۳) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۳) کورنۍ او (۷۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۰۴) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۳۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو او له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او تحکیم بحثونه وشول.

همدرانګه له اجنډا سره سم پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو او په ځانګړې توګه په سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او د ژمي په راتګ د نړیوالو مرستو په انسجام او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لاسته راوړنو خبرې وشوې.

په دې ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو اړین تصمیمونه ونیول شول.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه ۷۰ ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د شفر محرم، مخابرې او بلوک مشرانو له کورسونو څخه د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۷۰ منسوبین او بریدملان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني د بلخ ولایت جهادي مدرسې مهتمم شیخ القران والحدیث مولوي فیض الله او ګڼ شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د بلخ ولایت جهادي مدرسې مهتمم په یادو مراسمو کې فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: “له دښمن سره د مقابلې لپاره څومره مو چې توان وي پوځي زده کړې ترلاسه کړئ، ځکه دا یو فرض عمل او د الله ج امر دی. یادې زده‌کړې تکرار کړئ، چې هیرې مو نشي. همداراز له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ، ځکه تاسو د اسلامي نظام استازي یاست.”

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی دی.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس: د افغانستان په زندانونو کې انساني حقونو ته درناوی کېږي

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري پرون یکشنبه کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز له رییس ښاغلي محمد سعید الهایاش او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او د زندانیانو لپاره د خدمتونو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ خوښ یم چې یاد سازمان د نړۍ اسلامي هېوادونو ته ځانګړې پاملرنه لري او په یادو هېوادونو کې یې د نورو همکاریو تر څنګ، کونډو، یتیمانو او بېوزلو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.

مولوي محمد یوسف مستري زیاته کړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري، مسولین او پرسونل په اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو انساني حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته په روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

پر دې سربېره هڅې کوي، چې په دې برخو کې د لا غوراوي په موخه د داخلي او نړیوالو همکارو بنسټونو همکارۍ را جلب کړي.

د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز رییس محمد سعید الهایاش د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري راغلي پلاوي ته د زندانیانو لپاره د برابرو شویو سهولتونو، ښوونېزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو وېډیویي رېپوټ وړاندې شوی، چې دوی هم د غوره چوپرتیاوو برابرولو په پار خوښي څرګنده کړې ده.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د کابل جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د كابل جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا، د اسلامي امارت یوشمېر نورو مسولینو او علماوو برخه ګډون کړی و.

په یاده فراغت غونډه کې مولوي عبدالکبیر د اسلامي زده‌کړو په برخه کې وروستي پرمختګونه ستایلي او ویلي یې دي، چې افغان طلباء د حدیث دورې د زده‌کړو په موخه بهر ته د سفر اړتیا نه لري او په هېواد کې تر لوړې کچې دیني زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي په افغانستان کې د زده کړو په پراختیا او متوازن انکشاف ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د مدرسو زده‌کوونکي باید د دیني زده کړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سنبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د لوړو زده‌کړو په اډانه کې د تخصصاتو د برخې رامنځته کېدل د دیني زده‌کړو د ودې لپاره ښه فرصت یاد کړی، چې باید علماء ګټه ترې واخلي.

په پای کې سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې ټولو بریالیو زده‌کونکو ته ډالۍ ورکړې دي.

مولوي امیرخان متقي: د روغتیا نړیوال سازمان دې د افغانستان کورنی روغتیايي سیسټم لا تجهیز او پياوړی کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له سیمه‌ییزې مشرې ډاکتر حنان بلخي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د (WHO) د راغلي پلاوي هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړ و له امله ګڼې لیري پرتې سیمي او اوسېدونکي یې له روغتیایې خدماتو بې برخي شوی او په مناسبه توګه روغتیايي خدمات نه دي ورته وړاندې شوي.

مولوي امیرخان متقي د (WHO) نړوال روغتیايي سازمان له مسولینو غوښتي، چې په افغانستان کې داخلي روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي او د ادویې په برخه کي دي کورني صحي سکتورونه غښتلی کړي، تر څو د افغانستان صحي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر همدراز د پوليو او نورو ساري ناروغيو سره د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې کړې اوله پلاوي یې غوښتي، چې د پولیو او نورو نارغیو د معاینې لابراتوارونه دي په افغانستان کې جوړ او فعاله شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)سیمه‌ییزې مشرې ډاکتر حنان بلخي د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې له (WHO) سازمان سره یې تل همکارۍ کړې او د کار کولو فرصتونه یې ورته برابر کړي دي.

اغلې بلخي همداراز دسعودي عربستان په جده کې د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» په نوم د وزیرانو څلورمي ناستې په اړه-چې په دې وروستیو کې دايره شوې-هم معلومات وړاندي کړي او ویلي یې دي، چې د روغتیا په برخه کې په نړیوالو ناستو کې هڅه کوي تر څو افغانستان ته د نړیوالو روغتیاپالانو پام راوګرځوي.

نوموړې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د داخلي صحي بنسټونو سره له نژدې کار کوي تر څو هغوی تقویه او تجهیز شي.

پر دې سربېره په ناسته کې د بېل ګېټس بنسټ د نړېوال انکشاف رییس کرېستوفر جې اِلیس ویلي؛ بنسټ یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د پوليو يا ګوزڼ د ساري او خطرناکې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف مسول ویلي، چې اداره یې له افغان حکومت سره کار کوي، تر څو نړیوال بانک اماده کړي چې له پنجشیره کابل ته د پاکو اوبو دلیږد پروژه پلې شي.

د ناستي په پای کې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له وخته له نړیوالو مرستندویه بشري سازمانو سره د همکارۍ پالیسي لري او د یادي برخې د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب ته ځانګړی پام لري.