ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

د کارولو شرايط

د موبایل اپلیکیشن د کارولو شرایط

د خصوصي حریم او کارولو شرطونه
دغه اپلیکېشن د افغانستان ملي‌راډیو‌تلوېزیون عمومي‌ریاست په وړیا ډول پرته له کومې بیې جوړ کړی دی.
دغه پاڼه د دې اپلیکېشن د چوپړتیاوو او کارولو د شرطونو په موخه جوړه شوې ده.
دغه اپلیکېشن د لاندې شپږو ځانګړنو درلودونکی دی.
1. له معتبرو سرچینو سره شېبه په شېبه د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه.
2. د ملي ټلوېزیون، ملي نیوز ټلوېزیون، معارف ټلوېزیون او ملي سپورټ ټلوېزوني چاینلونو ژوندۍ خپرونې.
3. د افغانستان د ملي راډیو، شریعت غږ راډیو، معارف راډیو او ترنم راډیو ژوندۍ خپرونې.
4. د راډیوګانو ثبت شوې خپرونې.
5. په افلاین بڼه(پرته‌ له انټرنېټه) تر ۲۰۰ پورې د لیکلو خبرونو لوستل او ورته لاس‌رسی.
6. دریافت آگاهی ازخبر عاجل وتازه روز.
7. له بېړنیو او ورځنیو تازه خبرونو ځان خبرول.
زموږ له خدمتونو د کارولو له خوندیتوب څخه ډاډه اوسئ، چې موږ ستاسو په موبایل کې شخصي معلوماتو ته لاس‌رسی نه لرو. ستاسو په موبایل کې د تازه خپاره شویو خبرونو او انځورونو زېرمه کول؛ معلوماتو او بېړنیو خبرونو ته د لاس‌رسي په موخه زموږ د اپلیکېشن ځانګړنه ده.
یادښت: ستاسو شخصي معلومات له پورته شرایطو سره خوندي دي او هېڅ کومه بله برنامه ورته لاس‌رسی موندلی نه شي.
دغه خدمتونه د سټېکرو کارولو وړتیا نه لري. په داسې حال کې چې اپلیکېشن د خپلو ښو خدمتونو وړاندې کولو او ودې لپاره د کوډ او کتابتونونو په اساس ښايي د کارولو وړتیا ولري.
له نورو وېب‌پاڼو سره لېنک یا اړیکې
دا چوپړتیاوې ښایي له نورو وېب‌پاڼو سره اړیکه ولري. که تاسو د درېیم سافټویر لېنک باندې کلېک وکړئ، تاسو ته به وېبپاڼې پرانېزي. په یاد ولرئ؛ چې بهرنۍ وېب‌پاڼې زموږ لخوا نه اداره کېږي، نو موږ سپارښتنه کوو، چې تاسو د دوی د محرم‌والي شرایط په احتیاط سره ولولئ. موږ د دې ډول وېب‌پاڼو د منځپانګې، محرم‌والي شرایطو او چوپړتیاوو هېڅ ډول کنټرول او مسؤولیت نه لرو.
د شخصي معلوماتو د شرطونو بدلون
زموږ د شخصي محرم‌والي شرطونه ښايي هره شېبه بدلون وکړي، په دې اساس تاسو ته سپارښتنه کوو، چې دا پاڼه په دومداره بڼه بیا بیا ولولئ.
موږ به د هر ‌ډول شخصي حریم د معلوماتو او شرطونو د بدلون او اضافه کولو په اړه تاسو ته خبر درکوو.
دغه شرطونه د ۲۴/۱۰/۱۴۰۲ هـ.ش له نېټې چې د ۰۱/۰۷/۱۴۴۵ هـ.ق سره سمون لري، د اجرا وړ دي.
له موږ سره په اړیکه شئ.
که تاسو زموږ د شخصي حریم په اړه کومه پوښتنه یا نظر لرئ، له موږ سره اړیکه مه سپموئ.

app@rta.af

د وېبپاڼې کارولو شرایط

افغانستان کې د ننه او له هېواده بهر د ملي راډیو ټلویزیون وېبپاڼې کارولو شرایط.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون وېبپاڼې په کارولو به تاسې درېیو شرطونو ته غاړه ږدئ او دا شرطونه زموږ وېبپاڼې ته په لومړي راتګ سره عملي کېږي.
که تاسې دغه شرطونه نه منئ  هیله کوو د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون وېبپاڼې ته مه راځئ، مه یې کاروئ او یا مطالب مه ورته رالېږئ.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون وخت ناوخت دغه شرایط بدلولای شي، نو تاسې باید تل شرایط وګورئ.
ستاسې له لوري په پرله پسې توګه د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د وېبپاڼې څارلو او کارولو مانا دا ده، چې زموږ له نویو شرایطو سره جوړ یاست.
که چېرې تاسې له نویو شرایطو سره جوړ نه یاست، نو باید د وېبپاڼې له کارولو او څارلو ډډه وکړئ.
که چېرې د دې شرایطو او د ملي راډیو ټلویزیون په نورو پاڼو خپاره شویو شرایطو تر منځ توپیر وي، نو وروستۍ بڼه یې سمه ده.

web@rta.af

ملي راډیو ټلویزیون

مهم لینکونه

© ۱۴۰۳ د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون. د کاپي ټول حقوق خوندي دي.